کلمنټ ولاندیګهام

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کلمنټ لېرډ ولاندیګهام (د ۱۸۲۰ کال د جولای ۲۹ – د ۱۸۷۱ کال د جون ۱۷) یو امریکایی سیاستوال او د امریکا کورنۍ جګړې په اوږدو کې د جګرې ضد دیموکراتانو د کاپرهېډ ډلې غړي و. هغه په ​​متحده ایالاتو کې د اوهایو د دریم ځل ګانګرس حوزو لپاره د امریکا استازو په مجلس کې دوې دورې خدمت وکړ. په د ۱۸۶۳ کال کې د جګړې سره د مخالفت له امله د یوې اردو نظامي محکمې  له خوا تورن شو او د امریکا جنوبي ایالتونو ته یې جلا وطن کړ. هغه په کاناډا کې له جلا وطنۍ وروسته په ۱۸۶۳ کال کې اوهایو ته د والي په توګه نوماند شو، خو له ماتې سره مخ شو. کله چې ولاندیګهام په هملټون کې د بار یوه شخړه کې د یوه سړي د وژنې په قضیه کې د تورن استازيتوب کوو، سهواً یې ځان په نس کې په توپنچه وویشت او په ۱۸۷۱ کال کې د اوهایو په لبنان کې مړ شو.[۱]

لومړنی ژوند [سمول]

کلمنټ لېرډ ولاندیګهام د اوهایو په نیو لیسبون (اوسنی د اوهایو لیسبون) کې د ۱۸۲۰ کال د جولای په ۲۹ د کلمنټ او ربېکا لېرډ ولاندیګهام کورنۍ کې زیږېدلی دی. پلار یې چې یو پرزبیتاري (Presbyterian) پادري ؤ، خپل زوی ته یې په کور کې تعلیم ورکړ.  [۲][۳]

ولاندیګهام په ۱۸۴۱ کال کې د پنسلوانیا د کانانسبرګ په جیفرسون کالج کې د کالج رئیس سره لانجه وکړه. هغه په درناوي سره وایست، خو هېڅکله یې هم یو سند ترلاسه نه کړ.   [۴]

د اډوین ام. سټنټون، د ولسمشر لینکلن د جګړې راتلونکی وزیر، د کورنۍ جکړې څخه مخکې د ولاندیګهام نږدې ملګری ؤ. سټنټون ولاندیګهام ته  ۵۰۰ ډالر قرض وکړل ترڅو د حقوقو زده کړې او خپل مسلک پیل کړي. ولاندیګهام او سټنټون دواړه دیموکراتان وو، خو د غلامۍ په اړه یې مخالف نظرونه لرل. سټنټون د غلامۍ مخالف او ولاندیګهام د غلامۍ موافق ؤ.  [۵]

سیاسي ژوند    [سمول]

د اوهایو مقننه قوه  [سمول]

ولاندیګهام د اوهایو په ډېسټون کې د حقوقو د تمرین د پیل څخه لږ وروسته، سیاست ننووت. په ۱۸۴۵ او ۱۸۴۶ کلونو کې د ډیموکرات په توګه د اوهایو مقننه قوې ته نوماند شو او له ۱۸۴۷ کال څخه تر ۱۸۴۹ کال پورې د ډیسټون امپایر (the Dayton Empire) اونیزې ورځپاڼې د اډېټور په توګه یې خدمت وکړ.

کله چې ولاندیګهام د اوهایو ایالت په مقننه قوه کې ؤ، د "تور پوستو قوانینو" (د افریقايي – امریکايانو د مدني حقونو پر وړاندې قوانین) په وړاندې یې د الغا رایه ورکړه، خو هغه غوښتل دا مسئله د رایې اچوونکو ټول پوښتنې ته وړاندې کړي.  ولاندیګهام په ۱۸۵۱ کال کې د دیموکرات ګوند له پلوه د نوماندۍ په لټه کې ؤ ترڅو د اوهایو د والي مرستیال شي، خو ګوند د هغه له نوماند کېدو څخه ډډه وکړه. [۶][۷]

د استازو جرګه[سمول]

