کاترین جانسون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کاترین کلمن ګوبل جانسون (زوکړه: د ۱۹۱۸ زکال د اګست ۲۶مه – مړینه: د ۲۰۲۰ زکال د فبروري ۲۴مه) امریکايي ریاضي پوهه وه چې د ناسا د کارکوونکې په توګه یې د مداري میخانیک اړوند محاسبه د متحده ایالاتو په لومړۍ او نورو فضايي الوتنو کې حیاتي رول ولوباوه. نوموړې په ناسا او د هغو په مخکښې ادارې کې د خپل ۳۳ کلن کاري ژوند پر مهال پیچلو محاسباتي لارو چارو ته د لاسرسي له امله شهرت وموند او د دندو په ترسره کولو کې یې له کمپیوټر څخه د ګټنې په برخه کې مرسته وکړه. د فضايي چارو ادارې «د هغې تاریخي رول ته په اشارې نوموړې یو له هغو افریقايي الاصله امریکايي مېرمنو څخه بللې چې د ناسا د یوې ساینس پوهې په توګه یې کار کړی».[۱][۲][۳]

په ۲۰۱۵ زکال کې د امریکا ولسمشر بارک اوباما نوموړې ته د آزادۍ ولسمشریز مډال ورکړ. په ۲۰۱۶ زکال کې د ناسا ستور مزلي لیلنډ ډي. ملوین نوموړې ته سنوپي د سپینو زرو مډال ورکړ او همدارنګه یې د ناسا د ډله ییزو لاسته راوړنو جایزه ترلاسه کړه. نوموړې په ۲۰۱۶ زکال کې د پټو څېرو (Hidden Figures) په نامه فلم کې د تاراجي پي. هنسون له خوا د دغه فلم د مخکښې لوبغاړې په توګه انځور شوه. په ۲۰۱۹ زکال کې د متحده ایالاتو کانګرس نوموړې ته د کانګرس د سرو زرو مډال ورکړ. له مړینې یې وروسته په ۲۰۲۱ زکال کې د ښځینه مشاهیرو ملي تالار ته هم لار ومونده. [۴][۵][۶]

لومړنی ژوند[سمول]

کاترین جانسون د سرئولا کاترین کلمن په نامه د ۱۹۱۸ زکال د اګست په ۲۶مه د لویدیځې ویرجینیا په وایټ سولفور سپرېنګز سیمه کې د جویلیټ روبرټا (کورنی نوم یې لووي) او جاشوا مک کینلي کلمن په کورنۍ کې وزیږېده. هغه د خپلې کورنۍ له څلورو ماشومانو څخه تر ټولو کوچنۍ وه. مور یې ښوونکې او پلار یې ځنګل وهونکی، بزګر او کارګر و. همدارنګه یې په ګرین بریر هوټل کې هم کار کاوه. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

جانسون له ډېر لږ عمر څخه په ریاضي کې پیاوړې وړتیاوې لرلې. له دې امله چې د ګرین بریر په ښارګوټي کې افریقايي الاصله امریکايي وګړو له اتم ټولګي څخه وروسته په دولتي ښوونځیو کې د زده کړو حق نه درلود کورنۍ یې پرېکړه وکړه چې ماشومان یې د لویدیځې ویرجینیا د انستیتیو برخې عالي ښوونځي ته ولاړ شي. د دوی د ښوونځي ودانۍ د لویدیځې ویریجنیا د ایالتي کالج په کمپلکس کې دننه موقعیت درلود او جانسون هم د ۱۰ کلنۍ په عمر په دغه ښوونځي کې زده کړې پیل کړې. له همدې امله کورنۍ یې د ښوونځيو د پیلېدو پر مهال انستیتیو ته راتله او په اوړي کې به بېرته وایټ سلفور سپرېنګ ته تله.[۱۳][۱۴][۱۵]

