کميک کلا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کميک کلا
Hrad Kamýk
هېواد دچېک جمهوریت
ښار Kamýk
معمار
Kamýk z Pokratic
سپک د گوټي سبک
د کلا بنسټ ۱۳ پېړۍ

کميک کلا (په چېکي: Hrad Kamýk) د گوټي کلا یوه کنډواله ده چې د چېک په جمهوريت کې د Litoměřice په ولسوالۍ کې د Kamýk کلی ته نژدې د تور مرمر پر غر باندي پرته ده.

تاريخ[سمول]

کميک کلا د گوټي سبک یوه مهمه کلا وه چې په ۱۴ پېړۍ کې د یان لوگزامبورگ په امر د Kamýk z Pokratic لخوا جوړه شوه. د کميک کلا لمړني ‌ ذکر په ۱۳۱۹ کال کې ليکل شوي وو. کميک کلا ساتونکی کلا وه. سوداگرانو چې د آلمان څخه بوهميایی واکمنۍ ته سفر کول نو په کميک کلا کې یی پاچايي مامورانو ته باج ور کول. په ۱۴۲۸ کال کې د هوسيانو غورځنگ په وخت کې کميک کلا ويجاړه شوه. په ۱۵۴۷ کال کې نوموړي کلا بيا جوړه شوه. په ۱۶۳۲ کال کې د دېرش کالو د جگړې په وخت کې کمیک کلا ساسانو پوځ لخوا بيا ويجاړه شوه.