د کارن خبرې اترې:Masood pashtoon

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
                                           مینه او د مینې د ډولونه تاریخچه

په پخونیو زمانو کې مینه لیونتوب بلل کیده په دې اړه ابوعلی سینا هم په خپل کتاب قانون کې د مینې تر سرلیک لاندې لیکي: مینه یو وسواسي ناروغي ده، چې کاهښت یا مالیخولیا ته ورته ده په دې ناروغې کې د انسان پام ځینو ښکلو او ښایسته بڼو څیرو او خنده رویو خلکو کې را ایساریږي. شکسپیر هم په مئین او لیوني کې فرق نه کوي خو نیشټي بیا بل څه وایي: کله، چې یو سړي پر یو چا مئین شي نو هغه ته د واده کولو واک او اختیار ورنه کړي ولې، چې په لیونتوب کې یو څوک هم د خپل سباوون په اړه سمه او کره پریکړه نشي کولای. یوازې دا ویل ندي پکار، چې مینه پخوانیو خلکو او مدنیتونو ته ځانګړې کړو د مینې له لیونتوب او د مینې له سوز او اواز نه د پښتو، فارسي او اردو کتابونه هم ډک دي او دوي هم په خپل وار سره د مینې په اړه ډیری شعرونه او خبرې کړې، چې دلته یې یو څو مثالونه راوړم:

                                      افتاده بپا زلف سمن سای تو از چیست
                                      دیوانه منم سلسله درپای تو از چیست
                                            علاج کرتې هین سودای عشق کا میری
                                       خلـــل پذیر هوا هې دمــــاغ یـــارون کا

سارجنټ په دې نظر دی، چې کله یو مئین ته د هغه محبوبه د انکار خبرې کوي نو دهغه د خواشینۍ او غم لامل د هغه په مینه کې ناکامي نه وي بلکې هغه درد او خوږ وي، چې د هغه انا ته رسیدلی وي. زیس دیوتا پر یوې ښکلې نجلۍ مینیږي بیا هغه ښکلې نجلۍ تښتوي. کلیو پیټرا د سیاسي مرامونو د بشپړتیا لپاره د جولیس سیزر او انټني سره مینه کوي. چارلس ډیکنزCharles Dickens په پیل کې یو عادي انسان وو خو وروسته وروسته مینیږي او په خپل روح او کړو وړو کې ژور بدلون راولي. په اندلس کې د معتمد او رمیکي، عبدالرحمن او حبیبي او د خرم د زوي د مینې کیسې تر اوسه پورې یادیږي. د برطانیې د پاچا ارتهر د ګینور ملکې سره او د سرلانسیلایټ د مینې رومان ډیر شهرت لری. شکسپیر هم په خپل یو نظم وینس او اوونس کې په مینه باندې ډیرې خبرې کړې دی وایي: مینه وګړي ته داسې هوسایي ور په برخه کوي لکه تر باران اوریدو وروسته، چې لمر را وخیژي. فرایډ بیا په دې نظر دی، چې کله د جنس د څرګندونې په زړه وخت چا ته په لاس ورنه شي نو انسان له اروایي کړکیچ سره مخامخ شي، چې یو نښه یې مینه ده. نو ښه او پر ځای خبره به دا وي، چې دلته د مینې په ډولونو باندې خبرې وشي نو ورسته به ورو ورو دا خبره هم په ډاګه او ثبوت ته ورسیږي، چې مینه څه شي دی؟ مینه ښه دی او که بده؟

مینه په دوه ډوله دی. ۱ رښتونې مینه او مجازي مینه باید یادونه وکړم، چې په مجازي مینه کې همجنسه مینه هم شامله ده. اوس راځو په رښتونې مینه باندې خبرې کوو رښتونې مینې د تصور پیل د افلاطون د مثالیت خوښونې څخه شروع کیږي. هغه په خپل وخت کې رښتیا یا عین العیون ته د ازلي ښکلا نوم ورکړی او د هغه په خیال همدا د ټولې ښکلا او ښایست پیل او ماخذ دی. ارسطو د خپل استاد د نظریې په سپړلو سره وایي: د طبیعیت ټول شیان د عین العیون لوري ته هڅه احساسوي او د خپل بشپړتیا لپاره د ودې په لور هڅه کوي. فلاطینوس د افلاطون نظرې ته بل اړخ ورکوي او زیاتوي، چې د انساني اروا پنځیدنه د ټولې اروا او ټول عقل له لارې له یو ذات څخه شوې ده. فلاطینوس زیاتوي، چې ازلي ښایست په خپله مینه ده، د فلاطینوس ددې خبرې په کولو سره یاد نظر د صوفیانو په زړونو کې ژور ځای وموند، چې ددې نظریې ژوندي مثالونه د مولانا رومي، عطار، سنایي، محمود شبستري، رومي، ابن الفارض، حافظ شیرازی، میرزاغالب، خواجه غلام فرید، او بلهې شاه یې ښکاره مثالونه بلل کیږي. تر ډیره مسلمانانو صوفیانو هم د مجازي مینې د بیان لار خپله کړه خو دا د ټولو صوفیانو نمایندګي نشي کولای. ځینې یې په دې نظر وو او وویل به یې: د انسان ښه ښکلا او ښایست کې د رښتوني محبوب ښکلا څرګنده ده، نو ددې لپاره د ښکلي وګړي سره مینه کول د همدې لارې له رښتوني محبوب سره مینه کول دي او مجازي مینه یو اړین پړاو دی، چې تر دې له تیریدو پرته د مینې د لارې لاروی رښتینې مینې ته نشي رسیدلی، دغه پرانستونکی نظر هوسناکو ته د هوس لارې پرانستلې او همدارنګه ارواپوهان هم رښتینې مینه له جنسه ګڼي په دې اړه ډاکټر فارسته په دې اړه خپل نظر داسې څرګندوي: تصوف د لوي څښتن تعالی په مینه کې ځان ورکول دي نو ددې مرام لپاره په دې لاره کې د ځان سپارنې ترڅنګ تر ځان تیریدنه هم شته، چې اروا په ټوله اروا کې ځان ورک کړي او په پای کې سره یو شي، نو ددې لپاره صوفیان په لوږه کې وخت تیروي او د هغو جنسي جذبې سوځول کیږي او د هغوی د کرار لپاره هغوي د لمانځنې وړ خپل محبوب ګني د هغه یادونه په دومره مینې سره کوي، چې د مئین ځانګړتیا دی، بل خوا که تاسو فکر وکړي صوفیان د مینې شاعري د نورو شاعرانو په څیر دخپل جنسي ماخذ په لوري سوق کوي او اشاره کوي. د روم د کلیساګانو ځواني پالونکي د ښاغلي مسیح یادونه په همداسې ځان سپارنې سره کوي لکه یو مئین، چې د خپلې مینې (محبوبې) یادونه په ډیره ژوره او خوندوره توګه تر سره کوي. این خلدوم هم وايي، چې مینه او شراب په شعر ویلو کې مرسته کوي دي زیاتوي، چې د نړۍ تر ټولو ستره شاعري د ناکامې مینې یا رومانوي مینې لورینه ده. ددې خبرې د صدق لپاره د شکسپیر نوم یادولی شو د هغه هغه ناکامه مینه، چې له میري فټن سره یې درلوده. همدارنګه د میرتقي میر دوه اویا نشرونه، د دانتي په کیسه کې د لوي څښتن د پیرزو کړې ناکامې مینې لوریینه، د پټراکا نظمونه، چې د فیامیټا یادونه را برسیره کوي او همدارنګه د هیر وارث شاه د ژورې اغیزې لامل د وارث شاه په زړه پورې مینه او داسې نور هغه مثالونه دي، چې په نړۍ کې ډیر مشهوره او اوس هم خلک په ډیر احترام ورته قایل دي. دا د رښتونې مینې یو څو بلګې وې، چې یادونه یې وشوه او په اړه یې مثالونه هم وړاندې شول، چې رښتینې مینه د صوفیانو مینه دی، کوم، چې د الله او رسول سره تر سره کیږي.


همجنسې مینې (مجازي ) له کله نه شروع او چیرته تر سره کیدله؟ د همجنسې مینې پیل له فنیقیې او کریټ ټاپو څخه شوی دی له کوم ځای څخه، چې یونان او وروسته په ایران کې خور شوي د فنیقیانو سدومیت په نړۍ کې رسوا وو او لرغوني یونانیانو له همجنسیت څخه یوه ټولنیزه اداره جوړه کړې وه او په سپارټا کې یې ولسي بڼه غوره کړې وه، یو له بل سره مینه کونکو ځوانانو به یو پر بل باندې د جګړې په ډګرونو کې ځانونه قربانول، چې د تهیباس د ریاست جګړیزه ډله له دغو همجنسو څخه را منځ ته شوې وه. یونانیانو به ښځو ته په ډیره سپکه سترګه کتل او په کور کې به یې د ننه ساتلې. دوي په دې نظر وو، چې رنډیانې د زړه خوشحالولو لپاره دي، مینځې د روغتیا پالنې لپاره دي. او میندې د زامنو او لوڼو د زیږولو لپاره دي. دوي د مینې اصلې جذبه یواځې په نارینوو کې بلله، چې ښه مثال یې د افلاطون خپله مقاله سمپوزیم، چې د مینې کوم لوړ او ارزښتناک انځور وړاندې کړی دی هغه د همجنسۍ ډول دی. که فکر وشي په سمپوزیم کې ټول برخه اخیستونکي په دې نظر دي، چې د نارینوو مینه له یو بل سره د ښځو تر مینې ډیره سپیڅلې او ژوره مینه دی. همدارنګه د سقراط او السي بایدس د مینې یادونه خو په ډکر کیږي او خلک یې د یو متل په توګه یادوي. د اکیلیس او پرډکلس د مینې یادونه خو هومر په الیاد کې هم کړې. افغانانو او تیموري پاچاهانو هم دغه شوق کړی او له خپل ځان سره یې هندوستان ته هم وړی دی عبدالقادر بدایوني یې د یوه مثال په توګه په دې ډول یادونه کوي: ((ظهرالدین بابر هم په خپل تزک کې د خپلو خپلوانو د همجنسو مینو یادونه کړې دی او په ډیره رښتیا سره یې د خپلې مینې حال لیکلي دی د بیلګې په توګه: په دې ورځو کې د بابري په نوم یو هلک په لښکر کې اوسیده زموږ د دواړو په نومونو کې یو په زړه پورې ورته والی وو. ترکي شعر دی: ((زه په هغه باندې مئین شوم او رښتیا دادی، چې زه د هغه په مینه کې لیونی شوم)) تر دې د مخه ما له هیچا سره مینه نه وه کړې او ماته بیخي نه وه څرګنده، چې د مینې څرګندونه په کومو ټکو کیږي؟ د همدې مینې په وخت کې ما یو څو فارسي شعرونه ولیکل، چې په هغو کې یو یې دا دي : زما رنګه یو مئین او لیونی به ځپلې او تر ځان تیر نه وي. خدای دې نه کوي، چې ستا رنګه بې پروا ښکلي سره مخامخ شي. ځینې وخت به نا څاپه بابری زما لیدلو ته راغی زما به له شرمه سترګې ځوړند وې د هغه مخ ته مې په لوی زړه نشوای کتلی په داسې حال کې له هغه سره د زړه وړونکو خبرو کولو یا د زړه غوښتنې او څرګندونې چیرته کیدلای شوای د ذهني ګډوډۍ او د مینې د اندیښنو له کبله مو له هغه څخه د خپل راتګ مننه هم نه شوای کولای ځکه دی دا څوک ونه ګڼي، چې ما دې د هغه پر بیرته تګ باندې له هغه څخه ګیلې وس لرلي وي. د همدغې مینې په حال کې یوه ورځ له څو چوپړیانو سره تر یوې تنګې کوڅې تیریدم، چې ناڅاپه له بابري سره مخ شوم له دې ناڅاپه کتو څخه زما رنګ بل ډول شو ذهن مې کار پریښود، نه مې سترګې پر سترګو ور برابرولې شوې، نه مو خبره تر خولې وتلای شوه له زړه ریږدیدا او خولو سره جب جوب د هغه په خوا کې تیر شوم په دې وخت کې ماته د صالح محمد شعر را په زړه شو: زه، چې خپل ځان ته ګورم نو وشرمیږم، زما ملګري ماته ګوري او زه بلې خواته ګورم . دا شعر پر دې وخت زما له حال سر سمون خوړ د مینې له زړه غوښتنې لیونتوبه او د ځوانۍ له زوره زه دومره اړ شوم، چې په کلي، کوڅو او باغونو د چکر په ځایونو کې به لوڅې پښې ګرځیدم. نه مې د ملګري خیال په زړه کې وو، نه مې د دښمن پروا کوله، نه په دې کې وم، چې څوک ماته په درنه سترګه ګوري او کنه؟ ترکي شعر دی: حذبې او مینې زه لیونی کړم زه په دې هم پوه نه شوم، چې پر ښکلو د مینیدو حال داسې وي. کله به مې د غرونو او بیدیاګانو خاورې پر سر بادولې، کله به مې کوڅه په کوڅه او سیل ځایونو کې په پلټنه سترګې غړولې ما نه تګ کولای شوای، نه کیناستي شوای او نه مې ګام اخیستي شوای. له دې پیښې څخه سړي پوهیدلي شي، چې د همجنسۍ مینه یا افلاطوني مینه هم سړی د ذهن او زړه تر ژورو پورې اغیزمن کولای شي کیدای شي دا لامل وي، چې ځینې لوړو شاعرانو او ادیبانو له همدې څخه خپل تګ پیل کړی وي، چې سیفو ورجل، ابونواس، اسکر وایلډ، شیکسپیر، اندري ژید، والټ وټمین او پروست او داسې نورو په ډیر ښه ډول د همجنسې مینې استازیتوب کړی دی. او همدارنګه کلف هال په خپل ناول ؛ د یوازیتوب څاه ؛ کې په ډیر ماهرانه ډول د همجنسیت انځورګري کړې او ددې سره تر څنګ د فرایډ د جنسي څرګندونو او نظریو لویدیځ میشتو ته د بې لاریتوب علمي لار پرانیستې دی. دا وو د مجازي او همجنسې مینې سلسله، چې له کوم ځای څخه شروع او په کوم ځای پای ته ورسیده نو په اخیر کې راځو د برټرینډرسل نظریې ته، چې دی د پاکې مینې په اړه څه نظر لري: رښتوني خوشحالي دوو هغو زړه غوښتونکو ته ور په برخه کیږي، چې د ژوند له ښو شیانو سیل غوړیدا، موسیقي او له فطري نندارو څخه په ګډه خوندونه واخلي، داسې ډول مینه د روایتي مینې غوندې د بریښنا په څیر په پړک سره څرګندیږي او نه زړه غوښتونکي په لومړي نظر کې بې هوشه کیږي، بلکې د نوي سپرلي د ګل ګلاب د خوږ بوي په څیر په ورو ورو څرکونه او احساسات په خپله غیږه کې نیسي، ولې په نا څرګنده ټوګه په رګ رګ کې ژورو ته لویږي، داسې ډول روغه مینه په یوه روغه ټولنه کې رامنځ ته کیدلی او پنځیدلی شي، نه په یوه ناروغه ټولنه کې. م پښتون پیښور ټاوون ژباړه ۱۱/۵/۲۰۱۵

