Jump to content

کنګل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کنګل د راټول شوي يخ يوه درېدلې کتله ده چې په منظم ډول د خپل وزن لاندې په خوځښت وي. يو کنګل په هغه سيمه منځ ته راځي، چېرې چې د ډېرو کلونو په تېرېدو سره، په عمومي توګه څو پېړيو کې، د منځه تللو په پرتله د واورې جمع کېدل زیات وي. کنګلونه کرار کرار خپله بڼه له لاسه ورکوي او د خپل وزن له کامله د رامنځ ته شوي فشار لاندې بهېږي، ژور چاودونه، پاڼونه او نورې بېلونکې ځانګړتياوې جوړوي. کنګلونه د خپلو ښکتنيو پوړونو نه ډبرې او پاتې شوني توږي، چې د ځمکو بڼې جوړې کړې، لکه سيرکونه (په غرونو کې جوړې شوې کندې)، مورينز (له کنګل نه پاتې شوی د ډبرو امبار) یا تنګي. کنګلونه يوازې په ځمکو جوړيږي او د سمندر له ډېرو نازکو يخونو او د جهيلونو له يخونو سره توپير لري، کوم چې د اوبو د کتلو پر سر منځ ته راځي.

د ځمکې پر مخ، د یخ نهه نوي کنګلونه په قطبي سیمو کې د يخ په پراخو څادرونو (کوم ته چې د کنګلونو لویه وچه هم ويل کېږی) کې دي، خو د استراليا له مرکزي سيمو پرته، شونې ده چې د نيوزيلينډ په څېر د اقيانوسي لوړ طول البلد اقيانوسي هېوادونو په ګډون، کنګلونه د هرې لويې وچې په غره ييزو لړيو کې وموندل شي. د شمالي پنځه دېرش درجو عرض البلد او سويلي پنځه دېرش درجو عرض البلد تر منځ، يوازې په هماليا، اينډيز او د ختيځې افريقا په يو څو لوړو غرونو، مکسيکو، نيوګينيا او په ايران کې پر زرد کوه موندل کېدای شي. له اووه زره نه په زیاتو پېژندل شويو کنګلونو کې، له قطبي سيمو نه د باندې پاکستان له بل هر هېواد نه زيات يخي کنګلونه لري. د ځمکې نږدې لس سلنه سطحه په کنګلونو پوښلې ده. د لويې وچې کنګلونو نږدې ديارلس ميلیونه کيلو متر مربع (۵ ميليونه مربع ميل) يا د انترکتيکا ديارلس اعشاريه دوه ميلیونه کيلو متر مربع (۵.۱ ميليون مربع ميله) نه نږدې اته نوي سلنه برخه پوښلې ده چې منځنی ډبلوالی یې ۲۱۰۰ متره (۷۰۰۰ فوټه) دی.په ګرین لینډ او پيټاګونيا کې هم پراخ د لويې وچې کنګلونه خپراه دي. د انترکتيکا او ګرين لينډ د يخي څادرونو نه پرته، د کنګلونو حجم ۱۷۰۰۰۰ کيلو مترمکعب اټکل شوی دی.[۱][۲][۳][۴][۵]

د کنګلونو یخونه په ځمکه د تازه اوبو تر ټولو سترې زېرمې دي، د ټولې نړۍ د خوږو او تازه اوبو نږدې نهه شپېته سلنه په دې یخي څادرونو کې دي. معتدل، د الپ غرونو او موسمي قطبي اقليم ډېری کنګلونه په سړو موسمونو کې د واورې په بڼه اوبه زېرمه کوي او وروسته يې د وېلې کېدونکو اوبو په څېر بېرته خوشې کوي، ځکه چې په دوبي کې توده هوا د کنګلونو د وېلې کېدو لامل ګرځي، په دې سره د اوبو يوه داسې سرچینه جوړېږي، کومه چې د بوټو، ژويو او انسانانو د کارولو لپاره هغه مهال له ځانګړي اهميت نه برخمنه ده، کله چې د اوبو نورې سرچينې کمېږی. په هر حال، په لوړو ارتفاعاتو او انترکتيکايي چاپېریالونو کې، د موسمي هوا تودوخې توپير ډېر ځله د دې لپاره بسنه نه کوي چې وېلې شوې اوبه وبهېږي.[۶][۷]