ولاندیګهام په ۱۸۵۶ کال کې کانګریس ته نوماند شو، خو په لږ توپیر سره یې ماتې وخوړه. هغه د استازو جرګې د ټاکنو کمیټې څخه غوښتنه وکړه، داسې ادعا یې کوله  چې ناقانونه رایی اچول شوې وې. په نهایت کې جرګې موافقه وکړه،او ولاندیګهام ته دې دورې وروستۍ ورځې کې څوکۍ ورکړل شوه. ځنډ د " هغې تفرقې له امله ؤ چې په ډیموکرات ګوند کې د لکومپټون [ په کانزاس کې غلامي] مسئلې پر سر راپورته شوی ؤ. هغه په ۱۸۵۸ کال کې په لږ توپیر سره بیا وټاکل شو.   [۸]

ړ د غلامۍ افراطي مخالف جان براون يه ویرجینا کې د هاپر په کښتۍ باندې برید وکړ، چې د متحده ایالاتو د فوځ د وسلو زېرمه یې ونیوه. ولاندیګهام اتفاقاً تجربه کړې وه او دولتي لوړپوړو سره چې د نیول شوي براون د موخو په اړه یې پلټنه کړه، یو ځای شو، براون څرګنډه کړه چې موخې یې دا هڅه وه چې غلامانو بغاوت پیل کړي ترڅو خپله آزادي تامین کړي. د براون په اړه د هغه نظر دا ؤ:    [۹][۱۰]

دا حماقت او لیونتوب ؤ. هغه باور درلود او په هغه عقیده یې عمل وکړ چې شل کاله په آزادو ایالتونو کې په دوامداره توګه په هره بڼه ښوول شوې ده او دا د "د مخنیوي نا وړ شخړې" د عقیدې د بیان یو بل ډول دی – دا چې د سویل غلامي او درې لکه او اویا زره غلام  ساتونکي یوازې زغمل کیږي او دا چې په مېلیونونو غلامان او غلامان ناساتونکي سپین پوستان چمتو دي او غواړي چې د "جرګه سالارۍ" یا "الیګارشي" په وړاندې راپورته شي، چې یوازې یوه مشر او ژغورونکي ته اړتیا لري. دسیسه طبیعي او اړینه پایله وه یا هغه عقیده وه چې  کال په کال هره ورځ د الغا د پلویانو له لوري اعلان کېده. خو براون صادق، جدي، ریښتینی ؤ. هغه په ​​​​خپل ایمان کې هېڅ نرم کار وړاندیز نه کړ، د وژنې، خیانت او هر بل جرم څخه بې پروا ؤ. دا یې لیونتوب او حماقت ؤ. هغه په ​​عادلانه او بېچاره ګۍ سره یو یاغي او جنایت کوونکی هلاک شو؛ خو له ده څخه ډېر ګناهکار او د ده د مړینې مسئول د الغا دروغجن او بزدله مخکښ کسان او ښوونکي دي.   [۱۱]

ولاندیګهام د غلامۍ پلوی ؤ، چې په یوه مخالفه ورځپاڼه کې "د سویلي غلام سالارۍ د ناوړه کار ترسره کوونکي" په توګه یاد شو. هغه تل د اساسي قانون له مخې د ایالتونو د حقونو ټینګ ملاتړی ؤ. په ​​دې باور ؤ چې فدرالي حکومت د هېڅ قانوني بنسټ چې هغه وخت غلامي وه، د تنظیم واک نه درلود، کوم. همدارنګه باور یې درلود چې ایالتونه د جلا کېدو مطلق حق درلود او دا چې د قانون له پلوه کنفدراسیون په نظامي توګه نه شو فتح کېدای. ولاندیګهام په ټیټو تعرفو باور درلود او دا چې غلامي داسې موضوع وه چې هر ایالت باید  پریکړه ورباندې وکړي. د راتلونکې جګړې په جریان کې د لینکن یو له ډېر بې پرده منتقدینو څخه شو.   [۱۲][۱۳]

هغه په ۱۸۶۰ کال کې ولسي جرګې ته بیا وټاکل شو. د ۱۸۶۰ کال د ولسمشرۍ د کمپاین په جریان کې یې د سټیفن اې. ډاګلاس ملاتړ وکړ، که څه هم  د "متصرفې واکمنۍ" یا "squatter sovereignty" په اړه چې مخالفانو د عوامو واکمنۍ یادولو لپاره کاروه، د ډاګلاس له دریځ سره مخالفت وکړ.   [۱۴]

