کانګو جمهوريت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له کانګو دیمکراتیک جمهوریت نه مخ گرځېدلی)
د کانګو دیمکراتیکې ولسمشریزې نقشه
A Hemba male statue

د کانګو جمهوريت (فرانسوي: République du Congo ، کيتيوبا: Repubilika ya Kôngo) چې د کانګو براززاوېل (Congo-Brazzaville)، د کانګو جمهوريت (Congo Republic) يا په ساده ډول د کانګو په نوم هم ېادېږي، د مرکزي افريقا په لويديځ ساحل کې پروت هېواد دی. د لويديځ له لوري له ګابون، د شمال لويديځ له لوري له کامرون، د شمال لويديځ له لوري د مرکزي افريقا له جمهوريت، د سويل ختيځ له لوري د ډي ار کانګو (DR Congo)، د سويل له لوري د کابينډا له انګولايي استخراج سره او د سويل لويديځ له لوري له اتلانتيک سمندر سره پوله لري. رسمي ژبه يې فرانسوي ده. [۱][۲]

ياده سيمه کې لږ تر لږه ۳۰۰۰ کالونه پخوا د “Bantu” ژبې ويونکې قبيلې واکمنې وې، چې سوداګريزې اړيکې يې جوړې کړې او په مرسته يې د کانګو سيند حوزې ته لاره پيداکړه. کانګو وار له مخه د فرانسوي مستعمرې د ايکواټوري افريقا يوه برخه وه. د کانګو جمهوريت د ۱۹۵۸ نومبر پر ۲۸ رامنځته او په ۱۹۶۰ کې يې له فرانسې څخه خپلواکي تر لاسه کړه. له ۱۹۶۹ څخه تر ۱۹۹۲ پورې د کانګو د خلکو جمهوريت په نوم (People’s Republic of the Congo) مارکسيست-ليننست (د مارکس او لينن پلوی) دولت و. ياد خپلواک دولت له ۱۹۹۲ راهيسې ګڼ ګوندي ټاکنې درلودلې دي، که څه هم د کانګو جمهوريت د ۱۹۹۷ کال کورنۍ جګړه کې په ديموکراتيک ډول ټاکل شوی حکومت بې برخې يا له پامه وغورځول شو او ولسمشر ډينيس ساسسو (Denis Sassou)، چې په ۱۹۷۹ کال په لومړي ځل واک ته ورسېد؛ له څلور لسيزو څخه د زياتې مودې لپاره حکومت کړی دی. [۳]

د کانګو جمهوريت د افريقايي ټولنې، ملګرو ملتونو، La Francophonie، د مرکزي افريقايي دولتونو د اقتصادي ټولنې او ناپييلي خوځښت غړی هېواد دی. دا هېواد د ګينه په خليج (Gulf of Guinea) کې د تېلو څلورم ستر توليدونکی هېواد جوړ شوی دی، چې په ځينو سيمو کې د سياسي او اقتصادي بې ثباتۍ او په ملي کچه د تېلو د ګټې يا دولتي عايد د نابرابر وېش تر څنګ، هېواد لپاره يو لړ نېکمرغي برابروي. د هېواد اقتصاد زياتره د تېلو پر برخې باندې ولاړ دی او له ۲۰۱۵ څخه وروسته د تېلو بيو له غورځېدلو راهيسې يې اقتصادي وده د پام وړ بطي شوې ده. د ۵،۲ ميليون نفوس له ډلې يې ٪۸۸،۵ سلنه د عيسويت پيروان دي. [۴]

ايتمولوژي

د کانګو جمهوريت د کانګو سيند له نوم څخه نومول شوی دی. په ياد نوم د “Kongo” په نوم د Bantu يوه پاچاهي وه، چې په ۱۴۸۳ يا ۱۸۸۴ کې د پرتګاليانو له لورې د سيمې د موندنې (کشف) وخت ته نږدې يې د سيند د سرچينې يا خولې برخه ونيوله. د پاچاهۍ نوم د هغې د اوسېدونکو (Bakongo) له نوم څخه اخيستل شوی دی، چې ويل کېږي د «ښکاريانو» (کانګو: Mukongo، nkongo) معنا لري. [۵][۶][۷]

هغه وخت چې کانګو د فرانسې له لورې مستعمره شوې وه، د فرانسوي کانګو يا منځنۍ کانګو په نوم يادېدله. د کانګو له ديموکراتيک جمهوريت (ګاونډ هېواد) څخه د بېلولو په موخه ورته ځيني وخته کانګو (Brazzaville) يا (Congo-Brazzaville) ويل کېږي. “Brazzaville” د مستعمرې د بنسټګر “Pierre Savorgnan de Brazza” له نوم څخه اخيستل شوی دی. نوموړی يو ايټالوي شريف شخص و، چې وړ نوم يا لقب يې د “Moruzzo” په سيمه کې د “Brazzacco”  په نوم ښارګوټي ته ويل کېږي. د ياد ښارګوټي نوم له لاتيني “Brattius” يا “Braccius” څخه اخيستل شوی دی، چې دواړه د «مټ يا پياوړتيا» معنا لري. [۸]