له دې امله چې کنګلونه د اوږدې مودې اقلیمي بدلونونو له امله اغېز ويني، د بېلګې په ډول: باران، د تودوخې منځنۍ درجه او د واورو پوښل کېدل، له همدې امله په پراخه کچه د کنګلونو بدلونونه د اقليم د بدلون له مهمو حساسو نښو نه شمېرل کېږي او د سمندر د سطحې د بدلونونو يوه ستره سرچينه ده.

د یخ يوه ستره کېمنډل شوې ټوټه، يا يو کنګل اسماني رنګه ښکاري، ځکه چې زياتې اوبه هم په اسماني رنګ کې ښکاري. لامل يې دا دی چې د اوبو ماليکولونه د اسماني رنګ په پرتله نور رنګونه په ډېر اغېزناک ډول جذبوي. په شين رنګ کې د کنګلونو د ښکارېدو بل لامل د هوا د پوکاڼيو کمښت دی. د هوا پوکاڼۍ، کومې چې یخ ته سپین رنګ ورکوي، د هغه فشار له امله وځي، کوم فشار چې د يخ د ډبليدو سبب ګرځي.  

رېښه او اړوند اصطلاحات

[سمول]

د انګليسي ژبې د « glacier  » ټکی، له فرانسوي نه پور شوی او بېرته د فرانکو-پرووينسل له لارې بېرته خشن لاتيني ټکي « glaciārium » ته ورګرځي، کوم چې د لرغونې لاتيني ژبې له « glacia» ټکي نه اخستل شوی او په پايله کې د لاتيني ژبې « glaciēs» ته رسېږي چې معنا يې ده «يخ». هغه پروسې يا هغه ځانګړتېاوي چې د کنلګونو له امله منځ ته راغلي، يا د دې اړوند وي «کنګل شوي» بلل کېږي. د کنګلونو د جوړېدو بهیر، وده کول او بېرته بهېدو ته يې «کنګل کېدنه» ويل کېږي. د دې اړوندو مطالعاتې سیمو ته «ګليشالوژي» ويل کېږي. کنګلونه د نړيوال «کرايوسفير» مهمې برخې دي، (کرايوسفيرد ځمکې د نظام د یخ شويو اوبو برخه ده).[۸]

ډولونه

[سمول]

د اندازې، بڼې او چلند پر بنسټ ډلبندي

[سمول]

کنګلونه د دوی د بڼې، تودوخې د ځانګړتياوو او چلندونو پر بنسټ ډلبندي کېږي. الپي کنګلونه د غرونو په څوکو او رېونده برخو جوړ شوي. هغه کنګل چې يوه دره يې ډکه کړې وي، د کنګل دره بلل کېږي، يا په بل ډول الپي کنګل بلل کېږي يا ورته غره ييز کنګل وايي.د کنګل يوې لويې ولاړې کتلې ته يو غر، د غرونو لړۍ وايي، يا اورشېدونکي ته د يخ خولۍ يا د یخ ميدان ويل کېدای شي. د تعريف له اړخه د يخ د خولۍ سيمه له ۵۰۰۰۰ کيلو متر مربع (۱۹۰۰۰ مربع ميل) نه کمه وي.[۹][۱۰]

