کریستینا
کریستینا ( ۱۸ دسمبر ۱۶۲۶ـ ۱۹ اپریل ۱۶۸۹ ) د House of Vasa ( د سویدن شاهي کورنۍ) غړې او له کال ۱۶۳۲ څخه د هغې خپل حق په بنا په کال ۱۶۵۴ د هغې له خوا د شاهې صلاحیت څخه د لاس اخیستلو پورې د سوېدن ملکه وه. هغه د خپل پلار ګوستاوس ادولفس له مړينې وروسته چې په کال ۱۶۳۲ کې د لوتزېن په جګړه مړ شو ځای ناستې شوه خو هغې د سوېدن د سترواکۍ اداره په کال ۱۶۴۴ کې چې هغه اتلس کلنه شوه پیل کړه.[۱]
د سویدن ملکه د اولسمې پېړۍ د خورا پوهو ښځوپه نامه یاديږي. هغې له کتابونو، خطي نسخو، رسامیو او مجسمو سره مينه درلوده. له مذهب، فلسفې، ریاضیاتو، کیمیا سره د هغې د علاقې له امله هغې ستوکهولم ته خورا ډېر ساینسپوهان جذب کړل اوغوشتل یې چې د ستوکهولم ښار د شمال آتن ( د یونان آتن) جوړکړي. د ویستفالیا سولې هغې ته اجازه ورکړه چې هغه هر چېرې چې هغه وغواړي یوه اکادمې یا پوهنتون تآسیس کړي.[۲][۳][۴][۵]
په کال ۱۶۴۴ کې، هغې د پنځلس کیلوګرامو په لوی وزن د مسو د سترو ټوټو په خپرولو پیل وکړ تر څو د اسعارو په توګه وکارول شي. د کریستینا مالي اسراف دولت د افلاس څنډې ته کش کړ او مالي مشکلات د عامه نا رامۍ لامل شو. هغې د دیرش کلنې جګړې ( داجګړې له کال ۱۶۱۸ تر ۱۶۴۸ پورې په منځنۍ اروپا کې پېښې شوې دي) د پای لپاره استدالال وکړ او غرامت یې ترلاسه کړ. همدارنګه کریستینا هغه وخت د یوې رسوایي لامل شوه چې نه یې غوښتل واده وکړي او په پټه توګه په بروسل کې او په ښکاره توګه انسبرک کې کاتولیسیزم ته واووښته. د شمال مېنروا الهه ( ربه النوع ( دا د پوهې، عدالت، فتحېې او د هنرونو، سوداګرۍ، اوستراتيژۍ سپانسره وه) تخت د هغې عمه زوی ته وسپاره او په خپله په روم کې مېشته شوه. [۶][۷]
پاپ اوم الکساندر کریتسینا یوه بې قلمروه ملکه یوه بې ایمانه عیسوۍ او بې حیا ښځه بللې. له دې سره سره، هغې په تیاترې او موسیقۍ ټولنو کې مخکښ رول ولوباوه او له ډېرو تزیناتي هنرمندانو، کمپوزرانو او موسیقیدانانو څخه یې ملاتړ کاوه. [۸]
کریستینا چې د پرله پسې پاپانو میلمنه او د کونتر ریفورمشن ( دا د پروتستانت په وړاندې د کاتولیکانو بیا ژوندې کېدو دوره ده) نښه وه له هغو لږ شمېر ښځو وه چې د واتیکان په مغاره کې خښه شوه. د هغې د رسومو ضد د ژوند سبک، او اتفاقي نارینه لباس اغوستلو سبک په خورا ډېرو ناولونو، نمایشنامو،اپراګانو او فلمونو کې ښودل شوی دي. د کریستینا په ډيریو بیو ګرافیو کې د هغې جنسیت او کلتورې هویت مهم رول لوبوي. [۹][۱۰]
د ژوند لومړي وختونه
[سمول]کریستینا د کال ۱۶۲۶ د د سمبر په ۱۸ د تری کرونور په شاهې کلا کې وزېږېده. د هغې پلار د سویدن پاچآ ګوستاوس ادولفس او مور یې ماریا الینونورا وه چې د جرمني وه. ګوستاوس له مهندسۍ سره د ماریا په علاقه او له موسیقۍ سره د هغې په مینه کې شریک و. هغوی پخوا درې ماشومان درلودل: ( په کال ۱۶۲۱ کې زیان شوی ماشوم، له هغه وروسته لومړی شهزادګې کریستینا چې په کال ۱۶۲۳ کې وزېږېده او په راتلونکي کال کې مړه شوه) ، او د کال ۱۶۲۵ د مې د میاشتې یوزیان شوی زوی. په کال ۱۶۲۶ کې مهیجو توقعاتو ( د راتلونکې څلورمې امینداورۍ له امله) ماریا ایساره کړې وه. کله چې ماشوم وزېږېد ، که څه هم فکر کېده چې هغه به هلک وي ځکه هغه له وېښتو ډک و او په درانه غږ یې چغه کړه. ماریا وروسته په خپله اتوبیوګرافۍ کۍ ولیکل (( د ښځو منځ کې شرمنده ګي خپره شوه کله چې هغوی په خپله تېروتنه پوه شوې)). خو بیا هم پاچا خوښ و، اوویل یې (( هغه به ډیره ذهینه وي، هغې مونږټول تېرویستلي وو).ګوستاو ادولف له خپلې لور سره ډېر نژدې پاتې شو خو مور یې له دې امله چې ماشوم یې نجلی وه په نا هيلۍ کې تنها پاتې شوه. د کریستینا له زوکړې یو کال وروسته، هغه د میړه د غیابت له مله په هیستري ( یوډول ناروغي ده چې انسان په خپلو احساساتو کنترول بایلي) اخته وبلل شوه . هغې خپلې لور ته لږ میلان ښوده او اجازه یې نه درلوده چې د کریستینا په روزنه اغیزه ولري. پاچا اندېښنه درلوده چې د مور بې ثباتي به د هغوی لور ته هم ولېږدیږي. [۱۱][۱۲][۱۳]
