کامیلو بنسو، کونټ کاوور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کامیلو بنسو، کونټ کاوور
(اطالوی: Camillo Benso di Cavour د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کامیلو بنسو، کونټ کاوور
کامیلو بنسو، کونټ کاوور

د شخص معلومات
زیږون نوم (اطالوی: Camillo Paolo Filippo Giulio Benso د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۰ اگسټ ۱۸۱۰[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]
مړینه 6 جون 1861 (51 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۲]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل ملاريا  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د اېټاليا سلطنت (۱۷ مارچ ۱۸۶۱–)[۳]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده سياستوال[۷]
ډیپلوماټ[۷]
سوداگر
ليکوال[۱۳]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) ایټالیایي ژبه[۱۴][۱۵]
فرانسوي[۱۶][۱۵]
انگليسي[۱۶]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
کامیلو بنسو، کونټ کاوور
کامیلو بنسو، کونټ کاوور

کامیلو پاولو فلیپو ګیلیو بنسو، کاونټ کاوور، ایزولابېلا او لېري (۱۰ اګست ۱۸۱۰ – ۶ جون ۱۸۶۱ زکال) چې په عمومي توګه د کاوور په نوم پېژندل کېږي؛ ایټالوي سیاستوال او د ایټالوي یووالي د خوځښت له مخکښو څېرو څخه و. نوموړی د تاریخي ښي اړخې ډلې مخکښه څېره او د پیمونټ – سارادینیا پاچهۍ لومړی وزیر و. نوموړي دغه ځایګی د ایټالیا د خپلواکۍ د دویمې جګړې او د ایټالیا د یو موټي کولو لپاره د جوزپه ګاریبالدي د هڅو پر مهال (یوازې له شپږ میاشتې استعفا پرته) وساته. د ایټالیا د متحدې پاچهۍ له اعلان کېدو وروسته، کاوور د ایټالیا لومړی وزیر شو؛ نوموړی د دغه دفتر له خپلولو یوازې درې میاشتې وروسته مړ شو او د دې وخت یې ونه موند چې په ۱۸۷۰ زکال کې د روم له نیولو او د دغه هېواد له بشپړ یو موټي کېدو وروسته، د رومیانو د مشکلاتو د حل کېدو شاهد واوسي. [۱۷]

کاوور د خپل ژوند په لومړیو کلونو کې په خپل زیږون ځای پیمونټ کې چې هغه مهال د سارادینیا پاچهۍ برخه و، یو شمېر اقتصادي اصلاحات رامنځته کړل او Il Risorgimento په نامه یې د یو سیاسي اخبار بنسټ کېښود. د سارادینیا پاچهۍ د استازو جرګې ته له لار موندلو وروسته هغه په چټکۍ سره د پیمونټ په حکومت کې لوړو څوکیو ته لاسرسی وموند او د منځ لارو کېڼ او ښي اړخو سیاستوالو سره یې د یو موټي کېدو له لارې په یادې جرګې واک وموند. د ریل د پراخ سیسټم له رامنځته کولو وروسته کاوور په ۱۸۵۲ زکال کې لومړی وزیر شو. د لومړي وزیر په توګه هغه د کریمه د جګړې، د ایټالیا د خپلواکۍ د دویمې جګړې او همدارنګه یې د ګیبرالدي د زرګونو پراختیا غوښتونکو هڅو اړوند د پیمونټ له اړخه بریالۍ خبرې وکړې او د پیمونټ لپاره یې دیپلماتیک مانور ترسره کړ څو په اروپا کې په یو پیاوړي ځواک واوړي؛ همدارنګه د ده له واکمن کېدو وړاندې له پیمونټ څخه پنځه ځله لویه نږدې یو موټی ایټالیا کنټرول کړي. کاوور د ایټالوي سمبولیک آئین یو موټی کوونکی/فراماسون و.

