کارل لډويګ اون هالر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کارل لډويګ اون هالر
کارل لډويګ اون هالر
کارل لډويګ اون هالر

د شخص معلومات
پيدايښت ۱ اگسټ ۱۷۶۸[۱][۲][۳][۴][۵]
برن [۶]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 20 مې 1854 (86 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سولوتهورن [۷]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت سويس   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال
سياستوال [۸]
فیلسوف   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه [۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

کارل لډويک اون هالر (۱۷۶۸ز کال، د  اګسټ ۱ څخه،  تر ۱۸۵۴ز کال د می ۲۰ پورې) يو سويسي قانونپوه، سياستوال او سياسي فيلسوف و. نوموړی د “Restauration der Staatswessenschaft” (د سياسي پوهې بيارغونه ۱۸۳۴-۱۸۱۶ز کلونه) ليکوال و، چې دې کتاب د ويانا له غونډې څخه وروسته د بيارغونې دورې ته خپل نوم ورکړ او همدا راز ياد کتاب باندې George Wilhelm Friedrich Hegel د حق د فلسفې په ۲۵۸ عناصرو کې په کلکه نيوکه وکړه.

د اون هلر کار چې د Wartburg مېلې پر مهال وسوځول شو، د کورني مشروعيت او د ځمکنۍ واکمنۍ پر بنسټ پاچهۍ د اصولو او د سويس د ښاري دولتونو په څېر، له عصري څخه د مخکې جمهوريتونو ستر ساتندوی او د ټولنيزې اړيکې، عامه قانون او دولتي حاکميت د معاصرو سياسي نظريو يو تر ټولو ثابت نه منښت يا رد کوونکی و.

ژوند[سمول]

د ژوند لومړي کالونه[سمول]

اون هلر (Von Haller) د Bern سيمې د يو سياستوال او تاريخپوه (Gottlieb Emanuel von Haller) زوی او د شاعر او پوه Albrecht von Haller لمسی و. د نوموړي د نسب لړۍ له Johannes Haller (1487-1531) څخه راوتلې ده. جوهانس هلر يو مهذب مبلغ و، چې له Huldrych Zwingli سره يو ځای د Kappel په دويمه جګړه کې مړ شو. [۹]

که څه هم نوموړي پراخه زده کړه نه ده تر لاسه کړې او يوازې خصوصي لوستونه او د لېسې په کچه ښوونځي کې يې يو څو ټولګي لوستي دي. هلر د يوه کوچني په توګه د Philipp Albert Stapfer تر لارښوونې لاندې، په يو يوناني ښوونځي کې زده کړې وکړې. سټيپفر په Helvetic جمهوريت کې د يو مامور په توګه خدمت کوي. هلر (Haller) د ۱۶ کلنۍ په عمر په خپله خوښه د Bern جمهوريت محکمه کې کار پيل کړ. کورنۍ يې د دې له امله (Nyon) ته لاړه، چې د پلار يې «د ښاروالۍ وکيل» دندې ته پرمختګ وکړ. هغه په خپله زده کړې وکړې او په دې ډول يې د خپلو زده کړو تشې ډکې کړې. په ۱۷۸۶ کې د خپل پلار له مړينې څخه وروسته د خپل ملکيت رښتينی سرپرست شو. نوموړی راتلونکي کال کې سرپرست لومړی وزير وټاکل شو او د سويسي ديني پوه Johann Samuel Ith بيانونو کې برخه اخيستل يې پيل کړل. د ۱۹ کلنۍ په عمر د (Kommissionsschreiber) يا «د دولتي کميسيون ميرزا يا ليکونکي» مهمې دندې ته غوره شو. په ياده دنده کې يې د حکومت لارو چارو، عملي سياست او جرمي کړنلارې په اړه پوهه (بصيرت) تر لاسه کړ. د سويسي رژيم د منشي په توګه چې په Baden او Frauenfeld کې تر سره شو، هلر په سويسي يووالي (Swiss Confederation) کې د شيانو له حالتونو سره اشنا شو. [۱۰]

نوموړي په ۱۷۸۹ ز کال کې د فرانسې په کالنۍ ونډه (قسط) کې پانګه اچونه پيل کړه، دوه کالونه وروسته يې د biens nationaux په توګه د کليسا ملکيتونو په زور اخيستلو (ضبطولو) سره د اخلاقي مخالفت له امله، بېرته وپلورله. نږدې همدې وختونو کې يې د Emmanrl Joseph Sieyes کتابونه ولوستل او ځان يې د اساسي قانون پر بنسټ ليبراليزم ته مايل وګڼه.

