ښکلی ذهن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
رسل کروې

ښکلی ذهن (انګليسي: A Beautiful Mind) دا فلم د امريکايي نوبل ګټونکي اقتصادپوه او رياضي‌پوه پروفيسر جان فروبز ناش (جون ۱۳، ۱۹۲۸ - می ۲۳، ۲۰۱۵) پر ژوند جوړ دی. په فلم کې د جان ناش رول ښاغلی روسل کرو په ډېر هنر لوبولی دی. ناش د ریاضي په ګڼو برخو کې پر نړيواله کچه خورا سترې تيوريانې پنځولي چې تفاضلي هندسه، ګېم تيوري او تفاضلي معادلې يې د بېلګې په توګه يادولای شو. ده د رياضي داسې ستونزې حل کړې چې چا يې په اړه فکر هم نه شو ګړای. ناش د ډېر رياضت او فکرکولو له امله لېونی شو او د خپل عمر ډېر کلونه يې په روغتون کې تېر کړل. د ناش لېونتوب تر داسې حده ورسېد چې هر سره نېکټايي لرونکی به د کمونيسټانو له خوا د ده پر وړاندې توطئيه جوړونکی ورته ښکارېدئ. د ده لېونتوب هغه وخت علني شو چې په ۱۹۵۹ کې يې په کولمبيا پوهنتون کې د امريکا د رياضي‌پوهانو ټولنې ته ليکچر ورکاوه. د ده د ليکچر پر مهال ټول خلګ پوهېدل چې سړی سم نه دی. د ناش د ژوند ټوله کيسه په دې فلم کې وګورئ، دی ولي لېونی شي؟ د لېونتوب نوعيت يې څنګه وي؟ له لونتوب سره څنګه مبارزه وکړي او بلاخره د نوبل جايزه څنګه وګټي؟ دا او دې ته ورته ټولې پوښتنې به مو فلم در ځواب کړي. دا فلم په ۲۰۰۱ کې راووتی چې هغه مهال لا پروفيسر ناش ژوندی وو. پروفيسر جان فروبز ناش په ۲۰۱۵ کې د ۸۵ کلنۍ په عمر هغه مهال چې له کاناډا څخه د اېبل جايزې تر ګټولو وروسته کور ته روان وو له خپلې مېرمنې سره يو ځای په يوه ټرافيکي پېښه کې ووژل شو.