کارلوس کاسیو
کارلوس کاسیو | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۳ فبروري ۱۹۰۳[۱] |
مړینه | 24 اگسټ 1987 (84 کاله)[۱] بوئنوس آيرز |
تابعیت | ارجنټاین |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
سمول |
کارلوس کاسیو (پیدایښت په سن میګیل دو توکومان کې: ۳-فبروري-۱۹۰۳؛ مړینه په بوېنس آیرس کې: ۲۴-اګوست-۱۹۸۷ز) یو ارجنټایني حقوقپوه، مدافع وکیل، حقوقي فیلسوف او د پوهنتونونو اصلاح غوښتونکی ؤ. د هغه تر ټولو ستر اثر حقوقي ځانپېژندنې تیوري ده.
ژوندلیک
[سمول]کاسیو خپلې لومړنۍ او منځنۍ زدهکړې په توکومان کې وکړې، وروسته بوېنس آیرس ته لاړ ترڅو د بوېنس آیرس په پوهنتون کې د حقوقو څانګه ولولي او هلته د پوهنتونونو د اصلاح غوښتونکو غورځنګ سره یوځای شو او د زدهکړیالانو د مرکز مشر ؤ. خپله ډوکتورا یې د «د پوهنتون اصلاح او د نوي نسل ستونزه» تر سرلیک لاندې تیزس په لیکلو سره بشپړه کړه او تیزس یې په ۱۹۲۷ز کې خپور شو.
له ۱۹۳۴ څخه تر ۱۹۴۸ز پورې یې د لاپلاتا په ملي پوهنتون کې د استاد په توګه دنده ترسره کړه او هلته یې د ځانپېژندنې د حقوقي تیوريګانو په پنځولو باندې پيل وکړ. په ۱۹۴۸ز کې یې د بوېنس آیرس پوهنتون د حقوقي فلسفې څانګې مشر وټاکل شو او هلته یې د حقوقو د اصلي مفهوم په هکله یې خپل فعالیت پای ته ورساوه. د امبروز لوکاس ګیوخا، ژولیو سېزار کوېتو روا، خېنارو کاریو، خوز ویلانووا، دانیل هرندورف، اېنریکې افتالیون او کارلوس سپیني په څېر یې ګڼشمېر لارویان او پلویان وموندل او په ګډه یې د «ارجنټاین د حقوقو پوهنځی» پرانېست. د دغې مودې په لړ کې، د هغه شهرت او اعتبار تر هغې کچې ورسېد چې هېچا یې ګومان نهکاوه. له حقوقو څخه هغه د «مداخلهیي بینالاذهاني چلندونو» تعریف درلود او په ۱۹۴۹ز کې د دې لامل شو چې له هانس کلسن سره یې لانجمن بحث راولاړ شي (چې هغه هم د بوېنس آیرس پوهنتون په حقوقو پوهنځي کې استاد او د حقوقو کره تیورۍ پنځوونکی ؤ)
په ۱۹۵۶ز کې یې له پېرونيستانو سره خواخوږي څرګنده کړه او له همدې امله د پِدرو اوجنیو ارامبورو نظامي دولت لهخوا له خپل موقف څخه لېرې کړل شو؛ خو په ۱۹۷۳ز کې د خپل ملګري او لاروي «جولیو رافو» په هڅو سره بېرته خپله دنده ترلاسه کړي. نظامي حکومت او ملاتړي یې په پراخه کچه د «ارجنټاین د حقوقو پوهنځي» واک او ځواک تحدید کړ. لېبرال بورژوازي او ښياړخې سیاسي ډلې هېڅکله خپلواک سیاست باندې ټینګ نهوو او نه یې هم له یوه واحد سیاسي ګوند څخه ملاتړ وکړ، په ځای یې په کلکه له خپلو مفکورو او وړاندیزونو څخه دفاع وکړه. کاسیو د ۱۹۴۹ز تصویب شوي اساسي قانون د ممکنه تعدیلاتو په هکله یوې رسمي ترسره شوې اندپوښتنې ته ځواب ورکړ. په داسې حال کې چې ډېري همکارانو یې خپل نظرونه شریک نهکړل او د جنرال ژوان کارلوس اونګانیا او ژورج رافایل ویدلا د نظامي ډېکتاتورۍ پر مهال ورڅخه لېرې شول، زوړ پروفېسور د رژیم پر خلاف وینا وکړه او د بشري حقونو تر پښو لاندې کول یې په کلکه وغندل.
