کلوډيټي کالوين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کلوډيټي کالوين
کلوډيټي کالوين
کلوډيټي کالوين

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Claudette Austin د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۵ سپټمبر ۱۹۳۹[۱]
استوګنځای نيويارک  د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نسل امریکی افریقی[۲]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند

کلوډيټي کالوين چې د ۱۹۳۹ ز، د سپټمبر په ۵ مه نېټه زېږېدلی دی، د ۱۹۵۰ ز لسيزې د مدني حقونو غورځنګ يو مخکښ امريکايۍ او متقاعده مرستياله نرسه وه. د ۱۹۵۵ز مارچ په ۲ مه د الاباما په Montgomery کې له ګڼې ګوڼې ډک توپيري يا بېل بس کې يوې سپين پوستې ښځې ته د چوکۍ نه پرېښودلو له امله د ۱۵ کلونو په عمر نيول شوې وه. دا په پراخ ډول د هغې پېژندل شوې پېښې نه نهه مياشتې مخکې پېښه شوه، چې د تورپوستو وګړو د پرمختګ لپاره د ملي ټولنې د سيمه یيز باب (برخې) منشۍ Rosa Parks په کې د ۱۹۵۵ Montgomery بس پرېکون (Montgomery bus boycott) پراخولو کې مرسته وکړه. [۳][۴][۵]

کالوين په لومړنۍ فدرالي محکمه کې يوه له هغو پينځو عرض کوونکو نه وه، چې د ۱۹۵۶ ز فبروري په لومړۍ نېټه يې د مدني حقونو مدافع وکيل Fred Gray له خوا د Browder v. Gayle پر وړاندې دوسيه ثبت شوه، چې په ښار کې د بس توپير وګواښوي. د متحده ايالتونو په يوې لومړنۍ (ابتدايي) محکمه کې کالوين د درې قاضيانو منصفه پلاوي ته ګواهي ورکړه، چې هغوی يې قضيه واورېده. د ۱۹۵۶ز د جون په ۱۳ مه قاضيانو په ډاګه کړه، چې په الاباما کې د بس توپير (تبعيض) غوښتونکی حکومت او سيمه یيز قوانين ناقانوني وو. ياده قضيه د دولت په غوښتنه د متحده ايالتونو سترې محکمې ته لاړه او د ۱۹۵۶ز د نومبر په ۱۳ يې د ابتدايه محکمې د پرېکړې ملاتړ وکړ. يوه مياشت وروسته سترې محکمې Montogomery او د الاباما دولت ته د بس توپير پای ته رسولو په موخه يو امر تصويب کړ. د مونټګومري بس پرېکون له دې نه څو مياشتې وروسته راوغوښتل شو.

د Montgomery تور پوستو مشرانو د زياتو کلونو لپاره د کالوين لارماتوونکې (مخکښه) هڅه عامه نه کړه. کالوين ويلي دي: «ځوان وګړي فکر کوي چې Rosa Parks يوازې په بس کې کېنسته او د بس توپير يې پای ته ورساوه، مګر قضيه ټوله دا نه وه». د نوموړې حالت د مدني حقونو د مبارزينو له خوا ځکه راټيټ شو، چې کالوين د دې عمل پر مهال ناواده شوې حامله وه. دا اوس په پراخه ډول منل شوې ده چې کالوين ته په هغه وخت کې د مدني حقونو د مبارزينو له خوا د هغې د ذکر شوي حالت له امله امتياز نه دی ورکړل شوی. Rosa Parks وايي چې: «که چېرې د سپين پوستو رسنيو د هغې د معلوماتو واک تر لاسه کړی وی، نو يوه field ورځ به يې لرلی وی. دوی به کالوين ته يوه بده نجلۍ ويلی وی او د هغې قضيې به موکه نه لرلی». [۶][۷][۸][۹][۱۰]

د نوموړې د نيولو ثبت او د جرم انګليسي قانون په ۲۰۲۱ کې د لومړنۍ محکمې له خوا د هېواد لپاره د لومړنۍ محکمې د وکيل په ملاتړ سره له منځه لاړ، چې له ۶۶ کالونو څخه د زيات پخوا تورونه په کې راوړل شوي وو.

