سره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سره یا کود هرې هغې مادې ته ویل کېږي چې طبیعي یا مصنوعي منشاء لري او د یوه نبات د مغدي موادو د تأمین لپاره خاورې یا د نبات نسجونو ته ورکول کېږي. سرې ښايي له چونه‌يي یا اهاکي موادو او د خاورې له غیر مغذي اصلاح کوونکو موادو سره توپير ولري. د سرې ګڼې سرچینې موجودې دي چې طبیعي او صنعتي دواړه ډولونه په کې شاملېږي. د کرنې د اوسنیو اکثرو طریقو لپاره سره پر درېیو اصلي مغذي مادو متمرکزه ده چې دا درې مادې نایتروجن، فاسفورس او پتاشیم دي چې کله ناکله د مایکرو مغذي موادو لپاره د ډبرو د ګرد په څېر بشپړوونکي مواد هم ور اضافه کېږي. کروندګر دغه سرې په بېلابېلو طریقو کاروي چې د وچې یا مایع استفادې د پروسو له لارې، د لویو کرنیزو تجهیزاتو یا وسایلو د کارولو له لارې او یا هم د لاسي وسایلو د مېتودونو له لارې یې د بېلګې په توګه یادولی شو.[۱]

له تاریخي پلوه سره له طبیعي او عضوي سرچینو څخه ترلاسه شوې ده چې کمپوسټ، حیواني سره، انساني فاضلات، راټول شوي منرالونه او د انسان-طبیعت د صنایعو جانبي محصولات (لکه د کبانو د پروسس ضایعات یا د حیواناتو له وژلو څخه ترلاسه شوې وینه) یې د بېلګې په توګه یادولی شو. له دې سره سره، له نولسمې پېړۍ راهیسې د نباتاتو په تغذیه کې تر نوښتونو وروسته د مصنوعي سرو کاروونکی کرنیز صنعت رامنځته شو. دغه لېږد د نړۍ د غذایي سیستم په بدلون کې مهم و او په لویه کچه کې یې داسې کرنه ممکنه کړه چې د محصولاتو حاصلات یې ډېر وو. په ځانګړي ډول د شلمې پېړۍ په پیل کې «د هابر پروسې» په څېر د نایتروجن د تثبیت کیمیاوي پروسې چې د دویمې نړیوالې جګړې په جریان کې د تولید د رامنځته شوي ظرفیت په مرسته لا پیاوړې شوې، د نایتروجني سرو د چټک پرمختګ لامل شوې. د شلمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې له نایتروجني سرو څخه د استفادې ډېروالی (د ۱۹۶۱ او ۲۰۱۹ کلونو تر منځ ۸۰۰ سلنه ډېروالی) د زرغون انقلاب د یوې برخې په توګه د دودیزو غذايي سیستمونو د ګټورتیا د ډېرېدو (چې په سرانه ډول څه باندې ۳۰ سلنه و) یوه حیاتي برخه وه.[۲]

تاریخچه[سمول]