د هغه ستر اثر «اېډیولوجي او قانون» دی چې د قضاوت د ښکارندپوهنې، د قانون په هکله د یوه قاضي تفسیر او پوهاوي، او د لېبرال پانګوالي حقوقو طبقاتي او اېډیولوجیکي مخینې د مفهوم له اړخه پنځول شوی دی. کاسیو، د «قانون» په نشریه کې د خپل لومړي تیزس په ترڅ کې، بیانوي چې د قاضیانو کړنې پر ټولو باندې اغېزه کوي، په داسې حال کې چې ناڅرګنده پاتې کېږي، هم د قاضیانو او هم د هغو محکومینو لپاره چې په هکله یې پرېکړې شوې دي. کاسیو وایي چې، «موږ ټول د قاضیانو په ترسره شویو کړنو کې ښکېل یاستو، او دا کړنې ښې یا ناوړې دي او نهیوازې د هغه څه لپاره چې په لومړي کاتو کې درک شي، بلکې لهدې پورته خبره ده، ځکه چې هغوی ټول ورځ په ورځ او ګړۍ په ګړۍ، د ښي اړخ یا کیڼ اړخ او همدا راز د دېموکراسۍ یا زورواکۍ لپاره یو کار کوي چې د ټولنیز ژوند لپاره ګران تمامېږي». یاد قاضیان د خپلو د دندو لایحه تر پښو لاندې کوي «ځکه چې یاده شوې ونډه له یوه فکر څخه لا پراخه ده او د داسې یوه وضعیت لهمخې بیانېږي چې د قانون استازي له هغه څخه ننګه کوي، داسې یو وضعیت چې د مجبوریت لهمخې مخکښو ټولنیزو جوړښتونو ته حواله کېږي».
کاسیو د هانس کلسن د قانون کره تیوري ومنله او هغه یې د خپلې تیورۍ یوه مهمه برخه وګرځوله. سره لهدې، د دواړو لیدلورو ترمنځ تل لانجه راولاړېده. کاسیو اثباتي قانون ومنه، خو میکانیزمي نورماټیفیزم یې د حقوقي ساینس د موضوع په توګه ونهمنه. کاسیو وښودله چې قانون باید د پوهې د یوې تیورۍ لهمخې او په بینالاذهاني مداخله کې د انساني چلند په کې نیولو سره درک او تفسیر شي؛ پهدې سره هغه ځان له نورو څخه جلا راڅرګند کړ. دا یوازې د اېډيالي حقوقي موضوعاتو (میکانیزمي نورماټیفیزم) په هکله نهؤ، بلکې د وګړو او واقعي بشر په اړه ؤ: «د انساني چلند په څېر قانون».
د کاسیو اثر بیانوي چې، «قاضي قانون ته، د داسې یوې څیز په سترګه ګوري چې د تل لپاره د انسان د ژوند، ژوندی شخصیت جوړوي، نه د یوه قاطع او سرته رسېدلې ښکارندې په سترګه».
د شکمنوالو پر خلاف، د هغه آثار فرانسوي، انګلیسي، پخوانۍ یوګوسلاویایي ژبې (اوسمهال بوسنیایي، سربستاني، کرواسیایي او مونتنګري)، آلماني، پولنډي، پرتګالي، فېنلنډي، سویډني او نورو ژبو ته ژباړل شوي دي. کاسیو په ۱۹۸۶ز کې، په ارجنټاین کې د انساني علومو د پراختیا په پار د کونېکس جایزه وګټله.
د حقوقو ځانپوهنیزه تیوري د لاتین امریکا فرهنګي غورځنګ له سترو شعارونو څخه وه چې د پوهنتونونو د اصلاح غوښتونکو خوځښت څخه اغېزمنه شوې وه. دانیل هرندورف (په لوکزامبورګ کې)، آلبرت بریمو (په پاریس کې) او ژولیو سېزار روا (په بوېنس آیرس) کې دي. د دغې تیوري نامتو لارویان دي.
کاسیو یو ښه شاعر هم ؤ، خو د ارجنټاین د لیکوالانو ټولنې تل هېر کړی ؤ. تر ټولو مشهور شعر یې «آګوا هِرادا» دی (لوسادا، بوېنس آیرس، ۱۹۶۴ز).
له هانس کلسن سره لانجمنه مناظره
[سمول]د ځانپوهنې په برخه کې د دغې تیوري تړاو په دغه مهم واقعیت کې د لېدو وړ دی چې، اتریشي هانس کلسن په ۱۹۴۹ز کې د بوېنس آیرس له پوهنتون څخه لیدنه کوي او له کاسیو سره یو لانجمن بحث راولاړېږي. له کلسن سره د هغه مناظره په «ځانپوهنیزه تیوري او کره تیوري» کتاب کې بیان شوې ده.