کارن:Masood pashtoon

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
                       ایا په افغانستان کې روان  ښوونیز او روزنیز نظام به کومې لاسته راوړنې ولري؟

ښوونیز نظام، چې په نړۍ کې پوهان ورته د دولتي نظام د ملا تیر وایي او د یو هیواد په شتون کې اساسي او بنیادي رول لوبوي په نوره نړۍ کې په دې کوشش کیږي تر څو په خپل دولتي چوکاټ کې د ښوونیز نظام په قوي کولو سره ښې لاسته راوړنې ولري، چې له یوې خوا دا کار د پوهنې د لیږ په بنسټ کې او تر څنګ د هیواد په مختلفو برخو کې د پراخیتا او پرمختیا د زمینې د برابرولو سره سره په هیواد کې د جرمونو په مخنیوي کې هم مهم رول لوبوي. په نورو هیوادونو کې کوشش روان دی ترڅو د ښوونیز نظام په برخه کې د مهمو او اساسي قدرونو په روزنې او پیدا کونې سره ټولو هغو چلنجونو ته جواب ورکړي کوم، چې ښوونیز نظام تر پوښتنې لاندې راولي او یا یې چلنجوي او بل دولت په دې کوشش کې وي تر څو د ښوونیز نظام له هغو کدرونو سره مالي او معنوي مرسته وکړي، چې د ښوونیز نظام د چیلنجونو او ستونزو په مخ کې ولاړ او نه پریږدي، چې د ښوونې نظام تر پوښتنې لاندې راشي او که چیرته دا کار تر سره شي نو خود بخود په دولتي نظام او ولس کې په اساسي او بنسټیز ډول تغیر را منځ ته کیږي او ددې ویره هم شته، چې ولس او دولت به د بد بختي په لور سوق کړي. د مثال په ډول په ګاونډو هیوادونو او په ټوله نړۍ کې له ډیر وخت څخه په دې اړه څیړنې او تحقیق کیږي، چې ولې تر دې دمه موږ د ښوونې او روزنې په سیستم کې لاسته راوړنې ونه لرلې او ددې کار اساسي لامل او ستونزې څه کیدای شي؟ نو ددې ځیړنو او تحقیق په رڼا کې دوي دې نتیجې ته ورسیدل، چې باید په ښوونیز نظام کې اساسي بدلون رامنځ ته شي، چې د هغو بدلونونو له جملې څخه یې یو هر چا ته په خپله مورنۍ ژبه د تعلیم حق ورکول دي، ددوي په اند ددې کار په کولو سره دې نتیجې ته رسیږو، چې په راتلونکي کې د ښوونې او روزنې او په ښوونیز نظام کې ښې لاسته راوړنې ولرو. نو که چیرته په ګاونډ او بلخصوص په افغانستان کې یاد کار تر سره نشي نو ګاونډ او بلخصوص د افغانستان د ښوونی او روزنې نظام به هیڅ وخت د لاسته راوړنو شاهد ونه اووسي او کیدای شي ددې کار په کولو سره له نورو ګڼو بدبختیو سره هم مخ شي. په افغانستان کې د ښوونیز او روزنیز نظام ستونزې د ماشوم د پیدایښت څخه پیلیږي کوم ډول، چې مناسبه دی په هغه ډول یې ښوونه او روزنه نه ترسره کیږي. په نړۍ کې پوهان دې نتیجې ته رسیدلي دي، چې طبیعي وده او له روزنیزو اصولو څخه بې برخیتوب دوه لوي لاملونه لري. اول دا که چیرته د ماشوم روزنه له پیدایښت څخه ترځوانۍ پورې په ښه ډول ترسره شي نو ټولې هغه ناخوالې، چې د ماشوم ژوند ته متوجې دي له منځه ځي او دې ناخوالو ته ددې زمینه نه برابریږي، چې د ماشوم ژوند له ستونزو سره مخ کړي. دوهم دا، چې ماشوم د بل څخه د تقلید په واسطه تګ، خوړل، ویده کیدل، او د ژوند نور حرکتونه ترسره کوي او وده کوي. نو که چیرته د ماشوم روزنه د حیواني شعور، طبیعي پیښو، او د زمان د تصادماتو له کبله بنده شي نو ماشوم د یوې خپل سرې ونې په شان وده کوي او د سحرا د یوې ونې په شان به بې ارزښته وي، چې ددې کار په پیښیدو سره په ماشومانو کې د نوښت او ابتکار او شخصیت موندنې ټولې هیلې تر پښو لاندې کیږي او له دې ماشومانو څخه هیڅ وخت د نوښت او شخصیت جوړونې طمعه نشي کیدای. بله ستونزه د مور او پلار لخوا د ښوونې او روزنې تر څنګ د ماشومانو سره نرم چلند او د ماشومانو تر ډیره نازول دي، چې دا کار د ماشومانو په راتلونکي کې لټي او تر ډیره په ماشوم کې د طمع روحیه پیاوړې کوي.

کله کله ماشوم ته د ژوند په ابتداء کې، چې له جسمي پلوه هم روغ او جوړ وي د مور او پلار لخوا د ښوونې او روزنې پرځای ډیر ناز ورکول کیږي او دده هر غوښتنه تر سره کیږي، چې دا کار ماشوم د سالمې روزنې له دایرې څخه باسي او په راتلونکې کې که دده غوښتنې سمې وي او که ناسمې باید ترسره شي، او دا کار په ماشوم کې د زیات حساسیت د پیدا کیدو سبب ګرځي، چې په ماشومتوب کې د غوسې او ژړا په ډول څرګندیږي او په ځوانۍ کې د توندو غبرګونونو په بڼه، لکه د ښوونځي او کور څخه تیښته، بې روزګاري او کله کله د ځان وژنې لامل هم ګرځي، چې دا د ښوونیز او روزنیز نظام غټې نیمګړتیاوې دي.

