د افریقا اتحادیه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افریقا اتحادیه ((UA یوه براعظمي اتحادیه ده چې د افریقا په لویه وچه کې موقعیت لري له ۵۵ غړو هېوداونو څخه جوړه ده. AU د ۱۹۹۹ ز کال د سپټمبر په ۹ د سېرت په وینا کې د لیبیا په سېرت کې اعلام شوه او د افریقا اتحاديې یې د اعلام غوښتنه وکړه. دا بلوک د ۲۰۰۱ ز کال د مې میاشتې په ۲۶ د ایتوپیا په ادېس ابابا کې تاسیس شو او ۲۰۰۲ ز کال د جولای په ۹ د سویلي افریقا په دورباني کې پلی شو. د افریقا اتحادیې هوډ دا و چې د افریقا د وحدت سازمان (OAU) ځایناستی شي چې د ۱۹۶۳ ز کال د مې میاشتې په ۲۵مه د ۳۲ لاسلیک کوونکو هېوادونو له خوا په ادېس ابابا کې رامنځته شوی و. (OAU) د ۲۰۰۲ ز کال د جولای په ۹ منحل شو. د افریقا اتحادیې تر ټولو مهمې پرېکړې د افریقا اتحادیې د اسامبلې له خوا کېږي، د غړو هېوادونو د دولتونو او د هېوادونو د مشرانو تر منځ یوه نیمه - کلنۍ غونډه. [۱]

د افریقا اتحادیې دارالنشا او د افریقا اتحادیې کمیسیون په ادیسه بابا کې موقعیت لري. په AU کې تر ټولو لوی ښار لاګوس، نایجیریا دی، حال دا چې تر ټولو لویه ښاري ټولنه یې قاهره، مصر ده. د افریقا اتحادیه ۱,۳ بېلیونه وګړي او ۲۹ میلیون کیلو متره مربع (۱۱ میلیونه مایل مربع) مساحت لري چې د نړۍ مشهور ځایونه لکه صحرا او نیل په کې شاملېږي. لومړنۍ کاري ژبې يې عربي، انګلیسي، فرانسوي، پرتګالياوهسپانیوي دي. د افریقا په اتحادیه کې رسمي بنسټونه، لکه: د سولې او امنیت شورا او د پان - افریقا پارلمان شامل دي.[۲][۳]

ټولکتنه[سمول]

د UA موخې په لاندې ډول دي:[۴]

  1. د افریقایي هېوادونو او ملتونو تر منځ د لوی اتحاد، همغږۍ او پیوستون تر لاسه کول.
  2. د خپلو غړو هېوادونو د حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ دفاع کول.
  3. د دغې لویې وچې سیاسي او ټولنیزه - اقتصادي بشپړونه.
  4. د خلکو او لویې وچې د علاقې وړ موضوعاتو په اړه د افریقا له مشترکو مواضعو څخه دفاع او پرمختیا.
  5. د ملګرو ملتونو د منشور او انساني حقونو د نړیوالې اعلامیې په پام کې نیولو سره د نړیوالو مرستو هڅونه.
  6. په دغه لویه وچه کې د سولې، امنیت او ثبات دودول.
  7. د ولسي مشارکت او ښې واکمنۍ، دیموکراتیکو اصولو او بنسټونو دودول.
  8. د خلکو او انساني حقونو په اړه د افریقا له منشور سره سم د خلکو او انساني حقونو او نورو اړونده انساني حقونو د وسیلو وده او ساتل .
  9. د اړینو شرایطو رامنځته کول چې له مخې یې لویه وچه وکولی شي، په نړیوال اقتصاد او نړیوالو مذاکراتو  کې خپل ښه رول ولوبوي.
  10. په اقتصادي، ټولنیزه او فرهنګي کچه د تلپاتې پراختیا دودول او همدارنګه د افریقایي اقتصادونو بشپړتوب.
  11. د افریقا د خلکو د ژوند سټندردونو د لوړولو لپاره د انساني فعالیتونو په ټولو برخو کې د همکارۍ لوړوالی.
  12. په ورو ورو د اتحادیې د موخو د ترلاسه کولو لپاره د موجوده او راتلونکو سیمه ییزو اقتصادي ټولنو د پالیسیو همغږي او یو رنګ کول.
  13. د لویې وچې د پراختیا لپاره په ټولو برخو، په ځانګړي ډول د ساینس او تېکنالوژۍ په برخه کې د څېړنو پراختیا.
  14. د مخنیوي وړ ناروغیو په له منځه وړلو او په لویه وچه کې د ښې روغتیا د ودې لپاره د اړونده نړیوالو شریکانو سره کار کول.