کروندګر له زرګونو کلونو راهیسې د خاورې د ښېرازۍ یا حاصل‌خېزۍ پر زیاتولو بوخت دي. مصریانو، رومیانو، بابلیانو او لومړنیو جرمنیانو ټولو د خپلو کښتونو د ګټورتیا د ډېرولو لپاره له کاني توکو یا سرو څخه استفاده کوله. د نبات د تغذیې علم د جرمني کیمیاپوه «یوسټون وون لیبیګ» تر څېړنو ډېر مخکې پیل شوی و، که څه هم په دې برخه کې د ده نوم ډېر یاد شوی دی. «نیکولاس ټیوډور ډو سوسور» او همکارانو یې هغه مهال د «یوسټون وون لیبیګ» تسهیلونې رد کړې. هغه مهال د نباتاتو د تغذیې په اړه پېچلې علمي پوهه موجوده وه، د هوموس او همدا راز د عضوي-کاني تعاملاتو رول مرکزي حیثیت درلود او له ۱۹۹۰ کال له را وروسته نویو اکتشافاتو سره یې مطابقت درلود. هغه پوهان چې «یوسټون وون لیبیګ» استفاده ترې وکړه، «کارل لوډویګ»، «سپرنګر» او «هرمان هلریګل» وو. په دې برخه کې د پوهې بهیر څه ناڅه ټکنی شو چې تر یوه حده یې لامل د اقتصاد او څېړنې ګډوالی و. يوه انګرېز کاروباري «جان بنټ لاوز» په ۱۸۳۷ کال کې پر هغو نباتاتو د بېلابېلو سرو یا کودونو د اغېز ازمېښتونه پیل کړل چې په ګلدانیو کې یې وده کوله او یو یا دوه کاله وروسته دغه ازمېښتونه په کښتونو کې کرنیزو محصولاتو ته هم پراخ شول. یوه بیړنۍ پایله یې دا وه چې ده په ۱۸۴۲ کال کې له اسید سولفوریک سره د فاسفېټ له تصفیې څخه د مصنوعي کود یا سرې د اختراع حق ثبت کړ او له دې امله لومړنی کس و چې د مصنوعي سرې صنعت یې رامنځته کړ. په ورپسې کال یې د «جوزف هنري ګیلبرټ» له خدمتونو استفاده وکړه؛ دوی دواړو په ګډه د کرنیزو محصولاتو د څېړنو په انستېتیوت کې کرنیز ازمېښتونه وکړل.[۳][۴][۵][۶][۷]

چاپېریال[سمول]

په کرنه کې کارېدونکې مصنوعي سره ګڼې چاپېریالي پایلې او اغېزې لري. د اقلیم او ځمکې د بدلونونو په اړه د اقلیمي بدلونونو د حکومت‌منځي پلاوي د ځانګړي راپور له مخې د دغو سرو تولید او د اړوندې ځمکې د استفادې طریقې د نړیوالې ګرمۍ محرکونه دي. د سرې استفاده د ځینو مستقیمو چاپېریالي اغېزو لامل هم شوې ده. د کرنیزو ځمکو اوبه چې د سمندرونو پر مړو سیمو اغېز کوي او د اوب‌لارو ککړتیا، د خاورې د مایکروبیوم ویجاړي او په ایکوسیستمونو کې د زهري توکو راغونډېل د دغو مستقیمو اغېزو ځینې بېلګې دي. سره یا کود ځینې نامستقیمې اغېزې هم لري. په هابر پروسه کې د کارېدونکي طبیعي ګاز لپاره د فرکېنګ [یعنې د ګاز د تزریق له لارې د تېلو استخراج] چاپېریالي اغېزې یې یوه بېلګه ده؛ همدا راز د کرنې پرمختګ تر یوه حده د انساني نفوس د چټکې ودې لامل هم دی او په لویه کچه د صنعتي کرنې اقدامات د مېشت‌ځایونو له ویجاړۍ، پر ژواک بېلابېلوالي له فشار او د کرنیزې خاورې له خرابۍ سره اړیکه لري.[۸][۲][۹]

شمېرې[سمول]

