کارلوی واری

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کارلوی واری

کارلوی واری (په چیکی: Karlovy Vary) یو مشهور او لوی شفاخانه ای ښار دی چی د چېک په جمهوریت کی پروت دی. د ښار مساحت ۵۹،۱۰ کیلومتره مربع ده. په کرلوی واری ۵۰ زره نفوس ژوند کوی. په دی ښار کی د شیشه د جوړولو صنعت هم شته. په کاربوی واری هوایی ډگر شته چی په ۱۹۲۹ کال کی جوړ شو.

تاریخ

کارلوی واری په ۱۳۵۰ کال کی د امپراطور او چېکی پاچا کارل ۴ لخوا جوړ شو. په ۱۵۲۲ کال کی ډاکتر واسلاف پایېر لمری کتاب د کارلوی واری او اوبو چینو په هکله ولیکه. په ۱۸۰۷ کال کی د لیکور د جوړولو پېل شو. په ۱۸۴۴ کال کی لمری کارخانې جوړې شوې او په ۱۸۷۰ کال کی اورگاډی پټبلۍ جوړه شوه. په ۱۵۰۸ کال کې په کارلوی واری کې طبی اوبه کشف شو. په دغی ښار کې ۱۲ د اوبو چینې پرتې دی چې د هضم د غړو رنځونو د تداوی لپاره کارېږی. د اوبو حرارت د ۱۲ درجو څخه تر ۳۷ درجو پورې دی. د نړی د بیلو بیلو سیمو خلک چې د هضم د اعضا رنځ لری کارلوی واری ته درځی.

سرچینې