کارن:Rizwanullah Jamil/انجینري زدکړې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انجینري تعلیم د انجینری مسلکي عملي کارونو ته د پوهې او قوانینو د تدریس کولو فعالیت دی پدې کې لومړنۍ زدکړه ( د لیسانس او/یا ماسټری سند) او هر پرمختللی زدکړې او تخصصونه شاملیږي.  عمومي ډول د انجینری زدکړې سره اضافي د لسانس نه لوړې درجې (postgraduate) امتحانونه او نظارت شوي روزنې مل وي لکه څنګه چې د مسلکي انجینری سند لپاره اړتیا ده، د زدکړې اوږدوالی او د مسلکي انجینر وړتیا درلودلو روزنه په عمومي ډول له ۸-۱۲ کاله دی ،د ۱۵- ۲۰ کلونه د هغه انجینر لپاره چې د غټو پروژو مسولیت په غاړه اخلي.

ساینس، ټکنالوژې، انجینري، او ریاضیات پوهه ډير کله په ابتدایه او متوسطه ښوونڅیو کې په پوهنتون سویه  د انجینری زده کړې اساس په ډول کار ورکوي.

افریقا[سمول]

کینیا[سمول]

په کینیا کې د انجنیري روزنې په عمومي توګه د پوهنتونونو لخوا چمتو کیږي. د انجنیرانو نوملیکنه د انجنیرانو د راجستر قانون لخوا اداره کیږي. یو نوماند د یو راجستر شوي انجینر په توګه د وړتیا ښودلو لپاره ځان نوماندوي، راجستر انجینر، که چیرې هغه لږ تر لږه څلور کاله لوړې ثانوي انجنیري زدکړو درلودونکی وي او لږترلږه درې کاله د فراغت وروسته د کار تجربه ولري. [۱]

ټوله نوم لیکنه د انجنیرانو د راجستر بورډ لخوا ترسره کیږي چې دا په ۱۹۶۹  کال کې د کینیا پارلمان د قانون له مخې جوړه شوې قانوني اداره ده. یو کوچني بیاکتنه په ۱۹۹۲ کې ترسره شوه تر څو د تخنیکي انجینیر درجه بندي وکړي. بورډ ته دنده وسپارل شوه چې د قوانینو او واکونو سره سم د کینیا جمهوریت کې د عملیاتي انجینرانو فعالیتونه او کړنې تنظیم کړي. د کینیا د قوانینو د CAP 530 لاندې، دا د یو انجنیر لپاره غیرقانوني ده چط بورډ سره راجستر شوی نه وي عملي کار وکړي یا ځات ته انجینر ووایي. د بورډ سره نوملیکنه په همدې توګه په کینیا د انجنیري کار کولو لپاره یو جواز دی.

سویلي افریقا[سمول]

یادښتونه[سمول]

  1. Engineers Registration Board of Kenya. Registration of Engineers in Kenya Error in webarchive template: Check |url= value. Empty. , Engineers Registration Board of Kenya website.