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

کلاوډيټي کالوين د ۱۹۳۹ ز سپټمبر په ۵ د الاباما په برمنګهم (Birmingham) کې له Mary Jane Godson او C. P. Austin نه د Claudette Austin په نوم زېږېدلې ده. هغه وخت چې Austin خپله کورنۍ پرېښوده، Gadson يعنې د کالوين مور په مالي ډول د خپلو کوچنيانو د ملاتړ وړتيا لرله. د کالوين او د هغې د کشرې خور (Delphine) پالنه د دوی مشر ماما او ترور Mary Anne او Q. P Colvin په غاړه واخيستله، چې لور يې Velma Colvin وار له مخه تللي وو. کالوين او خور يې خپل ماما او ترور ته د خپل مور او پلار په سترګه کتل او د همدوی تخلص يې غوره کړ. کله چې دوی کلاوډيټي خپل کور ته راوړله، د مونټګومري سيمې په يوه کوچني ښارګوټي Pine Level کې يې ژوند کاوه، چې دا همغه ښار و چې Rosa Parks په کې ستره شوه. کله چې کلوين د اتو کالونو په عمر وه، کورنۍ يې (Colvins) کينګ هيل (King Hill) ته کډه وکړه، چې د الاباما په موټګومري کې د غريبې تور پوستې سيمې ګاونډ دی او کالوين په کې خپل پاتې ټول کوچنيوالی تېر کړ. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د کالوين له ۱۳ کليزې نه دوه ورځې مخکې يې خور Delphine د پوليو له امله مړه شوه. له دې نه لږ وروسته کالوين د ۱۹۵۲ ز په سپټمبر کې (Booker T. Washington High School) ته ورتګ پيل کړ. د يوه غوره زده کوونکې اوسېدلو تر څنګ يې د خواشينۍ له امله په ښوونځي کې له خپلو سيالانو سره ستونزمنه اړيکه لرله. هغه د NAACP ځوانانو شورا غړې هم وه، چې له خپلې سلاکارې Rosa Parks سره يې په کې نږدې اړيکې جوړې کړلې. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د بس پېښه[سمول]

په ۱۹۵۵ ز کې کالوين د تورپوستو د ښار په Booker T. واشنګټن عالي لېسه کې زده کوونکې وه. هغې ښوونځي ته د تګ راتګ پر مهال ځکه د ښار پر بسونو باندې تکيه کوله، چې کورنۍ يې موټر نه درلود. د بس په سيستم کې زياتره پېرېدونکي افريقايي الاصل امريکايان وو، مګر په توپيرې چوکیو باندې د ناستې دود له امله يې پر وړاندې توپيري چلند کېده. کالوين د NAACP ځوانانو شورا غړې وه او په ښوونځي کې يې د مدني حقونو د غورځنګ په اړه زده کړې کولې. د ۱۹۵۵ ز مارچ په ۲ نېټه له ښوونځي نه کور ته راتلله. نوموړې په يو Capitol Heights بس کې د اضطراري وتنې نه نږدې دوه چوکۍ لرې د تورپوستو په ځای کې کېناستله. [۲۰]

که چېرې په بس کې ګڼه ګوڼه خورا زياته شوه، نو د بس مخکينۍ برخه کې د سپين پوستو ټولې چوکۍ به تر هغې ډکې شوې، چې سپين پوستي به په بس کې ودرېدل؛ نو د هر افريقايي الاصل امريکايي فرض شوی و، چې له خپلې چوکۍ نه پورته شي، خپل ځای سپين پوستو ته پرېږدي، خپله نور هم شاته لاړ شي او که چېرې تشه چوکۍ نه وي، نو د چوکيو تر منځ په خالي ځای کې ودرېږي. هغه وخت چې يوه سپين پوستې ښځه بس ته پورته شوه او د ناستې لپاره يې په مخکينۍ برخه کې چوکۍ نه لرله، د بس چلوونکي (Robert W. Cleere) کالوين او د هغې په ليکه (قطار) کې درې نورو تورپوستو ته امر وکړ، چې شاته لاړ شی. نور درې تنه شاته لاړل، مګر يوه بله تورپوستې Ruth Hamilton چې حامله هم وه، پورته شوه او د کالوين تر څنګ کېناستله. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

بس چلوونکي په ښيښه کې ښځو ته وکتل. ښاغلې Hamilton کالوين ته یې وويل: «هغه له موږ غواړي چې پاڅېږو او زه ځکه نه پاڅېږم چې خپله کرايه مې ورکړې ده او بل دا چې د د درېدلو احساس نه کوم [نه شم درېدلی]. کالوين بس چلوونکي ته وويل: «زه هم نه پورته کېږم». بس چلوونکي وويل چې که چېرې تاسې له خپلو چوکيو پورته نه شئ، نو پوليس به راوغواړي. همداسې وشول. پوليس راورسېد او د دواړ ښځو تر شا ناست سړی يې وهڅاوه، چې شاته لاړ شو او لږ تر لږه Hamilton وکولی شي، د هغې تر شا چوکۍ کې کېني، مګر بيا یې هم بې ځايه کېدل ونه منل. هغه په زور سره له بس نه واېستل شوه او د دوو ښځينه پوليسو Thomas J. Ward او Paul Headley له خوا ونيول شوه. دا پېښه نهه مياشتې مخکې له هغې پېښه شوه، چې د NAACP کاتبه Rosa Parks د ورته سرغړونې لپاره نيول شوې وه. کالوين وروسته وويل: «مور مې راته وويل چې د هغه څه په اړه غلې شم، چې ومې کړل. راته يې وويل چې: Rosa پرېږده چې په دې برخه کې يوازینۍ ښځه اوسي: سپين پوستي وګړي به Rosa ونه ځوروي. هغه يې خوښېږي». کالوين ته د ځينو دلايلو له امله د Rosa Parks غوندې پاملرنه يا احترام نه کېده: کالوين ښه [ښايسته] وېښتان نه لرل، پوستکی يې مناسب نه و، نوې پېغله مګر حامله وه. د مدني حقونو په غورځنګ کې مشرانو هڅه وکړه، چې ظاهر په پام کې ونيسي او زياتره غوښتنه کوونکي معترضين تر ټولو زيات وګوري. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