                                               حکومت دې د خپل تاریخ غم وخورئ

دا، چې پکتیا د مرکز کابل جنوب طرف ته په ۱۲۰ کیلو متري کې پروت ولایت دی او ډیری وخت د هیواد د ژغورنې، ساتنې او د نظام د بدلون غږ له دې ولایت څخه پورته شوی او ددې تر څنګ یې خلکو تل د هیواد د بیارغونې، پرمخیتا او پراخیتا په برخه کې نه ستړې کیدونکې هڅې کړې او د هیواد امن او سوکالۍ ته یې خلک ژمن پاتې شوي او ډیر کله یې خپلې سینې د وطن د ازادۍ په لار کې سپر ګرځولې، چې ښه مثال یې د ډاکټر نجیب الله حکومت دی نو په دې اوا خیرو کې د حکومت له خوا له هر ډول پاملرنې څخه غورځیدلی ولایت ګڼل کیږي. د پکتیا ولایت د نورو ستونزو او مشکلاتو تر څنګ غټ او تاریخي مشکل د تاریخي ځایونو او ابداتو د ساتنې او د له منځه تلنې ستونزه دی، چې تر دې دمه د اطلاعاتو او کلتور وزارت تر څنګ د نورو اړوندو اداراتو له پاملرنې څخه لویدلي او دا لرغوني ځایونه د ورکیدو او ړنګیدو سره مخامخ دي، ځینې یې داسې تاریخي ځایونه دي، چې تاریخي قدامت یې ۹۶۰ کالونو ته رسیږي او دا مهال له ړنګیدو او د له منځه تلو په حال کې دی، چې یو له هغو څخه د ګردیز بالاحصار دی، چې ډیر زور تاریخي قدامت لري اوس حکومت او بلخصوص د اطلاعاتو او کلتور وزارت مکلف دی، چې په جدی ډول یې بیارغونه ترسره کړي ترڅو مو خپل تاریخ ژوندی ساتلی وي. ددې تر څنګ موږ په پکتیا کې ۲۵ تاریخي او کاني ځایونه لرو، چې متاسفانه تر دې دمه ورته هیڅ کار ندی شوي او د وخت په تیریدو سره کیدای شي د تل لپاره زموږ له لاسونو څخه ووځي، چې زه یې د ټولو تاریخي لرغونتوب، نوم او ځای په ذکر کولو سره اړین بولم، چې تر چارواکو یې ور ورسوم. د سرسنګ تاریخي منطقه، چې پخوانی تاریخي لرغونتوب لري. د ځاځي اریوب په ولسوالۍ کې د زکریا پیغمبر په نوم مذهبي زیارت، چې پخوانی تاریخي لرغونتوب لري. د احمد خیلو ولسوالۍ د موشکې اړوند د څلورو یارانو سر ساحه، چې پخوانی تاریخي لرغونتوب لري. د احمد ابا په ولسوالۍ کې د بکرو غونډۍ په نوم ساحه، چې پخوانی تاریخي لرغونتوب لري. د ګردیز مرکز اړوند د خدر بابا سیمه، چې پخوانی تاریخي لرغونتوب لري. د ګردیز په زوړ بازار سیمه کې د نظرګاه سخي ع په نوم سیمه، چې پخوانی لرغونتوب لري. د زرمت ولسوالۍ د سروړي سیمه، چې پخوانی تاریخي لرغونتوب لري. د مرکز ګردیز اړوند د سفیدارکا سیمه، چې پخوانی لرغونتوب لري. د تیرې د ټنډانو اړوند ساحه کې د کفتر خانې په نوم تاریخي ساحه، چې تاریخي لرغونتوب لري. د تیرې په سیمه کې د مغازې په نوم تاریخي ځای، چې لرغونتوب یې څو کالونو ته رسیږي. د زرمت ولسوالۍ د روحاني بابا تاریخي سیمه، چې پخوانی لرغونتوب لري. د زرمت ولسوالۍ د خندق سیمه، چې پخوانی لرغونتوب لري. د زرمت ولسوالۍ د شاهي کوټ سیمه، چې پخوانی لرغونتوب لري. د چمکنیو په ولسوالۍ کې د منده خیلو سیمه، چې پخوانی لرغونتوب لري. د زرمت ولسوالۍ د درنګ سیمه، چې پخوانی لرغونتوب لري. د سیدکرم ولسوالۍ په ساحه کې د عثمان خیلو زیارت، چې پخوانی لرغونتوب لري. د مرکز ګردیز مربوط د غومبرخوله، چې پخوانی لرغونتوب لري. د مرکز ګردیز اړوند د غوګوری سیمه، چې پخوانی لرغونتوب لري. د اسیای باد سیمه، چې پخوانی لرغونتوب لري. چشمه ماران سیمه، چې پخوانی لرغونتوب لري. د زرمت ولسوالۍ دکلالګو اړوند د عبدالرحمن بهشتي تاریخي سیمه، چې لرغونتوب لري. د اودکي تاریخي سیمه، چې لرغونتوب لري. د میرزکې په ولسوالۍ کې د میرزکې خزانه، چې پخوانی لرغونتوب لري. د ګردیز په مرکز کې د ګردیز بالاحصار، چې پخوانی لرغونتوب لري. د احمد ابا ولسوالۍ اړوند د سرکي ملنګ زیارت، چې پخوانی تاریخي لرغونتوب لري. باید یادونه وکړم، چې په دې تاریخي سیمو کې ځینې داسې سیمې هم شته، چې تاریخ یې سلونه کالونو ته رسیږي. ولې تر دې دمه د حکومت له پاملرنې غورځیدلي او یا له ورکیدو سره مخامخ شوي دي، چې ځینې تاریخي ځایونه یې د اطلاعاتو او کلتور ریاست لخوا ثبت او ډیری یې بې ثبته پاتې او ځینې داسې تاریخي ځایونه هم تر سترګو کیږي، چې تر دې دمه په هغه خپل باقي شکل پاتې او ګوتې ندي ور وړل شوې او نه یې د بیارغونې او تاریخ سپړنې په اړه کوم اقدام تر سره شوی، چې ددې تاریخي ځایونو له جملې څخه د سرسنګ تاریخي سیمه او یا د ګردیز بالاحصار د یادولو وړ دي. نو په دې اړه د اطلاعاتو او کلتور له وزارت څخه کلکه غوښتنه کوو، چې د پکتیا ددې تاریخي او لرغونو ځایونو په اړه جدي اقدام وکړي او کوم تاریخي ځایونه، چې له ورکیدو او ړنګیدا سره مخ دي په اړه یې ژر تر ژره عمل وکړي او پرینږدي، چې دا تاریخي ځایونه ړنګ او خدای مه کړه له ورکیدا سره مخ شي. م پښتون کابل چهلستون ۵/۰۶/۲۰۱۵

                           تر څو، چې واقعي سیاسي شخصیتونه او قوي خپلمنځي ملاتړ ونه لرو ناکام یو!