انګلیسي تاریخ لیکونکی دنیس مک سمیت څرګندوي چې: کاوور د ایټالیا په تاریخ کې بریالی د پارلمان غړی و، خو هغه ځانګړی دیموکرات نه و. کاوور تر ډېره دیکتاتور و، خپلو همکارو وزیرانو او پارلمان ته به یې پام نه درلود او په پارلماني ټاکنو کې به یې مداخله کوله.[۱۸][۱۹]

د پیمونټ – سارادینیا لومړی وزیر[سمول]

کاور له اوربانو راتاتزي سره ائتلاف رامنځته کړ چې دغه ائتلاف د Connubio (واده) په توګه یادول کېده چې له مخې یې په ښي او کیڼ لوري کې معاصر کسان له یوبل سره یو موټي شول او د ۱۸۵۲ زکال په نومبر میاشت کې د d'Azeglio د کابینې د سقوط لامل وګرځېد. پادشاه په ډېر نازړه توب کاوور د لومړي وزیر په توګه ومانه، په داسې حال کې چې دا تر ټولو محافظه کاره ټاکنه وه، خو د دوی ترمنځ هېڅکله اړیکې دومره ساده نه وې. [۲۰]

کاوور په عموم ډول ازاد خیالی و او په ازادې سوداګرۍ، د عقیدې په ازادۍ او سیکولر حکومت یې باور درلود، هغه د جمهوري غوښتونکو او انقلابیونو کلک مخالف و او له هغه څخه د سازمان یافته راډیکالانو په توګه چې پر باور یې ټولنیز نظم ګډوډ کاوه؛ ډارېده. کاوور د پارلمان په بحثونو لاس بری و، خو د بېړنیو حالاتو د واکونو څخه په زیاته کچه د ګټې اخیستنې، له ملګرو څخه د کار اخیستلو، یو شمېر نشریاتو ته په داسې حالت کې د بډې ورکولو له امله چې نور یې بیا ځپل او همدارنګه په ټاکنو کې د درغلیو کولو په ګډون د یو شمېر بحث پارونکو چارو له امله تر نیوکو لاندې و؛ په داسې حال کې چې دغه لارې چارې په هغه وخت کې دود هم وې. د یو شمېر پروژو د نوي کولو په ځانګړې توګه د ریل لیکې او د ساردینیا د سلطنتي سمندریز ځواک د جوړولو له امله د ملي پور کچه ۶ چنده لوړه شوه. هغه مهال چې نوموړی لومړی وزیر شو، پیمونټ په وروستیو کې له اتریش څخه لویه ماته خوړلې وه خو هغه مهال چې دی ومړ دویم ویکتور امانوئل د هغه په پنځه ځله لوی دولت واکمني وکړه چې ایټالیا یې هم تر ولکې لاندې وه او د اروپا یو له لویو قدرتونو څخه و.

د بریتانیا او فرانسې متحد ځواک له پیمونټ وغوښتل، څو د کریمه په جګړه کې شامل شي؛ دوی دغه غوښتنه په جګړه کې د اطریش د مداخلې لپاره هم کوله ځکه اتریش پرته له دې چې ډاډمن شوی نه وای چې پیمونټي ځواکونه په ایټالیا کې د اتریش په ځایونو باندې د برید لپاره شتون نلري په جګړه کې یې مداخله نه کوله. کاوور چې تمه لرله متحدین به په ایټالیا کې د هغه د پرمختګ ملاتړ وکړي؛ هغه مهال چې همکارانو یې په جګړې کې د مداخلې اجازه ورکړه له دغې غوښتنې سره یې هوکړه وکړه او د ۱۸۵۵ زکال د جنوري په ۱۰ مه په جګړه کې ورګد شو. دا مهال ډېر ناوخته و چې هغه ځان له پوځي پلوه متمایز کړي، خو د هغه ۱۸۰۰۰ کسیزې ډلې د پاریس په کانګرس کې دغه نوم خپل کړ چې جګړې ته یې پای ټکی کېښود.