تاريخچه

له استعمار څخه مخکې

د بانټو (Bantu) ژبې ويونکو چې د بانټو د پراختياوو پر مهال يې قبيلې رامنځته کړې، له ميلاد څخه مخکې نږدې ۱۵۰۰ پېړۍ کې يې د “Pygmy” وګړو په نوم د سيمې پخواني اوسېدونکې په پراخه ډول بې ځايه او جذب کړل. د “Bakongo” په نوم د بانټو توکم ډله، چې د اوسنۍ انګولا، ګابون او د کانګو ديموکراتيک جمهوريت برخې يې ونيولې؛ په يادو هېوادونو کې د توکمي اړيکو او سياليو لپاره بنسټ جوړ کړ. د بانټو بېلابېلو پاچاهيو سوداګريزې اړيکې جوړې کړې، چې د کانګو سيند حوزې ته يې لاره پيداکړه. د نوموړو پاچاهيو له ډلې “Kongo”، “Loango” او “Teke” د يادونې وړ دي. [۹]

پرتګالي سپړونکي “Diago Cao” په ۱۴۸۴ کې د کانګو (Congo) خولې ته ورسېد. د بانټو د کورنيو پاچاهيو او اروپايي سوداګرو تر منځ سوداګريزو اړيکو په چټکۍ سره وده وکړه، چې د بېلابېلو توکو، جوړو شويو شيانو سوداګري يې کوله او د هېواد دننه سيمو کې خلک ونيول او غلامان کړای شول. د پېړيو لپاره د اتلانتيک سمندر بلې غاړې ته د سوداګرۍ لپاره د يو ټکي په توګه له اوسېدلو څخه وروسته د ۱۹ پېړۍ په وروستيو کې د کانګو سيند د دلتا سيده اروپايي مستعمره کول پيل شول، چې په پای کې يې په سيمه کې د بانټو ټولنو واک له منځه وېوړ. [۱۰][۱۱]

د فرانسوي استعمار دوره

د کانګو سيند شمالي سيمه په ۱۸۸۰ کې د “Bateke” له پاچا “Makoko” سره د “Pierre de Brazza” د تړون د پايلې په توګه، د فرانسې تر حاکميت لاندې راغله. د ماکوکو “Makoko” له مړينې څخه وروسته يې کونډې ملکې “Ngalifourou” د تړون له اصولو څخه ملاتړ وکړ او د استعمار کوونکو يوه مهمه ملګرې شوه. د کانګو دا مستعمره (Congo Colony) په لومړي ځل د فرانسوي کانګو (French Congo) او وروسته په ۱۹۰۳ کال کې د منځنۍ کانګو (Middle Congo) په نوم وپېژندل شوه. [۱۲][۱۳]

فرانسې په ۱۹۰۸ کال کې د فرانسې ايکواټوري افريقا (French Equatorial Africa (AEF)) جوړه کړه، چې منځنۍ کانګو، ګابون، چاد او “Oubangui-Chari” يا د نني مرکزي افريقا جمهوريت سيمې يې رانغاړلې. فرانسې د “Brazzaville” د فدرالي پلازمېنې په توګه وټاکله. د استعماري حکومت د لومړيو ۵۰ کالونو پر مهال د هېواد اقتصادي وده د طبيعي سرچينو پر راويستنه باندې متمرکز وه. د حکومتولۍ تګلارې زياتره بې رحمه يا نا انساني وې. لکه: له لومړۍ نړيوالې جګړې څخه وروسته د کانګو سمندر د رېل لارې جوړښت د اټکل له مخې لږ تر لږه د ۱۴۰۰۰ تنو ژوند واخيست. [۱۴]

د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال د فرانسې د نازي نيونې په موده کې، “Brazzaville” د ۱۹۴۰ او ۱۹۴۳ کالونو تر منځ د خپلواکې فرانسې (Free France) د يوازې په نوم پلازمېنې په توګه عمل وکړ. د ۱۹۴۴ کال د براززاويلي کنفرانس (Brazzaville Conference) د فرانسې په استعماري سياست کې د ستر سمون يوه دوره اعلان کړه. له جګړې څخه وروسته کانګو په AEF کې د خپل مرکزي جغرافيوي درک او په “Brazzaville” کې د ايالتي پلازمېنې په پايله کې له مستعمراتي اداري او ودانيزې پراختيا څخه ګټه تر لاسه کړه. د ۱۹۴۶ کال اساسي قانون له تصويب څخه وروسته يې يوه سيمه ايزه قانون جوړونکې قوه هم درلوده، چې «څلورم جمهوريت: Fourth Republic» يې رامنځته کړ. [۱۵][۱۶]