مشري او شخصیت جوړونه یو ځانګړی میکانیزم لري او هر کله، چې یو کس وغواړي د ښې سیاسي مشرۍ تر څنګ ښه شخصیت هم ولري نو بایده دی، چې په دې میکانیزمونو پوه او تر څنګ د ټولنې او خلکو د قوي ملاتړ څخه هم برخمن اووسي. د ټولنې خلک له ځان سره په هره پریکړه کې شریک وګڼي تر څو دا شخصیتونه وکولای شي په ښه ډول پرمختګ وکړي او هغه هیلې او ارزوګانې، چې ولس یې له دي څخه لري په درست ډول تر سره کړي. ولې زموږ د لوې پکتیا ولسونه او قومونه برعکس روان دي ددې پر ځای، چې خپله سیاسي مشران او شخصیتونه ولري په دې هڅه او کوشش کې دي او داسې انګیري، چې زموږ هوساینه، ډاډ او غښتلتوب د یو چا څخه په ملاتړ پورې نښتي دي شخصأ زه له دې کار سره موافق نه یم ځکه تاریخ دا ثابته کړې او موږ ته یې ښې درنې څاپیړې پر مخ راکړې، چې ښه مثالونه یې د حامد کرزي حکومت، او دا اوسني خزبي مشران دي د ځیینو اوسني بلډینګونه، اپارتمانونه یادې بریاوې او لاسته راوړنې یوازې او یوازې د پکتیاوالو د وینو د تویدو او تر څنګ د خپلو پښو او لاسنو دلاسه ورکولو پیلامه دی. أیا کوم مشر مو یوازې پوښتنې ته راغلئ؟ أیا ستاسو سره یې ستاسو درد وژاړه؟ أیا د کوم یو مو د بې وزلۍ او بربادۍ پوښتنه وکړه؟ ؟ خو تاسې یاست ددې پر ځای، چې یو قوي سیاسي مشر او شخصیت ولرې او ستا د دردونو دوا شي د یو ګوند مشر د سپیڅلتوب او عقیدې په اساس خپل سناتور مقرروي او بیا دې ته هم نه ګورئ، چې د ګټې پر ځای مو څومره تاوان کړی؟ د لوې پکیتا څخه د محاذ ګوند ددې پر ځای، چې زموږ او ستاسو روحانین بلل کیږي (عقیدوي احترام او هغه د زړو ښځو په اصطلاح، چې ښیرا ونه کړي) د څو کالونو را هیسې د لوې پکتیا لخوا د سناتوري چوکي ورکول کیږي أیا یوه ورځ یې د لوې پکتیا په غم کې ځان غمجن بللی؟ ددې پر ځای، چې خلکو ته یې خیر ورسیږي تاسې یې د بې خیرۍ شاهدان نه یاست؟ ددې ترڅنګ دا نور خزبي مشران هم درواخله، تل یې زموږ او ستاسو سینې سپر ګرځولې او موږ هم ددې پر ځای، چې فکر وکړو د لبیک لبیک نارې وهو او په دې هڅه کې یو، چې تر نورو ځان تورزن او غیرتي ثابت کړو او هغه څوک خوشحاله کړو، چې تل یې زموږ له وینو او ماتو پښتو او لاسونوڅخه زینې جوړوې کړې او ځانونه یې پرې لوړو لوړو منزلونو ته رسولي او وروسته یې ددې پوښتنه هم نه دې کړې، چې دا زینه له څه شي جوړه وه؟ او یا د مننې په خاطر خپل مخ د زینې دې اړکیو ته راړولی وي. نو په ډاډ سره ویلي شم تر څو، چې مو خپل سیاسي مشران او شخصیتونه نه وي روزلي او په واقعي ډول مو ترې ملاتړ نه وي کړی نو تاسو به هم بې سرنوشته او تل به خوار او بې زاره وي او والله که مو څوک خبرې ته هم غوږ ونیسي. په واقعي مانا په لویه پکتیا کې د شته مشرانو او شخصیتونو تر څنګ نورو داسې واقعي او ولسي مشرانو او شخصیتونو ته ضرورت لیدل کیږي، چې ولس نور له دې مشکلاتو څخه وباسي او هغه قرباني، چې لویې پکتیا د څو کالونو په ترڅ کې ورکړې باید نادیده ونه نیول شي او بیرته ددوي د قرباني مطابق هم په سیاسي، ټولنیز او اقتصادي برخو کې ورته د قدرونو د مقرریو بدیل وړاندې شي تر څو خلک خپل حکومت او خپل دولت ته ژمن پاتې شي او د تیر په څیر بیا هم د خپل حکومت څخه د سر په وینو ساتنه وکړي. او که چیرته دا قربانۍ داسې نادیده ونیول شي نو لیرې ندی، چې نور به ولس د حکومت په هیڅ عمل تکیه ونه کړي او له دوي سره کیدونکې مرستې به هم ترې وغړوي. او ددې امکان هم لیدل کیږي، چې د تیرو څو نظامي بدلونونو په څیر لویه پکتیا یو ځل بیا د نظام په راپرځولو لاس پورې کړي. مسعود پښتون کابل چهلستون ۱۹/۰۷/۲۰۱۵

                                                         زموږ د ډاکټر سل نصیحتي خبرې

1. په نظریاتي اساس دا زموږ ایمان وو او دې، چې د ټول پښتون وحدت د ډیرو مسئلو حل دی هر پاټک ، زنځیر، کرښه ، چې دا وحدت ټوټې کوي دغه زموږ دعقیدې ، فکر او تاریخ دښمن دي.

2. اکثریت سیاست مدارانو تل سیاست د دین لپاره استعمال نه کړو خو دین یې د سیاست لپاره استعمال کړی دی.


3. په دې نړۍ کې هر څیز ، چې څومره لرې وي دومره وړوکی ښکاري او چې را نږدې شي نو غټ ښکاري خو انسان ، چې لرې وي نو ډیر غټ ښکاري خو ، چې څومره رانږدې کیږي هغومره وړوکی ښکاري دا ځکه ، چې د لرې نه هغه هغه څه ښکاري ، چې هغه د ځان د قلم او بیان په ذریعه څنګه ښودل غواړي او د نیږدې نه سړی د هغه اصلي شکل او فطرت اووني.


4. موږ تل لکه څنګه ، چې حکومتي او سیاسي رښتیا وایو دغسې ادبي رښتیا سره د ادب نوم ملګری کړو او نیم رښتیا نړیوالو ته د رښتیا په نوم وړاندې شي.


5. انګریزان د یو کار نه مخکې شوچ کوي ، مهاجر او پنچابیان څو میاشتې مخکې سوچ کوي، سردار جي (سیکان ) د کار کولو نه وروسته سوچ کوي، او خان بائی نه مخکې شوچ کوي او نه وروسته.


6. د پښتنو هر کار په اټکل کې وي، که د پښتنو سلطنت ؤ نو هغه هم د یو اټکل نتیجه وه ځکه خو به دوي ته خپل سرداران نه وو معلوم او نن هم که دوي په خپله خاوره کې بې واکه او محتاجه دي دا د دوي د جذباتي او اټکلي فطرت نتیجه دی.


7. عقیده بغیر د تنظیم نه او تنظیم بغیر له عقیدې نه بې معنی دي عقیده انجن دی او تنظیم ګاډی لارښود ، منور او مفکر د ډرئور حثیت لري.


8. نن ، چې موږ څه کوو دا د امن سره لوبې دي، د وخت او تاریخ سره لوبې کول د څو افرادو مفادات پوره کولی شي خو دقام او تاریخ جنازه اوباسي.


9. د خپل ځان محاسبه او مطالعه د وخت ضرورت دی.

10. مونږ پورون هېر کړی دی نن چې ډیری عملونه تر سره کوو دا د تاریخ سره لوبې کوو او یاد ساتي سبا مو دا تاریخ د ګوتو نه ویستلي وینم.


11. په یاد وساتۍ امن د لوبو د پاره استعمالول نا قابل معافي قومي جرم دي.


12. مونږ د وخت په موټر کې ناست یو ، چې په ائین کې راته په شا پاتې څیزونه ښکاري خو کسي مو مخکې د هدف او منزل په لور په مزل ښخ کړي دي ، چې چیرته رانه لاره او منزل ورکه نشي او د سبا سترګه رانه مړه یا ړنده نه شي ( راتلونکی نسل) نو دا به د نوي نسل سره زیاتی وي.


13. موږ د هغې فلسفې پیداوار یو ، چې هغه فلسفه د اسلام او د معروضي او تاریخي حالاتو نچوړ دی.


14. موږ نني مشران په ستونزو کې مصروف یو نن عمل دی که ښه وي او که بد نتیحه به یې سبا ښکاري خو په یاد ساتل پکار دي ، چې زلمي د سبا ستوري دي که نن مو قدم وانخیست نو د سبا سترګه به ړنده پاتې شي.


15. تل باید د اقتدار پر ځای د ازادۍ چیغه اوچته کړو خو د رښتیاوو ازادي ، د فکر ازادي اقتدار له انتخابات ضروري وي خو ازادۍ له جهد مسلسل کله کله سړي د وینو په خړوب کې هم ځي او د مینې زغم او د تشدد نه بغیر هم دواړه باغیتوب دی خو لارې جدا دي.


16. باچا خان علم او پوهه اولنی پوړۍ ګڼله بې پوهې او بې علمه تنظیم یې د پرانیستو غوایانو غوبل ګڼلو او بې قالبه علم یې د اتشار مور ګڼله هغه لکه د نورو د یوې حادثې پیداوار نه وو خو د خپل تاریخ او معروض نه زیږیدلي و.

17. موږ درې قسمه خلک لرو : اول هغه کسان ، چې اعتراض کوي خو په خپله ذمه واري نه اخلي . هغه کسان ، چې څه کار ورته وسپارې او ده کې دومره قوت ، طاقت او اخلاقي جراټ نه وي ، چې دا ووایي ، چې زه ځان کې دومره ځواک او توان نه لرم ، چې دې سره انصاف وکړم. اعتراض منو خو دا خلک دا نه مني ، چې څومره قرباني ورکوو هغومره د اعتراض حق هم لرو.


18. تعلیمي پوهه او د تنظیم اهیمت بنیادي دي خو اوس تر ډیره علمي کار کول پکار دی .


19. که وسائل هر څومره لږ وي خو ، چې د علم او ریسرچ څانګه تنظیم سره پوخ تړون لري خو ، چې په تنظیم کې د فلسفې کارکنان وي ډیر څه کیدلی شي.

20. که انتخاب مو وبائیلو نو اقتدار به لاړ شي ولې که فلسفه مو وبائیلله نو ځان به اوبائیلو هم دا پوهه د کارکن نه مدعی جوړوي.


21. پښتون او پښتونولي خو د ټولو وراثت دی نو په دې خت کې به دا ضروري خبره وي ، چې د هرې ذمه وارې چوکۍ د پاره یو امتحاني وخت وټاکل شي ، چې د اهل او نا اهل چاڼ وشي.

22. هرهغه څوک که هغه تحریک ، سیاسي پارټي یا فرد دی ، چې مقصدیت وبایلي نو د با شعورقام او د هغو د منورینو دا فرض دی ، چې یا دې مخنیوي وکړي او که لا علاجه وو نو متبادل انتظام دې وشي.


23. په قومي مشران و او قومي کارکونکو غټې ذمواریانې دی ، چې دوي دې په اول قوم کې په علم منور وي، د هر کس صلاحیتونه باید مشخص وي، سوچ دې علمي لري خو عمل دې مقامي لري یعنې هر هغه شی غلط او نقصاني دی ، چې په هغه کې معروضې حالات نظر انداز شوي وي.


24. د هر شي خلاف یا په حق کې وینا او مرسته خپل خصوصي فورم لري، بې ځایه او بې ګودره رښتیا ویل د دروغو نه زیات زیانمن وی او په موقع رښتیا نه ویل د شعوري مرګ نښه دی.


25. هره خبره که څیړل کیږي نو دا خیال ضروری ساتل پکار دي ، چې د سوچ ، فکر او مطالعې نه پس هره څیړنه دې په منطقي هډونو ولاړه وي او په متعلقه فورم کې دې وڅیړل شي ، چې بیا افسوس ونه لري.

26. د پښتنو په ورورولۍ کې هر چا ته د تنقید حق ورکړل شوي دی، خو دا تنقید د قربانۍ سره تړلی دی نو څومره ، چې څوک د شعور قرباني ورکوي نو هغومره د تنقید حق لري.


27. د باچا خان فلسفه د ټولو د ژوند یوه لاره دی سیاست یې یو جز دی خو کل نه دی ځکه ، چې دې کل کې د ټولو نه اهم جز خو خدمت دی د تشدد طمعې او حیرص نه توبه دی ، د باچا خان فلسفه د خوراک ، پوشاک نه راواخله د رواجونو، انفرادی او اجتماعي ژوند د هر اړخ احاطه کوي دا فلسفه د اسلام او د معروض نچوړ دی نو یا به یې د حیث د کل قبلوو او یا به یې پریږدو .


28. موږ تر ډیره د دستار سړي وبایلل نو احتیاط په کار دی خو ډکر باید پرنږدو دې احتیاط د قیادت او عوامو منیځ کې لږه فاصله زیاته کړې ، چې اوس موقع پرست ترې ګټه پورته کوي یعنې هم سر ساتل پکار دی او هم سنګر. 29. زموږ د خلکو دا عادت دی ، چې په ژوندانه او مخامخ نه په چا اعتراض کوي او نه د چا ښه وایي. یعنې معاشره په یوې داسې ستنې ولاړه ده ، چې رښتیاوو ته رښتیا ووایي خو دروغو ته به دروغ نه وایي ، رښتیا ویل هم مشروط دي یعنې هغه رښتیا به نه وایي ، چې څه ستا ضمیر غواړي یعنې بربنډ رښتیا خو هغه رښتیا ، چې معاشره یې غواړي لکه حکومتي رښتیا، سیاسي او ګونډیز رښتیا .


30. موږ د قبرونو په ستایلو کې سیال نه لرو ولې په ژوندوني د چا تپوس نه کوو . خود خو قاضي غلام سرور پښتونخوا ته د عالمانو او د قام مئینو پتنګانو هدیره ویله.


31. د دنیا باد هم یو رنځ دی ، تر څو ، چې انسان پرې پوهیږي پوهیږي هیڅ هم نه وي ورسره پاتې.

