کينډۍ:تانبه:ستورپوهنه/نوې ليکنې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د ځمکې انځور له اپولو۱۷ څخه

ځمکه د لمريز غونډال یا شمسي نظام له سيارو څخه يوه سياره ده چې له درېو اساسي برخو څخه جوړه ده؛ جامد برخه (ليتوسفير) يا (راک سفير)، مايع برخه (هايډروسفير) او هوا (آټموسفير)، د ځمکې کتله د لمر تر کتلې ٣٣٣٤٣٢ واره وړه ده. انتقالي حرکت په ٣٦٥،٥ ورځو کې د لمر پر شا و خوا او وضعي حرکت په ٢٤ ساعتونو کې د خپل محور پر شاوخوا سرته رسوي. د ځمکې مدار بيضوي دی او خپله روښنايي له لمر څخه اخلي. فاصله يې له لمر څخه ١٤٩٦٦٩٩٢٧ کيلو متره او محور يې پر خپل مدار باندې د ٦٦ درجو او ٣٣ دقيقو په اندازه متمايل دی. استوايي شعاع يې ٦٣٧٨ کيلو متره، قطبي شعاع يې ٦٣٥٦،٦ کيلو متره، د استوا د محيط طول يې ٤٠٠٧٦ کيلومتره او پراخوالی يې د ٥١٠،٩٠٠،٠٠٠ مربع کيلومترو ته رسېږي. د ځمکې حجم ١،٠٨٣،٣٢٠،٠٠٠،٠٠٠ مکعب کيلومتره او سرعت يې د استوا په سيمه کې و ١٦٠٠ کيلومتره ته په يوه ساعت کې رسېږي. د ځمکې د سطحې ٧١٪ بحرونه او ٢٩٪ وچه تشکيلوي. ځمکه يوه سپوږمۍ لري او بيضوي مدار يې ٩٣١ مليونه کيلومتره دی. نور دلته ولولئ...