د افریقا اتحادیه له دوو سیاسي او اداري بنسټونو څخه جوړه شوې. د پرېکړې کولو تر ټولو عالي ارګان د افریقا اتحادیې اسامبله ده چې د افریقا اتحادیې د ټولو غړو هېوادونو له دولتونو یا د ټولو هېوادونو له مشرانو څخه جوړه شوې.  د اسامبلې ریاست د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت د ولسمشر فلیکس تشسکیدي پر غاړه دی، AU همدارنګه د پان افریقا په پارلمان کې هم د استازولۍ یو بنسټ لري چې د AU د غړو هېوادونو د ملي مقننې له خوا ټاکل شوي ۲۶۵ غړي  لري. ولسمشر یې روجر نکودو ډانګ دی.

د AU نور سیاسي بنسټونه په لاندې ډول دي:

  • اجرائیه شورا چې د بهرنیو چارو د وزیرانو له خوا جوړه شوې او د اسامبلې لپاره پرېکړې چمتو کوي.
  • د دایمي استازو کمېټه، چې په ادېسه ابابا کې د AU د غړو هېوادونو له سفیرانو څخه جوړه شوې او
  • اقتصادي ټولنیزه او کلتوري شورا (ECOSOCC) چې د مدني ټولنې یوه مشورتي اداره ده.

د ا.ا/AU کمیسیون، د سیاسي جوړښتونو د دارالنشا مشري د سویلي افریقا د نکوسازانا دلماني - زوما  پر غاړه ده. دلماني - زوما د ۲۰۱۲ ز کال د جولای په ۱۵ په  یوه سخته سیالۍ کې رایې وګټلې، تر څو د ګابن د ژېن پېنګ پر ځای د افریقا اتحادیې په کمیسیون کې لومړنۍ ښځینه مشره شي.

د ا.ا نور جوړښتونه د بېلابېلو غړو هېوادونو کوربه دي:

  • د خلکو او انساني حقونو لپاره افریقایي کمیسیون د ګامبیا په بانجول کې پروت دی؛ او
  • د افریقا د پرمختګ لپاره نوې همکاري (NEPAD) او د  APRM دارالنشا او د پان- افریقا پارلمان د سویلي افریقا په مېډراند کې موقعیت لري.

په غړو هېوادونو کې د اتحادیي لومړنۍ پوځي لاسوهنه د ۲۰۰۳ ز کال په مې میاشت کې له سویلي افریقا اېتوپیا  او موزامبېک څخه بورونډي ته د بېلابېلو تړونونو په ترسره کولو د څار لپاره د سوله ساتو ځواکونو لېږل وو. مخکې له دې چې د ۲۰۰۸ ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه کې یاد ماموریت د UNAMID له لارې ملګرو ملتونو ته ورکړل شي. ا.ا هم په سوډان کې د سولې د خوندي کولو لپاره خپل پوځیان ځای پر ځای کړل. د افریقا اتحادیې همدارنګه د سوله ساتو یو ماموریت چې  له اوګاندایي او بورونډي پوځیانو څخه جوړ و سومالیا ته ولېږه.[۵]

د افریقا اتحادیې یو شمېر اړین اسناد تصویب کړي چې د لویې وچې په کچه نورمونه رامنځته کوي. تر څو د اتحادیې د رامنځته کېدو پر مهال د موجوده اسنادو بشپړوونکي وي. چې له فساد سره د مبارزې او مخنیوي په برخه کې د افریقا اتحادیې کنوانسیون (۲۰۰۳ز کال)، دیموکراسۍ، ټاکنو او حکومت‌ولۍ په اړه افریقایي منشور (۲۰۰۷ز کال) د افریقا د پرمختګ لپاره نوی مشارکت (NEPAD) او د سیاسي، اقتصادي او ګډ حاکمیت د دیموکراسۍ په اړه یې اړونده اعلامیه.[۶]

