Jump to content

کار (کړنه يا دنده تر سره کول)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په تکاملي بيالوژي کې، کار د طبيعي انتخاب له لارې په بشپړ شوي نظام کې د يوه شي يا يوې عمليې د منځ ته راتلو لامل دی. لامل يې عموماً دا دی چې دا کار ځينې پايلې تر لاسه کوي، لکه دا چې «کلوروفيل» (د نباتاتو شنه ماده) په «فوټوسينتيسسز» (د رڼا په مرسته د موادو جوړښت) کې د لمر د وړانګو د انرژۍ په رانيولو کې مرسته کوي. له همدې امله په هغه ژوندي موجود کې چې دا عمليه تر سره کېږي د هغه د ژوندي پاتې کېدو او بيا توليد شونتيا زیاتوي، په نورو ټکو کار (عمل/دنده تر سره کول/کړنه) د ژونديو موجوداتو وړتيا زیاتوی. هغه خاصيت چې له تکامل سره مرسته کوي موافقت بلل کېږي، شونې ده چې نور خصوصيات له نورو څخه منځ ته راغلي غیر عملي وي، دا بيا په خپل وار سره شونې ده چې د تکامل په مټ د نويو کارونو سره د مرستې لپاره وټاکل شي.

په بيالوژي کې کار په ډېرو لارو تعريف شوی دی. د غړو د دندو په علم کې (فزيالوژي) په ساده ډول دا معنا لري چې يو غړی، نسج، حجره يا مالیکول څه کوي.

د بيالوژي په فلسفه کې، د کار خبرې خامخا ځينې موخه ييز اهداف وړاندې کوي، خو بيا هم طبيعي انتخاب د راتلونکي لپاره بې له کومې موخې څخه کار کوي. په دې ډول، بيالوژي ډېر ځله د موخې پېژندنې ژبه د کار د لنډيز په توګه کاروي. د بيالوژي په اوسنۍ فلسفه کې، په بيالوژيکي نړۍ کې د کار درې ستر روايتونه شته: د لامل پر بنسټ د دندو نظریات، غوره شوی اغېز او د موخې ونډه.

له تکاملي بيالوژۍ مخکې

[سمول]

په فلسفه کې، یو کار يو فعالیت يا يوه پروسه ده چې په يو ژوندي موجود کې د يو نظام په مټ پر مخ وړل شوی وي، لکه په يو ژوي کې احساس او خوځښت. د بڼې په خلاف د کار دې تصور (په ترتيب سره د ارستو ارګون او مورفه) په کلاسليک لرغوني پړاو کې د بيالوژيکي تشرېحاتو لپاره مرکزي دنده پر مخ وړه. په ډېرو وروستيو وختونو کې دا په ۱۸۳۰ز کال کې د کوير-جيفوري بحث یوه برخه وګرځېده، کوير استدلال وړاندې کړی چې د یوه ژوي جوړښت د هغه له کاري اړتياوو څخه اخستل شوی، په داسې حال کې چې جيفوري وړانديز کړی چې د هر ژوي جوړښت له يوې شريکې طرحې څخه جوړ شوی.[۱][۲][۳][۴][۵]

په تکاملي بيالوژي کې

[سمول]

کار په ډول ډول لارو تعريفيدای شي، د موافقت په توګه چې د تکاملي روغوالي سره مرسته کوونکی وي، د ژويو په چلندونو کې او لکه چې لاندې تر بحث لاندې نیول شوی، همدا راز د بيالوژي په فلسفه کې د تصادفي (سببي) دندې يا موخې د يوه ډول په توګه.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

موافقت

[سمول]

يوه فعاله ځانګړتيا په تکاملي بيالوژي کې د موافقت په توګه پېژندل کېږي او د دې څېړنو لپاره تحقيقي تګلاره بلل کېږي چې ايا يو خاصيت د موافقت وړ دی، چې همدا چاره د موافقت (اډاپټيشنيزم) په نوم پېژندل کېږي. که څه هم دا فرض کول چې يو خصوصيت فعال دی، شونې ده چې په څېړنو کې مرستندوی وي، د ژونديو موجوداتو ځينې ځانګړتياوې غیر عملي دي، د تصادفي «سپانډرل» په ډول منځ ته راغلي دي، یا د ګاونډيو عملي نظامونو جانبي عوارض وي.[۱۲]

