د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
| د نن غوره انځور
|
|
دا د خوشحال خان خټک يو پورټرېټ دی. خوشحال خان خټک په پښتو ادب کې د تورې او د قلم شاعر په نوم پېژندل شوی. نوموړی د خپل وخت يو نوميالی تورزن وه چې د مغلو سره يې ډېرې جگړې کړي وې. د خوشحال خان يو تر ټولو ډېر مشهوره شعر داسې دی:
| پرورده که د مغولو په نمک یم |
|
دا ورنگ له جوره هم له غریوه ډک یم |
| په نا حق ئی په زندان کړم یو څو کاله |
|
خدای خبر دی که په خپله گناه شک یم |
| پښتنو سره زړه تور دی د مغو لو |
|
خبر دار ئی په نیتونو یک په یک یم |
| پښتانه لره شړۍ انډ یرۍ بس ده |
|
نه په فکر د مسند نه د توشک یم |
| که می عمر په شماره د دیرشو تیر دی |
|
لا په کار کښی د سورلۍ لکه ازبک یم |
| چه منصب می د مغل خوړ یو ملک ووم |
|
چه منصب د مغل نشته اوس ملک یم |
| د افغان په ننگ مې وتړله توره |
|
ننگيالی د زمانې خوشحال خټک يم |
د انځور د امتياز خاوند: محمد طاهر کاڼی خونديځ – نور مستند انځورونه...
|
دا هم وگورئ