کانټار


کانټاران (علمی نوم: Bufonidae) د چونگښو څخه یوه لویه کورنۍ ده چې د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې ژوند کوي. ټوله کورنۍ ۵۰۰ ډوله کانټاران لري چې په ۳۵ جنسو تقسیمېږي.
توصيف
[سمول]کانټار يا رښتیاني کانټار د بې غاښو (کنډاس) او زخن ژوي دي چې په ځانگړي ډول په وچو سیمو او ځنگلونو کې ژوند کوي. اوږدوالی یې د ۲ سانتیمترو څخه تر ۲۳ سانتيمترو پورې وي. رنگ يې تور، شین، نسواري او ژيړ دي. نوموړي ژوي د سر پر شانتی برخې باندي ځانگړي مرغېړی لري. دا ځانگړي مرغېړی د خطر په صورت کې زهرجن توکې (مواد) جوړوي. د هغو زهرلرونکو توکو بوفاجین تر ټولو مشهور دي چې د انسانانو او نورو ژويو پر زړه باندي وژونکی آغېزه لري. ځيني زهرلرونکی توکې چې د Incilius alvarius لخوا توليدېږي وهمي آغېزه لري او د دي لپاره په امريکا کې د نشه کونکو توکو په توگه کارېږي. د دی ژويو په هکله معلوم دي چې د کانټار نارينه د خپلو بډوډیو ته نژدې ځانگړي غړی لري چې د بيډر غړی (Bidder's organ) په نوم یادېږي. نوموړي غړی د ښځينو نشتوالى یا کموالی په صورت کې په تخمدان تبدیل کېدلای سی او د کانټار نارينه په ښځينه تبديل سی.
| Bufonidae کانټاران | |
|---|---|
| مملکه | ژوی |
| عمومي بڼې | Chordata |
| ځانتياوي بڼې | شمزۍ لرونکي ژوي |
| طبقه | دوه ژوندوي |
| طایفه | چونگښې |
| کورنۍ | کانټاران |
تقسیم
[سمول]| علمی نوم | د ډولونو شمیر |
|---|---|
| Adenomus Cope, 1861 | 3
|
| Altiphrynoides Dubois, 1987 | 2
|
| Amietophrynus Frost et. al., 2006 | 38
|
| Andinophryne Hoogmoed, 1985 | 3
|
| Ansonia Stoliczka, 1870 | 25
|
| Atelopus Duméril & Bibron, 1841 | 82
|
| Bufo Laurenti, 1768 | 150
|
| Bufoides Pillai & Yazdani, 1973 | 1
|
| Capensibufo Grandison, 1980 | 2
|
| Churamiti Channing & Stanley, 2002 | 1
|
| Crepidophryne Cope, 1889 | 3
|
| Dendrophryniscus Jiménez de la Espada, 1871 | 7
|
| Didynamipus Andersson, 1903 | 1
|
| Duttaphrynus Frost et. al., 2006 | 6
|
| Epidalea Cope, 1864 | 1
|
| Frostius Cannatella, 1986 | 2
|
| Ingerophrynus Frost et. al., 2006 | 11
|
| Laurentophryne Tihen, 1960 | 1
|
| Leptophryne Fitzinger, 1843 | 2
|
| Melanophryniscus Gallardo, 1961 | 20
|
| Mertensophryne Tihen, 1960 | 20
|
| Metaphryniscus Señaris, Ayarzagüena & Gorzula, 1994 | 1
|
| Nectophryne Buchholz & Peters, 1875 | 2
|
| Nectophrynoides Noble, 1926 | 13
|
| Nimbaphrynoides Dubois, 1987 | 2
|
| Oreophrynella Boulenger, 1895 | 8
|
| Osornophryne Ruiz-Carranza & Hernández-Camacho, 1976 | 6
|
| Parapelophryne Fei, Ye & Jiang, 2003 | 1
|
| Pedostibes Günther, 1876 | 6
|
| Pelophryne Barbour, 1938 | 9
|
| Pseudobufo Tschudi, 1838 | 1
|
| Rhinella Fitzinger, 1826 | 72
|
| Schismaderma (Ropucha)Smith, 1849 | 1
|
| Truebella Graybeal & Cannatella, 1995 | 2
|
| Werneria Poche, 1903 | 6
|
| Wolterstorffina Mertens, 1939 | 3
|