سرچینې[سمول]

  1. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6v19q3c — subject named as: Claudette Colvin — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  2. دوتنه: Lean'tin L. Bracks — سرليک: African American Almanac — نسخه 2nd — خپرونکی: Visible Ink Press — ISBN 978-1-57859-780-2
  3. "Claudette Colvin". Biography.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه January 29, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Gordon, Samantha (2015). "Power Dynamics of a Segregated City: Class, Gender, and Claudette Colvin's Struggle for Equality". Women's History Theses. Digital Commons, Sarah Lawrence College. د لاسرسي‌نېټه February 23, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Before Rosa Parks, Claudette Colvin Stayed in Her Bus Seat". aauw.org. American Association of University Women. March 21, 2012. د اصلي آرشيف څخه پر November 22, 2019 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 26, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په November 25, 2009 باندې). From Footnote to Fame in Civil Rights History. The New York Times.
  7. Hoose, Phillip (2009). Claudette Colvin: Twice Towards Justice. Melanie Kroupa Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1429948210. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Page needed
  8. (په December 16, 2000 باندې). She would not be moved.
  9. Kramer, Sarah Kate (March 2, 2015). "Before Rosa Parks, A Teenager Defied Segregation On An Alabama Bus". NPR. د لاسرسي‌نېټه March 2, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Claudette Colvin". The Rebellious Life of Mrs. Rosa Parks (په انګلیسي ژبه کي). 2016-05-18. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Hoose, Phillip (2009). Claudette Colvin: Twice Towards Justice. Melanie Kroupa Books. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1429948210. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. . Chapter 1 (excerpt): 'Up From Pine Level'. Rosa Parks. Lipper/Viking; excerpt published in The New York Times
  13. Blattman, Elissa. "#ThrowbackThursday: The girl who acted before Rosa Parks". NWHM.org. National Women's History Museum. د اصلي آرشيف څخه پر July 29, 2016 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 9, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Hoose, Phillip (2009). Claudette Colvin: Twice Towards Justice. Melanie Kroupa Books. د کتاب پاڼې 15. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1429948210. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Gordon, Samantha (2015). "Power Dynamics of a Segregated City: Class, Gender, and Claudette Colvin's Struggle for Equality". Women's History Theses. Digital Commons, Sarah Lawrence College. د لاسرسي‌نېټه February 23, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Hoose, Phillip (2009). Claudette Colvin: Twice Towards Justice. Melanie Kroupa Books. د کتاب پاڼي 18–19. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1429948210. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Gordon, Samantha (2015). "Power Dynamics of a Segregated City: Class, Gender, and Claudette Colvin's Struggle for Equality". Women's History Theses. Digital Commons, Sarah Lawrence College. د لاسرسي‌نېټه February 23, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په February 28, 2005 باندې). Claudette Colvin: an unsung hero in the Montgomery Bus Boycott. Jet. FindArticles
  19. Garrow, David J. (October 1985). "The Origins of the Montgomery Bus Boycott" (PDF). Southern Changes. 7: 21–27. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په March 15, 2009 باندې). Before Rosa Parks, There Was Claudette. NPR
  21. Williams, Donnie; Greenhaw, Wayne (2007). Thunder of Angels: The Montgomery Bus Boycott and the People Who Broke the Back of Jim Crow. Chicago: Chicago Review Press. د کتاب پاڼې 49. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781556526763 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په March 2, 2009 باندې). A Forgotten Contribution: Before Rosa Parks, 15-year-old Claudette Colvin refused to give up her seat on the bus. Newsweek.
  23. (په December 16, 2000 باندې). She would not be moved.
  24. Seelinger Trites, Roberta (2018). "Intersectionalities and Multiplicities: Race and Materiality in Literature for the Young". Twenty-First-Century Feminisms in Children's and Adolescent Literature. Jackson, Mississippi: University Press of Mississippi. د کتاب پاڼي 31–58. doi:10.2307/j.ctv5jxnst. JSTOR j.ctv5jxnst.6. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4968-1384-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Brinkley, Douglas (2000). Rosa Parks. Viking. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-670-89160-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په March 15, 2009 باندې). Before Rosa Parks, There Was Claudette. NPR
  27. (په March 2, 2009 باندې). A Forgotten Contribution: Before Rosa Parks, 15-year-old Claudette Colvin refused to give up her seat on the bus. Newsweek.
  28. (په February 7, 2005 باندې). [{{{url}}} 'Unsung hero' of boycott paved way for Parks]. The Huntsville Times.
  29. . Claudette Colvin: First to keep her seat. Philadelphia Tribune.