کراچۍ ښار کې افغان طالبان
په کراچۍ کې د افغان طالبانو اوسېدل یوازې اوازې گڼل کېدې، خو په تېرو شپږو کلونو کې د افغان طالبانو د ځينو مهمو مشرانو له دغه ښاره نیول کېدل او د ملا منصور په پاکستانۍ پېژندپاڼه کې د کراچۍ درک دلته د افغان طالبانو د شتون خبرو ته اهمیت ورکوي. د بلوچستان په نوشکي سیمه کې تېره اونۍ په امريکايي ډرون برید کې د طالبانو مشر ملا اختر منصور ووژل شوی، چې له له مړي سره يې د ولي محمد په نامه جوړه شوې د یوه کس پاکستانۍ پېژندپاڼه تر لاسه شوې، چې پرې د کراچۍ ادرس لیکلی و. د پاکستان ترهگرۍ ضد ادارې یو چارواکی مظهر مشواڼی وايي، افغان طالبان ډېری مهال په کراچۍ کې پټیږي. که چېري دغه طالبان له کومې ځايي وسله والې ډلې سره یو ځای وي او پولیس ورځي، نو دوی مقاومت کوي، که نه نو بیا څه نه کوي. نوموړی زیاتوي، ځينې داسې افغان طالبان هم موږ نیولي چې له دې ځايه يې افغانستان ته چاودېدونکي توکي لېږدول. د پاکستان د سولې انسټيټوټ نومي ادارې مشر عامر رانا وايي، له ډېرې مودې راهیسې نړیوالې رسنۍ په کراچۍ کې د افغان طالبانو د شتون راپورونه ورکوي، خو د پاکستان حکومت کله هم دغه خبرونه نه دي تاييد کړی او نه یې هم ردوي. نوموړی زیاتوي، موږ په دې خبر یو چې په ځينو عملياتو کې د افغان طالبانو یو شمېر مشران نیول شوي، چې له دې څرگندېږي چې هغوی دلته شته، خو ایا ددوی دا شتون دلته په منظم ډول دی، یوازې د درملنې په موخه او یا هم د لږ وخت لپاره راځي، حکومت باید په دې اړه څېړنې وکړي. د ۲۰۱۰ کال په نومبر کې امريکايي ورځپاڼې واشنگټن پوسټ په يوه رپوټ کې لیکلي و، چې د امريکا سنا په پاکستان کې د ډرون بریدونو په غځولو سره پر دغه هېواد فشار راوړی، خو پاکستاني واکمنو تر کوټې پورې ددې غځېدل ونه منل، چې تردې وروسته په کراچۍ کې د افغان طالبانو شتون څرگند شو. تراوسه له کراچۍ نه د افغان طالبانو مهم قومندانان ملا عبدالغني برادر په گډون یو شمېر نور جگپوړي غړي نیول شوي دي، خو ویل کېږي دغه قومندانان پولیسو نه دي نیولي، بلکې نورو امنيتي ادارو نیولي دي. د افغانستان د چارو شنونکی رحیم الله یوسفزی وايي، چې د ۲۰۰۱ عیسوي کال تر پایه پورې د افغان طالبانو مشران پاکستان ته راغلل، د یوسفزي په خبره لومړی دغه طالبان کوټې، کلاعبدالله، کچلاغ او چمن ته راغلل او وروسته بیا کراچۍ ته ورسېدل. کراچۍ لوی ښار دی، دلته سړی په اسانۍ سره پټېدلی شي او د ژوند ټولې اسانتیاوې هم شته. له دغه ښاره یو کس په اسانۍ سره بهر ته هم تللی شي یا له چا سره اړیکه هم نیولی شي. په دغه ښار کې يې پلويان هم ډېر دي خو له دې سره سره دلته لويې ديني مدرسې هم شته چې هلته هم طالبان ډېر پلویان لري. د کراچۍ، کابل او کندهار تر منځ فکري، سیاسي او ټولنیزې اړيکې هم شته، ددې یوه بېلگه دا ده چې د ۱۱ سپټامبر له پېښې وروسته چې د پاکستان کوم پلاوی له طالبانو سره د خبرو لپاره افغانستان ته تللی و په هغه کې د هغه وخت د پاکستان د کورنيو چارو وزیر معین الدین حیدر سره چې کوم دوه دیني عالمان تللي وو، هغه دواړه د کراچۍ بنوریه نومي مدرسې استادان وو. خبریال اویس توحيد وايي، کله چې طالبانو کابل کې واک تر لاسه کړ، نو د کراچۍ ديني مدرسو او مذهبي، سیاسي گوندونو له دوی سره اړيکي ټینگ کړل. کراچۍ له سوراب گوټ، افغان بستي سره سره ميټروول، کيماړی، اتحاد ټاون او قصبه کالونۍ کې افغانان مېشت دي، خو د طالبانو مهم قومندانان له یادو بیوزلو سیمو څخه نه دي نیول شوي ، بلکې د متوسط عاید لرونکو خلکو د اوسېدو له سیمو نیول شوي. د رحیم الله یوسفزي په خبره د افغان طالبانو په غورځنگ کې د نوی کهول ډېر غړي شامل دی، چې یو شمېر يې لوستي او تخنيکي زده کړې هم لري، خو پخواني خلک چې مشهور نومونه لري، د هغوی تصویرونه هم نه شته. په واشنگټن کې روان کال د امريکا د بهرنیو اړیکو شورا په نامه یوه علم ته په وینا کې د پاکستان د بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز دا منلې وه چې پر افغان طالبانو د پاکستان نفوذ شته او دا ځکه چې دده په خبره د هغوی ډېری مشران او کورنۍ په پاکستان کې ژوند کوي او همدلته په پاکستان کې يې درملنه کېږي. وروسته بیا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، چې سرتاج عزیز دا نه دي ویلي چې افغان طالبان په پاکستان کې پټنځایونه لري. تېر کال چې رسنیو د طالبانو د غورځنگ د بنسټگر ملا محمد عمر د مړينې خبر خپور کړ نو داسې راپورونه وو چې ملا محمد عمر د کراچۍ په يوه روغتون کې ساه ورکړې خو د پاکستان حکومت دا خبر رد کړ. پېښور کې پر یوه پوځي ښوونځي د وسله والو طالبانو تر برید وروسته د پاکستان حکومت د اورپکو پر ضد د ملي تگلارې جوړولو اعلان وکړ، چې له مخې یې د سخت دریځو وسله والو پر ضد پوځي عملیات هم وشول، خو په دې ټول بهیر کې د بهرنیو وسله والو هېڅ یادوونه نه ده شوې.