کينډۍ:تانبه:پښتو ادبیات/داستانونه/10

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عقل: ډېر لږ خلك دي، چې كله كله يو نيم كار د عقل په خوښه كوي. نور ټول كارونه د مينې او محبت دپاره، د حسد او عناد دپاره، د حرس او هوس دپاره وي يا د كوم زورور په امر او د نادانۍ په فرمان اجرا كېږي. سره له دې چې د عقل برخه په ژوندانه كې ډېره لږه ده بيا هم هر څوك د عقل ستاينه كوي او د عقل دښمن هم عقل ښه ګڼي او بې عقلي نه خوښوي. ښايې، چې عقل په همدغه سبب د هر چاخوښ وي، چې د چا په كار كې كارنه لري او د زورورو خوي په كې نشته. عقل زمونږ تابع دى او زمونږ زړه ته ګوري هغسې مشوره راكوي، ځكه يې ستا يو او صفت يې كوو. كه عقل پر مونږ باندې حاكم واى او اقتدار يې درلوداى مونږ به ترينه ډېر سرټكاوه او بد به مو ګاڼه، ځكه چې تر اوسه مونږ له يوه حاكم نه هم زړه كې ډېر خوښ نه يو او ډېر ښه حاكم هم ډېر خلك له ځانه خوابدي كړي دي. په رښتيا، چې عقل غوندې بې ضرره شي نشته. نور دلته ولولئ...