کاناډا د افغانستان په جګړه کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کاناډا ماموریت د افغانستان په جګړه کې د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې پیل شو. د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په میاشت کې کاناډا د دوهم ګډ کاري ځواک د سرکتوو لومړي ډله په پټه واستوله او د ۲۰۰۲ کال له جنوري نه تر فبروري پورې د کاناډا د منظمو وسله والو ځواکونو (CAF ) لومړۍ قطعه افغانستان ته ورسیده. د دې عملیاتو موخه په افغانستان  کې د القاعدې د غړو تثبیت او له منځه وړل او د طالبانو د رژیم نسکورول و چې د نړیوال تروریزم ملاتړیې کاوه. په افغان جګړه کې د کاناډا ماموریت په ۲۰۰۶ کال کې هغه وخت پراخ شو چې کاناډایي پوځیانو د طالبانو د لویو بریدونو په ترڅ کې په سیمه کې د ګډو ځواکونو د لوا قومانده په غاړه واخیسته او په کندهار ولایت کې یې د امریکایي ځواکونو ځای ونیو.  [۱][۲][۳]

د دوی ورپسې عملیات د امنیت، بیارغونې او د افغان ملي اردو (ANA)  ) او افغان ملي پولیسو په روزنه متمرکز وو. په دې ماموریتونو کې د کاناډا وسله والو ځواکونو ( CAF ) لویه ونډه درلوده، چې د کاناډا شاهي پولیسو (RCMP)، د کاناډا د بهرنیو چارو وزارت، او د کاناډا نړیوالې پراختیایي ادارې (CIDA ) د پرسونل له خوا یې هم ملاتړ کېده. د بیارغونې په مهمو پروژو کې د دهلې بند او د اوبو لګولو سیستم، د سرکونو او پلونو ودانول، د ښوونځیو جوړول او د واکسیناسیون پروګرامونو تر پوښښ لاندې وو.    

د کاناډا وسله والو ځواکونو (CAF ) د اېتلافي غړو تر منځ، د في نفر د تلفاتو لوړه کچه درلوده. ۱۵۹ کاناډايي سرتېري  د جګړې په ډګر کې او ۲۲ نور په غیر جنګي حالاتو کې مړه شول. د جګړې په وړاندې ولسي مخالفت د وخت په تېریدو سره زیات شو، او په جګړه کې د کاناډا د ماموریت مالي لګښت تر ۲۰۱۱ کال پورې ۱۸.۵ ملیارده ډالر وښودل شو. د ۲۰۱۴ کال په مارچ میاشت  کې د CAF وروستي سرتېري له افغانستان څخه ووتل.   

تاریخ[سمول]

له سړې جګړې وروسته، په نښتو کې د کاناډا د وسله والو ځواکونو (CAF  ) ماموریت د سوله ساتو ځواکونو په توګه و، چې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د مدني ټولنو د فعالولو لپاره  یې په نویو تګلارو تمرکز درلود. وروسته له هغه چې د کاناډا سوله ساتي سرتېري د  ۱۹۹۳ کال په میډک جیب پېښه کې - د کرواسیا د خپلواکۍ جګړې په جریان کې په ۱۵ ساعته نښته کي تر برید لاندې راغلل -  د کاناډا نظامي مشرتابه ته دا څرګنده شوه چې د ښکیلتیا قواعد باید سوله ساتو ځواکونو ته لاره هواره کړي چې د برېد په مهال تهاجمي حالت ته ګړندی  تاکتیکي بدلون ومومي. دې فکر په راتلونکو لسیزو کې د کاناډا روزنې او نظامي عملیاتو ته بڼه ورکړه.  [۴][۵]

د کاناډا او ناټو سرتېرو د بوسنیا، سومالیا او هایتي په سوله ساتو ماموریتونو کې هڅه وکړه چې د سیمه ایزو او نړیوالو پرمختیایي سازمانونو سره خپلې همکارۍ پراخې کړي، د بیارغونې موخو ته په ګډه کار وکړي. چې په افغانستان کې د کاناډا د ښکېتیا تګلاره د همدې موډل پر بنسټ وه.  [۶]

په ۲۰۰۱ کال کې، د سپټمبر د یولسمې د ترهګريزو بریدونو او د ترهګرۍ په وړاندې د متحده ایالاتو د جګړې له اعلان وروسته، د کاناډا د ملي دفاع وزیر آرټ ایګلټن لوی درستیز اډرین کلارکسن ته سپارښتنه ورکړه چې د کاناډایی ځواکونو د ۱۰۰ څخه ډېرو غړو ته اجازه ورکړي چې د نظامي تبادلې په پروګرامونو کې په متحده ایالاتو او نورو هغه هېوادونو کې چې په افغانستان کې د امریکا په عملیاتو کې ونډه لري، خدمت وکړي. ایګلټن په هغه وخت کې په حکومت کې واکمن لیدلوری راټول کړ: " په افغانستان کې د کاناډا هر ډول نظامي ځای په ځای کول ښایي د اریتریا او ایتوپیا وضعیت ته ورته وي، چې موږ هلته په لومړۍ څپه کې  لاړو، موږ د ثبات په رامنځته کولو کې مرسته وکړه، د سولې د ملاتړ عملیاتو  بنسټ مو کېښود چې په ورپسې پراړ کې راځي ... خو  وروسته مو بل چا ته وسپارل. " د عملیاتو هدف په هغه هېواد کې د القاعدې غړو تثبیت او له منځه وړل، او همدارنګه د طالبانو د رژیم ړنګول وو چې  د نړیوالې ترهګرۍ ملاتړ یې کاوه.[۷]