له ۵۰۰۰۰ کيلو متر مربع (۱۹۰۰۰ ميل مربع) نه د لوی کنګل کتلو ته د يخ څادرونه يا د لويې وچې کنګلونه وايي. څو کيلو متره ژور کې دوی ښکتنۍ توپوګرافي پټوي. يوازې «نوناټک» له خپلو سطحو نه دباندې راوځي. يوازیني شته يخي څادرونه هغه دوه دي، چې د انترکتيکا او ګرين لينډ ډېره برخه يې پوښلې ده. په دوی کې په زياته اندازه تازه اوبه شته، دومره ډېرې دي، که چېرې دواړه وېلي شي، د نړيوالو سمندرونو کچه به له اويا متره (۲۳۰ فوټه) نه زياته لوړه شي. د يخ د څادر يا خولۍ هغه برخه چې په اوبو کې خپره شوې وي، د يخ تاخچې بلل کېږي؛  دوی خاصيت لري چې نري وي، په محدود ډول رېونده او چټکتيا يې کمه شوې وي. د يخ د يو څادر نريو، په تېزۍ سره خوځښت کوونکو برخو ته د يخ بهنګ ويل کېږي. په انترکتيکا کې، ډېری يخي بهنګونه به، لويو يخي تاخچو ته بهېږي. ځينې يې نېغ په نېغه په سمندر کې بهېږي، ډېر کرته د يخ د يوې ژبې په څېر، لکه «مرټز» کنګل.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د «ټايډواټر» کنګلونه هغه دي، کوم چې په سمندر کې پای مومي، په دوی کې ډېر کنګلونه هغه دي چې له ګرین لينډ، انترکتيکا، بافين، ډيون او په کاناډا کې د ايليسمير ټاپوګانو، سويل ختيځه الاسکا او شمالي او سويلي پيټاګونين د يخي ميدانونو نه بهېږی. څنګه چې یخ سمندر ته رسېږي، يا ټوټه ټوټه کېږي او يا يو له بل سره جلا کېږي، له کوم نه چې د يخ غونډاري جوړېږي. د «ټايډواټر» کنګلونو ډېرې جلا شوې برخې، د سمندر له سطحې پورته کېږي، د کوم په پايله کې چې ډېر يخي غونډاري له اوبو سره ټکر کيږي او د پام وړ پايلې لري. ټايډواټر کنګلونه، له پېړيو راهيسې له مخکې تګ او شاتګ له جرياناتو نه تېر شوي دي، کوم چې د نورو کنلګونو په پرتله له موسمي بدلونونو نه ډېر کم اغېزمن کېږي. [۱۷]

د تودوخې د حالت پر بنسټ ډلبندي

[سمول]

د تودوخې له نظره، يو معتدل کنګل، د خپلې سطحې نه نيولې بيا تر بېخه پورې، د ټول کال په اوږدو کې د وېلې کېدو په نقطه کې وي. د قطبي کنګل يخ د تل لپاره له سطحې نه تر بېخ پورې د کنګل کېدو له له اندازې نه ښکته وي، که څه هم شونې ده چې د سطحې یخ موسمي وېلي کېدل تجربه کړي. په نیمه قطبي کنګل کې هم معتدل او هم قطبي يخ شامل وي، له سطحې شاته په شته ژوروالي او د کنګل په اوږدو کې د هغې تر موقعيت پورې اړه لري. په ورته ډول، د يوه کنګل د تودوخې نظام ډېر وخت د هغې د بېخ د تودوخې درجې پر بنسټ ښودل کېږي. د سوړ بنسټ لرونکی کنګل د يخ د ځمکې د نښتلو په نقطه کې د منجمد کېدو له نقطې لاندې دی او په همدې بنسټ، له ښکتني پوړ سره منجمد کېږي. د تاوده بنسټ لرونکی کنګل د سطحې د پاسه يا منجمد کېدو په نقطه کې دی او په دې اړيکه کې د ښوېدو وړتيا لري. د دې تضاد په اړه تر ډېره بريده د کنګل له خوا په اغېزناک ډول د خپل بستر د ختمولو د وړتيا د اداره کولو فکر کېدای شي، ځکه چې د يخ په ښوېدو سره له ښکته سطحې نه د يو کمر په شکېدلو کې مرسته رسېږي. هغه کنګلونه چې هم يخ او هم تود بنسټ لري، د «پولي ترمل» په نامه  پېژندل کېږي.[۱۸][۱۹]   

