کارکارودونتوسور

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کارکارودونتوسور
Carcharodontosaurus
مملکه ژوی
شاخه شمزۍ لرونکي ژوي
طایفه خزنده گان
ډله دایناسوران
تیره کارکارودونتوسور

کارکارودونتوسور (په لاتين:Carcharodontosaurus) د ټېروپوډ غوښه خوړونکي ډانگسرانو څخه چی د ۹۳ – ۱۰۰ میلیونه کاله مخکې په شمالي آفريقا کی یی ژوند کاوه. نوموړي ډانگسر لومړني ځل په ۱۹۳۱ کال کی د ارنست استرومر لخوا توصيف شو. خو د کارکارودونتوسور فوسیل په ۱۹۴۴ کال کی د جگړې په وخت کی د امريکي هوایی ځواک لخوا ويچاړ شو. په ۱۹۹۶ کال کی امريکایی پاليونټولوجي پوه د کارکارودونتوسور نوي هډوانه کشف کړ.

توصيف[سمول]

کارکارودونتوسور څيرونکي ډانگسر وو چی د کرتاسې په وخت کی په شمالي آفريقا کی یی ژوند او ښکار کاوه. لمړني فوسل یی په الجزاير کی په ۱۹۲۵ کال کی کشف شو. اوږدوالي یی ۱۳ مترو او ورن یی ۶ – ۱۵ ټون وو. د ککړۍ اوږدالي یی ۱،۹۵ متره وو.