سفرونه[سمول]

په ۱۷۹۰ز کال کې يې پاريس ته د اوښتون له نويو نظريو سره نور هم اشنا کړ او د Fete de la Federation کې حاضر و. هلر په همدې کال د Bern کورنکېممر (Kornkammer) ته غوره شو، چې د ښار د تراټو (ګودامونو) د مديريت ځواب ويونکی و. نوموړی په ۱۷۹۲ ز کال کې د برني اقتصادي ټولنې (Bernese Economic Society) غړی شو او خپل لومړنی ليکل شوی کتاب چاپوي، چې د کوچو د لېږد د بنديز پر وړاندې يو بحث کوونکی راپور دی. د استازولۍ (سفارت) د ميرزا په توګه يې په بېلابېلو مهمو سفارتونو کې خدمت وکړ. د بېلګې په ډول: په ۱۷۹۲ ز کال کې جينيوا کې د مېشت سويسي ځواکونو په اړه جينوا ته، له سويلي المان څخه د غلو دانو د رالېږد په اړه په ۱۷۹۵ ز کال کې Ulm ته او په ۱۷۹۷ ز کال کې Lugano، Milan او پاريس ته د جګړه کوونکو قدرتونو پر وړاندې د سويس بې پلوه حالت په اړه. يادو سفرونو نوموړی د ناپيليون او Talleyrand په ګډون د وخت له ځينو مخکښو شخصيتونو سره اشنا کړ. [۱۱]

هغه مهال چې د سويس پخوانی يووالی (Old Swiss Confederation) وننګول شو، هلر د اړدوړ د غلي کولو په موخه Rastatt ته واستول شو. که څه هم دا کار ډېر ناوخته وشو او کله چې د ۱۷۹۸ ز کال په فبروري کې بېرته راستون شو، فرانوسي پوځ وار له مخه د Bernese سيمه کې و. نوموړي د اساسي قانون له مخې د يو وړانديز (Projekt einer Constitution für die schweizerische Republik Bern) په ليکلو سره د چارواکو د پخلا کولو هڅه وکړه او د ۱۷۹۸ ز کال، د مارچ پر لومړۍ نېټه يې له جنرال Guillaume Brune سره د وروستي منځګړيتوب زيار ویوست، مګر د سوي د پخواني يووالي د له منځه تلنې مخنيوي يې ونه شو کولی. برن (Bern) څلور ورځي وروسته په څرګند ډول څلور ورځې ورسته د Grauholz جګړه کې وغورځېږې (سقوط وکړي).

اون هلر (Von Haller) ژر تر ژره هر ډول ليبرالي اصول په بشپړ ډول پرېښودل او د اوښتون يو نه منونکی مخالف شو. سمدلاسه يې دولتي دندې څخه لاس واخيست چې د اوښتون خوښونکو چارواکو تر واک لاندې يې درلوده او Helvetische Annaalen په سرليک يوه مقاله يې خپره کړه، چې د ۱۷۹۸ ز کال کال له اپريل څخه تر نومبر پورې يې ۶۴ مسئلې پر مخ وړلې. نوموړي په ياده مقاله کې په داسې توند پېغور يا نيوکې سره د Helvetic جمهوريت پر تېريو او قانوني پلانونو باندي بريد وکړ، چې ياده پاڼه پټه شوه او نوموړی په خپل له بند څخه د تېښتې په موخه وتښتېد. هغه ځانګړې مقاله چې د نوموړي د رټنې يا محکومېدلو لامل شوې وه، د Beritrage zum einem revolutionaren Gesetzbuch (د قانون په اوښتون خوښونکي کود کې ونډې) تر سرليک لاندې يو سياسي طنز و. د ځينو کرښو څرګندونې د Helvetic چارواکي اغېزمن نه کړل. لکه: «د هر واک تورنول يا نسکورول د وطنپالنې معنا لري او په يو څوک بايد وطنپالو ته ژمن وي، مګر د څو کسيز حکومت يو غړ “Oligarch” يا د پخوانۍ پلازمېنې يو اوسېدونکی يا يو رښتينی قاضي چې خپله دنده يې تر سره کړې ده؛ يو انسان نه دی، بلکې بې واګې څاروی دی چې يو څوک ورسره د خپلې غوښتنې وړ کړنه کولی شي». وروسته له دې اون هلر يو مخالف (غبرګوني) او وېشونکې څېره وه. د فزيالوژي سويسي پوه Johann Kaspar Lavater د ياد وخت پر مهال سويس کې د هلر غوره ژبنی ساتندوی يا ملاتړ و او هلر د نوموړي له مړينې څخه وروسته په يوه مقاله کې د هغه ستاينه وکړه. [۱۲][۱۳]

