عقل (نثري کلیات)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډېر لږ خلك دي، چې كله كله يو نيم كار د عقل په خوښه كوي. نور ټول كارونه د مينې او محبت دپاره، د حسد او عناد دپاره، د حرس او هوس دپاره وي يا د كوم زورور په امر او د نادانۍ په فرمان اجرا كېږي. سره له دې چې د عقل برخه په ژوندانه كې ډېره لږه ده بيا هم هر څوك د عقل ستاينه كوي او د عقل دښمن هم عقل ښه گڼي او بې عقلي نه خوښوي. ښايې، چې عقل په همدغه سبب د هر چاخوښ وي، چې د چا په كار كې كارنه لري او د زورورو خوي په كې نشته. عقل زمونږ تابع دى او زمونږ زړه ته گوري هغسې مشوره راكوي، ځكه يې ستا يو او صفت يې كوو. كه عقل پر مونږ باندې حاكم واى او اقتدار يې درلوداى مونږ به ترينه ډېر سرټكاوه او بد به مو گاڼه، ځكه چې تر اوسه مونږ له يوه حاكم نه هم زړه كې ډېر خوښ نه يو او ډېر ښه حاكم هم ډېر خلك له ځانه خوابدي كړي دي. په رښتيا، چې عقل غوندې بې ضرره شي نشته. عقل هر كله زمونږ خير او گټه راښيي او عقل د همدغه شي نوم دى. كه مونږ د عقل يوه خبره هم ونه منو بيا هم عقل رانه نه ځي او بد راسره نه كوي كه مونږ په ناكاره كار پسې په بده لاره روان شو عقل راسره ملگرى دى او څومره، چې كېداى شي له خطر نه مو ساتي. ډېرې غلاگانې د عقل په مرسته كېږي، كه څه هم غلا ته په ښه نظر نه گوري او غلا يې نه ده خوښه. هغه شيطاني چلونه، چې انسان كشف كړي دي او شيطان هم ورته حيران دى د سادگانو او احمقانو كارنه دى. فرېب او ټگي سره له دې، چې سم او صحيح عقل ورته بد گوري بيا هم د هوښيارۍ بد عمله اولاد دى او د بدسړي له عقل څخه دغه راز بد اولاد پيداكېږي، همدغسې عقل يوه غله ته هم د تېښتې لاره ښيي هم يې د ماړه كاله ته بيايي او كه حاكم ونيوه د ځان د خلاصولو چلونه هم ورښيي. كه سړى هرڅومره گنهكار و عقل ورته د نجات لاره لټوي او له همدردۍ نه يې لاس نه اخلي. په رښتيا، چې دومره مهربانه ملگرى بل نشته. هغه وخت، چې څوك عقل له ځانه شړي او په عقل هجوم ور وړي باده او پياله دى په لاس كې وركوي او دمخه ورته لا يو داسې ځاى پيدا كاندي، چې ډېر رسوا نشي او محتسب يې گرېوان ته لاس وانچوي. دعقل خوى او خصلت په هيچا كې نشته په زړه كې حسد او عناد نلري، لكه ماشوم مرور كېږي، نه ظلم او نه يې ناروا خوښه ده، مگر له ظالم سرهدښمني هم نه كوي، فسق او فجور ورته بد معلومېږي، خو د ذاهد په شان له فاسق او فاجرنه نه تښتي، هر چا ته د خېرخواه په نظرگوري او د انسان په مجبوريت ډېرښه خبر دى. عقل په دې خبره ډېر زور اچولى دى، چې انسان پخپلو كړو كې پوره ازادي او اختيار نلري او د مجبوريت جنبه يې ډېره غالبه ده. هو! عقل دا غواړي، چې د انسان له ضعف او ناتوانۍ نه يو داسې قوي دليل جوړ كړي، چې د هغه بل جهان له ملامتۍ نه يې هم خلاص كاندي. عقل په دې پوهېږي، چې انسان د خپلو غرايزو او احساساتو تابع دى او منطق هر كله د خپلو اغراضو دپاره استعمالوي. د انسان له منطقي تعريف څخه هم دا معلومېږي، چې دى اول حيوان او بيا عاقل دى، يعنې د ده نطق او عقل د حيوانيت تابع دى او حيواني غرايز پكې د اوليت حق لري. دا يو منلى حقيقت دى، چې عقل زمونږ تابع دى، مونږ د عقل تابع نه يو. عقل زمونږ دپاره پيدا شوى دى مونږ د عقل د پاره نه يو پيدا. كه مونږ په عقل باندې د ليونو او ماشومانو كار كوو، كوي يې او زمونږ له امر نه غاړه نه غړوي. كه زه او ته دوستان يو زما او ستا عقل هم دوستي كوي. كه مونږ غليمان شو زمونږ عقلونه يو له بل سره دښمني كوي او په جگړه اخته كېږي. ښه عقل هماغه دى، چې د مينې او محبت په غېږ كې وده وكړي او د ښو عواطفو او احساساتو په لمن كې وروزل شي. عقل د اخلاقوتابع دى، كه اخلاق ښه و عقل ښه كېږي كه اخلاق بد و عقل په بده لار روانېږي او بده لاره ښيي.