32. انجن فکر دی او طاقت یې عقیده دی علم ددې عقیدې رڼا دی پټلي درته ښایي پوهه یې ډرایوره دی ، چې دا هر څه برابروی نو ددې خاتمه یا اخیر ټیسن هدف دی لکه د صبا ستوری .


33. کله ، چې د پیسو لالچ شروع شي نو د معاشرې یون او معاشرتي اصول د یوې مخصوصې طبقې د مخصوص ذهنیت او د مخصوص ټولي د مفاداتو او حاکمیت غلامان شي تنظیم ، شجره ممنوع وي ، فکر ګناه وي ، عقیده لرل کفر وي ، او حرکت ورسره د تبلیغ بغاوت وي اخیري سزا یې سنګسار شي .



34. کله کله تصادف یو الهي دین جوړ شي او د یوې مخصوصې طبقې فکر هم دین او ایمان شي . ددغه دین سرچشمه طاقت او کرسۍ وي په دې کرسۍ اهل کتاب ناست وي . کله کله ، چې کومه غلطي رامنځ ته کیږی نو په دې وخت کې غلامان حکمرانان شي او واق او اختیار د خاندان غلامي شي نو په دې اساس بنیادي غلطي او مشکلات را منځ ته کیږي .


35. دا په یاد ساتۍ د غلطي نه غټه غلطي غلطي ته پرتوګ جوړول دي . د ګناه نه غټه ګناه هغې له غذر جوړول دي .


36. ځان پیژندل ، چې څومره ګران دي دومره لازم دی ځان پیژندل ورته دا ښایي ، چې په پینډه کې ستا ځای کوم دی دا دنیا هم د قومونو یوه پینډه دی نو تاته خپل ځای او مقام نه وي معلوم نو یا به پینډه پریږدې او یا به شرمیږې ، نو په غلط ځای کې تنظیم بغیر د علم او پوهې ناممکن دی .

37. که یوې کړۍ ته سړی فکر وکړي نو په دوو ستنو موږ ته ډیر قیمتي څیز ښایي ؛وخت؛ او د کړۍ ټک ټک موږ ته د وخت ؛ قیمت ؛ او د تېریدو او ضائع کولو ؛ تاوان ؛ ښایي نو دا دوه ستنې ، چې کوم کار کوي ددې تر شا د زرګونو وړو او غټو پرزو په منظم ډول د کار نتیجه دی دا د تنظیم او د منظم حرکت فایدې دي .


38. تنظیمي واکدارانو تر ډیره ځانونه واکداران کړي دي خادمیت د له منځه تلو په حال کې دی محدومیت حاوي شوی دی د علم د کمي له وجې د یو پروسیس نه د نه وتلو له کبله هر یو ځان پوره ګڼي ، چې دا تر ډیره د خپل مرض دوا هم نشي کیدای .


39. د کرسي او روپۍ په یارانه کې د خدمت ګار ګاډي ځای نشته ، په اوس وخت کې خدمت ګناه دی، عبادت جرم دی ، بدعت او د روپۍ کرسۍ د عبدیت دور دوران دی . 40. انساني عقل او پوهې د لړمون نه هر شی د انسانیت د فلاح او د ودې لپاره راوتلي دي خو پوښتنه دا دی ، چې د غه استعمالونکي څوک دي؟ او په څه نیت یې استعمالوي؟ نو ددې ایجاد ښه اړخونه په استعمال راولۍ که ددې نه د شیطانۍ او غیر انساني کار اخلۍ؟ نو دا ددغه انسان پورې تړلې خبره دی.


41. موږ باید دا خبره په یاد ولرو او په دې اړه فکر وکړو او باید دا عقل او اذهان واخلو ، چې موږ د څه په بنیاد اشرف المخلوقات یو ؟ دغه عقل شیطان هم پیدا کړی دی او ډیر ذهین وو او ډیر غت خلک یې په خپلو زولنو کې ګیر کړي دي . یعنې د خیر او شر اړخ په هر شي کې شته .

42. هر هغه شي ، چې د یو تحریک او د مجادلې به بغیر د ډالۍ په شکل کې حاصل شي نو دا یو انساني خصلت دی ، چې د هغه سره لوبې کیږي .


43. صحافي او صحافت خو د ولس ژبه او سترګې دي نو ، چې د عوامو ازادي نه وه د معاشرې اواز نه وؤ نو صحافت او صحافي به د کومه پیدا کیدي؟


44. الله تعالی په انسان ډیر کرمونه کړي دي، عقل پوهې او علم په وجه یې مشرف کړی دی نو عقل هم دا نه مني ، چې په کومو الاهي کرامتونو یې انسان له مشرف ورکړی دی د هغې د لړمانه نه به داسې یو شی ولې پیدا کیږي ، چې هغه به د انسان او د انساني وقار خلاف وي او د انسانیت وده به رانیسي .


45. هر شي د ښه او بد عناصر لري دا هم ددغې پوهې او علم نتیجه دی لکه ، چې په شیطان کې یې تکبر پیدا کړو او ورټل شو خو د علم عزت الله هم کړی دی د شیطان څه شرایط لکه ابدي ژوند او د انسان په ژوند کې د ایامأ معدوات منل الله د دواړو عناصرو خالق دی خو انسان ته د ښه کارونو ترغیب ورکوي او د بدۍ اخیتار یا رضا. 46. اولنی اهم ضرورت دا دې ، چې علم ، پوهې ، تجربې ته دې نوره توجو وشي ، چې انساني ضمیر او انساني احساساتو له تقویت ورکړي ، روپۍ او کرسۍ ، چې په معاشره کوم غاښونه ښخ کړي دي او انساني عظمت او وینه څښي او کمزوري کول یې ضروري دي، خو اجتماعي ، انساني شعور بې پناه طاقت لري او ددې زمرو غاښونه ماتولی شي .


47. هره پارتۍ او سولیز فعالیت د ټکندې غرمې د لمر په شان ګرمي او رڼا لري د عوامو د مربوطه پوهې سره د پارټۍ د کارکنانو قبلې سمیدی شي ، چې د منجورانو پر ځای کارکنانن شي ، د شخصیت پرستۍ د نظریې په ځنځیرونو کې د عقیدې عقیدت مند شي نو هله به پرمختګ او ترقي رامنځ ته شي.

48. انساني ذهن دومره طاقتور دی ، چې که دی شراب جوړولی شي نو ورسره محراب هم جوړولی شي ، خو، چې تسلسل ، ذهني دیانتداري او مشنري جذبه ځان نشت او قام شته کول ډیر لازم دي. 49. انسانانو بلخصوص پښتنو ته سوچ پکار دی ، چې انسان ولې په واویلا دی؟ د انسان نما ، د انسان وینه وحشیان ولې لکه شراب څښي؟ ولې خمار ترې اخلي؟ د مذهب په نوم ، د جماوریت په نوم، د انسان په نوم او د انساني او نړیوال کلي د امن په نوم.


50. د بعضې شحصیاتو پیدا کیده د هغوي د مرګ نه غټه او د خوشحالۍ خبره وي .


51. د فکر چینجی طمع ، لالچ او خود غرضي دی ، ددې نه دې ، چې ځان خلاص کړو نو د ځان نفع دې وکړه دغه اصل مقصد دی خو وروسته وروسته بیا سیاست ، عبادت او سیا ست شي .


52. د ګناه تشریح نه کیږي سیاست ، دین یا Dogma نه دی د هرې ورځې د حالاتو سره دا بدلیدی شي دښمن مهذب دی که غیر مهذب او د حالاتو تقاضا څه دی؟ له دې سره باید ځان برابر شي.


53. هر هغه شی ، چې په دښمن بد لګيږي نو پوه شه ، چې که ستا خوښ دی او کنه خو ستا خپل دی خصمانه به یې هم ته ورکوې کیدای شي په منطقي ډول ښي نه وي خو روښانه سباوون ته دا قرباني پکار دی .


54. علمي پوهان وایي ، چې نن د پرون په پښو ولاړ دی خو کیدای شي دلته دا مانا بدله اووسي .


55. عجیبه نا اشنا غوندې میلمه دی! ، چې قاتل دې خو زما په کور کې ناست دی . زما ژبې ته د دوزخ ژبه وایي ، خو زما په ژبه کې ما ته د الله تعالی اته واړه جنتونه مشروط را بښي . زما کلتور ته کفر وایي ما د عربو د وحشت په کلتور حلالوي خو زما په ګناه کې ځان ته ثواب ګوري !


56. زما هره سندره حلالیږي د فحاشۍ په نوم سنګساریږي ټول پښتانه ورته تماشګیر ولاړ دي نن وحشي قاتل منصف دی پرون وژني نن هم د منصور او د سقراط د سزا او د راهبانو د فیصلو رسم روان دی .


57. هغه زموږ پرون و او دا زموږ نن دی دا پته نه لګیږي ، چې زموږ پرون ساده وؤ او که زموږ نن دروغجن ، چالاک او خود غرضه مفاد پرست دی .


58. حق وینا ، منطق ، فلسفه فکر او زمکني حقایق سیاسي او حکومتي رښتیاؤ کې فرق لازم شته لکه اسماني صحیفې باقاعده لوستل کیږي تبرک او تقلید دواړه لري خو من او عن پر عمل ډیر ګران دی نو ځکه پرون ملزوم دی مجرم دی کافر دی .



59. هره خبره ، چې څه منطقي بنیاد ولري نو د عقل خاوندان یې مني . نو په کوم ځای کې ، چې سیستم موجود نه وي نو په هغه ځای کې د بحث مباحثې ، دلیل او منطق تصور هم نشی کیدلي .



60. مرګ هر شي فنا کولی شي د پیري په شان شکل او ډول ډال جوړولی شي کله رنځ شي ، کله لوږه او بوډاوالی ، کله ګولۍ ، کله سیلاب هر شی ، چې جسماني جفرافیه لري نو فنا به هم لري څه شي ، چې د مرګ د وس خبره ندی نو هغه دا ، چې یو فکر ، یوه فلسفه یو احساس او یو درد که دی فنا هم شي خو دا ټول د روح بچي دي او څرنګه ، چې د روح جسماني جغرافیه نشته دغسې یې د بچو دلته لافانیت شروع شي او مرګ بې وسه کړي . دا ټول که موږ نه ووینو نو دا د سائنسی کم عقلي دی که نه دا ټول د کائناتو وسعتونو کې لا زوال دي.


61. هغه خلک په مرګ ورک شي ، چې ژوند کې یې مقصدیت نه وي زمانه وخت ته څه نشي ورکولی خو په معاشره او وخت یې د ژورې په شان خلې لګولې وي او ویني ترې څښي خو ، چې د چا زمانه، وخت ، معاشره قرضدارې وي په خپله د وخت اواز او ژبه وي .


62. د تاریخ شکول ګران کار دی که ستر بابا صحیفه دی نو ولي بابا یې تفهیم دی . او که ستر بابا عمل دی نو ولی بابا د عمل لارښود دی . او که ستر بابا پلار دی نو ولی بابا یې یوازې زوی نه بلکې د هغه وارث دی .

63. مصلح وؤ، عمل وؤ، تحریک یې جهاد ګڼلو، بل ته یې د تلقین پر ځای په خپله عمل وؤ، یوه متحرکه فلسفه وه، مینه وه، د تشدد نه نا اشنا وؤ دا یې د ځناورو خصلت ګڼلو، اوریدل یې زیات او ویل یې کم وؤ، د طبقاتي ژوند د احساس نه مبرا وؤ، ډیرو به هغه دښمن ګڼلو خو دده څوک دښمن نه وؤ او که چا یې دښمني کوله نو د ځان د پیژندنې د پاره، د سیاست نه ورته نفرت، خود غرضۍ بوی ورتلو، د خدمت داعي وؤ، په خپله فلسفه یې سیاست نه کاوه خو د ژوند یوه لار یې ګڼله .


64. که خپل ضرورتونه دې کم کړل نو د سوال، سفارش، دوکې او دروغو نه به خلاص شې د ضرورت بچی حیرص دی د باقي ټول د حیرص بچیان دي. 65. د نفرت نه د نفرت چل زده کړه دا د سوچه مینې یو خالص قسم دی د هر دروغ مور یو بل دروغ دي دروغ نفس کمزوری کوي .