د مور او پلار د ښوونیز او روزنیز نظام څخه وروسته دا د استاد مسولیت جوړیږي، چې د ماشومانو د ښوونې او روزنې په جریان کې له داسې لارو چارو څخه ګټه پورته کړي، چې ماشوم په راتلونکې کې په خپل ځان متکي او باور مند شي، دا کار به هغه وخت تر سره کیږي کله، چې موږ په خپل ښوونیز او روزنیز نظام کې بنسټیز تغیرات راوړو هغه په دې مانا، چې د ښوونې او روزنې له نظام څخه واسطه، رشوت، بد اخلاقي، تربګنت او د ښوونیز او روزنیز نظام په پرمختللو میتودنو سمبال کړو، دا کار به هغه وخت تر سره کیږي، چې موږ ښه تکړه او با استعداده او مسلکي استادان ولرو. په اوسني نظام کې تر ټولو لویه ستونزه دادی، چې د کانکور له لارې هغه څوک د ښوونې او روزنې پوهنځي ته ورکول کیږي، چې تر ټولو کمې نمبرې ولري او تر ډیره یې اخیري انتخاب هم د ښوونې او روزنې پوهنځی وي او دې پوهنځي کې هم د زړه له تله کوشش نه کوي ځکه د خپلې خوښې پوهنځی یې نه وي. او بل دا، چې په پوهنتونو کې د د خزبونو او ګوندونو او واسطه دارو خلکو ترڅنګ د یوه لسانسه لخوا د پوهنتون محصلینو ته درس ورکول بله اساسي او بنیادي ستونزه بلل کیږي. نو دلته اصلي خبره دادي، دا هغه کسان دي، چې د سبا ورځې استادان دي او ددوي په واسطه زموږ د راتلونکي نسل اینده ټاکل کیږي او دوي به زموږ راتلونکي انجینران، ډاکټران، اقتصادانان، ساستدانان او ادیبان او لیکوان روزي او تربیه به یې ددوي په لاس وي نو که چیرته زموږ ښوونه او روزنه، چې په نوره نړۍ کې تر هر څه اولیت لري په دې ستونزمن ډول شروع شي نو زموږ اینده نسل به کومې لاسته راوړنې ولري؟ ایا هغوي به په خپل ځان متکي او د وطن سرنوشت به په درست ډول وټاکي؟ نه په هیڅ ډول نه، ځکه څوک، چې اول په خپل ځان نه وي متکي نورو ته به څه ډول سپارښتنه وکړي؟ د یو چا، چې په ناهیلۍ خپل ژوند پیل کړی وي نورو ته به د څه هیله ورکړي؟ د یو چا، چې ټول عمر مفکوره په یوه حزب او ګوند پورې محدوده او تړلې وي نورو ته به د څه مفکوره ورکړي؟ یو چا، چې د یوه استعمار لاندې خپل څلور کاله تیر کړي وي څنګه به له کینې او بدبیني نه خالي وي؟ ددې سره سره د ښوونې او روزنې په نظام کې فساد، کار اهل کار ته نه سپارل او تربګنت، داسې موضوعګانې دي،چې تر ډیره په افغانستان کې ښوونیز او روزنیز نظام ننګوي، ددې له پاره، چې په اینده کې ښه شخصیت ونه لري او وروسته پاتې شي، د پیسو په مقابل کې د ځینو کسانو ګومارل، په مکتبونو کې په پیسو د نمراتو خرڅیدل، د تربګنت په خاطر ځینو استادنو ته د خپل مسلک خلاف مضمونونه ورکول، په ټولګي کې د تربور د زوي سره بد چلند او تر ټولو یې بده د حزبونو او ګوندونو په اساس د معارف په چوکاټ کې د اشخاصو ګومارل یې ښه مثالونه دي. دې پورتنیو مواردو ته په کتو سره به دا ډیره ستونزمنه وي، چې زموږ د ښوونیز او روزنیز نظام دې په اینده کې لاسته راوړنې ولري، ځکه د ژوند په ابتداء کې د مور او پلار لخوا د سالمې ښوونې او روزنې نشتوالي، په ټولنه کې د زیات شمیر بې سوادو خلکو لخوا تاثیرات، په مکتبونو کې د استادانو لخوا تربګنت، اداري او اخلاقي فساد، کار اهل کارته نه سپارل، د مسلکي استادانو نشتوالی، نژاد پرستي او قوم پرستي، په ښوونیز او روزنیز نظام کې حزبونو او ګوندونو ته پراخه ځای ورکول او په پوهنتونونو کې د استادانو لخوا په استعماري ډول چلند هغه څه دي، چې زموږ ښوونیز او روزنیز نظام ننګوي او که دې اساسي او بنیادي ټکو ته په جدی ډول پام ونه شي نو دا به ډیره ستونزمنه وي، چې زموږ ښوونیز او روزنیز نظام دې پرمختګ وکړي او په اینده کې دې موږ د پوهنې په چوکاټ کې د کومې لاسته راوړنې شاهدان اووسو. م پښتون کابل چهلستون ۲۹/۰۶/۲۰۱۵