طبيعي انتخاب

[سمول]

د طبيعي انتخاب له نقطه نظره، بيالوژيکي فعالیتونه د دې لپاره دي چې په روغوالي کې مرسته وکړي، دا موکه زياتوي چې يو ژوندی موجود به د دې لپاره پاتې شي چې بيا توليد شي. د بېلګې په ډول: په يوه سياره کې د «کلوروفيل» کار دا دی چې د «فوټوسينتيسز» لپاره د لمر وړانګې راونيسي، کوم څه چې په تکاملي بریا کې مرسته کوي.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

په اخلاقياتو کې

[سمول]

اخلاقياتپوه «نيکو ټنبرجن» د ارستو د څلورو لاملونو پر بنسټ څلور پوښتنې وړاندې کړي دي، کومې چې بايد يو بيالوژي پوه وپوښتي، څو د چلند په تشرېح کې ورسره مرسته وکړي، که څه هم دا پوښتنې په پراخه دايره کې عامې کړای شوي دي. ۱) تګلاره: کومه تګلاره د دې لامل شوې چې ژوي هغه شان رويه وکړي، کومه چې دوی اوس کوي؟ ۲) جنيني وده: د ژوي په جنيني وده کې کومې وده کوونکې تګلارې (او د هغې ځواني، که چېرې اړوند وي) داسې جوړښتونه منځ ته راوړي چې د دې چلند لامل ګرځي؟ ۳) کار/موافقت: د چلند تکاملي کار څه دی؟ ۴) تکامل: د دې چلند فيلوجيني څه ده، يا په نورو ټکو، د ژويو په تکاملي تاریخ کې دا په لومړي ځل کله راڅرګند شوي؟ دا پوښتنې يو تر بل پورې تړلي دي، په همدې بنسټ د بېلګې په ډول، د موافقت کار د جنيني ودې پورې تړلی دی.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

د بيالوژي په فلسفه کې

[سمول]

د موخې پېژندنې له اړخه، کار او موخه يوشان نه دي، يعنې په پوهې سره يوې موخې ته د رسېدو قصد کول. د بيالوژي په فلسفه کې، تکامل يوه ړنده پروسه ده، چې د راتلونکي لپاره هېڅ راز موخه نه لري، د بېلګې په ډول: يوه ونه د کومې موخې لپاره ګلان نيسي، بلکې په ساده ډول ځکه دا کار کوي چې همداسې يې تکامل موندلی دی. دا ويل چې «يوه ونه د دې لپاره ګلان نيسي چې د ګردې لېږدونکو (القاح) توجه جلب کړي» دا به ناسمه وي چې «د دې لپاره» څخه مطلب موخه وي. يو کار هغه څه تشریح کوي چې يو شی څه کوي، نه هغه څه چې موخه يې له دې کار څخه څه ده. خو بيا هم، اکثراً بيالوژي پوهان د موخې پېژندنې ژبه د کار د تشريح کولو د لنډې لارې په توګه کاروي، سره له دې د دې اصل عملي کېدل اختلافي دي. [۲۲]

د بيالوژي په اوسنۍ فلسفه کې، په بيالوژيکي نړۍ کې د کار درې ستر روايتونه شته: د لامل پر بنسټ دندې نظریات، غوره شوی اغېز او د موخې ونډه.[۲۳][۲۴][۲۵]

سببي ونډه

[سمول]

د بيالوژيکي کارونو د سببي ونډې اندونو اصليت په ۱۹۷۵ز کال کې د «رابرټ کامينز» مقالې ته ورګرځي. «کامينز» د نظام د يو جز د يو فعال کار تعريف په دې ډول کوي چې: دا يو سببي (تصادفي) اغیز دی، کوم اغیز چې همدا جز په ستر لرونکي نظام لري. د بېلګې په ډول: زړه واقعي سببي دنده لري چې په جرياني نظام کې وينه پمپ کړي، په همدې بنسټ، د زړه کار دا دی چې وینه پمپ کړي. په دې روايت باندې په دې بنسټونو نيوکه شوې چې دا د کار ډېر سست تصور دی. د بېلګې په ډول: زړه همدا راز تصادفي دنده لري چې اواز توليد کړي، خو موږ د اواز توليد د زړه کار نه شو بللای.[۲۶][۲۷][۲۸]