66. غټ پلار رحمت هم وي خو زخمت هم، رحمت په دې ، چې د پلار په سر یې هر څوک پیژني او هره لار او ګودر ورته ازاد او ښکاره وي زخمت په دې شي ، چې د ستر پلار پڼې هم سترې وي د هغه ډکول یو زړه چاودون دی د ولس طمع په خپل ځای وي پیاز غواړی خو په نیاز یې غواړي.


67. موږ د تاریخ د جبر لاندې په زغل یو ، په دغه منډه کې موږ هر ډول قربانیو ته تیار یو، خو په دې وخت کې د فکر، قوم، او د قومي تحریک بچول د وخت مهم ضرورت ګڼل کیږي .

68. فکري او د قیادت خلا هغه تحریکونو کې راځي، چې خپله خاوره خپل تاریخ نه لري او د حیات د پاره یې د کرایې سوری پیدا کړی وي. نودا هم په یاد ولرۍ قومي فلسفه او د ځینو شحصیتونو فکر او کړنې مرګ نه لري .


69. په زړکدن کې هغه خلک مست وي، چې ژوند یې د ژوند په څیر تیر کړی وي او د ژوندو مقروض نه وي پاتې شوی، خو زمانه یې قرضدارې پاتې شوې وي .


70. په اوسنیو شرایطو کې، چې په سیاسي لحاظ کومې پارټیانې جوړیږي نو یو د بل لپاره قربانوي، نو دلته کارکن او رهبران هم په دوو پارټیو کې تقسیم شوي دي. او هر یو په دې هڅه کې دی، چې په هر ډول وي باید سیاسي قدرت او شخصیت جوړ کړي.


71. هر وخت تحریکي سیاست به مقدم ساتې او پارلماني سیاست به د نظریاتي اساس تابع وي.


72. چې شخصیت پرستي ختمه شي نو د عقیدې او فکر سیلاب به په چپو شي نو خپله به ټول خلک د فکر سیلا ب ته په سلام شي او دا یوازینې لاره دی، چې قومي غداري ته د پای ټکی پیدا کوي.


73. رښتیا، عمل، بې لوثه، د قام د اباسین په څپو د سوریدو چپوان یا شناز دی.


74. ادب هغه هنر دی، چې یو فرد خپلې مشاهدې، تصورات او خیالات په داسې ټکو کې بیان کړي، چې د الفاظو ښکلا، ربط مقصدیت یې لوستونکو ته د لوستلو ترغیب ورکړي. 75. زموږ په معاشره کې خو په هره کوڅه، هر کور، او هر ګوټ باندې د لیکلو لپاره عنوانونه نشته خو موږ کې ډیر د دغه عنوانونو په ژبه نه پوهیږي. ادیب خو د کاېناتوژبه دی هغه خو د ابشار د شور نه هم رباب جوړولی شي د بده مرغه د خلکو په خبرو نه پوهیږي نو د بې ژبې فطرت په خاموشۍ به څه پوه شي.


76. د ادیب نښې دا دي، چې دی د فطرت خاموشۍ له هم ژبه ورکوي څوک نثر کړي، څوک غزل کړي، څوک میوزک کړي دا یو داسې طبقه دی، چې د ویلو الفاظو نه زیات د خاموشۍ په ژبه د سترګو په ژبه او د مخ په تاثراتو ښه پوهیږي.


77. ادیب ته الله تعالی دا قدرت هم ورکړی وي، چې په راز او رموز کې هم قاري پوهه کولی شي او په جار هم د کائناتو ترجماني کوي کله، چې د استبدادیت او یزیدیت تیارې خورې شي نو دوي په راز او رموزکې خبرې کوي. 78. بامقصده ادب د معاشرې د مخکې بوتللو یو سائنس دی خو کله دا بدلون ارتقاېي وي او کله انقلابي، چې انسانیت یې د ګټې اوکاڼي د لړمون نه را ایستلی دی او بیا یې ورته د واورو دا بندونه ویلي کړي دي او د واورین دور نه راښکلی دی.


79. خپلې غلطۍ نه منل جرم دی او خپلو کمزوریو او غلطیو ته تشریحات ورکول او جوړول ګناه دی.


80. زموږ په تاریخ کې ځینې متلونه ډیر اهمیت لري که موږ په تاریخ نظر واچوه نو موږ په هر دور کې د چانه د تبرګي د لاستي په شان پاتې شوي یو، او کنه اشر باني خو ضرور یو.


81. د خرڅ مال خپل قیمت نه لري دغه واک د سوداګر سره وي .


82. درې قوتونو تل د قام پرستو تحریک مسلسل مزاحمت کړي: ملایان ، ترقي پسند ، او غټو جاګیردارو


83. ځینو ټیکه دارانو ته ډالرو او ریالو بلټ پروف ګاډيو د افغانستان روان جنګ هغه څه وښودل چې دوي یې خوب نه لیدو د دوي ملائیت بنیادي ګټه دهشت او وحشت وواو خشاک یې خوار پښتون.


84. دا په یاد ساتل پکار دي، چې د اجتماعي شعور د ودې د پاره وخت او موزون حالات لازمي دي نو څومره، چې اجتماعي بالغتوب وي نو د انتخاب عمل مظبوطیږي او هغومره باوري کیږي. 85. ابدیت د الله نه بغیر د هیچا نشته خو خالق په مخلوق کې بعضې داسې کسان پیداکړي، چې امر شي د هغوي علم، فکر، دانش، کردار او اخلاق هغه فنا کیدو ته نه پریږدي.


86. په بعضې وختونو کې د علم او ذهانیت نه زیات اعتماد او رازدارۍ ته ضرورت وي او دا د اعتماد ګټه تر ډیره د افتخار او ویاړ وړ وي.

87. د زمانې باد یو داسې رنځ دی، چې په مزه مزه درنه څه نا څه وړي خو هغه څوک، چې نه پرې پوهیږي نو په اخیر کې د یو تش ډول په شان وي.

88. په نړۍ کې د یو څو شرخوښونکو افتونو واکمني دی علم، پوهه جرم دی ځکه دا درته د حوادثو نه تجربه جوړوي خو تجربه د بدبخته شرخوښونکي افتونه نه درکوي ځکه دا بشریت په وینو کې ډوب دی. 89. دقامولۍ درد یو داسې رنځ دی، چې درباندې یو ځل ولګیږي نو نه یې دارو شته او نه یې څوک په دارو درملو پسې ګرځي. درد یې دومره خوږ دی، چې درمان یې چا نه دې غوښتی، شوګیر یې د زړه ته اطمینان ورکوي او لکه، چې ډیر ستړی مزدور، چې د ګورګورې د ونې سیوري ته په تکنده غرمه کې ویده شي او ستوماني یې له هډونونه ووځي.

90. د قلم مزدور خو ځان ته هم مزدور وایي خو د قلم د مزدوري په ځای کله نا کله د قلم خاوند نائیک هم شي او ددي د دفتر په خانۍ کې څه نا څه د زړو زخمونه د بیان ضرورت پیدا شي.

91. پوهان، مفکرین د یوې مفکورې خالقان دي او په تن کې د مازغوحیثیت لري سیاسي مشران د زړه حیثیت لري، کارکونکي لاس او پښې دي، تجربه کاران سترګې دي نو موږ په مجموعي ډول په دې ګناه ګبیره کې شامل یو او د خپل حیثیت په مناسبت ګناه ګار یو او د سزا وړیو دا احتساب لازم نه بلکې فرض دی ځکه موږ په خپله ګرم یو چې نه مو پوهان وروزل، نه مو ښه سیاسي مشران وروزل. 92. تاریخ او وخت افرادو ته انتظار نه کوي او د یوه موټر په شکل روان وي، څوک، چې ټکنی شي نو د ګاډي د اخیري دروازې پورې به رسیږي خو د انجن ډرایوري ته نشي رسیدلی او که څوک ویده وي نو ګاډی یو ارنګ کوي او تیریږي.


93. د امامانو یوه جایزه به هم بده نه وي د دوي د ټولو دښمن ته دوي څه ځواب نه ورکوي، خو د یو او بل سپکاوی او بې عزتي خپل عظیم اجتهاد ګڼي او ځان مجتهد ثابتوي دا د انانیت د فرقه روایت قبیح ترین شکل دی.


94. د نړۍ یو عظیم ښایست او خوندور پوهنتون دی موږ، چې دلته راشو نو دماغ، سترګې، غوږونه، ژبه، او ګوتې لرو خو ترې هیڅ کار نشو اخیستلي ددې نړۍ پوهان راته هر څه اوښایي د مور نه غټه استاده مې او نه لیدله او نه مې د مور د غیږې نه غټ پوهنځي په نظر راغی. 95. د نړۍ پوهان لوي لارښود او عالمان دي هرڅوک، چې درته څه وښایي څه ته، چې موږ بد وایو دا راته هم چا بد ښودلی دي نو ولې د بدو احسان به هیروو.


96. زما په خیال بد هیڅ نشته دا هم زموږ شعوري پوهه زیاتوي ځکه موږ ته ډیر مخکې ښه او بد ښودل شوي دي.


97. هر کار ته لاس مه اچوه، چې د بل نه پکې د کومک غوښتلو ضرورت وي نو هیڅ څوک به دې قیمت نشي لګولی.


98. پوهه بې د تنظیم نه د خوسا اوبو د بوی ناک ډنډ په څیر دی د انسانانو د فایدې نه دی او تنظیم بغیر د پوهې د لار ورکو میږو رمه دی.

99. جفرافیې راکې قبالیت راوستو او تشدد راکې انفرادیت نه قام وو او نه شو موږ توره د کتاب مقتدي نه کړه.


100. زموږ اوسني مشران او تعلیم یافته طبقه قطعأ فیل شوي دي، چې مستقبل ادراک وکړي او د راروانو بدیو مخنیوي وکړي قامي مشران به وویل، چې قوم په بې اتفاقۍ پسې اتفاق کړی دی اوس نو دغه خبره په مشرانو پسې ښه صدق کوي.





یو څو ټکي د اپریل د میاشتې ۱۲ نیټه وه، چې په پیښور کې د لیکوال او ډاکټر خورشید عالم د ددو کتابونو مخکتنه وه، چې یو یې د مرګ نه مخکې یو څو ټکي او بل یې A few word before of end تر نامه لاندې وو، چې زه هم نوی نوی له کابل نه د پروفیسور صادق ژړک په بلنه ورته راستون شوم او په یاده غونډه کې له ډیری نویو څیرو سره اشناء او شناخت هم وشو. ما ډیره بیړه درلوده، چې دا کتاب ژر تر ژره وګورم او دا معلومه کړم، چې ده له مرګ نه مخکې داسې څه لیکلي دي، چې په اړه یې دومره خلک را جمع شوي دي؟

کله مې، چې کتاب واخیست نو ډاکټر صاحب راته پرې یو څه ولیکل، د هغو لیکلو له منځ نه یې یوه لنډې را اخلم، چې په دې ډول دی:

کور دې نږدې دیــــــــــــدن دې لرې دیوال دې پریوزه، چې وړیا شي دیدنونه

یاده غونډه تقریبأ د شپې دولس بجې ختمه او له دوستانو سره یو ځای د پیښور پوهنتون ته راستانه او هلته دیره شو، سهار ټول دوستان تر پښتو ایکډمي او پښتو څانګې راغلو، هر څوک په خپلو کارونو پسې لاړل زه هم ستومانه او بې خوبه د خپل وطاق په طرف راغلم او د یو څو دقیقو لپاره دمه شوم وروسته له استراحت کولو نه مې دا د کتاب لوستنه په زړه کې لوی ارمان وو خو کله، چې ماښام شو او ډوډۍ مې وخوړه سم دلاسه مې د کتاب په لوستنه پیل وکړ. عجیبه کمال وو پکې څومره مې چې لوست هغومره یې خوند زیاتیده.

تر ډیره ناوخته ورته ناست وم اخیر مې، چې ساعت ته وکتل د شپې ۳ بجې وې او زه هم د کتاب وروستۍ برخې ته رسیدلی وم، چې عنوان یې( د شانګلې د یو لیوني د سخاکوټ یو عالم ) تر نامه لاندې وو، نو د نیم ساعت په تیریدو سره مې ټول کتاب ولوست ډیر خوندورې نقطې او تر ډیره د نصیحت او تاریخ خبرې پکې نغښتې وې. نو ما هم و پتیله، دا د نصیحت او تاریخ خبرې په لیکلي ډول تر خپلو هغو دوستانو ور ورسوم، چې تر ډیره دې کتاب ته لاسرسی نه لري. دوستانو په دې هیله یم، چې یوه ورځ دا ټولې خبرې د عمل په میدان کې ووینم.