سرچینې

[سمول]
  1. Post, Austin; LaChapelle, Edward R (2000). Glacier ice. Seattle: University of Washington Press. ISBN 978-0-295-97910-6.
  2. Staff (June 9, 2020). "Millions at risk as melting Pakistan glaciers raise flood fears". www.aljazeera.com. نه اخيستل شوی 2020-06-09.
  3. Craig, Tim (2016-08-12). "Pakistan has more glaciers than almost anywhere on Earth. But they are at risk". The Washington Post (په انګليسي). ISSN 0190-8286. نه اخيستل شوی 2020-09-04. With 7,253 known glaciers, including 543 in the Chitral Valley, there is more glacial ice in Pakistan than anywhere on Earth outside the polar regions, according to various studies.
  4. National Geographic Almanac of Geography, 2005, ISBN 0-7922-3877-X, p. 149.
  5. "170'000 km cube d'eau dans les glaciers du monde". ArcInfo. Aug 6, 2015. Archived from the original on August 17, 2017.
  6. "Ice, Snow, and Glaciers and the Water Cycle". www.usgs.gov. نه اخيستل شوی 2021-05-25.
  7. Brown, Molly Elizabeth; Ouyang, Hua; Habib, Shahid; Shrestha, Basanta; Shrestha, Mandira; Panday, Prajjwal; Tzortziou, Maria; Policelli, Frederick; Artan, Guleid; Giriraj, Amarnath; Bajracharya, Sagar R.; Racoviteanu, Adina (November 2010). "HIMALA: Climate Impacts on Glaciers, Snow, and Hydrology in the Himalayan Region". Mountain Research and Development. International Mountain Society. 30 (4): 401–404. doi:10.1659/MRD-JOURNAL-D-10-00071.1. hdl:2060/20110015312. S2CID 129545865.
  8. Simpson, D.P. (1979). Cassell's Latin Dictionary (5 ed.). London: Cassell Ltd. p. 883. ISBN 978-0-304-52257-6.
  9. "Glossary of Glacier Terminology". USGS. نه اخيستل شوی 2017-03-13.
  10. "Retreat of Alaskan glacier Juneau icefield". Nichols.edu. نه اخيستل شوی 2009-01-05.
  11. "Glossary of Meteorology". American Meteorological Society. Archived from the original on 2012-06-23. نه اخيستل شوی 2013-01-04.
  12. Department of Geography and Geology, University of Wisconsin (2015). "Morphological Classification of Glaciers" (PDF). www.uwsp.edu/Pages/default.aspx. Archived from the original (PDF) on 2017-08-12. نه اخيستل شوی 2022-02-17. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  13. "Sea Level and Climate". USGS FS 002-00. USGS. 2000-01-31. نه اخيستل شوی 2009-01-05.
  14. "Types of Glaciers". National Snow and Ice Data Center. Archived from the original on 2010-04-17.
  15. Bindschadler, R.A.; Scambos, T.A. (1991). "Satellite-image-derived velocity field of an Antarctic ice stream". Science. 252 (5003): 242–46. Bibcode:1991Sci...252..242B. doi:10.1126/science.252.5003.242. PMID 17769268. S2CID 17336434.
  16. "Description of Ice Streams". British Antarctic Survey. Archived from the original on 2009-02-11. نه اخيستل شوی 2009-01-26.
  17. "What types of glaciers are there? | National Snow and Ice Data Center". nsidc.org. نه اخيستل شوی 2017-08-12.
  18. Lorrain, Reginald D.; Fitzsimons, Sean J. (2017). "Cold-Based Glaciers". In Singh, Vijay P.; Singh, Pratap; Haritashya, Umesh K. (eds.). Encyclopedia of Snow, Ice and Glaciers. Encyclopedia of Earth Sciences Series. Springer Netherlands. pp. 157–161. doi:10.1007/978-90-481-2642-2_72. ISBN 978-90-481-2641-5.
  19. Boulton, G.S. [1974] "Processes and patterns of glacial erosion", (In Coates, D.R. ed., Glacial Geomorphology. A Proceedings Volume of the Fifth Annual Geomorphology Symposia Series, held at Binghamton, New York, September 26–28, 1974. Binghamton, NY, State University of New York, pp. 41–87. (Publications in Geomorphology))