په دې وروستیو کې په اکثرو پرمختللو هېوادونو کې د نایتروجن سرې ډېرې شوې دي. چین د نایتروجني سرو تر ټولو لوی تولیدوونکی او مصرفوونکی دی. په افریقا کې پر نایتروجني سرو تکیه کمه ده. د سرو په صنعتي مصرف کې کرنیز او کیمیاوي کاني توکي ډېر اهمیت لري او ارزښت یې کابو ۲۰۰ میلیارده ډالره دی. نایتروجن د کاني توکو پر نړیواله استفاده پام وړ اغېز لري او ورپسې پتاشیم او فاسفېټ راځي. د نایتروجن تولید له ۱۹۶۰مې لسیزې را وروسته ډېر زیات شوی دی. له ۱۹۶۰مې لسیزې را وروسته د فاسفېټ او پتاشیم بیه هم لوړه شوې ده چې د مصرفوونکي د بیې تر شاخص لوړه ده. پتاشیم په کاناډا، روسیه او بلاروس کې تولیدېږي چې په ګډه د نړۍ تر نیمايي زیات تولید جوړوي. په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې په کاناډا کې د پتاشیم تولید ۱۸.۶ سلنه ډېر شو. اټکلونه ښيي چې د محصولاتو ۳۰ تر ۵۰ سلنه حاصل د طبیعي یا مصنوعي سوداګریزو سرو پایله بلل کېږي. په متحدو ایالتونو کې د سرې مصرف د کرنیزو ځمکو تر کچې ډېر شوی دی. د نړیوال مارکېټ یا بازار ارزښت به یې تر ۲۰۱۹ کال پورې څه باندې ۱۸۵ میلیارده ډالرو ته لوړ شي. د اروپايي سرو بازار به هم وده وکړي او په ۲۰۱۸ کال کې به شاوخوا ۱۵.۳ میلیارده یورو عاید وکړي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

چاپېریالي اغېزې[سمول]

که څه هم د سرو استفاده پر ژواک چاپېریال منفي اغېزې لري، خو د نباتاتو د مغذي موادو په تأمین کې ګټوره ده. د سرو ډېره استفاده د کاني توکو د ګډې وډې استفادې په دلیل پر خاوره، سطحي اوبو او ځمک‌لاندې اوبو اغېز کولی شي.[۲۰]

د فاسفېټ ډبرې له پروسس څخه د هر یو ټن تولید شوي فاسفریک اسید په بدل کې پنځه ټنه ضایعات تولیدېږي. دغه ضایعات په جامد، ناخالص، بې‌ګټې او راډیو اکټیو ډول پاتې کېږي چې فاسفوژیپس بلل کېږي. اټکل کېږي چې هر کال په ټوله نړۍ کې له ۱۰۰۰۰۰۰۰۰ څخه تر ۲۸۰۰۰۰۰۰۰ ټنه پورې فاسفوژيپس ضایعات تولیدېږي.[۲۱]

اوبه[سمول]

