منځپانگې ته ورتلل

کمال رئیس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دپنځلسمي زیږدیزي پېړۍ مشهوره سمندر پوه کمال رئیس چي په وروسته کي د عثماني خلافت د سمندري فوځ قومندان وګرځېدی په ۱۴۵۱ز کال کي د ګیلي پولي په سمندري ښارکي پیدا سو. دنوموړي پوره نوم احمد کمال الدین او د پلار نوم یې علي وو چي د عثماني خلافت د قرامان له سیمي سره یې اړه درلوده.

کمال رئیس
كمال رئیس (عثماني تورکي) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
اړوند
زېږونځای
Gelibolu (mul) ژباړل پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۴۵۱ (Gregorian) پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې نېټه
۱۵۱۱ (Gregorian)[۱] پر ویکي‌ډېټا د دې ارزښت سمول
مړينې لامل
مړينې ځای
مړينې لامل
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین
اړين مالومات
جګړه

د کمال رئیس لمړنئ ژوند

[سمول]

کمال رئیس د خپل ژوند لمړنئ پړاو چي په سمندر کي پیل سو د عیسایانو سره په جګړو کي تېر کړ او تر اسپانیا پوري یې اکثره اروپايي هیوادونه تر خپلو یرغلونو لاندي راوستل. د عثماني خلافت اتم واکمن سلطان بایزید چي کله د کمال له سمندري عملیانو او جګړو څخه خبر سو سمدستي یې خپل سلطنت ته راوغوښت او امر یې ورته وکړ چي په اسپانیا کي کوم مسلمانان او یهودان دعیسایانو تر ظلم لاندي شپې تېروي هغوی باید عثماني سلطنت ته راولي، کمال رئیس هم د سلطان بایزید امر پرځای کړ او د اسپانیا پر سواحلو یې بریدونه پيل کړه چي په پایله کي یې د هغه ځای لوی شمېر مسلمانان له عیسایانو خلاص او عثماني خلافت ته یې پناه راوړه .

د کمال رئیس فوځي ژوند او جګړې

[سمول]

په اسپانیا او لویدیځه اروپا کي تر بریالیو سمندري عملیاتو وروسته سلطان بایزید کمال رئیس د عثماني سمندري ځواکونو مشر وټاکه او په ۱۴۹۵ز کال کي یې دغه دنده ورته وسپارل. له دندي پېليدو سره کمال رئیس دا ځل په سترو جګړو کي ښکیل سو او هغه اروپايي هیوادونه چي له عثماني خلافت سره په جګړه کي ښکېل وه کمال رئیس د سمندری له لوري ستر ګوزارونه ورباندی وکړه. سلطان بایزید په ۱۴۹۷ز کال کي کمال رئیس ته امر وکړ چي د مکې او مدینې ښارونو ته چي کوم اسباب او لوازم د سمندر له لاري روان دي باید له عیسایانو څخه د هغوی ساتنه وکړي چي دذنوموړي دا امر هم پر ځای او کمال رئیس په مدیترانه سمندري کي د مکې او مدینې له اسبابو څخه ښه ساتنه وکړه. په دې ترځ کي دروډس جزیرې عیسایانو هڅه وکړه چي د کمال رئیس مخه ونیسي او کوم شیان چي مکې ته وړل کیږي هغه لوټ کړي خوکمال رئیس پر دوی سخت برید وکړ اونژدې وو چي خپله دروډس جزیره هم فتحه کړي خودځینو دلایلو له کبله دغه فتحه پاته سول.

په ۱۴۹۹ز کال کي د عثماني خلافت او د وینس په نامه د یو اروپايي سمندري دولت ترمنځ ډېره خونړي نښته رامنځ ته سول . په دغه نښته کي عیسایانو هڅه وکړه چي مسلمانان له یونان څخه پسي واخلي خو د سلطان بایزید له لوري د کمال رئیس او څو زره عثماني فوځ ددوی سره دجګړې لپاره وګومارل سو چی په پایله کي یې وینس تاریخي ماته وخوړه او د لپانټو په نوم سمندري ښار د عثماني ترکانولاسونو ته ولوېدی . کمال رئیس په یاده جګړه کي ستر رول ولوباوه او تر دې وروسته یې دعثماني سلطنت لپاره یو ځل بیا په مدیترانه سمندرکي خدمتونه پیل کړه چي تر ۱۵۱۱ز کال پوري یې دوام وکړ .

د کمال رئیس مړینه

[سمول]

سلطان بایزید په ۱۵۱۱ز کال کي کمال رئیس ته امر وکړ چي له خپلو کښتیو سره د مملوک سلطنت په لوري ولاړ سي او هلته د مصري او عربي مسلمانانو مرسته وکړي ځکه اروپايي کښتیو دا ځل پر حجاز باندي د یرغل موخه درلوده، خو کمال رئیس چي کله تګ پیل کړ او د سمندر منځ ته ورسېدی په همدې وخت کي یو قوي توپان راوالوت او کمال رئیس یې له کښتۍ سره په سمندر کي ډوب او وواژه .

سرچینې

[سمول]

تاریخ عثماني/ چارشی لی/ دویم جلد

  1. ويل شوي په: د دوتنې ادغام واک. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 139987096. بياځلي سمون: ۱۸ اکتوبر ۲۰۱۵. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.