د ۱۴ کلنۍ په عمر له دغه ښوونځي څخه له فراغت وروسته، جانسون د لویدیځې ویرجینا په ایالتي کالج کې نوم ثبت کړ چې له تاریخي پلوه تورپوستو ته اړوند کالج و. هغې به د دغه کالج په ټولو هغو ټولګیو کې ونډه اخیسته چې ریاضي ته به اړوند وو. دلته ګڼ شمېر ښوونکو هغې ته لارښوونې کولې چې په دغو کې کیمیا پوه او ریاضي پوه آنجی ټرنر کېنګ او ډبلیو ډبلیو شیفلین کلیتور شامل و؛ کېنګ په ښوونځي کې د زده کړو پر مهال نوموړې ته لارښوونې کولې او کلیتور هم دریم افریقايي الاصله امریکايي و چې په ریاضیاتو کې یې دوکتورا لرله. کلیتور په خپل روزنیز مهالوېش کې یوازې د جانسون لپاره د ریاضیاتو ټولګي زیات کړل. نوموړې په ۱۹۳۷ زکال کې د ۱۸ کلنۍ په عمر د ریاضیاتو او فرانسوي ژبې په برخه کې لیسانس (summa cum laude) سند ترلاسه کړ. جانسون دغه مهال د الفا کاپا الفا په نامه ټولنیز بنسټ غړې وه. له فراغت وروسته نوموړې د ویرجینیا په ماریون کې د تورپوستو په یوه دولتي ښوونځي کې تدریس ته مخه کړه. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

په ۱۹۳۹ زکال کې وروسته له هغه چې له خپل لومړني مېړه جیمز ګوبل سره یې واده وکړ، د تدریس چارو ته یې شا کړه او د ریاضي په برخه کې یې د ماسټرۍ زده کړې پیل کړې. هغې د لومړي سمستر وروسته زده کړې پرېښودې او هوډ یې وکړ چې په خپل کورني ژوند تمرکز وکړي. نوموړې لومړنۍ افریقايي الاصله مېرمن وه چې د لویدیځې ویرجینیا په مورګان ټاون کې یې د لویدیځې ویرجینیا په پوهنتون کې د ماسټرۍ زده کړو ته مخه کړې وه.[۲۴][۲۵][۲۶] [۲۷]

مسلکي چارې[سمول]

جانسون پرېکړه وکړه چې د یوې څېړنیزې ریاضي پوهې په توګه دنده ترسره کړي، په داسې حال کې چې دغه مهال ډېره ستونزمنه وه دغه ډول چارو ته دې افریقايي الاصله امریکایان لاسرسی ومومي. د ۱۹۵۲ زکال پر مهال د یوې کورنۍ میلمستیا په ترڅ کې د دوی یو خپلوان دې موضوع ته اشاره وکړه چې د هوانوردۍ د مشاوریت ملي کمېټه (NACA) ریاضي پوهان استخدام کوي. دغې کمېټې د ویرجینیا په همپټون سیمه کې لانګلي هوايي ډګر ته څېرمه د لانګلي په مموریال هوايي لابراتوار کې موقعیت درلود. دغه مهال NACA د هدایت او ګرځندوی برخو لپاره د سپین پوستو په څېر افریقايي الاصله امریکايي ریاضي پوهان استخدام کول. جانسون د دغې ادارې د کار وړاندیز د ۱۹۵۳ زکال په جون میاشت کې ومانه. [۲۸][۲۹]

د مشاهداتي رهبرۍ د ملي پروژې له خوا د ارشیف شوي شفاهي تاریخ پر بنسټ:

په پیل کې نوموړې [جانسون] د ښځو په هغه ډله کې کار کاوه چې ریاضیکي محاسبات یې ترسره کول. کاترین په دغه ډله کې شاملې ښځې د هغو مجازي «کمپیوټرونو په توګه یادې کړې چې لمنې یې اغوستې». د هغوی اصلي دنده د الوتکو د تورې بکسې لوستل او همدارنګه د کره ریاضیکي محاسباتو ترسره کول وو. له دې وروسته یوه ورځ کاترین (او د هغې یو همکار) په موقت ډول د الوتنو په څېړنیزه ډله کې چې غړي یې ټول نارینه وو کار وکړ. د تحلیلي هندسې په برخه کې د کاترین پوهه لامل وګرځېده چې د هغې نارینه مشران او همکاران دا له یاده وباسي چې «هغه بېرته خپلې پخوانۍ ډلې ته ولېږي». په داسې حال کې چې تل نژادي او جنسیتي خنډونه شته وو، خو دغو خنډونو نور د کاترین پر وړاندې شتون نه درلود. کاترین غوڅ دریځ درلود او غوښتل یې د مشرتابه پلاوي په ناستو کې ګډون وکړي (چېرې چې له دې وړاندې هېڅ مېرمنې ونډه نه لرله). هغې په ډېرې سادګۍ سره خلکو ته ویل چې دې دا کار وکړ او دغه چاره دې ته اړونده ده. [۳۰]

