کارل لډويګ اون هالر
کارل لډويګ اون هالر | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | برن [۲] |
مړینه | سولوتهورن [۳] |
تابعیت | سويټزرلينډ |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
سمول |
کارل لډويک اون هالر (۱۷۶۸ز کال، د اګسټ ۱ څخه، تر ۱۸۵۴ز کال د می ۲۰ پورې) يو سويسي قانونپوه، سياستوال او سياسي فيلسوف و. نوموړی د “Restauration der Staatswessenschaft” (د سياسي پوهې بيارغونه ۱۸۳۴-۱۸۱۶ز کلونه) ليکوال و، چې دې کتاب د ويانا له غونډې څخه وروسته د بيارغونې دورې ته خپل نوم ورکړ او همدا راز ياد کتاب باندې George Wilhelm Friedrich Hegel د حق د فلسفې په ۲۵۸ عناصرو کې په کلکه نيوکه وکړه.
د اون هلر کار چې د Wartburg مېلې پر مهال وسوځول شو، د کورني مشروعيت او د ځمکنۍ واکمنۍ پر بنسټ پاچهۍ د اصولو او د سويس د ښاري دولتونو په څېر، له عصري څخه د مخکې جمهوريتونو ستر ساتندوی او د ټولنيزې اړيکې، عامه قانون او دولتي حاکميت د معاصرو سياسي نظريو يو تر ټولو ثابت نه منښت يا رد کوونکی و.
ژوند
[سمول]د ژوند لومړي کالونه
[سمول]اون هلر (Von Haller) د Bern سيمې د يو سياستوال او تاريخپوه (Gottlieb Emanuel von Haller) زوی او د شاعر او پوه Albrecht von Haller لمسی و. د نوموړي د نسب لړۍ له Johannes Haller (1487-1531) څخه راوتلې ده. جوهانس هلر يو مهذب مبلغ و، چې له Huldrych Zwingli سره يو ځای د Kappel په دويمه جګړه کې مړ شو. [۴]
که څه هم نوموړي پراخه زده کړه نه ده تر لاسه کړې او يوازې خصوصي لوستونه او د لېسې په کچه ښوونځي کې يې يو څو ټولګي لوستي دي. هلر د يوه کوچني په توګه د Philipp Albert Stapfer تر لارښوونې لاندې، په يو يوناني ښوونځي کې زده کړې وکړې. سټيپفر په Helvetic جمهوريت کې د يو مامور په توګه خدمت کوي. هلر (Haller) د ۱۶ کلنۍ په عمر په خپله خوښه د Bern جمهوريت محکمه کې کار پيل کړ. کورنۍ يې د دې له امله (Nyon) ته لاړه، چې د پلار يې «د ښاروالۍ وکيل» دندې ته پرمختګ وکړ. هغه په خپله زده کړې وکړې او په دې ډول يې د خپلو زده کړو تشې ډکې کړې. په ۱۷۸۶ کې د خپل پلار له مړينې څخه وروسته د خپل ملکيت رښتينی سرپرست شو. نوموړی راتلونکي کال کې سرپرست لومړی وزير وټاکل شو او د سويسي ديني پوه Johann Samuel Ith بيانونو کې برخه اخيستل يې پيل کړل. د ۱۹ کلنۍ په عمر د (Kommissionsschreiber) يا «د دولتي کميسيون ميرزا يا ليکونکي» مهمې دندې ته غوره شو. په ياده دنده کې يې د حکومت لارو چارو، عملي سياست او جرمي کړنلارې په اړه پوهه (بصيرت) تر لاسه کړ. د سويسي رژيم د منشي په توګه چې په Baden او Frauenfeld کې تر سره شو، هلر په سويسي يووالي (Swiss Confederation) کې د شيانو له حالتونو سره اشنا شو. [۵]
نوموړي په ۱۷۸۹ ز کال کې د فرانسې په کالنۍ ونډه (قسط) کې پانګه اچونه پيل کړه، دوه کالونه وروسته يې د biens nationaux په توګه د کليسا ملکيتونو په زور اخيستلو (ضبطولو) سره د اخلاقي مخالفت له امله، بېرته وپلورله. نږدې همدې وختونو کې يې د Emmanrl Joseph Sieyes کتابونه ولوستل او ځان يې د اساسي قانون پر بنسټ ليبراليزم ته مايل وګڼه.
