کمپوسټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کمپوسټ یو عضوي سره ده چې په مصنوعي توګه د نباتي او حیواني بقایاوو د پاتې شونو څخه تر لاسه کیږي د کمپوسټ د جوړولو پروسه د Composting په نامه یادیږي . دا یوه بیولوژیکي پروسه ده چې په دې کې هوازي او غیر هوازي مایکرو ارګانیزم عضوي مواد تجزیه کوي او د بېکاره پاتې شونو د کاربن او نایتروجن نسبت کموي. په هوازي پروسه کې د کروندې ګډ پاتې شوني د یو مناسب اندازې لرونکې کندې کې اچول کیږي د هرې ورځې جمع کېدونکي موادپه یوه نرۍ طبقه کې خوریږي او د غواګانو تازه فاضله مواد (غوشایه) ورباندې اچول کیږي کمپوسټ سرې د Super Phosphate 25 Kg/Ton په واسطه ټینګیږي . کله چې کنده 1,5 – 2,0 پورې ډکه شي نو د یو انچ په اندازه د خټې او غواګانو دفاضله موادو په واسطه پوښل کیږي، کمپوسټ د ۳ – ۴ میاشتو پورې د اضافي کارونو څخه علاوه تیاریږي .

د کمپوسټ د جوړولو (تیارولو) له پاره موادسمول[سمول]

۱- د غله جاتو پروړه (بوس) کوم چې د حیواناتو د تغذیې له پاره ضروري نه وي. ۲- د کروندې هرزه ګیاوې او واښه. ۳ – د ګنیو پاڼې او پاتې شوني د جوارو او باجرې ټانټې. ۴- کورنۍ خځلې (کثافت) او د سبزیجاتو او میوه جاتو پاتې شوني . ۵- د نباتاتو پاتې شوني او د لرګیو ایره. ۶- د حیواناتو په متیازو چټله شوې خاوره. کمپوسټ د سبزیجاتو د پاتې شونو او د نورو بېکاره موادو، د غواګانو د غوشایو او متیازو د ګډېدلو او هم د ښارګوټي د چټلو موادو او انساني فاضله موادو څخه جوړیږي . دغه ډول کمپوسټ دوه ډولونه لري او په طبیعت کې سره تفاوت لري او د دې په ترکیب په لاندې ډول دی : ۱- کلیوال کمپوسټ : دغه ډول کمپوسټ د کروندې د اضافي موادو لکه : بوس، نباتي پاتې شوني، د ګنیو پاڼې، سبوس، د پنبې تنې، هرزه ګیاوې، د ونو د مړو شوو برخو بقایاوې، د متیازو په واسطه چټله خاوره د غوجلې موادو او پروړې څخه جوړیږي . دغه ډول کمپوسټ کې 0.4% - 0.8% نایتروجن د0.3% - 0.6% پورې P2O5 او 0.7% - 1.0% پورې K2O شامل دي. ۲- د ښارګوټي کمپوسټ : دغه ډول کمپوسټ د ښارګوټي د چټلو موادو او انساني فاضله موادو څخه تیاریږي (جوړیږي) په دغه ډول کمپوسټ کې 1% - 2% پورې نایتروجن، 1% پورې P2O5 او 5% د K2O شامل دي. د کمپوسټ له پاره ضروري اړتیاوې ۱- د بېکاره عضوي موادو یوه لویه کتله جوړول A massive organic refuse :

کمپوسټ په عمومي توګه د بېکاره موادو مختلفو ډولونو څخه جوړیږي چې دغه مواد باید په زیات مقدار سره موجود وي ، دغه عضوي بېکاره مواد په عادي توګه په لوړ نسبت سره نایتروجن او کاربن لري.

۲ - په مناسب ډول خوځول (اړول ) : د عضوي موادو تجزیه د مایکرو ارګانیزمونو په وسیله صورت نیسي او دوی باید د کمپوسټ کندو ته د Suitable Stater په توګه علاوه شي، دغه کېدای شي چې میتیازې ، غوشایه، د انسانانو فاضله مواد، خټې ، ناولتیا اوسي. فعاله مواد کېدای شي چې غېر عضوي مواد لکه امونیم سلفیټ، سودیم نایتریت، کلسیم سیاناماید وي. ۳ – اوبه : د میکروبي فعالیت له پاره اوبه یو د مهمو اړتیاوو څخه شمېرل کیږی، د کروندې په بېکاره موادو کې باید ۵۰ ٪ - ۶۰٪ اوبه د کمپوسټ د ښې تجزیې له پاره موجود وي. د کمپوسټ د ډېرۍ جوړولو له پاره اوبه ضروري دي چې د تبخیر او بهېدنې له لارې ښه تجزیه تر سره شي. ۴ – هوا : د کروندې فاضله موادو د تجزیې له پاره په مناسبه اندازه اکسېجن او د اکسیدېشن پروسې ته اړتیا لیدل کیږي، هوازي تجزیه د تجزیې په لومړیو مرحلو کې واقع کیږي نو په دغه وخت کې باید هوا په کافي اندازې سره موجوده وي . د ۱۰ – ۱۵ ورځو په دوران کې د کمپوسټ د ډېرۍ د اړولو په وخت شاید هوا واخلي، د عضوي موادو او نایتروجن له منځه تګ د کمولو له پاره نوره تجزیه په غیر هوازي توګه په کار اچول کیږي. مایع عضوي سره مایع عضوي سره د لیګیوم د شنو پاڼو د تجزیې څخه جوړیږي چې پاڼې تریخوالی ولري. نوټ:انځورونه مې د هېواد افغان کرنیز شرکت څخه کاپې کړي

تړلې لیکنې[سمول]

سره کرنه