د ۱۸۵۸ زکال په جنوري میاشت کې د دریم ناپلیون د ترور په موخه د ایټالوي اورسیني فلیس هڅې د فرانسې او پیمونټ ترمنځ دیپلماتیکو اړیکو ته لار پرانیسته. په داسې حال کې چې اورسیني په بند کې د محاکمې په تمه و د فرانسې سترواک ته یې پرانیستی لیک ولیکه چې په دغه جملې سره یې پای ته رسولی و: «په یاد ولرئ، تر هغه مهاله پورې چې ایټالیا خپلواکه شوې نه وي، د اروپا سوله او ستاسو اعلیحضرت توب به یو خیال وي... زما هېواد آزاد کړۍ او د ۲۵ میلیونو تنو دعا به تل او په هر ځای کې له تاسو سره وي». اورسیني اعدام شو او دریم ناپلیون د اتریش پر وړاندې له پیمونټ سره د ګډو عملیاتو د شونتیا په ارزولو پیل وکړ. کاوور او ناپلیون د ۱۸۵۸ زکال په جولای میاشت کې په پلومبیه لی بان کې له یو بل سره ولیدل او هوکړه یې وکړه چې پیمونټ هڅه وکړي د ایټالیا په قبایلي مېشت ایالت موډنا باندې په برید کولو سره اتریش په جګړې کې ښکېل کړي او بیا به فرانسه د پیمونټ مرستې ورودانګي. د دغې چارې په بدل کې کاور په نه زړه هوکړه وکړه چې ساوي (پیمونټي فئوډال مېشته سیمه) او نایسي ښار فرانسې ته پرېږدي او همدارنګه یې د شاهزاده ناپلیون بوناپارټ او د ساوي د شهزادګۍ ماریا کلوتلید ترمنځ شاهي واده برابر کړي، هغه چاره چې هغه د ویکټور امانوئل له رضایت پرته د هغو پر سر هوکړه وکړه. همدغه کال کاوور خپله د تره لور ویرجینیا اولدیني چې د هغه جاسوسه، مشهوره ښکلې او د انځور اخیستنې هنرمنده وه د خپلو ایټالوي ګټو د خوندیتوب په موخه سترواک ته ورولېږله او له هرې ممکنې لارې څخه په کار اخیستو بریالۍ شوه؛ چې بیا یې د ناپیلیون په معشوقې شهرت وموند.[۲۱][۲۲]

فرانسې او پیمونټ دواړه د جګړې لپاره تیاری ونیو خو له دغې چارې څخه دیپلماتیک ملاتړ په چټکۍ سره راکم شو. دریم ناپلیون ډېر ژر د دغې توطئې له امله کمزوری شو او بریتانیا، پروس او روسیې د یو نړیوال کانګرس د رابللو غوښتنه وکړه چې یوه احتمالي موخه یې د پیمونټ بې وسلې کول و. پیمونټ د اپریل په ۲۳ مه د اطریش له خوا د اولټیماټوم په ترلاسه کولو له دغې پرېکړې وژغورل شو او ترې وغوښتل شول خپله ځان بې وسلې کړي، له همدې امله اتریش د یو متجاوز په توګه وګڼل شو. فرانسې چمتووالی ونیو او په کرارۍ سره یې ایټالیا ته په ننوتو پیل وکړ، خو پیمونټ اړتیا لرله د لنډ مهال لپاره له ځانه دفاع وکړي. د دوی له نیکه مرغه د فرنچ ګراف ګیولائي د واکمنۍ پر مهال شدیدو باراني طوفانونو او د اطریش ستونزو فرانسې ته د دې چانس ورکړ چې واک خپل کړي. [۲۳]

د ایټالیا لومړی وزیر توب[سمول]