د فرانسوي اساسي قانون له بيا کتنې څخه وروسته، چې په ۱۹۵۸ کې يې پينځم جمهوريت رامنځته کړ؛ “AED” پر خپلو جوړښتي برخو باندې ووېشل شو، چې هره برخه يې په فرانسوي ټولنه کې يوه خپلواکه مستعمره شوه. د دې سمونونو پر مهال منځنۍ کانګو په ۱۹۵۸ کې د کانګو د جمهوريت (Republic of the Congo) په توګه وپېژندل شوه او په ۱۹۵۹ کې يې خپل لومړنی اساسي قانون خپور کړ. د “Mbochis” (چې د Jacques Opangault لېوال و) او “Laris” او “Kongos” (چې د فرانسې په ايکواټوري افريقا کې د Fulbert Youlou په نوم د ټاکل شوي لومړني تور پورستي ښاروال پلوي وو) تر منځ مخالفت د ۱۹۵۹ په فبروري کې په براززاويلي کې د يو لړ پاڅونونو لامل شو، چې فرانسوي فوځ پرې بری وموند. [۱۷][۱۸][۱۹]

د ۱۹۵۹ په اپرېل کې نوې ټاکنې وشوې. هغه وخت چې د ۱۹۶۰ په اګسټ کې کانګو خپلواکه شو، د “Youlou” پخواني سيال “Opangault” د نوموړي تر مشرۍ لاندې خدمت کول ومنل. يولو (Youlou) د کانګو جمهوريت لومړنۍ ولسمشر شو. دا چې په “Pointe-Noire” کې سياسي کړکېچ خورا لوړ و، يولو پلازمېنه “Brazzaville” ته ولېږدوله. [۲۰]

ایداري وېش

د کانګو دیمکراتیکه ولسمشریزه په ۱۰ ایداري برخو ویشل شوې ده. (د کانګو دیمکراتیکې ولسمشریزې ایداري وېش).

جغرافیه

تاریخ

کلتور

اقتصاد

  1. (په 12 May 2016 باندې). Congo Republic.
  2. "Le congo". مؤرشف من الأصل في ۰۳ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جون ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Congo, Republic of the". CIA – The World Factbook. مؤرشف من الأصل في ۰۹ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Nzaou-Kongo, Aubin (2018). Exploitation des hydrocarbures et protection de l'environnement en République du Congo : essai sur la complexité de leurs rapports à la lumière du droit international. مؤرشف من الأصل في ۰۹ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Gates, Louis & Appiah, Anthony. Africana: The Encyclopedia of the African and African American Experience, p. 1105. 1999.
  6. Olson, James S. & Shadle, Robert. Historical Dictionary of European Imperialism Archived 2 May 2016 at the Wayback Machine., p. 225. Greenwood Publishing Grp., 1991. کينډۍ:ISBN.
  7. Bentley, Wm. Holman. Pioneering on the Congo. Fleming H. Revell Co., 1900.کينډۍ:Verify source
  8. Frau, Giovanni Dizionario Toponomastico Friuli-Venezia Giulia. Istituto per l'Enciclopedia del Friuli-Venezia Giulia, 1978.
  9. "Background Note: Republic of the Congo". Department of State. March 2009. مؤرشف من الأصل في ۱۴ جولای ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Olson, James S. & Shadle, Robert. Historical Dictionary of European Imperialism Archived 2 May 2016 at the Wayback Machine., p. 225. Greenwood Publishing Group, 1991. کينډۍ:ISBN. Accessed 9 October 2011.
  11. Boxer, C. R. The Portuguese Seaborne Empire, 1415–1825, A. A. Knopf, 1969, کينډۍ:ISBN
  12. (په 12 February 2003 باندې). BBC NEWS – Africa – The man who would be Congo's king.
  13. jeremy, rich (2012), Akyeampong, Emmanuel K; Gates, Henry Louis (المحررون), "Ngalifourou", Dictionary of African Biography (په انګلیسي ژبه کي), Oxford University Press, doi:10.1093/acref/9780195382075.001.0001, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-538207-5, مؤرشف من الأصل في ۲۲ جنوري ۲۰۲۱, د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جنوري ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Olson, James S. & Shadle, Robert. Historical Dictionary of European Imperialism Archived 2 May 2016 at the Wayback Machine., p. 225. Greenwood Publishing Group, 1991. کينډۍ:ISBN. Accessed 9 October 2011.
  15. "Background Note: Republic of the Congo". Department of State. March 2009. مؤرشف من الأصل في ۱۴ جولای ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. United States State Department. Office of the Historian. A Guide to the United States' History of Recognition, Diplomatic, and Consular Relations, by Country, since 1776. "Republic of the Congo Archived 12 May 2017 at the Wayback Machine.". Accessed 9 October 2010.
  17. CONGO REPUBLIC: BRAZZAVILLE RIOTS AFTERMATH Archived 5 May 2014 at the Wayback Machine.. Reuters (27 February 1959)
  18. Robbers, Gerhard (2007). Encyclopedia of World Constitutions Archived 6 May 2016 at the Wayback Machine.. Infobase Publishing. کينډۍ:ISBN. Accessed 9 October 2011.
  19. United States State Department. Bureau of African Affairs. Background Notes. "Republic of the Congo Archived 4 June 2019 at the Wayback Machine. ". Accessed 9 October 2011.
  20. "Fulbert Youlou facts, information, pictures – Encyclopedia.com articles about Fulbert Youlou". مؤرشف من الأصل في ۲۸ نومبر ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)