زیب منتظر مسید

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

زیب منتظر مسید (۱۳۴۲ ل ل کال (۱۹۶۳ ز) کال، وزیرستان) يو افغان پښتو ژبی شاعر او ليکوال دی.

مخينه[سمول]

زیب منتظر مسید د جهانزیب شمنخیل مسید زوی او د فرقه مشر محمد رمضان خان شمنخیل لمسی دی. هغه پر ۱۳۴۲ لمريز او ۱۹۶۳ زیږدیز کال د اکتوبر میاشتې پر ۱۰ نېټه په وزیرستان کې زیږیدلی دی. نوموړې په قوم لمرگل خېل مسید دی. لومړنۍ زده کړې یې په خوشال خان لېسه کې تر سره کړې دي، بیا د لوړو زده کړو لپاره د پخواني شوروي اتحاد د وزبکستان سوسیالیستي جمهوریت تاشکند ښار ته ولاړ او پر ۱۹۸۹ ز کال یې د تاشکند د البیروني په نوم د پوليتخنیک د انستیتوت نه د مهندسي په څانگه کې د ماسترۍ دیپلوم تر لاسه کړ.

دندي[سمول]

له ۱۹۹۱ زیږدیز کاله تر ۱۹۹۳ ز کاله یې د ازبکستان غږ تاشکند راډیو له پښتو څانگې سره د ژباړونکي او ویاند په توگه دنده ترسره کړې ده. په ۱۹۹۳ زیږدیز کال کې د اوکراین هېواد ته مهاجر شو او په ۱۹۹۸ ز کال کې پاکستان ولاړ. په ۲۰۰۳ کال کې هېواد ته راستون شو او د تر ۲۰۰۵ ز کاله یې د حنوبي حوضې د ټاکنو په دوتر کې دنده ترسره کړې ده. د ۲۰۱۰ ز کاله راهيسې په افغانستان کې د ملگرو ملتو د مرستندوی دوتر (یوناما) سره دنده ترسره کوي.

نوموړی د انځورگرۍ تر څنگه، شاعري او لیکوالي هم کوي او دمجسمه جوړونې سره هم بلد دی. د انځورگرۍ په اړه نوموړی په خپله فېسبوک پاڼه کي ليکي «د انځورگرۍ سره مي د مکتب له وخته مینه او علاقه درلوده او وخت نا وخت به مي انځورونه ایستل. د انځورگرۍ په برخه کي مي کومې ځانگړي زده کړې نه دي کړې، خو د اماتور په توگه مي انځورگري کړې ده. انځورگري د خپل فکر، خیالاتو او سوچ د بیان لپاره یوه اغېزمنه وسیله گڼم او هغه مې کړې ده چې پخپلو انځورونو کې د هېواد او ولس درد او ولولې انځور کړم. تر اوسه مي خپل کوم انځورونه د نندارتون په بڼه نندارې ته نه دي وړاندې کړي، خو هوډ لرم چې په نژدې وخت وکولای سم د خپلو انځورونو نندارتون جوړ کړم تر څو زما د انځورگرۍ مینه وال وکولای سي هغه د نژدې نه وگوري او خپل نظر راسره شېریک کړي. په انځورگرۍ کي زیاتره د پنسل انځورگري خوښوم، خو د اوبلنو رنگونو، رنگه پینسلونو او غوړينو رنگونو نه هم کار اخلم. زما انځورونه زیاتره د پورټریټ بڼه لري چي په الیکټرونيکي رسنیو کي خپاره سوي او له نیکه مرغه مینه والو ډېره مینه راکړې او هڅولې یې یم.".

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

۱- اوکا (شعري ټولگه)، د ۲۰۰۵ ز کال چاپ.

۲- ویښې شپې (شعري ټولگه).

۳- جگړه (له روسي ژبې پښتو ژبې ته ژباړه).

۴- غښتلي وگړي (له روسي ژبې پښتو ته ژباړه).


اخځليک[سمول]

۱- https://khabarial.com/ar/%D8%AF-%D9%BE%DA%9A%D8%AA%D9%88-%DA%98%D8%A8%DB%90-%D8%A7%D9%88%D8%A7%D8%AF%D8%A8-%D8%AE%D9%88%DA%96-%DA%98%D8%A8%DB%90-%D8%A7%D9%88-%D8%AA%DA%A9%DA%93%D9%87-%D8%B4%D8%A7%D8%B9%D8%B1-%D8%B2%DB%8C/[مړه لينکونه]

۲-