تاریخچه[سمول]

د افریقا اتحادیې بنسټ، د افریقایي هېوادونو په خپلواکه کنګره کې د ۱۹۵۸ ز کال د اپرېل له ۱۵ - ۲۲ پورې د اکرا په غنا کې کېښودل شو. د دې کنفرانس موخه د افریقا د ورځې رامنځته کول وو چې هر کال د خپلواکۍ غوښتنې غورځنګ ونمانځي تر څو خلک دې ته تمایل ولري چې ځانونه د بهرنیو هېوادونو له دېکتاتورۍ څخه وژغوري او همدارنګه د افریقا د متحد کولو لپاره وروستۍ هڅې چې د افریقا د وحدت سازمان (OAU) په کې شامل و، یاد سازمان د ۱۹۶۳ زکال د مې میاشتې په ۲۵ او د افریقا اقتصادي ټولنه په ۱۹۸۱ز کال کې رامنتځه شوه. منتقیدینو استدلال وکړ چې OAU د سیاسي رهبرانو پر وړاندې د افریقا د ښاروندانو د حقوقو او آزاديو د خوندي کولو لپاره ځانګړي  څه نه دي تر سره کړي او تر ډېره یې هغه د دیکتاتورانو کلپ یاد کړی.[۷][۸]

د ا.ا د رامنځته کولو نظریه د ۱۹۹۰ز لسیزې په نیمایي کې د لیبیا د مشر معمرالقذافي له خوا احیا شوه. د OAU غړو هېوادونو مشرانو او دولتونو د ۱۹۹۹ زکال د سپټمبر په ۹ د سېرت اعلامیه (چې وروسته په لیبیا کې د سېرت په نوم ونومول شوه) خپره کړه او د افریقا اتحادیې د رامنځته کولو غوښتنه یې وکړه. دا اعلامیه په ۲۰۰۰ زکال کې د لومه په غونډو کې هغه مهال چې د افریقا اتحادیې اساسي قانون تصویب شو، او په ۲۰۰۱ ز کال کې کله چې د افریقا اتحادیې د رامنځته کولو طرحه تصویب شوه وڅارل شوه. په هم‌هغه دوره کې د افریقا د پرمختګ لپاره د نوي مشارکت (NEPAD) د رامنځته کولو نوښت هم وشو. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

سرچينې[سمول]

  1. Thabo Mbeki (9 July 2002). "Launch of the African Union, 9 July 2002: Address by the chairperson of the AU, President Thabo Mbeki". ABSA Stadium, Durban, South Africa: africa-union.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مې ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ فبروري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Manboah-Rockson, Joseph (23 September 2016). Politics & the Struggle for Democracy in Ghana: An Introduction to Political Science. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "AU Languages". African Union. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Constitutive Act" (PDF). African Union. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 2010-07-27 باندې). African Union adds 4,000 troops to Somalia peace force. Reuters.
  6. Africa-union.org Archived 4 June 2007 at the Wayback Machine.
  7. [۱] Archived 10 December 2018 at the Wayback Machine. South African History Online (SAHO), 15 May 2018.
  8. African Union replaces dictators' club Archived 4 March 2012 at the Wayback Machine., BBC, 8 July 2002.
  9. "Gaddafi. The man who would be king of Africa | Adekeye Adebajo". the Guardian (په انګلیسي ژبه کي). 2011-08-26. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "CNN.com - African leaders elect OAU boss - July 10, 2001". edition.cnn.com. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "New Partnership for Africa's Development – NEPAD | Poverty Eradication". www.un.org (په انګلیسي ژبه کي). 2015-08-27. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "The African Union After Gaddafi | The Journal of Diplomacy and International Relations". blogs.shu.edu (په انګلیسي ژبه کي). 2011-12-05. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)