کينډۍ:دنغا/2009-02-11

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د نن غوره انځور
د بست قلا

دا د بست قلا تر څنگ د اوښانو يو انځور دی. د بست قلا څلی د افغانستان په سوېلي ولايت هلمند کې دی. دا څلی د ۱۱مې پېړۍ کې جوړ شوی او د دغه څلي انځور په ۱۰۰ افغانيو هم کښل شوی. دا يو ډېر لرغونی او تاريخي څلی دی او دا سيمه پخوا د بست د ښار په نامه ياده شوې چې وروسته يې نوم لشکرگاه شو. په دغې سيمې باندې د غوريانو، چنگېز خان او د گوډ تېمر د پوځونو يرغلونو دا سيمه ويجاړه کړې چې اوس يې يواځې همدا شاوخوا څو تاريخي نښې نښانې پاتې دي. دم مهال دا سيمه د هلمند ولايت پلازمېنه ده.

د انځور د امتياز خاوند: نېشنل جغرافيک
خونديځنور مستند انځورونه...

دا هم وگورۍ[سمول]