یو کتاب یوه شپه او سل خبرې! په درنښت مسعود پښتون پیښور ښار ۱۵ اپریل ۲۰۱۵

                                                        عقل عجیبه شی دی!

دا یو منلي حقیقت دی، چې عقل زموږ تابع دی او موږ د عقل تابع نه یو یعنې عقل زموږ لپاره پیدا شوی او موږ د عقل لپاره نه یو پیدا شوي. نو اوس راځو د پورتنۍ خبرې وضاحت ته اوس که موږ په عقل باندې د ماشومانو کارونه کوو کوي یې او زموږ د امر څخه سر غړونه نه کوي. او بل دا، چې عقل د اخلاقو تابع دی که اخلاق ښه وي عقل ښه وي او که اخلاق بد وي نو عقل به هم په بده لاره روانیږي. کله کله په دې فاني نړۍ کې ځینو خلکو ته ځیر شم او ورته وګورم دوي ټول کارونه د مینې، محبت او د ګټې لپاره تر سره کوي او په سلو کې یو نیم کار د عقل په واسطه تر سره کوي. نو عقل هم یو داسې عاجز شی دی، چې د چا په کار کې کار نه لري یعنې د زورور عادتونه نشته پکې، او بله دا، چې یوه خبره د ډیری کسانو لپاره ډیره ښه ده په دې مانا، چې عقل زموږ تابع دی که چیرته موږ د عقل تابع وای نو ډیر به ترینه په تنګ او په عذاب شوي وو. اوس که وګورو نو عقل موږ ته د خیر او ښیګڼې لار راښي او که چیرته موږ د عقل په دې خبره باور هم ونه کړو نو عقل راڅخه خفه کیږي نه او نه زموږ څخه ځي. په رښتیا، چې عقل زموږ سره په ښو، بدو، شیطاني کارونو، مینه، محبت، تاوان، ګټې، یوالي او اتفاق، پوهې، عشق، زور زیاتی، کامیابي او ناکامي کې شریک ملګری دی. ګورئ هر وخت عقل غله ته د تیښتې لار هم ښي او تر څنګ د ماړه سړي کور هم ورته ښي او که چیرته ونیول شو نو د خلاصون لارې چارې هم ورته ښي. بل دا، چې که سړی هر څومره ګنهګار هم وي عقل ورته د خلاصون په لارو چارو فکر کوي. په رښتیا، چې په ژوند کې د عقل غوندې هوښیار او دوست ملګری نشته. غلا را باندې کوي خو د خلاصون لاره هم راته ښيي ، د شیطاني چلونه راته ښيي خو بیرته د پردې غوړولو لارې چارې هم راته په ګوته کوي، د وعده خلافي لارې چارې راته ښيي خو برعکس بیرته راته د ځان د خلاصون په اړه هم ډیری سپارښتنې کوي. نو زما له نظره ښه دوست، مهربانه ملګری، تل د انسان په غم او ښادۍ او د انسان په هر عمل او کردار کې شریک عقل دی. نو زما هیله او ارزو دادی، چې تل په خپل ژوند کې د خپل خوږ ملګري ملتیا وکړي او تل ددې خواږه ملګري سره د ژوند په هره پریکړه کې مشوره وکړي او دی په مهمو مسائلو کې وپوښتي. نو زه په ډاډ سره ویلي شم، چې تاسو ته د شیطاني چلونه درښولي شي او په ژوند کې مو د خپل بد کار د دفاع په لارو چارو پوهولي شي نو ددې ترڅنګ په ډیرې اسانۍ سره دا هم کولای شي، چې ستاسو په ژوند کې د ښه انتخاب، سوکاله ژوند او مینه محبت تر څنګ د ګټې او تاوان په کولو کې هم ملتیا وکړي.


م پ پیښور ۲۰۱۵/۵ / ۱۰

                            په افغانستا ن کې د نظامي فعالیتونو شروع او د حزبونو منځ ته راتګ!

اسلام پالو ځوانانو، چې په دې ټولو هڅو کې شریک وو او له دې سببه وه، چې دوي له ډیری مشکلاتو سره مخامخ وو. دوي لیده، چې کمونستانو د دولت ټول کارونه په خپله ولکه کې اخیستي وو او داود خان د یو سمبول په شکل ناست وؤ، نو په دې وخت کې کمونستانو غوښتل، چې له اسلام پالو سره حساب او کتاب وکړي.

په دې وخت کې اسلام پالو هم تصمیم نیولي وو، چې په یاد نظام کودتا وکړي په دې وخت کې حبیب الرحمن په کال ۱۹۷۴/۱۳۵۳ د حزب اسلامي له تنظیم سره یو ځای شوی وو ددوي د کودتا پلان څرکند او ددوي ډیری ملګري یې د حبیب الرحمن سره ونیول، چې په دې وخت کې حبیب الرحمن ۲۳ کلن ځوان و او د کابل پوهنتون په پلي تخنیک کې په درس ویلو مصروف و، چې وروسته له نیولو نه د یوې لنډ مهالې محکمې لخوا ورته د شهادت حکم واورول شو. 

او ددې ډلې نور غړي، چې ځانونه یې پټ کړي وو او بیا وروسته پاکستان ته را مهاجر شول، چې ددوي په منځ کې حکمتیار، رباني او خواجه محفوظ شامل و. نو کله، چې دوي په پاکستان کې ځای پرځای شول نو وروسته یې په نظامي عملیاتو لاس پورې کړ، چې ددې کار په کولو سره ددوي تر منځ هم اختلاف راغي او په دوو ګروپونو وویشل شول.

اول ګروپ په دې باور وو، چې باید په نظامي ډول له کمونستانو سره عمل تر سره کړو او دوهم ګروپ بیا په دې بارو وو، چې نه باید د سولې له لارې له د داوود خان سره خبرې ته کینو. وروسته له دې اختلافاتو نه دې نتیجې ته ورسیدل. چې باید په نظامي ډول او د وسلې په زورله هغه سره خبرې وکړو او دوي هم په وړو وړو ګروپونو سره تقسیم شول چې مشري یې حکمتیار کوله.

ددوي ترتیب په دې ډول وؤ، چې داود خان په هغه ملي جشن کې د ګډون لپاره، چې په ۱۹ د جولای ۱۹۷۵ کال، چې د ۱۳۵۴ کال د سرطان له ۲۹ سره برابر دی د ګډون په موخه د مرنجان تپي ته راځي او باید هلته ووژل شي، چې ددي عملیاتو مشري هم په خپله حکمتیار په غاړه اخیستې وه. او عین حال کې په دې هم تصمیم نیول شوی وو، چې د هیواد په خوا او شاه کې باید مصلحه عملیات شروع کړي چې ددې عملیاتو مشري په لغمان کې حبیب الرحمن کوله او په بدخشان کې ډاکتر محمد عمر او په پنجشیر کې سیف الدین، نصرت یار او خواجه محفوظ او احمدشاه مسعود او په ننګرهار کې قاري مومن او په کنړ کې ګل محمد او محمد مالک نومي کسان وو، چې دوي تر ډیره د وسلو سره هم اشنائی نه درلوده او د نظامي عملیاتو له تکتیکونو نه هم بیخي بې خبره وه. نتیجه دې ته ورسیده، چې یاد عملیات ناکام او حکومت وکولای شول، چې ددوي ډیری کسان ونیسی او داود خان ددوي له جملې نه درې کسان په فوري ډول اعدام کړل.

او هغه درې کسان، چې اعدام شول د هغو له جملې نه مولوي حبیب الرحمن، داکټر محمد عمراو خواجه محفوظ منصور وو او ددوي تر څنګ په سلهاوو نور کسان هم بندیان کړل. چې د هغو له جملې نه استاد غلام محمد نیازی، چې د ازهر له پوهنتون څخه فارغ و او د کابل پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځی استاد هم و. له دوي څه یې ډیری اعدام او ډیری یې د پلچرخي په زندان کې په ګولویو وویشتل شول.
وروسته له دې، چې دا عملیات ناکام شول نو داود خان د حرکت اسلامي غړو باندې کلي او کور تنګ کړ او د ژوند شرایط ورته سخت شول نو دوي تصمیم ونیاوه او۱۹۷۵/۱۳۵۴ کال پاکستان ته را مهاجر شول او په پاکستان کې جماعت اسلامي له خوا  ډیر ګرم استقبال وشو او دوي ته د اوږدې مودې لپاره ځایونه ورکړل شول.

وروسته ددوي او د پاکستان د حکومت چې د (حزب مردم ) په هغه وخت کې د بې نظیر بوټو پلار ذولفقار بوټو په لاس کې وو اړیکې ټینګې شوې. دا هغه وخت وو، چې په دې وخت کې د پاکستان او افغانستان د حکومتونو تر منځ شدید اختلافات موجود وو دا هغه وخت وو، چې د پاکستان د حکومت مخالیفین، چې اکثریت یې پښتانه او بلوچ وو دوي ته داود خان د افغانستان په خاوره کې ځای ورکړی وؤ.

پاکستان تر ډیره دغه خلک وځپل او د لومړي ځل لپاره یې په هغو باندې هوایي بمباري وکړه. پاکستان هم له دې قیمتي فرصت څخه د داود خان د حکومت پرضد ګته پورته کړه او دغو کسانو ته یې جایونه او وسلې ورکړې دوي په دې کوشش کې وو، چې په افغانستان زور راوړي ترڅو د پښتون او بلوچو د قضې نه لاس واخلي.

دا دوره د افغانانو د لومړیو کسانو د هجرت دوره وه او دا دوره په پاکستان کې د څلور پنځوسو مهاجرو په نوم یادیده، چې په کال ۱۳۵۴/ ۱۹۷۵ دا پیښه شوې دی. په دې وخت کې د خزب اسلامي ځینو کسانو د داود خان له حکومت سره بیرته لاسونه یو کړل او ځینې یې دلته باقي پاتې شول، وروسته تللي کسان د جاسوسانو په تور تورن شول، چې د هغو له جملې نه جان محمد هغه کس وو، چې د حزب اسلامی د قطعي محکمې په امر، چې اوس هم د هغې محکمې ډیر کسان ژوندی دی په اعدام محکوم شو، چې له ده سره دوه کسانو نور هم په دې لیست کې شامل وو، چې یو احمد شاه مسعود او بل محمدایوب وو، چې له دوي څخه یې دوه تنه په تیښته بریالي شول ، چې ددې کار په کولو سره د حکمتیار او مسعود تر منځ ژور اختلافات هم منځ ته راغلي وو . مسعود به حکمتیار تورناوه، چې د پاکستاني استخباراتو په همکاري ده غوښتل زما ترجمان ونیسي او مړ یې کړي نو له دې وجې مسعود شپږ میاشتې خپل ځان په کراچۍ کې پټ او وروسته له پاکستان نه ووت او د ډاکټر نجیب د نظام تر سقوط پورې دی بیا پاکستان ته داخل نشو. ولې حکمتیار دا موضوع ردوي او زیاتوي، چې په هغه وخت کې د حزب اسلامي مشر قاضي محمد امین وقاد وو او زه له دې موضوع سره هیڅ اړیکي نه لرم. وروسته له هغه نه حزبونه په پاکستان کې منځ ته راغلل او کوم وخت، چې د حرکت اسلامي په نوم د مشري انتخابات، چې په کال ۱۹۷۷/۱۳۵۶ کې په پیښور کې تر سره شول نو په هغه وخت کې خلکو د جمعیت اسلامي په نوم پیژانده، او رباني په دې وخت کې د یوسل او ددویشتو کسانو تر منځ، چې کوم انتخابات وشول د اکثریت رائی لاس ته رانه وړې، نو دا کار ددې سبب شو، چې حرکت اسلامي په دوو ګروپونو وویشل شي. کله چې حزب اسلامي افغانستان د حکمتیار تر مشري لاندې او حزب جمعیت اسلامي د رباني تر مشرۍ لاندې اداره کیدل. په دې وخت کې د پاکستان جمعیت اسلامی د رباني سره ډیر کومک او همکاري کوله ترڅو دي په پښو ودریږي، او ددوي تر منځ مشکلات هغه وخت نه را منځ ته شوي وو کوم وخت، چې دوي په خپل منځ کې د ګوند د مشري پرسر سره پریکړې ته ونه رسیدل. په دې وخت کې کمونستانو د شوروي په همکاري د داود خان د حکومت د ړنګیدو پلان جوړ کړی وو او داود خان په دې وخت کې د کمونستانو په دوستۍ کې له سره غور وکړ او ددوي ډیر کسان یې له مهمو پوستونو لرې او وشړل. کله، چې داود خان په یوه رسمي سفر په کال ۱۳۵۶/۱۹۷۷ شوروي ته لاړ او د برجنیف سره یې خبرې وکړې نو د شوروي مشر برجنیف له داود خان نه غوښتنه وکړه ترڅو هغو متخصیصینو خارجیانو (NATO) ته د درتلو اجازه ورنه کړې، چې د هیواد په شمال کې فعالیت کوي، فقد دوي د غربیانو جاسوسان دي، چې د شوروي اتحاد په اړه معلومات نشروي او جمع کوي. داود خان په تنده لهجه په جواب کې ورته ویلي وو، چې کوم کار او فعالیتونو، چې موږ یې په افغانستان کې تر سره کوي په خپله د افغانستان مربوطیږي او دا ډول غوښتنې مستقیم د افغانستان په حکومتداري کې لاسوهنه دی. او ته کوشش مه کوه، چې ما پوه کړې، چې زه خپل هیواد څه ډول اداره کړم دا ټول کارونه په افغانانو پورې مربوطیږي.