د سویدن تاج د واسا په کور کې میراٍثي و، خو د پاچا نهم چارلس له وخت څخه وروسته ( سویدن پا چا له ۱۶۰۴ تر ۱۶۱۱)، هغه د واسا شهزاداګان چې د سویدن د پاچا څوارلسم ایریک معزول شوی ورور څخه وروسته و او معزول شوی وراره د پولند دریم سیسګسمند بهر کړل. د ګوستاو ادولف ځوان قانوني ورونه لا پخوا مړه شوي و. یواځې یوه ښځينه قانوني وارثه پاتې وه چې د هغه میرنۍ خور کتراین و په کال ۱۶۱۵ کې هغه وخت بهر کړل شوه چې هغې له جان کاسمیر سره چې غیر لوتري ( لوتر د پروستانت عیسویت هغه ډله چې د جرمني مذهبي مشر مارتین لوترد مفکورې طرفداران دي) سره واده وکړ. له همدې امله کریستینا د له بحث بهر د تخت فرضي وارثه وه. د هغې د زېږون څخه را په دې خوا، پاچا ګوستاو آدلف د هغې وړتیا حتې د ښځينه وارثې په توګه پېژندلې وه او هغه به یې ملکه بلله، دا هغه رسمی لقب وچې هغې د کال ۱۶۳۳ د فبروۍ په میاشت کې د ریسداګ له خوا د هغې تاج ايښودنې په مراسمو کې تر لاسه کړ. [۱۴]
د سلطنت نیابت
[سمول]د کال ۱۶۳۰ د جون په میاشت کې، چې کریستینا درې کلنه وه، پاچا ګوستاو ادولف جرمني ته لاړ چې هلته ه پروتستانیتزم څخه دفاع وکړي ، له همدې امله هغه په دیرش کلنې جګړې کې ښکېل شو. هغه د خپلې لور د احق چې که هغه بېرته له جرمني څخه را ونه ګرځي نود تاج وارثه به وي وساته. هغه خپل مارشال ګوستافسون بانر ته امر وکړ چې کریستینا باید هغه ډول زده کړې تر لاسه کړی چې یواځې هلکان یې ترلاسه کولای شي. [۱۵][۱۶]
کله چې ګوستاو آدولف د توقع سره سم د کال ۱۶۳۰ له جګړې څخه وروسته په دوبې کې راستون نه شو، نو دهغه مېرمنې ماریا خپل اوښي جان کاسیمیر ته ولیکل چې هغه نور نه شي درېدلای، هغه غواړي مړه شي. هغې جان ته زارۍ وکړي چې پاچا کورته د راتګ لپاره وهڅوي. تصمیم دا و چې ملریا به راتلونکي پسرلي کې جرمني ته لاړه شي. هغه د کال ۱۶۳۱ د جولای په ۱۰ په پومرینیا کې ولګسات ته ورسېده. هغې د کال ۱۶۳۲ د جنورۍ په ۱۱ خپل خاوند سره د هانو ته نژدې ولیدل. دا جوړه ( مېړه اوښځه) د وروستي ځل لپاره د کال ۱۶۳۲ د اکتوبر په ۲۸ کې اېر فرت ته نژدې ولیدل شول. رالتلونکې ورځ کې هغه کمپ پرېښود او لاړ. د نومبر په ۳ ماریا اکسل اکسنسفیرنا ( یو سویدنی سیاست پوه و) ته ولیکل (( له اچ آر ام له شتون څخه پرته )) ( آچ آر ام یو ستایل دی چې د پاچاهانو او د هغوی ماندینو له خوا کارول کېږي) زه به هېڅ نه ارزم، حتي په خپل ژوند نه ارزم. [۱۷]
د هغې مور ته چې د هوهينسولرن (د جرمني شاهی کورنیو لړی ده) له ماڼۍ څخه وه وویل شول چې ماریا داروپا خورا ښکلې ملکه ده خو هغه همدارنګه په هیستري اخته، بې ثباته او ډېره احساساتي بلل شوې ده. ويل شوي دي چې هغې له خپل پلرني او مورنۍ نسبونو څخه په میراث ترلاسه کړي. د ملکې دا ډول تصویر چې له هیستریک ناروغۍ، ژور خفګان او اسراف سره تړاو لري د تاریخ لیکني یوه برخه شوې، او د ډېرو تازه تحقیقاتو لاندې راغلې او د لومړې ځل لپاره په کال ۱۹۸۰ کې د اک کرومنوف له خوا تر تحقیق لاندې ونیول شوه او په تازه وختو کې د دروتنینګید سام سا نېج په نامه هغه مونوګراف کې شته موا متیس له خوا په کال ۲۰۱۰ کې خپور شو. [۱۸][۱۹]