له ۱۹۵۳ زکال څخه تر ۱۹۵۸ زکال پورې جانسون د یو کمپیوټر په څېر کار کاوه او د الوتکو لپاره یې د باد د کمښت په څېر موضوعات تحلیل کول. جانسون چې په پیل کې د ریاضي پوهې ډوروټي واګان تر مشرۍ لاندې د لویدیځې برخې د کمپیوټرونو په څانګه کې ګمارل شوې وه، د لانګلي ډګر د الوتنو د څېړنیزې برخې د هدایت او کنټرول په برخه کې وګمارل شوه. په دغه برخه کې یوازې سپین پوستو نارینه انجینرانو کار کاوه. د ویرجینیا په ایالت کې د نژادۍ جلاتوب قوانینو او همدارنګه په فدرال کاري چاپېریال کې ویش ته پام چې د شلمې پېړۍ په لومړیو کې د ولسمشر ویډرو ویلسون د ادارې پر مهال معرفي شوی و، په محاسباتي ډله کې د جانسون په ګډون شاملې ټولې افریقایي الاصله امریکايي مېرمنې اړ وې څو له خپلو سیالو سپین پوستو څخه جلا کار وکړي، په جلا ځای کې خواړه وخوري او له جلا تشنابونو ګټنه وکړي. د هغوی په دفتر باندې د تورپوستو کمپیوټرونو نوم اېښودل شوی و. له WHRO-TV سره په مرکه کې جانسون څرګنده کړه چې هغې «په ناسا کې د توپیر احساس نه کاوه، ځکه هلته ټولو څېړنه کوله. هلته مو ماموریت درلود او په هغو مو کار کاوه، یوازې دا مهمه وه چې باید کار وکړو ... او د غرمې د ډوډۍ په وقفه کې قطعې ووهو». هغې زیاته کړه: «ما هېڅ ډول جلاتوب نه دی احساس کړی، پوهېدم چې شتون لري، خو احساس مې نه کړ». [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴]

شخصي ژوند او مړینه[سمول]

کاترین او جیمز فرانسېس ګوبل درې لوڼې لرلې. د دوی کورنۍ له ۱۹۵۳ زکال وروسته د ویرجینیا په نیوپورټ نیوز کې ژوند کاوه. جیمز په ۱۹۵۶ زکال کې د مغزي تومور له امله چې د درملنې وړ نه و ومړ. درې کاله وروسته کاترین له جیمز اې. «جیم» جانسون سره واده وکړ چې د متحده ایالاتو د پوځ افسر و او همدارنګه یې د کوریا په جګړه کې ونډه اخیستې وه؛ دغې جوړې ۶۰ کاله ګډ ژوند وکړ تر دې چې نوموړی د ۲۰۱۹ زکال په مارچ میاشت کې د ۹۳ کلنو په عمر ومړ. جانسون شپږ لمسیان او ۱۱ کړوسیان لرل چې د ویرجینیا په همپټون کې یې ژوند کاوه. هغې خپل لمسیان هڅول څو د ساینس او ټکنالوژۍ په برخه کې مسلکونو ته مخه کړي. [۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

جانسون د ۲۰۲۰ زکال د فبروري میاشتې په ۲۴مه نېټه د ۱۰۱ کلونو په عمر د نیوپورټ د زړو کسانو په پالنځای کې مړه شوه. د هغې له مړینې وروسته د ناسا مشر جیم برایډنسټین هغه «امریکايي اتله» وبلله او څرګنده یې کړه چې «د هغې مخکښ میراث به هېڅکله له یاده وه نه ویستل شي». [۴۱][۴۲][۴۳][۴۴]