غوره شوی اغېز

[سمول]

د بيالوژيکي کارونو انتخابي اندونه وايي چې: د بيالوژيکي خصوصيت کار هغه کار دی چې دا خصوصيت ورته ټاکل شوی دی، لکه چې «روت ميليکان» په دې اند دی. د بېلګې په ډول: د زړه کار دا دی چې وينه پمپ کړي، په همدې سبب هغه کار دی چې د تکامل په مټ زړه د همدې لپاره غوره شوی و. په نورو ټکو، د وینې پمپ کول هغه لامل دی چې زړه د هغې لپاره تکامل موندلی دی. په دې روايت ځکه نیوکه شوې چې دا د کار تصور ډېر زيات محدودوي. دا د تل لپاره روښانه وي چې کوم چلند د خصلت په انتخاب کې ونډه لرلې ده، ځکه بيالوژيکي خصوصيات کارونه درلودلای شي، ان که دا د هغې کار لپاره غوره شوی هم نه وي. ګټور بدلونونه په لومړي سر کې د دې لپاره نه غوره کېږي، خو بيا هم دوی کارونه لري.[۲۹]

د موخې ونډه

[سمول]

د موخې ونډې نظريات د دې هڅه کوي چې د تصادفي دندې او غوره شوي اغېز د اندونو تر منځ منځنۍ لاره وباسي، لکه چې «بورسي» په دې اند دی. بورسي د بيالوژيکي خاصيت د کار تعريف په دې ډول کړی چې په محاسباتي ډول عموماً د خصلت لپاره تصادفي ونډه لري، څو وپايږي او بيا توليد وکړي. په همدې بنسټ د بېلګې په ډول، کله ناکله داسې فکر کېده چې د زرافې ليکې ليکې پوستکې د ښکاريانو د تېر ايستلو لپاره کار کوي. د زرافي د ليکې ليکې پوستکي دا ونډه به د زرافې د پايدلو او بيا توليد سره مرسته وکړي او په همدې بنسټ د ښکاريانو تېرايستل به د زرافې د پوستکي ليکې ليکې حالت کار وبلل شي. د دې محاسبې تر مخې، د يو خاصيت يو ځانګړی سببي عمل د دې کار دی يا نه دی، په دې پورې اړه لري چې ايا دا تصادفي دنده د دې ژوندي موجود په پايدلو يا بيا توليد کې مرسته کوي که نه. [۳۰][۳۱]

