کارن:Muhibullah hematyar

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ځینې لیکوال ولې بریالي نه دي؟

زیات شمیر کسان چې د لیکوالي له اصولو او ارونو سره پوره بلدتیا لري او هم په پوره توګه لیکوالي کوي خو د خلکو پر زړونو راج نشي چلولای. ددې کسانو اصلي ستونزه داده چې د فکر ازادي نه لري. د فکر ازادي داده چې یو لیکوال څه رقم یو شی ویني او خوښیږې یې هغسې بیان کړي. دلته چې زموږ ټولنه تر کلتوري، دیني او مذهبې اغیزو لاندې ده نو هغه څه چې لیکوال غواړي په هغه ډول یې ټولنې ته نشې وړاندې کولای. لیکوال که په همدې خنډونو پښې واړوي او دا ځنځیرونه مات کړي په یقني ډول چې یو کامیاب لیکوال به وي. دلته ځکه څوک ددې ځنځیرو د ماتولو زیات کوشش نه کوي چې په ټولنه کې له غبرګون څخه ویریږي. د بیلګې په ډول لیکوال به په ټولنه کې له دوده باغي او ان کیدای شې چې له دین او مذهبه یې منکر وګني، نو زیاتره لیکوال ددې خبرو خیال ساتي چې له دې ډول غبرګون سره مخ نه شي. مطلب داده چې دلته ټول کسان چې څه ناڅه لیکوالي ته لاس رسی لري له یو ډول سانسور سره مخ دي. خوشال خان ولې د پښتوب ادب ستر لیکوال یادیږي؟ ددې پوښتنې جواب اسانه ده ځکه: چې خوشال خټک هیڅکله په ځان د وخت، زمانې، سیاست او ټولنې سانسور نه دی منلی،بلکې څه چې خوښ شوي، څه یې چې لیدلي او څنګه چې پرې اغیزه په شان یې ویلي او لیکلي دي.

دوهمه خبره داده چې ولې یو لیکوال د بریالیتوب ته پوړۍ نه رسیږي؟ حال دا چې هر ډول هڅه او کوششش کوي چې ښه لیکوال شي. دلته خبره بیا د لیکوال ددوه ګوني شخصیت درلودل دي. د بیلګې په توګه یو لیکوال چې په خپل ژوند کې وطن، دندې، هیواد پالنې او انسان پالنې ته ژمن نه دی خو چې کله بیا لیکوالي کوي هلته بیا خپل شخصیت د لیکوالي تر پردې لاندې پټوي او ځان ورته ژمن، متعهد او انسان پاله معرفي کوي. نو دا لیکوال چې په یو وخت کې دوه څیرې ولري هیڅکله بریالیتوب نه شي خپلوالای.

اوس خبره داده که څوک غواړي چې ښه لیکوال او شاعر شي؟ نو لازمه ده چې د فکر ازادي ولري او خپله لیکوالي او شاعري له شخصیت سره عیاره کړي. لیکوال هیڅکله باید د دوه ګوني شخصیت درلودونکی نه وي، که چیرې دوه ګونی شخصیت درلود ښه خبره ده چې له لیکوالي څخه تیر شي او خپل ژوند ته دوام ورکړي. [۱]

  1. استشهاد فارغ (مساعدة)