سرچينې[سمول]

  1. * Smith, Yvette (November 24, 2015). "Katherine Johnson: The Girl Who Loved to Count". NASA. مؤرشف من الأصل في February 12, 2019. د لاسرسي‌نېټه February 12, 2016. Her calculations proved as critical to the success of the Apollo Moon landing program and the start of the Space Shuttle program, as they did to those first steps on the country's journey into space. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Fox, Margalit (February 24, 2020). "Katherine Johnson Dies at 101; Mathematician Broke Barriers at NASA". The New York Times. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Hidden Figures To Modern Figures: Students See SLS Rocket at Michoud". YouTube. Marshall Space Flight Center. November 24, 2016. مؤرشف من الأصل في December 20, 2021. د لاسرسي‌نېټه March 4, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)کينډۍ:Cbignore
  4. Laura B. Edge (2020). Apollo 13: A Successful Failure. Millbrook Press. د کتاب پاڼي 64–65. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781541595781. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "'Hidden Figures' Honored at U.S. Capitol for Congressional Gold Medal". December 10, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Michelle Obama, Mia Hamm chosen for Women's Hall of Fame". March 8, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Fox, Margalit (February 25, 2020). "Katherine Johnson Dies at 101; Mathematician Broke Barriers at NASA". The New York Times. د کتاب پاڼې A1. مؤرشف من الأصل في February 24, 2020. د لاسرسي‌نېټه February 24, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Katherine Johnson – Oral History". National Visionary Leadership Project. Archived from the original on February 23, 2016. د لاسرسي‌نېټه February 12, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  9. Wilkins, Ebony Joy (January 8, 2019). DK Life Stories Katherine Johnson. Penguin. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781465485953. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Cook, Robert Cecil (1962). "Who's who in American Education". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. (په December 1, 2016 باندې). The Woman the Mercury Astronauts Couldn't Do Without. Nautilus.
  12. Gutman, David (December 26, 2015). "West Virginian of the Year: Katherine G. Johnson". Charleston Gazette-Mail. مؤرشف من الأصل في August 27, 2017. د لاسرسي‌نېټه February 12, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Shetterly, Margot Lee (December 1, 2016). "From Hidden to Modern Figures – Katherine Johnson Biography". NASA. مؤرشف من الأصل في September 8, 2018. د لاسرسي‌نېټه March 1, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Yvette Smith, المحرر (November 24, 2015). "Katherine Johnson: The Girl Who Loved to Count". NASA. مؤرشف من الأصل في February 28, 2017. د لاسرسي‌نېټه March 1, 2017. Fascinated by numbers and smart to boot, for by the time she was 10 years old, she was a high school freshman – a truly amazing feat in an era when school for African-Americans normally stopped at eighth grade for those who could indulge in that luxury. Katherine skipped several grades to graduate from high school at 14 and from college at 18. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Johnson". National Space Grant Foundation (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في February 26, 2020. د لاسرسي‌نېټه February 26, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. (په November 22, 2016 باندې). Katherine Johnson Biography.
  17. Gutman, David (November 16, 2015). "WV native, NASA mathematician to receive Presidential Medal of Freedom". WV Gazette Mail: Charleston Gazette-Mail. مؤرشف من الأصل في February 16, 2016. د لاسرسي‌نېټه February 12, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Yvette Smith, المحرر (November 24, 2015). "Katherine Johnson: The Girl Who Loved to Count". NASA. مؤرشف من الأصل في February 28, 2017. د لاسرسي‌نېټه March 1, 2017. Fascinated by numbers and smart to boot, for by the time she was 10 years old, she was a high school freshman – a truly amazing feat in an era when school for African-Americans normally stopped at eighth grade for those who could indulge in that luxury. Katherine skipped several grades to graduate from high school at 14 and from college at 18. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Katherine G. Johnson – Presidential Honorary Doctorate of Humane Letters". West Virginia University. WVU. 2015. د اصلي آرشيف څخه پر March 2, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 1, 2017. Katherine Johnson graduated from high school at age 14 and from college at 18. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "These Two Famous Alpha Kappa Alpha Members Are Getting Their Own Legos". Watch The Yard (په انګلیسي ژبه کي). August 15, 2017. مؤرشف من الأصل في February 26, 2020. د لاسرسي‌نېټه February 26, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په November 22, 2016 باندې). Katherine Johnson Biography.
