کارن:پښتون1/بلاګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ورډپرس ، د بلاګ سافټویر بېلګه.

بلاګ، چې د ویب بلاګ په نوم هم پیژندل کیږي، یو ډول ويبځاى دى چې د ډایري یا ورځليک په څیر دى. بلاګ خپله مینځپانګه د ټولګو او پوسټونو په شکل برابروي. په بلاګ کې پوسټونه له وخت سره چپه ډول راځي. د دې مانا دا چې ستاسو وروستي پوسټ د پاڼې سر کې راځي. په دې توګه، کله چې تاسو نوی پوسټ خپور کړئ، نو دا به لومړی راشي او زاړه پوسټونه به ښکته وي. هر څوک کولی شي یو بلاګ جوړ کړي او بیا پدې بلاګ پوسټونه خپور کړي. بلاګران (د خلکو لپاره یوه کلمه چې په بلاګونو کې لیکي) اکثرا د خڅل نظرونو او افکارو په اړه لیکي. بلاګ د ويډيو په ډول هم جوړيږي چې ورته ویډیو بلاګ یا ويډيو لاګ، چې بيا ولاګ ترې جوړ شوى.

کله چې یو څوک په بلاګ کې لیکل وکړي، هغه د پوسټ په توګه وي. پوسټونه اکثرا نورو ويبځايونو ته لینکونه يا تړاونه لري.

بلاګونه کولی شي یو یا ډیر لیکوالان ولري. که دوی له یو څخه ډیر لیکوالان ولري، دوی اکثرا د ټولنې بلاګونه، ټیم بلاګونه، یا ډلې بلاګونه نومیږي ځکه چې افکار له یو نه ډېرو کسانو لخوا رامینځته شوي.

بلاګونه څنګه کار کوي[سمول]

[[وېشنيزه:انټرنټ]]