کمال الدين مستان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کمال الدين مستان يو افغان دی چې په پښتو ژبه شاعري او ليکوالي کوي .

مخينه[سمول]

کمال الدین مستان د ښاغلي جمال الدين زوی، پر ۱۳۳۳ (د بلې سرچينې له مخې پر ۱۳۳۷) لمريز کال د لوگر ولايت د څرخ ولسوالۍ په شش کلا کلي کې زېږېدلی دی. لومړنۍ او منځنۍ زده کړې يې د څرخ په لېسه کې سرته رسولې دي . لوړې هغه يې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو په پوهنځي کې بشپړې کړې دي.

دندې[سمول]

کمال الدین مستان خپله لومړنۍ رسمي دنده په روغتيا مجله کې پيل کړه او بيا يې په نورو گڼ شمېر مجلو لکه هنر، فرهنگ مردم، اواز او نورو کې دندې ترسره کړې . يو مهال د راډيو افغانستان د نطاقانو عمومي مدير وو. نوموړي پر ۱۳۷۱ لمريز کال کډوالۍ ته مخه کړه او پېښور ته ولاړ . هلته د بي بي سي راډيو په تعليمي خپرونو کې په دنده بوخت وو. اوسمهال په کابل کې د نوموړې پروژې په خپرنيزه څانگه کې دنده ترسره کوي.

د شاعري پيل يې[سمول]

مستان د ښوونځي په اتم ټولگي کې وو چې د شعر ښاپېرۍ په پرېمينځلې خندا ونازاوه. دی وايي : «تقريباً د مکتب په اتم نهم صنف کې وم چې ما له شعر سره مينه پيدا کړه او په منظم ډول مې د شعر مطالعه پيل کړه. بلاخره مې يو شعر وليکه چې په مکتب کې د ترانې په شکل ويل کېده. همدغو عواملو زه وهڅولم چې دغې لارې ته پسې دوام ورکړم.»

چاپ شوي نښيرونه يې[سمول]

تر دې مهاله د کمال الدين مستان دا لاندې نښيرونه چاپ شوي دي :

  1. د لمر شعلو ته (لومړۍ شعري ټولگه) د ۱۳۶۷ ل کال کابل چاپ، د اطلاعاتو او کولتور وزارت د نشراتو رياست خپرونه .
  2. د پاڼو شهادت (دویمه شعري ټولگه)، د ۱۳۶۹ ل کال کابل چاپ، د اطلاعاتو او کولتور وزارت د نشراتو رياست خپرونه .
  3. پرېمېنيځلې خندا (درېيمه شعري ټولگه).
  4. د بهايي جان صاحب زاده احوال او اثار (څېړنه)، د ۱۳۶۳ ل کال کابل چاب، د طبع او نشر دولتي کمیټې د نشراتو ریاست خپرونه .
  5. د موسهي مولوي فيض زاده اخوند بيوگرافي (څېړنه) .
  6. ولسي شاعران (څېړنه) .
  7. ولسي پانگه (څېړنه).
  8. طوفان : د ماکسيم گورکي د لنډو کيسو ژباړه، د ۱۳۶۳ لمريز کال چاپ .
  9. زما پوهنځی : د گورکي د یو اثر ژباړه .

د شعر څو بېلگې يې[سمول]

سرچينې[سمول]

  1. http://kitabtoon.com/en/articles/literatural-essays/itemlist/tag/کمال%20الدين%20مستان
  2. http://catalog.acku.edu.af/cgi-bin/koha/opac-search.pl?q=au:مستان،%20کمال%20الدین.
  3. http://lomritob.com/archives/5326 Archived 2015-05-27 at the Wayback Machine.
  4. محمد اسمعيل یون، کتابښود، د ۱۳۸۷ ل کال چاپ، ۱۱۰-۱۱۱ مخونه .