  22. (په January 24, 2017 باندې). Council honors one-time Marion teacher Katherine Johnson of 'Hidden Figures'. SWVA Today.
  23. Shetterly, Margot Lee (September 6, 2016). Hidden Figures: The American Dream and the Untold Story of the Black Women Mathematicians Who Helped Win the Space Race (په انګلیسي ژبه کي). William Morrow. د کتاب پاڼي 24. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-06-236361-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Gutman, David (December 26, 2015). "West Virginian of the Year: Katherine G. Johnson". Charleston Gazette-Mail. مؤرشف من الأصل في August 27, 2017. د لاسرسي‌نېټه February 12, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Missouri ex rel. Gaines v. Canada 305 U.S. 337 (1938)". Justia US Supreme Court. 1938. مؤرشف من الأصل في February 17, 2016. د لاسرسي‌نېټه February 12, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په November 22, 2016 باندې). Katherine Johnson Biography.
  27. (په November 22, 2016 باندې). Katherine Johnson Biography.
  28. (په November 22, 2016 باندې). Katherine Johnson Biography.
  29. "Katherine Johnson – Oral History". National Visionary Leadership Project. Archived from the original on February 23, 2016. د لاسرسي‌نېټه February 12, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  30. "Katherine Johnson – Oral History". National Visionary Leadership Project. Archived from the original on February 23, 2016. د لاسرسي‌نېټه February 12, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: رابط غير صالح (link)
  31. Hodges, Jim (August 26, 2008). "She Was a Computer When Computers Wore Skirts". Langley Research Center. NASA. مؤرشف من الأصل في November 14, 2016. د لاسرسي‌نېټه December 29, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په September 6, 2016 باندې). On Being a Black Female Math Whiz During the Space Race.
  33. "Katherine Johnson Interview: NASA's Human-Computer". HistoryvsHollywood.com. CTF Media. 2016. مؤرشف من الأصل في March 3, 2017. د لاسرسي‌نېټه March 2, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. (په September 6, 2016 باندې). On Being a Black Female Math Whiz During the Space Race.
  35. Johnson, Katherine; Hylick, Joylette; Moore, Katherine (May 26, 2021). "How a Pioneering Mathematician Held Her Family Together in the Wake of Her Husband's Medical Emergency". Literary Hub. د لاسرسي‌نېټه May 26, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Fox, Margalit (February 25, 2020). "Katherine Johnson Dies at 101; Mathematician Broke Barriers at NASA". The New York Times. د کتاب پاڼې A1. مؤرشف من الأصل في February 24, 2020. د لاسرسي‌نېټه February 24, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. J. J. O'Connor; E. F. Robertson (February 2020). "Katherine Coleman Goble Johnson". School of Mathematics & Statistics University of St Andrews, UK. مؤرشف من الأصل في June 22, 2018. د لاسرسي‌نېټه February 26, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Obituary: James A. Johnson". O.H. Smith & Son Funeral Home. د لاسرسي‌نېټه February 24, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. (په February 24, 2020 باندې). Katherine Johnson obituary. The Guardian.
  40. "The Untold History of Women in Science and Technology: Katherine Johnson". The White House. د اصلي آرشيف څخه پر February 20, 2017 باندې. د لاسرسي‌نېټه October 22, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Brekke, Gregg (January 10, 2017). "Real life 'Hidden Figures' mathematician is longtime Presbyterian". The Presbyterian Outlook. د اصلي آرشيف څخه پر February 24, 2020 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. کينډۍ:Cite tweet
  43. (په February 24, 2020 باندې). Local hero, NASA mathematician Katherine Johnson dies at 101. WTKR.
  44. Fox, Margalit (February 25, 2020). "Katherine Johnson Dies at 101; Mathematician Broke Barriers at NASA". The New York Times. د کتاب پاڼې A1. مؤرشف من الأصل في February 24, 2020. د لاسرسي‌نېټه February 24, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)