وروسته له هغه چې پاچا د کال ۱۶۳۲ د نومبر په ۶ د جګړې په ډګر کې مړشو، ماریا الیونورا سویدن ته د خپل مېړه مومیایي جسد سره سویدن ته راستنه شوه. اوه کلنه ملکه کریستیا د رسمي تشریفاتو په ترڅ کې نیکوپینګ ته لاړه تر څو خپلې مور څخه استقبال وکړي. ماریا اعلان وکړ چې مېړه یې باید د دې په ژوند کې خښ نه شي. هغې به تل د خپل عمر د لنډېدو په هکله کولې او ویل به یې چې کم له کمه د مېړه خښول یې باید تر څو چې امکان لرې و ځنډول شي. [۲۰][۲۱][۲۲]
سرچينې
[سمول]- ↑ "Sweden". World Statesmen. بياځلي په 19 January 2015.
- ↑ Stephan, Ruth: Christina, Queen of Sweden. Britannica. Accessed December 10, 2018.
- ↑ "Instrumentum Pacis Osnabrugensis". 25 March 2014.
- ↑ Hoskin, Dawn (December 18, 2014). "Born on This Day: Queen Christina of Sweden". The V&A. Victoria and Albert Museum.
- ↑ "Queen Christina of Sweden". Papal Artifacts. May 8, 2020.
- ↑ Lindsay, Ivan (2 June 2014). The History of Loot and Stolen Art: from Antiquity until the Present Day. Andrews UK Limited. ISBN 9781906509576. بياځلي په 10 July 2017 – via Google Books.
- ↑ Script from Clark.edu by Anita L. Fisher Archived 2015-04-02 at the Wayback Machine.
- ↑ Lindsay, Ivan (2 June 2014). The History of Loot and Stolen Art: from Antiquity until the Present Day. Andrews UK Limited. ISBN 9781906509576. بياځلي په 10 July 2017 – via Google Books.
- ↑ Hofmann, Paul (8 October 2002). The Vatican's Women: Female Influence at the Holy See. St. Martin's Press. p. 42. ISBN 9781429975476. بياځلي په 10 July 2017 – via Internet Archive.
- ↑ Zimmermann, Christian von (10 July 2017). Frauenbiographik: Lebensbeschreibungen und Porträts. Gunter Narr Verlag. ISBN 9783823361626. بياځلي په 10 July 2017 – via Google Books.
- ↑ Zirpolo, Lilian H. (2005) Christina of Sweden's Patronage of Bernini: The Mirror of Truth Revealed by Time, Vol. 26, No. 1 pp. 38-43
- ↑ Aasen, Elisabeth Barokke damer, dronning Christinas europeiske reise (2005) (edited by Pax, Oslo. 2003, ISBN 82-530-2817-2)
- ↑ The History of Loot and Stolen Art: from Antiquity until the Present Day by Ivan Lindsay, p. 17
- ↑ "Expressions of power: Queen Christina of Sweden and patronage in Baroque Europe, p. 57 by Nathan A. Popp". بياځلي په 10 July 2017.
{{cite web}}
: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link) - ↑ Projekt Runeberg
- ↑ کينډۍ:Cite CE1913
- ↑ Maria Eleonora, queen of sweden, urn:sbl:9106, Svenskt biografiskt lexikon (art by Maureen Kromnow) from 2022-12-02
- ↑ The History of Loot and Stolen Art: from Antiquity until the Present Day by Ivan Lindsay, p. 17
- ↑ Maria Eleonora, queen of sweden, urn:sbl:9106, Svenskt biografiskt lexikon (art by Maureen Kromnow) from 2022-12-02
- ↑ Peter H. Wilson (2010) Europe's Tragedy: A New History of the Thirty Years War, p. 16
- ↑ Peter Englund: Sølvmasken (s. 159), edited by Spartacus, Oslo 2009, ISBN 978-82-430-0466-5
- ↑ Maria Eleonora, queen of sweden, urn:sbl:9106, Svenskt biografiskt lexikon (art by Maureen Kromnow) from 2022-12-02