کينډۍ:تانبه:انځورگري/انځورگر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

زیب منتظر مسید د جهانزیب شمنخېیل مسید زوی او د فرقه مشر محمد رمضان خان شمنخیل لمسی په خټه لمرگل خیل مسید دی چې د (۱۹۶۳ع) داکتوبر د میاشتی په دوولسمه نیټه زیږیدلی. لومړنۍ زده کړې ئې په خوشال خان لیسه کې پای ته رسولي، بیا د لوړو زده کړو لپاره د پخواني شوروي اتحاد دازبکستان د جمهوریت تاشکند ښار تللی او په (۱۹۸۹) ع کال کي کي د تاشکند د البیروني په نوم د پوليټکنیک د انستیتوت نه د مهندسي په څانگه کې د ماسترۍ دیپلوم تر لاسه کړی دئ . د انځورگرۍ په اړه نوموړی په خپله فېسبوک پاڼه کي ليکي ".. د انځورگرۍ سره مي د مکتب له وخته مینه او علاقه درلوده او وخت نا وخت به مي انځورونه ایستل. د انځورگرۍ په برخه کي مي کومي ځانگړي زده کړي ندي کړي، بلکې د اماتور په توگه مي انځورگري کړېده. انځورگري دخپل فکر، خیالاتو او سوچ دبیان لپاره یوه اغېزمنه وسیله گڼم او هغه مې کړېده چې پخبلو انځورونو کې دهیواد او ولس درد او احساسات انځوراو منعکس کړم. نور...