رو هلو ځلو څخه وروسته وي[سمول]

Von Haller له ډېرو هلو ځلو څخه وروسته ويانا ته راغلی، چې له ۱۸۰۱ ز کال څخه تر ۱۸۰۶ ز کال پورې په کې د جګړې د شورا د محکمې ميرزا و. د کورني عامه نظر په پايله کې د Bernese حکومت له لورې په ۱۸۰۶ز کال کې راوبلل شو او د پوهنځي په نوي رامنځته شوي عالي ښوونځي کې د اساسي قانون پروفيسور وټاکل شو. کله چې په ۱۸۱۴ کې پخوانی اشرافي نظام بېرته جوړ شو، هلر د خپلواکې سترې شورا (Grand Council) غړی شو او خورا لږه موده وروسته د Bernese جمهوريت د شخصي (محرم) شورا غړی شو او په ۱۸۱۷ ز کال کې يې خپله لومړنۍ دنده پرېښوده. مګر په ۱۸۲۱ ز کال کې هغه مهال چې کاتوليک پالنې ته بېرته راستنېدل يې ښکاره شول، له دندې څخه ګوښه شو. د مذهب دا بدلون د ستر مخالفت لامل شو او هغه ليک چې نوموړي له پاريس څخه خپلې کورنۍ ته وليکه، د خپل اخيستل شوي ګام د لاملونو څرګندونه يې کوله. ياد ليک په لنډه موده کې پنځوس ګڼې چاپ شو، څو ځلې وژباړل شو او ګڼ شمېر ځوابونه او بخښنې وګڼل شو.

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118701061  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb124864815 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb124864815 — دوتنه: Emil Bloesch — سرليک: Haller, Karl Ludwig von — ورځپاڼه: 10 — پاڼه: 431–436 — نشرونه لخوا د: Allgemeine Deutsche Biographie, 10th volume
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w60x2g6c — subject named as: Karl Ludwig von Haller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/haller-carl-ludwig — subject named as: Carl Ludwig Haller — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. پیوستون : 118701061  — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  7. پیوستون : 118701061  — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  8. پیوستون : 118701061  — د نشر نېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  9. Missionen der Berner Regierung nach Genf (1782), Mailand, Paris und Rastatt (1797—1798). Mittheilungen aus dem Nachlaß des Herrn K. L. von Haller. Berner Taschenbuch. 1868.
  10. ”Aufzeichnungen Karl Ludwig von Hallers über seine Jugendjahre 1768-1792.” Berner Zeitschrift für Geschichte und Heimatkunde, vol. 23 (1961).
  11. Wyss, Regula; Stuber, Martin (2012). Paternalism and Agricultural Reform. The Economic Society of Bern in the Eighteenth-Century.
  12. König, K. G. "Karl Ludwig Von Haller, Zubenannt „der Restaurator“." Kritische Ueberschau Der Deutschen Gesetzgebung Und Rechtswissenschaft 3 (1856): 89-104. Accessed August 29, 2021. http://www.jstor.org/stable/43125190.
  13. Historischer Verein des Kantons Bern (Herausgeber). Band 41 (1951-1952). Heft 1. Haasbauer, Adolphine. Briefwechsel zwischen Johann Kaspar Lavater und Karl Ludwig von Haller aus den Jahren 1798 und 1799.