موږ په خپل هیواد کې لوږه قبلوه ولې دا نه قبلوه، چې زموږ استقلایت ته دې خطر پیښ شي او یا دې له سوال لاندې راشي. وروسته له خپل ځای نه پورته ددې پر ځای، چې سیاسي پرتوکول مراعت کړي له وطاق نه بهر لاړ او په دې سفر کې دا هم په پلان کې وو، چې داود خان به د برجنیف سره دوه په دوه یو مهم ملاقات کوي. دا کار په کال ۱۹۷۷ کې مخکې له کودتا نه تر سره شوي وو.
وروسته د ایران حکومت د رضاشاه پهلوي په مشرۍ، چې په دې وخت کې د امریکا اساسي او منظقوي فعالیتونه هم منطقه کې تر سترګو کیده ، له داود خان سره دې پریکړې ته ورسید، چې نور له شوروی سره اقتصادي اړیکي را کمې او په دې اړه د ایران لخوا ورته د یو میلیارد عاجل کومک وړاندیز هم وشو، او په راتلونکي کال کې به دا کومک دوه برابره کیږي. نو په دې وخت کې داود خان غوښتل، چې له پاکستان سره خپل سرحدي او سیاسي خبرې پای ته ورسوي او په دې اړه د ایران د حکومت لخوا دې ته تشویق کیده ترڅو ددې مزاکراتو په اړه سعودي عربستان، مصر، لیبیا او کویت سفرونه وکړي. داود خان په کال ۱۹۷۸/۱۳۵۷ خپل اوږد سفر شروع او له اسلامي هیوادونو سره یې لیده کاته وکړل. 

ځینې خلک وایي په دې وخت کې د کویت هیواد داود خان ته سپین چیک په میز باندې کیښود او له ده څخه یې غوښتنه وکړه، چې څومره پیسې غواړې د خپلو اقتصادي پروژو لپاره یوازې ولیکه. له دې کار وروسته داود خان پاکستان ته هم سفر وکړ، ځینې کسان په دې نظر دي، چې په ډې سفرونو کې جلالر وزیر تجارت، چې د کمونستانو تر ټولو نږدې غړی وو هم مل وو او کوم خبرې، چې د داودخان او نورو هیوادونو تر منځ کیدلې ټولېې یې مسکو ته لیږلې ، وروسته له دې د خلق او پرچم ګوندونه په خپلو کې سره یو او کال ۱۹۷۷/۱۳۵۶ خپل یوالی اعلان کړ.

او د داود خان د حکومت د ړنګولو لپاره یې امادګي نیوله. په دې وخت کې داود خان هم د خارجه وزیرانو لپاره د میلمستیا تیاری نیاوه او ترڅنګ حفیظ الله امین هم د کودتا نقشه تیاروله، چې په دې وخت کې د کمونستانو یو ډیر مشهور غړی میراکبر خیبر په مرموز ډول ووژل شو او کسان یې هم معلوم نشول. داسې ویل کیږي چې یاد کار د KGB  د غړو لخوا د شوروی د سفارت په اشاره دا کار تر سره شو او په دې اړه ببرک کارمل ته وظیفه ورکړل شوې وه.
ددې کار په کولو سره ټول خلقیان او پرچمیان د داود خان د حکومت څخه ووتل او داود خان په دې ویره کې شوچې داسې نه سبا د وزیرانو په میلمستیا کې کومه ګډوډي جوړه او دا هیواد به وشرمیږي نو ده پریکړه وکړه تر څو هغه کسان، چې خپل مقامونه یې پریښي وو ټول بندیان او جیل ته واچوي. وروسته کمونستانو خپله کودتا تر سره کړه او یاده کودتا ۲۷ د اپریل ۱۹۷۸ چې له ۱۳۵۷کال د ثور د ۷ سره سمون خوري د داود خان حکومت نسکور او هغه او د هغه کورنۍ یې ټول ووژل.


د حرکت انقلاب اسلامي ګوند څنګه منځ ته راغی؟ کله چې کمونستان قدرت ته ورسیدل نو د حزب اسلامي مشر حکمتیار او د جمعیت مشر رباني داسې و پتیله چې د کمونستانو په مقابل کې خپل کارونه سره یو کړي، ولې په هیڅ وجه دغو دواړو نه غوښتل، چې سره یو شي او سره کیني نو مولوي محمد نبي محمدي، چې په هغه وخت کې د کویټې په یوه مدرسه کې په درس ویلو بوخت وو او د محمد ظاهر شاه په وخت کې د پارلمان غړي هم وو، چې د کمونستانو سرسخت مخالف وؤ. د کمونستانو غړو دا په پام کې وو، تر څو د محمد نبي محمدي څخه په دې وخت کې، چې موقع ددوي په لاس کې وه خپل هغه قصد واخلي کوم، چې د پارلمان په وخت کې یې له دوي سره درلود، محمد نبي مجبور شو تر څو پیښور ته راشی نو په دې وخت کې دی د حزب اسلامې غړیتوب هم درلود کله ، چې پیښور ته را ورسید نو له ده څخه غوښتنه وشوه تر څو د نوي حزب کوم ، چې د حزب اسلامي او حزب جمعیت څخه منځ ته راغلي وو مشر شي، دي دا پشنهاد ومانه او د حرکت انقلابي اسلامي په نوم د نوي حزب مشري یې پر غاړه واخیسته، وروسته له یو څه وخت نه رباني ریاض ته یو سفر وکړ او هلته یې له یوه ډله افغانانو سره خبرې او لیده کاته وکړل. له را ستنیدو سره سم یې د جبهة نجات ملي په نوم د یو نوي حزب د جوړیدو خبر خپورکړ او محمد نبي یاد حزب (حرکت انقلابي اسلامي) د یو مستقل حزب په نوم و نوماوه. چې دې کار ته د پاکستان د جمعیت علما‌ء اسلام متنفذ مولوي فضل الرحمن چې په پاکستاني کې د دیوبند د مدرسې په سیاست قایل دي تشویق او جوړ کړو بل خوا مفتي محمود محمد نبي ته ویلي وؤ، چې د اخوانیانو مودودیانو نه مه ځه ترڅو یاده مفکوره په افغانستان کې په ټولو سنتی ملایانو کې په مستقل ډول پاتې شي. مفتي محمود یوازې دا کار ونه کړ بلکې د پاکستان حکومت یې هم ددې حزب کومک ته تشویق کړ او د لومړي ځل لپاره یې د امریکا له سفیر سره په اسلام اباد کې د ملاقات ترتیب وکړو او له سفیر څخه یې غوښتنه وکړه تر څو خپل کومکونه له حزب اسلامي نه کم او په ځای یې له نوي حزب چې مشري یې محمد نبي کوي زیات کړي. نو اولني کس، چې له دې حزب سره یې کومک وکړ نصرالله منصور وو، چې خپله هم د یوې سنتي مفکورې لرونکي وو. او ددوي غوښتنه هم دا وه تر څو هغه علماء او شیخان چې محافظه کاره او تقلیدي کارونه کوي یو ځای ته سره را جمع او خپل وران کاره فعالیتونو ته دوام ورکړي.


د جبهه نجات ملي په نوم حزب څنګه منځ ته راغی؟ څنګه مې، چې مخکې هم ورته اشاره وکړه کله چې رباني سعوي عربستان ته سفر وکړ نو هلته یې له صبغت الله مجددي او محمد هاشم مجددي اوعبدالستار سیرت سره خبرې وشوې او دوي په دې خبرو کې په دې موفقه وکړه، چې موږ په خالي لاس نشو کولای له روسانو سره مقابله وکړو نو ددې لپاره باید له غربي هیوادونو بلخصوص له امریکا څخه کومک وغواړو، او لاسونه سره یو کړو ترڅو ددې لوی قدرت مقابله وکړو. نو موږ د ایمان او اسلام په نوم نشو کولای د امریکا او بلخصوص د غربیانو توجو د ځان لپاره را واړو نو له دې وجې دا مسائله باید د یوې ملي مسائلې په توګه ورسره مطرح کړو. دوي هم دې حقیقت ته ورسیدل، چې کیدای شي دا جنګ څو کاله دوام وکړي نو دا جنګ د نوي نسل په توان اوطاقت کې ندی او نه زموږ سره ښه تجربه کاره مشران شته نو له دې وجې یې دا پریکړه وکړه چې دې جنګ ته یو ملي اړخ ورکړي کوم چې له دین او اسلام سره کوم اړخ نه لګوي نو په دې وخت کې رباني او صبغت الله مجددي دا سازمان (حزب) د جبهة نجات ملي په نوم و نوموله او دا کار د صبغت الله مجددي او رباني د اتئلاف په نوم هم شهرت لري ولې رباني بیا هم د جمعت اسلامي د ګوند د مشر په توګه پاتې شو او صبغت الله مجددي جبهة نجات ملي په ۱۹۷۸ چې له ۱۳۵۷ کال سره سمون خوري د مستقل ګوند په حیث اعلان کړ او کله، چې د قیام اسلامي په نوم یو بل حزب چې مشري یې میاګل اغای تګابي مرشد چې د تګاب اوسیدونکي وؤ د هیواد له پایتخت سره نږدې اوسیده له جبهة نجات سره یو ځای شو نو دې ګوند ته یې نور هم تقویت ور وباښه . په دې وخت کې صبغت الله مجددي په دې نظر وو چې د کمونستانو پر وړاندې محمد ظاهر د جهاد لپاره یو مناسب شخصیت دي په افغانستان کې نو ددې لپاره له هغه نه دبیرته ستنیدو غوښتونکی شو او ددې کار په کولو سره د رباني، سیاف او حکمتیار تر انتقادونو لاندې راغی.


محاذ ملي اسلامي څنګه منځ ته راغی؟ پیر سید احمد ګیلاني د سید حسن معروف زوي چې په نقیب صاحب مشهور دی د قادرې د ډلې او د شیخ عبدالقادر ګیلاني شاګرد دی، چې له عراق نه افغانستان ته راغلي او کورنۍ یې تر اوسه هلته ځمګې او کورونه لري. ده په ۱۳۵۷/۱۹۷۸ کال کې پاکستان ته را مهاجر شول دي له خپل موقف او اجتماعي او دیني اړخ نه په ګټې اخیستنې سره یو ګوند جوړ کړ چې نوم یې ورته محاذ ملي اسلامي کیښود چې یاد حزب د خپل نوم خلاف یو لیبرالي تنظیم وو، کوم چې له فکري او ملي اړخ نه له کومې روښانه مفکورې لرونکي نه وو. چې دی به دا ګوند د پښتونو په نوم یاداوو چې د پلار له وخته سیطرة یعنې روحاني بلل کیده. د ګیلاني کورنۍ د مخلوع له کورنۍ سره د دوستي اړیکي لرلې نو د کور له فکرونو، اخلاقو او رویې یې په پوره ډول د غرب نه متاثره ښکاریدلې نو له دې پلو دا تنظیم ظاهر شاه ته ډیر نږدې تنظیم ښکاریده. نو ددوي یو بل توپیر له نورو حزبونو سره دا وو چې دوي افغانستان ته راستنیدل د لویې جرګې له لارې وو او ددوي دا لوي فرق دی له نور حزبونو سره چې تر اوسه پورې د نورو حزبونو ته انتقاداتو لاندې راځي .