په ۱۸۶۱ زکال کې دویم ویکټور امانوئل د ایټالیا د پاچاهۍ اعلان وکړ او کاوور یې د ایټالیا لومړی وزیر وټاکه. کاوور په خپل مخ کې ګڼ شمېر ستونزې لرلې په دغو ستونزو کې د پوځ جوړولو څرنګوالی، دا چې قانوني بنسټونه په کوم موقعیت کې وساتي او په ځانګړې توګه د روم راتلونکی په کې شاملېدل. د ایټالیا جوړول کومه ساده چاره نه وه او واکمنۍ یې هم پر لومړي وزیر ډیر فشار راووړ. په ۱۸۶۱ زکال کې هغه د خپل کار د اوج پر مهال تر ډېره بې خوبۍ او همدارنګه تل پاتې اندېښنو په کاوور اغېز وکړ. هغه ناروغ شو، احتمال دا و چې هغه ملاریا نیولی خو تر ټولو ناوړه لا دا وه چې هغه خونریزي لرله. هغه د معمولي ډاکټر له معاینې ډډه کوله او د لاسرسي وړ نه و. له همدې امله کاوور څو ځله خونریزي لرله او نوره ممکنه نه وه،له هغه دې وینه واخیستل شي. نوموړی تورنین ته نږدې په سانتانا کې خاورو ته وسپارل شو. [۲۴][۲۵]

د هغه له مړینې وروسته ایټالیا په ۱۸۶۶ زکال کې د ایټالیا د خپلواکۍ د دریمې جګړې پر مهال د اتریش – پروس جګړې ته په اړوندتیا ونیز خپل کړ. په ۱۸۷۰ زکال کې د روم نیولو د ایټالیا یو موټي کېدل (له ټرنټینو او ټریسټه پرته) بشپړ کړل.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11885947p — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ GND ID: https://d-nb.info/gnd/118668900 — د نشر نېټه: ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ Dizionario Biografico degli Italiani — د نشر نېټه: ۱۶ مې ۲۰۱۶
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6kk9n07 — subject named as: Camillo Benso, Count of Cavour — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Camillo-Benso-conte-di-Cavour — subject named as: Camillo Benso conte di Cavour — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/cavour-camillo — subject named as: Camillo Cavour — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/2374/ — د نشر نېټه: ۴ اگسټ ۲۰۲۰
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0016691.xml — subject named as: Camillo Benso di Cavour — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=bensodicavoc — subject named as: Camillo Cavour
  10. Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/14767 — subject named as: Cavour, Camillo Benso, grof — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  11. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=11067 — subject named as: Cavour Camillo Benso grof — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ Archivio Storico Ricordi person ID: https://www.digitalarchivioricordi.com/it/people/display/3388 — د نشر نېټه: ۳ ډيسمبر ۲۰۲۰
  13. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  14. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11885947p — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  15. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/124519779
  16. Camillo Benso, conte di Cavour: letterario e pragmatico — د نشر نېټه: ۷ جنوري ۲۰۲۰ — دوتنه: Claudio Marazzini — خپرونکی: Institute of the Italian Encyclopaedia — د خپرولو نیټه: ۲ مارچ ۲۰۱۱
  17. Camillo Benso, Conte di Cavour (Italian statesman). biography.yourdictionary.com
  18. Denis Mack Smith, "Cavour and Parliament" Cambridge Historical Journal 13#1 (1957): 37–57
  19. Denis Mack Smith, Cavour (1985).
  20. Mack Smith, Cavour, pp. 61–67.
  21. Norwich, The Middle Sea: A History of the Mediterranean, p. 523.
  22. Norwich, The Middle Sea: A History of the Mediterranean, p. 524.
  23. Holt, The Making of Italy: 1815–1870, p. 221.
  24. Holt, The Making of Italy: 1815–1870, p. 265.
  25. Holt, The Making of Italy: 1815–1870, p. 266; Beales & Biagini, The Risorgimento and Unification of Italy, p. 154.