ولاندیګهام د ۱۸۶۱ کال د فبرورۍ په ۲۰ د استازو جرګې ته د «امریکا لوی انقلاب» تر سرلیک لاندې وینا وکړه. هغه د جمهوريت غوښتونکي ګوند "په جګره کې په ښکېلتیا"  تورن کړ او "له یوه پلوه د سولې وړ تفرقې د انتخاب یا بل پلوه د سمون او پخلاینې له لارې د یووالي" پلوي وکړه. ولاندیګهام د کریټنډین جوړجاړي څخه چې د کورنۍ جګړې د مخنیوي لپاره د وروستۍ شېبې هڅه وه، ملاتړ وکړ. هغه تجزیه پالنه (sectionalism) او د غلامۍ ضد احساسات د تجزیې کړکېچ تورن کړل. ولاندیګهام په اساسي قانون کې د یو لړ تعدیلاتو وړاندیز وکړ. متحده ایالات د په څلورو برخو ووېشل شي: شمال، سویل، لوېدیځ او آرام سمندر. دا څلور برخې هر یوه به په سنا مجلس کې د قوانینو ویټو کولو واک ولري. ټاکنیز پلاوی به تعدیل شي، د ولسمشر او مرستیالانو دوره به شپږو کلونو ته لوړه شي او یوې دورې ته به محدود شي، مګر دا چې دوه پر دریمه برخه ټاکونکي موافقه وکړي. د یوه ایالت تجزیه یوازې هغه وخت منل کېدی شي، چې د برخو مقننه قوې یې تصویب کړي. د برخو تر منځ ځای بدلېدنه یو تضمین شوی حق ؤ.   [۱۵]

ولاندیګهام د هرې نظامي لایحې سره په کلکه مخالفت وکړ، مخالفینو یې د دې کار لپاره په دې تورن کړ چې هغه غواړي کنفدراسیون جګړه وګټي. هغه د جګړې ضد کاپرهیډانو پېژندل شوی مشر شو او د ۱۸۶۲ کال د مې په ۸ په یوه وینا کې یې خپل شعار جوړ کړ: "د اساسي قانون ساتل څنګه چې دی او د یووالي راستنول لکه څنګه چې ؤ."  د کانګریس پنځلس دیموکرات غړو دا شعارتائید کړ.   [۱۶]

ولاندیګهام په ۱۸۶۲ کال کې د دریمې بشپړې دورې لپاره خپل وړانډیز په نسبتاً زیاتو رایو سره له لاسه ورکړ، چې د له لاسه ورکولو معنی یې دا وه چې هغه به د ۱۸۶۳ کال په پیل کې له دندې ګوښه شي. که څه هم له لاسه ورکونه یې لږ تر لږه تر یوه حده  د کانګرس جوزې د بیا وېشلو له امله ؤ. له دې ماتې سره سره ځینو کسانو بیا هم هغه د ولسمشرۍ راتلونکی نوماند ګڼه.   [۱۷][۱۸]

ولاندیګهام د کار څخه د لوېدلي استازۍ په توګه د ۱۸۶۳ کال د جنورۍ په ۱۴ په جرګه کې یوه وینا وکړه، چې سرلیک یې "اساسي قانون-سوله-بیا یووالی" ؤ. هغه په دې وینا کې له "پیل" څخه د غلامۍ مخالفت سره خپل مخالفت څرګند کړ. هغه د مدني آزادیو څخه د لینکن سرغړونې وغندلې، "چې دا هېواد یې په نړۍ کې په ډېر بد استبدادي حکومت بدل کړ". ولاندیګهام په ​​ښکاره ډول د لینکن د غلامانو د آزادۍ په لومړنۍ اعلامیه باندې نیوکه وکړه او تور یې ولګاوه چې "د یووالي لپاره جګړه پرېښودل شوې؛ د تور پوستو لپاره جګړه په ښکاره ډول پیل شوه." هغه مالي ګټې چې له جګړې څخه ګټه پورته کوي، هم وغندلې. "اواجازه مه ورکوئ چې وال سټریټ، یا کوم بله سوداګریز، تولیدي لویه ګټه  دا تصور وکړي چې دومره ځواک یا دومره شتمني ولري چې د سولې له لارې د بیا یووالي په لاره ودریږي." ولاندیګهام زیاته کړه، "ماتې، پور، مالیه، قبرونه، ستاسو انعامونه دي." د ولاندیګهام په ​​وینا کې د پوځي شخړې د ختمولو وړاندیز شامل ؤ. هغه د لنډمهاله اوربند او د یووالي او کنفدراسیون د نظامي ځواکونو د منحل کېدو پلوي وکړه.   [۱۹]