حزب اسلامي( مولوي خالص) څنګه منځ ته راغی؟ په کال ۱۹۷۹/۱۳۵۸ کله چې حزب اسلامي د حکمتیار تر مشري لاندې له حزب جمعیت اسلامي د رباني تر مشرۍ لاندې سره اتئلاف وکړ او یو بل حزب چې مخکې یې یادونه هم وشوه د حزب انقلاب اسلامي په نوم جوړ شو نو په دې وخت کې حکمتیار خپلوټولو غړو ته وویل چې د نوي حزب سره یو ځای شي نو په دې وخت کې مولوي خالص چې د حزب اسلامي یو لوی او قوي غړي وو بغاوت وکړ او وویل چې ښاغلي حکمتیار له حزب اسلامي نه جدا شوي نو په دې اساس دی د مشرۍ مستحق ندي او خپل ځان یې د حزب اسلامي واقعي مشر اعلان کړ نو په دې وخت کې مجاهدینو چې په کومو شرایطو کې قرار درلود نو دې جدایي ته لاره هواره وه او بل دا چې حکمتیار او خالص په دیني او عقیدوي لحاظ هم فرق درلود . ځکه چې حکمتیار د جدي او تیز خوي څښتن وو او خالص بیا یو ارام طبعیته او ډیر جدي نه وو.







اتحاد اسلامي د سیاف ګوند څنګه منځ ته راغی؟

کله چې په ټوله مانا افغانستان د شوروی د اشغال لاندې راغی نو جهادي تنظیمونو له هر وخت نه ډیر ضرورت درلود، چې خپل فعالیتونه سره همغږي کړي، په دې وخت کې سیاف تازه تازه له زندان نه را خلاص شوی وو او تر دې وخته له یو خزب سره هم نه و یوځای شوی. نو په دې اساس دغو نورو پنځو حزبونو مشرانو برهان الدین رباني، صبغت الله مجددي، مولوي محمد یونس خالص، مولوي محمد نبي محمدي او پیر سید ګیلاني چې سیاف یې د مخلص جهادي مشر په توګه پیژانده او د ټولو د احترام وړ وو نو دې پنځو واړو حزبونو یوه ناسته وکړه او اتئلاف یې وکړ او ددې ټولو مشر یې سیاف و ټاکه او ددې اتئلاف نو یې (اتحاد اسلامي برای ازادي افغانستان) کیښود چې دا کار په کال ۱۹۸۰/۱۳۵۹ کې وشو. د حزب اسلامي مشر حکمتیار له یاد اتئلاف سره یو ځای نشو او اعلان یې وکړ، چې زه د اتئلاف مخالف نه یم ولې دا اتئیلافونه د یو نوي تنظیم د رامنځ ته کیدو ته لاره هواروي، زه وضعیت له لرې نه ګورم او له خارج نه یې تائید او تقویه کوم نو که له لرې نه دا راته ثابته شوه، چې دا خزب صادقانه کار کوي او په دې کې چلبازان وجود ونه لري نو هلته به زه بیا په خپل تصمیم کې تغیر راولم او له سره به فکر پرې وکړم او له هغه حزب سره به یو ځای شم کوم چې صادقانه کارکوي. تر دې وخته یو کال هم نه وو تیرشوی، چې په کال ۱۹۸۱/۱۳۶۰ له پنځوحزبونو نه یې څلورو ددې اتئلاف مخالفت وکړ، او سیاسي رهبرانو د سیاف په سیاست نیوکې وکړې او دی یې په خیانت تورن کړ دوي ددې دعوه کوله، چې سیاف په یوه غونډه کې د وزارت خارجه اسلامي لخوا په اسلام اباد کې جوړه شوې وه خپل ځان یې د افغانستان د ټولو مومنانو او مجاهدینو اصلي ممثل او وارث بللی وو. نو په دې اساس د جمعیت اسلامي نه بغیر نورو څلورو حزبونو دی یو خاین بللی وو. نو په دې اساس د تنظیمونو تر منځ دغه کړي له منځه لاړه او سیاف هم خپل ګوند چې (اتحاد اسلامي برای ازادي افغانستان) په نوم یادیده په لږ تغیر شوي شکل ګوند په خپل مالي لګښت چلاوه او ده به جمعیت اسلامي هم خپل ګوند باله چې د هغو له جملې نه احمد شاه احمدزی وو، چې دا حزب تر اوسه پورې دوام لری او یوازې نوم یې تغیر کړی دی.

م پ

پیښور

                                                       ولسي مبارزې ولې ناکامیږي؟

ولسي مبارزه ( عدم تشدد) چې ډیره پخوا مخینه لري او خلک یې په مختلفو نومونو یادوي لکه سترټیژیک عدم تشدد، Civil Resistance, Peoples Power یا Nonviolent Civic Mobilization او داسې نور نومونه ورته کارول کیږي اوشلمې پیړۍ ته د ولسي مبارزې پیړۍ ویل کیږي ځکه، چې په دې پیړۍ کې د ولسي مبارزې مبارزینو ګڼې لاسته راوړونې درلودې، چې د هغو له جملې څخه ګاندهي، مارټین لوټر کینګ، نیلسن منډیلا، خان عبدالغفارخان( باچا خان) د یادولو وړ دي. له ۱۹۰۰ تر ۲۰۰۶ کاله پورې، چې کومې ولسي او وسلوالې مبارزې تر سره شوې دي تعداد یې ۳۲۳ ته رسیږي، چې څه د پاسه سل یې ولسي مبارزې (عدم تشدد) پکې شاملې او بریالۍ شوې دي. په نړۍ کې کومې ولسي مبارزې (عدم تشدد)، چې د ځمکنۍ بشپړتیا په خاطر ترسره شوې ډیری یې کامیابه شوې لکه د استعمار خلاف مبارزه، او یا د خپلواکۍ اخیستل او یا د نژادي تبعیض خلاف ولسي مبارزې، چې موږ یې دلته د مثال په ډول د نیلسن منډیلا نوم ذکر کوو، چې دده ولسي مبارزه د نژادي تبعیض په خلاف ترسره شوې وه او یا د استعمار خلاف ولسي مبارزې، چې په دې برخه کې موږ د خان عبدالغفارخان او ګاندي نومونه ذکر کولی شو. دې ته ورته نور داسې ډیری مثالونه لیدل کیږي، چې ددوي د ولسي مبارزو هدف ترې په واضحه توګه څرګندیږي، نو موږ په دې برخه کې د د ولسي مبارزې (عدم تشدد) د ناکامۍ په ځینو لاملونو رڼا اچوه، چې ولسي مبارزې (عدم تشدد) د ناکامي لاملونه ډیر زیات دي ولې دلته یې یوازې په هغو لاملونو خبرې کوو، چې په ولسي مبارزه کې اساسي او بنیادي ګڼل کیږي. چې د هغو له جملې څخه لومړی د یو مشخص پلان نشتوالي ددې لامل کیږی، چې ولسي مبارزه ناکامه شي نو په ولسي مبارزه کې تر ټولو اهم او ضروري د پلان ترتیب او تدوین دی. تاسو به هم ددې شاهد پاتې شوي یاست، او کیدای شي تاسې هم د دا ډول ناکامۍ خوند لیدلی وي نو ښه او پر ځای خبره دادي، چې د هر کار د تر سره کولو نه مخکې باید هغه کار ته یو پلان ترتیب شي، چې په کوم ډول دا کار تر سره شي او څنګه به یې پایله مثبته راووځي؟ نو د پلان په ترتیبولو کې اهم شي، چې هغه لرلید دی باید په نظر کې ونیول شي ځکه په سټراټیژي کې باید د مبارزې لرلید معلوم وي که چیرته برعکس وي نو دا کار ولسي مبارزه( عدم تشدد) له ناکامي سره مخ کوي. همدارنګه په پلان کې موخې ډیرې اساسي او بنیادي بلل کیږي، که تاسو ځینو ولسي مبارزو ته فکر وکړي د مشخصو موخو په نه لرلو سره دا مبارزې ناکامه شوې او خپل هدف یې لاسته ندې راوړی. د موخو ترڅنګ ګډ پوهاوی دی، چې دا په ولسي مبارزه کې ډیر مهم بلل کیږي، کله، چې په ولسي مبارزه کې ګډ پوهاوی موجود وي نو مخالف لوری نشي کولای د ولسي مبارزې په مبارزینو کې درز پیدا کړي او یا یې له خپل مشخص هدف څخه وګرځوي. او که چیرته ګډ پوهاوی نه وي موجود نو هر څه ګډوډیږي او مخالف لوری په ډیرې اسانۍ سره کولای شي خپل هدف لاسته راوړي. ددې پورتینو څرګندونو په تړاو باید یادونه وکړم، چې مشروالی، وخت، مهارتونه او وسائل، روزنه او بیا پخلاینه، یوالی او اتحاد ، د مخالف او موافق معلومول، او تر ټولو مهم اصل دادی، چې ولسي مبارزه باید په حقایقو ولاړ وی، جامع وی او د نظر د خاوندانو نه پکې نظر واخستل شي، له ټولو مبارزینو سره باید د مبارزې کولو په هر اړخ خبرې وشي او له دوي سره د نظر شریکولو زمینه برابره شي، ځکه که چیرته داسې ونه شي نو په ولسي مبارزې باندې خلک باور نه کوي او پریږدي یې، زه دلته د یو څو ولسي مبارزو مثالووه وړاندې کوم. د افغانستان د حکومت په خلاف د طالبانو لخوا د موازي حکومت اعلان اوجوړیدل، په پیښور کې، چې ډیر دوام یې ونه کړ او ډیر ژر سره ټوټې ټوټې شو، چې علت یې د مشخص پلان نشتوالي او ترڅنګ د یوالي او اتحاد سره سره ځینې نور داسې لاملونه وو، چې موږ ورته اشاره وکړه. دې ته ورته په پاکستان کې د تحریک انصاف د ګوند عمران خان ولسي مبارزه، چې ډیر دوام یې وکړ ولې د مشخص هدف په نه درلودلو سره ډیره ژر د پای شیبو ته ورسیده. او هیڅ لاسته راوړنه یې نه درلوده. دلته باید یادونه وکړم، کوم پورتني اساسي نقاطې، چې ذکر شوې او یادونه یې وشوه که چیرته په ولسي مبارزه کې شتون ولري نو ولسي مبارزه تر ډیره کامیابیدو چانس پیدا کوي او که پورتني نقاطو پکې له نظر وغورځول شي نو دا به ډیره ستونزمنه وی، چې ولسي مبارزه دې کامیابه شي. اوس دا د ولسي مبارزې د ناکامیدو لاملونه په ګوته کوو، چې کوم کوم دی؟ د مشخص پلان نشتوالی، د یوالی او اتحاد نشتوالی، د مهارتونو او وسائلو نشتوالی، د مخالف او موافق نه معلومیدل، د نظر د خاوندانو خبرې له پامه غورځول، د ګډ پوهاوي او ګډو موخو نشتوالی او خود غریضي یا په خپل شخصیت جوړونې پسې تلل ددې لامل کیږي، چې ولسي مبارزې ناکامې شي او مبارزین په هیڅ صورت نشي کولای، چې خپل حقونه لاسته راوړي. دې پورتنیو لاملونو ترڅنګ ځینې نور داسې لاملونه شته، چې د ولسي مبارزې په ناکامیدو کې مهم رول لري او باید په نظر کې ونیول شي، دلته موږ یوازې هغه مواردو ته اشاره وکړه، کوم، چې موږ ته ډیر مهم دي او خلک یې په مثالونو کې یادوي.


م پښتون کابل

Plz add me on facebook[سمول]

Plz click here to add me on fb & message me