سرچينې

[سمول]
  1. Russell, Edward Stewart (1916). Form and Function: A Contribution to the History of Animal Morphology. John Murray.
  2. Asma, S. T. (1996). Following form and function: A philosophical archaeology of life science. Northwestern University Press. ISBN 9780810113978.
  3. Arber, Agnes (1950). The Natural Philosophy of Plant Form. Cambridge University Press.
  4. Tipton, Jason A. (2014). Philosophical Biology in Aristotle's Parts of Animals. Springer. p. 33. ISBN 978-3-319-01421-0. citing The Parts of Animals 640–641.
  5. Fletcher, John (1837). On the functions of organized beings, and their arrangement. Rudiments of physiology, Part 2. On life, as manifested in irritation. John Carfrae & Son. pp. 1–15.
  6. Toepfer, G. (2011). Funktion (PDF). Historisches Wörterbuch der Biologie. Geschichte und Theorie der biologischen Grundbegriffe (په جرمني). Vol. 1. Metzler. p. 644.
  7. Toepfer, G. "Function". BioConcepts: The Origin and Definition of Biological Concepts. Das Zentrum für Literatur- und Kulturforschung Berlin. Archived from the original on 12 June 2023. نه اخيستل شوی 4 May 2018. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  8. "Understanding Evolution: Qualifying as an adaptation". University of California at Berkeley. نه اخيستل شوی 29 July 2016.
  9. Zimmer, Carl; Emlen, Douglas J. (2013). Evolution: Making Sense of Life (1st ed.). Roberts and Company Publishers. ISBN 978-1-936221-17-2.
  10. Hladký, V.; Havlíček, J. (2013). "Was Tinbergen an Aristotelian? Comparison of Tinbergen's Four Whys and Aristotle's Four Causes" (PDF). Human Ethology Bulletin. 28 (4): 3–11.
  11. "Teleological Notions in Biology". Stanford Encyclopedia of Philosophy. 18 May 2003. نه اخيستل شوی 28 July 2016.
  12. "Understanding Evolution: Qualifying as an adaptation". University of California at Berkeley. نه اخيستل شوی 29 July 2016.
  13. Shih, Patrick M. (2015). "Photosynthesis and early Earth". Current Biology. 25 (19): R855–R859. doi:10.1016/j.cub.2015.04.046. PMID 26439346. Photosynthesis has been instrumental in the success of life on Earth
  14. Carter, J. Stein (1996). "Photosynthesis". University of Cincinnati. Archived from the original on 2013-06-29.
  15. Zimmer, Carl; Emlen, Douglas J. (2013). Evolution: Making Sense of Life (1st ed.). Roberts and Company Publishers. ISBN 978-1-936221-17-2.
  16. Hall, Brian K.; Hallgrímsson, Benedikt (2008). Strickberger's Evolution (4th ed.). Jones and Bartlett. pp. 4–6. ISBN 9781449647223.
  17. Hladký, V.; Havlíček, J. (2013). "Was Tinbergen an Aristotelian? Comparison of Tinbergen's Four Whys and Aristotle's Four Causes" (PDF). Human Ethology Bulletin. 28 (4): 3–11.
  18. "Sociobiology". Stanford Encyclopedia of Philosophy. 11 November 2013. نه اخيستل شوی 4 April 2017.
  19. Tinbergen, N. (1963). "On aims and methods of Ethology". Zeitschrift für Tierpsychologie. 20 (4): 410–433. doi:10.1111/j.1439-0310.1963.tb01161.x.
  20. "The Four Areas of Biology" (PDF). Archived from the original (PDF) on 18 January 2012. نه اخيستل شوی 2 September 2018. {{cite web}}: External link in |خونديځ تړی= (help); Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |خونديځ-تړی= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)
  21. "The Four Areas of Biology". نه اخيستل شوی 2 September 2018.
  22. "Teleological Notions in Biology". Stanford Encyclopedia of Philosophy. 18 May 2003. نه اخيستل شوی 28 July 2016.
  23. Boorse, Christopher (1977). "Health as a Theoretical Concept". Philosophy of Science. 44 (4): 542–573. CiteSeerX 10.1.1.486.2236. doi:10.1086/288768. JSTOR 186939. S2CID 146325798.
  24. Millikan, Ruth (1989). "In Defense of Proper Functions". Philosophy of Science. 56 (2): 288–302. doi:10.1086/289488. JSTOR 187875. S2CID 120910145.
  25. Cummins, Robert (1975). "Functional Analysis". The Journal of Philosophy. 72 (20): 741–765. doi:10.2307/2024640. JSTOR 2024640.
  26. Amundson, Ron; Lauder, George (1994). "Function Without Purpose". Biology and Philosophy. 9 (4): 443–469. doi:10.1007/BF00850375. S2CID 4997676.
  27. Craver, Carl F. (2001). "Role Functions, Mechanisms, and Hierarchy". Philosophy of Science. 68 (1): 53–74. doi:10.1086/392866. JSTOR 3081024. S2CID 35230404.
  28. Cummins, Robert (1975). "Functional Analysis". The Journal of Philosophy. 72 (20): 741–765. doi:10.2307/2024640. JSTOR 2024640.
  29. Neander, Karen (1991). "Functions as Selected Effects: The Conceptual Analyst's Defense". Philosophy of Science. 58 (2): 168–184. doi:10.1086/289610. JSTOR 187457. S2CID 122866072.
  30. Boorse, Christopher (1977). "Health as a Theoretical Concept". Philosophy of Science. 44 (4): 542–573. CiteSeerX 10.1.1.486.2236. doi:10.1086/288768. JSTOR 186939. S2CID 146325798.
  31. Bigelow, John; Pargetter, Robert (1987). "Functions". The Journal of Philosophy. 84 (4): 181–196. doi:10.2307/2027157. JSTOR 2027157.