د ۱۹۶۰ لسیزې راهیسې، د محاربوي معیاري روزنې سربېره، عملیاتي-ځانګړي روزنه د سولې ساتلو، سولې ټینګښت، او د ثبات په عملیاتو کې د یوه کاناډایي  سرتېري د چمتوالي برخه ده. دې کار د افغانستان په جګړه کې مهمه ونډه ولوبوه. سرتېري باید د سیمه ایزو دودونو، عقیدو او ټولنیزو بنسټونو څخه خبر وي، او ناندریزې ډلې "ښایي د سولې او نظم له رامنځته کولو مخالفت وکړي. دا روزنه، چې د یوه سرتېري له کورنۍ سره د رواني درملنې په ترڅ کې ترسره کېږي، د افغانستان په ماموریت کې د CAF د هر ډول بهرني ماموریت په پرتله تر ټولو ډېر چمتو شوی ماموریت و.  د روزنې په اوږدو کې دا یو څرګند هدف و: یو باثباته افغان حکومت د دې ماموریت بریالیتوب و، چې وکولای شي د خپلو خلکو اړتیاوې پوره کړي. همدا لیدلوری و چې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې یې د کاناډا او ناټو چلند ته بڼه ورکړه.   [۸]

۲۰۰۱-۲۰۰۲ کلونه: اپولو عملیات، لومړی ماموریت[سمول]

دفاع وزات لوی درستیز، جنرال رې هینولټ،  د اپولو عملیاتو د رامنځته  کېدو سره سم د CAF څو قطعاتو ته لومړني حکمونه صادر کړل. په افغانستان کې د متحده ایالاتو د عملیاتو لپاره د کاناډا ژمنه له وړاندې پلان شوې وه چې د ۲۰۰۳ کال تر اکتوبر پورې یې دوام وکړ.  

د ۲۰۰۱ کال د ډسمبر په لومړیو کې د دوهم ګډ کاري ځواک  (JTF2  )  شاوخوا۴۰ سرتېري سوېلي افغانستان ته واستول شول. د کاناډا عامه ولس د دې ماموریت په اړه خبر نه شول، او د شان ایم مالوني کتاب ( Enduring the Freedom) راپور ورکړ چې د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په لومړیو کې، دوهم ګډ کاري ځواک  (JTF2  ) د لومړي وزیر ژان کریتین له خبرېدو پرته لېږل شوی و.  [۹]

د ۲۰۰۲ کال د جنوري څخه – تر فبروري  پورې وسلوال ځواکونه کندهار ته ورسېدل. د مارچ په میاشت کې، د شهزاده پتریشیا د سپکو پیاده ځواکونو دری کاناډایي نښه ویشتونکو (PPCLI  ) د اناکونډا عملیاتو په ترڅ کې د متحده ایالاتو د اردو له قطعاتو سره یوځای جګړه وکړه. په دې عملیاتو کې، دې ټیم د یوه لرې واټن په نښه کې (د اوږد واټن سنایپر ډز) کې د ویتنام د جګړې ریکارد دوه ځله مات کړ. د کوریا له جګړې وروسته، د اناکونډا لومړي عملیات وو چې کاناډايي پوځیانو په جنګي حالت کې د امریکايي پوځیانو مرسته وکړه. د شاه کوټ په دره کې د هارپون عملیات هم کاناډايي ځواکونو  ترسره کړل. په هېواد کې نورو ځواکونو د ګارنیزون او امنیتي سرتېري په توګه دنده پر مخ وړه .  [۱۰][۱۱]

د ۲۰۰۲ کال د اپرېل په ۱۸ نېټه، د ترنک فارم پیښه هغه وخت رامنځ ته شوه چې یوې امریکایي F-16 جټ الوتکې د PPCLI د دریم  کنډک د سرتېرو پر یوې ډلې یو لیزر-هدایتي بم وغورځاوه. دغو سرتېرو په یو ټاکل شوي واټن کې د شپې له خوا د ډزو روزنه ترسره کوله، خو امریکايي پیلوټانو دا ډزې  په طالبانو له برید سره اشتباه کړې. دې خپل منځۍ  پیښې څلور کاناډایان ووژل او اته یې ټپیان کړل. د کوریا له جګړې وروسته، په افغانستان کې او په یوه جګړه ییزه سیمه کې دا د کاناډا لومړنۍ مړینې وې.[۱۲]

سرچينې[سمول]

  1. Maloney, S., Enduring the Freedom: A Rogue Historian in Afghanistan, Potomac Books Inc., Washington, D.C., 2005
  2. "Afghanistan". canadianfallen.ca. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Canada's military mission in Afghanistan". CBC. 10 May 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. کينډۍ:Harvp
  5. کينډۍ:Harvp
  6. کينډۍ:Harvp
  7. کينډۍ:Harvp
  8. کينډۍ:Harvp
  9. Maloney, S., Enduring the Freedom: A Rogue Historian in Afghanistan, Potomac Books Inc., Washington, D.C., 2005
  10. Friscolanti, Michael (15 May 2006). "We were abandoned". Macleans.ca. Macleans, Rogers Publishing. د کتاب پاڼي 18–25. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۱ اگسټ ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په April 2007 باندې). World longest distance kill – 2,430 metres (1.5 miles). Stupid Beaver
  12. "Fallen four remain in hearts and minds" By Angelique Rodrigues, Edmonton Sun. 16 April 2012