سفرونه
[سمول]په ۱۷۹۰ز کال کې يې پاريس ته د اوښتون له نويو نظريو سره نور هم اشنا کړ او د Fete de la Federation کې حاضر و. هلر په همدې کال د Bern کورنکېممر (Kornkammer) ته غوره شو، چې د ښار د تراټو (ګودامونو) د مديريت ځواب ويونکی و. نوموړی په ۱۷۹۲ ز کال کې د برني اقتصادي ټولنې (Bernese Economic Society) غړی شو او خپل لومړنی ليکل شوی کتاب چاپوي، چې د کوچو د لېږد د بنديز پر وړاندې يو بحث کوونکی راپور دی. د استازولۍ (سفارت) د ميرزا په توګه يې په بېلابېلو مهمو سفارتونو کې خدمت وکړ. د بېلګې په ډول: په ۱۷۹۲ ز کال کې جينيوا کې د مېشت سويسي ځواکونو په اړه جينوا ته، له سويلي المان څخه د غلو دانو د رالېږد په اړه په ۱۷۹۵ ز کال کې Ulm ته او په ۱۷۹۷ ز کال کې Lugano، Milan او پاريس ته د جګړه کوونکو قدرتونو پر وړاندې د سويس بې پلوه حالت په اړه. يادو سفرونو نوموړی د ناپيليون او Talleyrand په ګډون د وخت له ځينو مخکښو شخصيتونو سره اشنا کړ. [۶]
هغه مهال چې د سويس پخوانی يووالی (Old Swiss Confederation) وننګول شو، هلر د اړدوړ د غلي کولو په موخه Rastatt ته واستول شو. که څه هم دا کار ډېر ناوخته وشو او کله چې د ۱۷۹۸ ز کال په فبروري کې بېرته راستون شو، فرانوسي پوځ وار له مخه د Bernese سيمه کې و. نوموړي د اساسي قانون له مخې د يو وړانديز (Projekt einer Constitution für die schweizerische Republik Bern) په ليکلو سره د چارواکو د پخلا کولو هڅه وکړه او د ۱۷۹۸ ز کال، د مارچ پر لومړۍ نېټه يې له جنرال Guillaume Brune سره د وروستي منځګړيتوب زيار ویوست، مګر د سوي د پخواني يووالي د له منځه تلنې مخنيوي يې ونه شو کولی. برن (Bern) څلور ورځي وروسته په څرګند ډول څلور ورځې ورسته د Grauholz جګړه کې وغورځېږې (سقوط وکړي).