د فاسفورس او نایتروجن سرې چې کله په معمول ډول کارول کېږي، ګڼې چاپېریالي اغېزې لري. دلیل یې د بارانونو ډېر ورښت دی چې له امله یې سرې اوب‌لارو ته ور وینځل کېږي. د کرنې جاري اوبه د خوږو اوبو د اټروفیک کېدو یا مغذي کېدو یو تر ټولو لوی لامل دی. د بېلګې په توګه په متحدو ایالتونو کې شاوخوا نیمايي سیندونه مغذي دي. د اوټروفیکېشن یا مغذي کېدو اصلي لامل فاسفېټ دی چې معمولاً یوه محدودوونکې مغذي ماده ده؛ لوړ غلظتونه یې د سیانوباکتریاوو او اوبړیو د ودې لامل کېږي چې په له منځه تګ سره یې اکسیجن کمېږي. د سیانوباکتریاوو غوزې هم مضر زهر تولیدولی شي چې کېدای شي په غذایي ځنځیر کې راټول شي او انسانانو ته زیان واړوي. د سرو روانې اوبه د هوا لپاره د جوړو شویو ستراتیژیو په مرسته را کمېدای شي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Ullmann
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Mbow او نور 2019.
  3. کينډۍ:Ullmann
  4. Visser, Jozef (2019-11-20), Larramendy, Marcelo; Soloneski, Sonia (المحررون), "Opening History: Gaining Perspectives", Organic Fertilizers - History, Production and Applications (په انګلیسي ژبه کي), IntechOpen, doi:10.5772/intechopen.86185, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78985-147-2, د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Uekötter, Frank (2010). Die Wahrheit ist auf dem Feld: Eine Wissensgeschichte der deutschen Landwirtschaft. Vandenhoeck & Ruprecht. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-5253-1705-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Uekötter, Frank (2014). "Why Panaceas Work: Recasting Science, Knowledge, and Fertilizer Interests in German Agriculture". Agricultural History 88 (1): 68–86. doi:10.3098/ah.2014.88.1.68. ISSN 0002-1482. https://www.jstor.org/stable/10.3098/ah.2014.88.1.68. 
  7. کينډۍ:EB1911
  8. Chen, Huaihai; Yang, Zamin K.; Yip, Dan; Morris, Reese H.; Lebreux, Steven J.; Cregger, Melissa A.; Klingeman, Dawn M.; Hui, Dafeng et al. (2019-06-18). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "One-time nitrogen fertilization shifts switchgrass soil microbiomes within a context of larger spatial and temporal variation"] (in en). PLOS ONE 14 (6): e0211310. doi:10.1371/journal.pone.0211310. ISSN 1932-6203. PMID 31211785. Bibcode2019PLoSO..1411310C. 
  9. United Nations (2017) Resolution adopted by the General Assembly on 6 July 2017, Work of the Statistical Commission pertaining to the 2030 Agenda for Sustainable Development (A/RES/71/313)
  10. Smil, Vaclav (2015). Making the Modern World: Materials and Dematerialization. United Kingdom: John Wiley & Sons. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-119-94253-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Smil, Vaclav (2012). Harvesting the Biosphere: What We Have Taken From Nature. Massachusetts Institute of Technology. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-262-01856-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Kesler and Simon, Stephen and Simon (2015). Mineral Resources, Economics and the Environment. Cambridge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-07491-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. . Industry Stats – Fertilizer Canada. Fertilizer Canada.
  14. Stewart, W.M.; Dibb, D.W.; Johnston, A.E.; Smyth, T.J. (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Contribution of Commercial Fertilizer Nutrients to Food Production"]. Agronomy Journal 97: 1–6. doi:10.2134/agronj2005.0001. 
  15. Ceresana, Market Study Fertilizers – World, May 2013,
  16. "Market Study Fertilizers – Europe". Ceresana.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ مې ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ نومبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Arable land
  18. "Eurostat - Data Explorer". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ اکتوبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Fertilizer consumption (Kilograms per hectare of arable land) | Data". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Kesler and Simon, Stephen and Simon (2015). Mineral Resources, Economics and the Environment. Cambridge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-107-07491-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Tayibi, Hanan; Choura, Mohamed; López, Félix A.; Alguacil, Francisco J.; López-Delgado, Aurora (2009). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Environmental Impact and Management of Phosphogypsum"]. Journal of Environmental Management 90 (8): 2377–2386. doi:10.1016/j.jenvman.2009.03.007. PMID 19406560. 
  22. "Environmental impact of nitrogen and phosphorus fertilisers in high rainfall areas". agric.wa.gov.au (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. McKay Fletcher, D. M.; Ruiz, S. A.; Dias, T.; Chadwick, D. R.; Jones, D. L.; Roose, T. (2021-02-20). "Precipitation-optimised targeting of nitrogen fertilisers in a model maize cropping system" (in en). Science of the Total Environment 756: 144051. doi:10.1016/j.scitotenv.2020.144051. ISSN 0048-9697. PMID 33280884. Bibcode2021ScTEn.756n4051M. https://www.sciencedirect.com/science/article/pii/S0048969720375823. 
  24. Wilfried Werner "Fertilizers, 6. Environmental Aspects" Ullmann's Encyclopedia of Industrial Chemistry, 2002, Wiley-VCH, Weinheim.doi:10.1002/14356007.n10_n05
  25. "UPDATE (9:30 a.m.): Do-not-drink water advisory lifted for City of Toledo | Toledo Free Press". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اگسټ ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Schmidt, JR; Shaskus, M; Estenik, JF; Oesch, C; Khidekel, R; Boyer, GL (2013). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Variations in the microcystin content of different fish species collected from a eutrophic lake"]. Toxins (Basel) 5 (5): 992–1009. doi:10.3390/toxins5050992. PMID 23676698.