کارن:نمونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سلام زه په ويکيپېډيا کې يو نمونه يي کارن يم
له دې نوم نه هغه وخت کار اخيستل کيږي چې د يو شخص مالومول ونه غوښتل شي.

زمونږ کارننوم څه په درد خوري؟[سمول]

کله چې تاسو يو نوی ګڼون جوړوئ، په هماغه نوم سيستم ته داخلېږئ، نو د دې لپاره اړ ياست چې د ځان لپاره يو کارننوم وټاکئ، دا مخ په دې اړه يو څه لارښوونې لري.

ستاسو کارننوم ستاسو د ټولو سمونونو سره مل مخونو کې تړل کيږي. دا چاره د خپراوي حق سره مرسته کوي: د بېګلې په توګه؛ په هغه صورت کې چې يو شخص ته ويکيپېډيا د يوې ليکنې چې تاسو ترسره کړې د خپراوي حق ورنکړي، نو په دې وخت کې شخص کولی شي ستاسو د خبرو اترو پرمخ له تاسې دا اجازه له تاسو واخلي . لا زياتو مالوماتو لپاره ويکيپېډيا:گڼون ولې جوړ کړم؟ وګورئ.

تاسو کولی شئ د وخت په تېرېدو خپل کارننوم بدل کړئ، لازياتو مالوماتو لپاره ويکيپېډيا:بيوروکراټانو خبرپاڼه وګورئ.

مونږ تاسو ته يوازې د يوه کارننوم او يوه ګڼوڼ جوړولو مشوره در کوو.

د ښه کارننوم ټاکلو ارزښت[سمول]

ښه کارننوم کېدای شي ستاسې اصلي يا بل مستعار نوم وي چې تاسو يې په ويکيپېډيا کې کاروئ، دا ستاسو لېوالتيا پورې اړه لري چې تاسو يې د ويکيپېډيا د ليکنو د سمولو پرمهال د بې پري پاتې کېدو په پار ترسره کوئ. لطفاً خپل کارننوم داسې وټاکئ چې هم تاسو هغه په راحتۍ سره هرځای وليکلای شئ او هم نور کارنان په اساڼۍ د هغې په مانا پوه شي او په اسانۍ يې د خبرو اترو يا مخاطب کولو پرمهال وليکي، په ياد ولرئ ناسم او بې مانا نومونه د نورو د حساسيت د راپارېدو او ستاسې د باور او سياسي ليدلوري په اعتبار اغېز غورځوونکی دی، دا چې ويکيپېډيا يو نړيوال پوهنغونډ دی، نو د داسې نومونو د ليکلو څخه ډډه وکړئ چې ټولنه ورسره حساسيت لري يا دا چې په هغې کې قومي، ژبني، سمتي، شخصي، ټولنيز، مذهبي... نورو ته سپکاوی شوی وي. ويکيپېډيا تاسو ته توصيه کوي چې د لاندې کړنو څخه ډډه وکړئ:

  1. د سياستوالو، نظاميانو، د ټولنې د مشهوره څېرو او مذهبي کارن نومونو له ايښودلو ډډه وکړئ.
  2. نور هغه نومونه چې د سمتي، مذهبي، ژبنيزو او قومي ارزښتونو سره په ټکر کې وي.

د نورو اندونه او نظروه ارزښتمن وګڼئ.

خلک بايد تاسو ستاسو د ونډو له مخې وپېژني او ستاسې د شخصيت په اړه قضاوت وکړي، نه د يو احساساتي او مستعار نوم په اساس، له دې ډول کارننومونو له اېښودلو ډډه وکړئ چې مستعار، بې مانا او احساساتي وي، په ياد ولرئ چې تاسو د يوې ټولنې په توګه کار کوئ، څومره چې تاسو له نورو د درناوي هيله لرئ، په همدې ډول نورو ته هم احترا وکړئ.

کارننوم ړنګول[سمول]

هغه کارننومونه چې په ويکيپېډيا کې برخه لري، د ړنګولو قابل نه دي،ځکه دا ډول کړنه بل کارن ته په هماغه نوم د کارننوم جوړولو شونتيا برابروي چې له کبله يې نوی شخص کولی شي د پخواني کارن د ليکنو د مالکيت دعوه وکړي. البته کولی شئ چې د کارنمخ يا خبرو اترو مخ د ړنګېدو غوښتنه د ويکيپېډيا:کارنمخ اصولو سره سم وکړي.