اون هلر (Von Haller) ژر تر ژره هر ډول ليبرالي اصول په بشپړ ډول پرېښودل او د اوښتون يو نه منونکی مخالف شو. سمدلاسه يې دولتي دندې څخه لاس واخيست چې د اوښتون خوښونکو چارواکو تر واک لاندې يې درلوده او Helvetische Annaalen په سرليک يوه مقاله يې خپره کړه، چې د ۱۷۹۸ ز کال کال له اپريل څخه تر نومبر پورې يې ۶۴ مسئلې پر مخ وړلې. نوموړي په ياده مقاله کې په داسې توند پېغور يا نيوکې سره د Helvetic جمهوريت پر تېريو او قانوني پلانونو باندي بريد وکړ، چې ياده پاڼه پټه شوه او نوموړی په خپل له بند څخه د تېښتې په موخه وتښتېد. هغه ځانګړې مقاله چې د نوموړي د رټنې يا محکومېدلو لامل شوې وه، د Beritrage zum einem revolutionaren Gesetzbuch (د قانون په اوښتون خوښونکي کود کې ونډې) تر سرليک لاندې يو سياسي طنز و. د ځينو کرښو څرګندونې د Helvetic چارواکي اغېزمن نه کړل. لکه: «د هر واک تورنول يا نسکورول د وطنپالنې معنا لري او په يو څوک بايد وطنپالو ته ژمن وي، مګر د څو کسيز حکومت يو غړ “Oligarch” يا د پخوانۍ پلازمېنې يو اوسېدونکی يا يو رښتينی قاضي چې خپله دنده يې تر سره کړې ده؛ يو انسان نه دی، بلکې بې واګې څاروی دی چې يو څوک ورسره د خپلې غوښتنې وړ کړنه کولی شي». وروسته له دې اون هلر يو مخالف (غبرګوني) او وېشونکې څېره وه. د فزيالوژي سويسي پوه Johann Kaspar Lavater د ياد وخت پر مهال سويس کې د هلر غوره ژبنی ساتندوی يا ملاتړ و او هلر د نوموړي له مړينې څخه وروسته په يوه مقاله کې د هغه ستاينه وکړه. [۷][۸]
رو هلو ځلو څخه وروسته وي
[سمول]Von Haller له ډېرو هلو ځلو څخه وروسته ويانا ته راغلی، چې له ۱۸۰۱ ز کال څخه تر ۱۸۰۶ ز کال پورې په کې د جګړې د شورا د محکمې ميرزا و. د کورني عامه نظر په پايله کې د Bernese حکومت له لورې په ۱۸۰۶ز کال کې راوبلل شو او د پوهنځي په نوي رامنځته شوي عالي ښوونځي کې د اساسي قانون پروفيسور وټاکل شو. کله چې په ۱۸۱۴ کې پخوانی اشرافي نظام بېرته جوړ شو، هلر د خپلواکې سترې شورا (Grand Council) غړی شو او خورا لږه موده وروسته د Bernese جمهوريت د شخصي (محرم) شورا غړی شو او په ۱۸۱۷ ز کال کې يې خپله لومړنۍ دنده پرېښوده. مګر په ۱۸۲۱ ز کال کې هغه مهال چې کاتوليک پالنې ته بېرته راستنېدل يې ښکاره شول، له دندې څخه ګوښه شو. د مذهب دا بدلون د ستر مخالفت لامل شو او هغه ليک چې نوموړي له پاريس څخه خپلې کورنۍ ته وليکه، د خپل اخيستل شوي ګام د لاملونو څرګندونه يې کوله. ياد ليک په لنډه موده کې پنځوس ګڼې چاپ شو، څو ځلې وژباړل شو او ګڼ شمېر ځوابونه او بخښنې وګڼل شو.
سرچينې
[سمول]- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118701061 — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 118701061 — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 118701061 — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ Missionen der Berner Regierung nach Genf (1782), Mailand, Paris und Rastatt (1797—1798). Mittheilungen aus dem Nachlaß des Herrn K. L. von Haller. Berner Taschenbuch. 1868.
- ↑ ”Aufzeichnungen Karl Ludwig von Hallers über seine Jugendjahre 1768-1792.” Berner Zeitschrift für Geschichte und Heimatkunde, vol. 23 (1961).
- ↑ Wyss, Regula; Stuber, Martin (2012). Paternalism and Agricultural Reform. The Economic Society of Bern in the Eighteenth-Century.
- ↑ König, K. G. "Karl Ludwig Von Haller, Zubenannt „der Restaurator“." Kritische Ueberschau Der Deutschen Gesetzgebung Und Rechtswissenschaft 3 (1856): 89-104. Accessed August 29, 2021. http://www.jstor.org/stable/43125190.
- ↑ Historischer Verein des Kantons Bern (Herausgeber). Band 41 (1951-1952). Heft 1. Haasbauer, Adolphine. Briefwechsel zwischen Johann Kaspar Lavater und Karl Ludwig von Haller aus den Jahren 1798 und 1799.