د کانګرس څخه وروسته فعالیتونه  [سمول]

وروسته له هغه چې جنرال امبروز اي. برنسایډ د جنرال ۳۸ شمېره حکم صادر کړ او خبرداری یې ورکړ چې د اوهایو په نظامي حوزو کې به د "دښمن سره د خواخوږي اعلان کولو چلند" ونه زغمل شي، ولانډیګم د ۱۸۶۳ کال د مې په ۱ یوه مهمه وینا وکړه. هغه د یووالي د ژغورلو لپاره جګړه نوره نه کېده، بلکې "پادشاه لینکن" ته د سپین پوستو امریکایانو د آزادۍ په قرباني کولو سره د غلامانو د آزادولو په هڅه بدله شوې وه. برنسایډ د شیکاګو ټایمز خپرېدلو مخه ونیوه.  [۲۰][۲۱]

د برنسایډ د حکم واک د ۱۸۶۲ کال د سپټمبر په ۲۴ د یوې اعلامیې څخه سرچینه اخیستې، چې په هغې کې ولسمشر لینکن د محکمې د احضار حکم (habeas corpus) وځنډاوه او د سرتېرو جلب و جذب، اجباري خدمت، یا هر بل "بې وفا" ناهیلې کوونکی عمل یې د نظامي کمیسیونونو لخوا د نظامي حکومت او محاکمه ته مشمول کړ. [۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. William Marvel (June 22, 2010). The Great Task Remaining: The Third Year of Lincoln's War. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780547487144. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Clement Vallandigham", Ohio History Central
  3. Vallandigham 1872، ص. 7-10.
  4. Vallandigham 1872، ص. 24, 31.
  5. Flower, Frank Abail. Edwin McMasters Stanton, the Autocrat of Rebellion, Emancipation and Reconstruction. p. 252 fn, Boston, MA: George M. Smith & Co., 1905.
  6. "Clement Vallandigham", Ohio History Central
  7. Vallandigham 1872، ص. 53.
  8. Vallandigham 1872، ص. 100.
  9. Vallandigham, Clement Laird, Speeches, Arguments, Addresses and Letters of Clement L. Vallandigham, pp. 201-205, New York: J. Walter and Co., 1864.
  10. (په November 2, 1859 باندې). John Brown and the Harper's Ferry Insurrection.
  11. (په November 11, 1859 باندې). [{{{url}}} (Untitled)].
  12. "Clement L. Vallandigham", National Park Service
  13. "Representative Clement Vallandigham of Ohio", Historical Highlights, US House of Representatives
  14. Vallandigham 1872، ص. 137.
  15. Vallandigham, Clement Laird. "The Great American Revolution of 1861", The Congressional Globe: Containing the Debates and Proceedings of the Thirty-sixth Congress: Also of the Special Session of the Senate, edited by John C. Rives, 235-243. Washington, DC: Congressional Globe Office, 1861.
  16. Vallandigham 1872، ص. 205-207.
  17. Kirkland, Edward Chase. The Peacemakers of 1864, p. 35, New York, NY: The MacMillan Company, 1927.
  18. Vallandigham 1872، ص. 215-217.
  19. Vallandigham, Clement Laird. "The Constitution - Peace - Reunion". Appendix, Congressional Globe: Containing the Speeches, Important State Papers and the Laws of the Third Session Thirty-seventh Congress, edited by John C. Rives, 52-60. Washington, DC: Globe Office, 1863.
  20. Welles, Gideon. Diary of Gideon Welles, Secretary of the Navy Under Lincoln and Johnson, Vol. I, 1861 – March 30, 1864. p. 321. Boston and New York: Houghton Mifflin Company, 1911.
  21. Vallandigham, Clement Laird, The Trial Hon. Clement L. Vallandigham, by a Military Commission: and the Proceedings Under His Application for a Writ of Habeas Corpus in the Circuit Court of the United States for the Southern District of Ohio, p. 23. Cincinnati: Rickey and Carroll, 1863.
  22. Lincoln, Abraham. Abraham Lincoln Complete Works. Edited by John G. Nicolay and John Hay. Vol. II. p. 239, New York, NY: The Century Co., 1920.