ښځې په يهوديت کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په يهوديت کې د مېرمنو رول د عبراني انجيل د شفاهي قانون [په دې کې هغه قوانين دي، چې د حضرت موسی(ع) په پينځه کتابونو کې نشته] د ربينيک ادبياتو مجموعې له خوا د دود او کلتوري فکتورونو له مخې ټاکل کېږي. [د رببينيک يهوديت پېروان باور لري، چې حضرت موسی(ع) ته دوه ډوله يعنې ليکلی (تورات) او ناليکلې وحې راغلې ده]. که څه هم د عبراني انجيل او ربينيک ادبياتو کې د ښځينه ونډې بېلابېل ماډلونه ذکر شوي، مذهبي قانون په بېلابېلو حالاتو کې له ښځو سره بېلابېل چلند کوي.

جنسيت په کورنيو اړيکو پوره اغېزه لري. په دوديز يهوديت کې، يهوديت د مور له لارې انتقالېږي؛ که څه هم د زامنو او لوڼو د تشرېح کولو لپاره په تورات کې د پلار نوم کارول کېږي. د بېلګې په ډول: "دينه (Dinah) د يعقوب (Jacob) لور".[۱]

د ليوي (Levi) حالت يوازې هغه يهودي نارينه ته ورکول کېږي، چې له ليوي قبيلې څخه يې د پلارولۍ په ډول نزول کړی وي يا ورته په ميراث پاتې وي. په ورته ډول يو کوهن (Kohen)، لومړی کوهن له هارون څخه نزول کوي. يو بېټ – کوهن (Bat-Kohen) يا بېټ - ليوي (Bat-Levi) دا مقام له خپل يهودي پلار څخه د ورته هاکوين يا هاليوي (HaKohen/HaLevi) په عنوان یا لقب سره لري.[۲]

انجيلي يا د انجيل وختونه[سمول]

په انجيل کې د نارينه وو په پرتله محدودې او په شمېر ښځې د نوم او ونډې له مخې ذکر شوې دي. د ذکر شوو مېرمنو له ډلې: ميټريارک سارا (Matriarchs Sarah)، ريبيکا (Rebecca)، راچيل (Rachel)، ليه (Leah)، مريم ، ديبورا (Deborah)، هلدا (Huldah) ، ابیګیل (Abigail) چې له ډيويډ سره يې واده کړی، رحاب (Rahab) او د پارس يهودي ملیکه ايستر (Esther) دي. په انجيل کې يوهعامه ښکارنده هغه مهم رول دی، چې مېرمنې يې د انسان له خوا د رامينځته شوي ځواک جوړښتونو په تخريب کې اخلي. ډېری وخت پایله د هغه څه په پرتله ډېره عادلانه وي، چې په عادي حالاتو کې به تر سره شوي وي. نن ورځ زياتره يې د فېمینستانو له خوا د هغو بصيرتونو يا الهام له مخې بنسټیز ګڼل کېږي، چې دوی يې د هغو وختونو په بهیر کې د يهودي مېرمنو ژوند ته چمتو کوي. سره له دې چې هغه ښځې د پام وړ بېلګې دي، چې د ښځو ژوند د ډېرو کمزورو سندونو په پرتله يې د هغه وخت د تاريخي سندونو نارينه واکمني ماته کړه.[۳][۴]

د يهودي دود له مخې د سينا (Sinai) په غره کې د اسرائیلو او د ابراهيم د خدای تر منځ يو تړون تشکيل شو. تورات نقل کوي، چې په سينا ​​کې د اسرائيلو نارينه او ښځینه دواړه شته وو. که څه هم دا تړون په داسې ډول ليکل شوی و، چې نارينه اړباسي چې د تړون په غوښتنو عمل وکړي او ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی د کورنۍ غړي (ښځې، ماشومان او غلامان) هم دا اړتياوې پوره کړي. په دې مفهوم کې تړون، ښځې هم په غير مستقيم ډول تړلې (محدودې او مجبورې کړې) وې.[۵]

د انجيل په وختونو کې واده او د کورنۍ قانون نارينه د ښځو په پرتله ګټونکي کړي دي. د نمونې په ډول: که يوه مېرمن وغواړي کولی شي ښځې ته طلاق ورکړي، مګر ښځه نه شي کولی د مېړه له رضايت پرته طلاق واخلي. د اجباري ودونو دود د وفات شوو بې اولاده مېړونو په کونډو باندې پلی شو، مګر د وفات شوو بې اولاده مېرمنو په کونډ مېړه باندې پلی نه شو. که څه هم نارينه يا ښځې واده ته رضايت نه وي ښکاره کړی، پر ځای يې د چليتزا (chalitza) [دې تهHalizah  اصطلاح هم کارول کېږی، او هغه پړاو ته وايي چې يوه بې اولاده کونډه او د هغې د مړ شوي مېړه ورور (لېور) په کې له يو بل سره له واده کولو څخه ډډه کوي] په نوم مراسم تر سره کېږي، چې په اصل کې کونډه د خپل لېور بوټونه ليرې کوي، د هغه پر ​​​​وړاندې لاړې توف کوي او اعلان کوي: "دا هغه څه دي، چې د هغه چا سره پېښیږي چې د خپل ورور کوربه نه جوړوي!". د ښځو د پېغلتوب يا بکارت د له لاسه ورکولو په اړه قوانين له نارينه وو سره يو ډول نه دي. زياتره دا قوانين لکه له لېوره سره واده، په يهوديت کې نورنه عملي کېږي (چليتزا (chalitza) له لېوره سره د واده (levirate) پرځای عملي کېږي). دا او نور جنسيتي توپيرونه، چې په تورات کې موندل شوي وړانديز کوي چې، انجیلي ټولنې دوام، ملکيت او د کورنۍ یووالي ته د اهميت په سترګه وکتل. که څه هم، دوی دا هم وړانديز کوي چې ښځې د انجيل په وختونو کې د نارينه وو تابع وې. نارينه اړ وو چې د خپلو مېرمنو لپاره ځينې ځانګړي مکلفيتونه ترسره کړي، مګر دې زياتره وختونه، د وخت په کلتور کې د جنسيت ونډه پياوړې کړه. په دې کې خپلو مېرمنو ته د جامو، خوړو او جنسي اړيکو چمتو کول شامل وو.[۶]

ښځوهم په ديني ژوند کې ونډه درلوده. ښځې (نارينه) اړ وو، چې په کال کې يو ځل په بيت المقدس کې معبد ته زيارت وکړي؛ (نارينه که وکولی شي په هرو درې واړو لويو اخترونو کې) او د کلني مذهبي جشن قرباني ورکړي. دوی به دا کار په خپل ژوند کې، لکه له زيږون وروسته د تودا ("مننه") نذرانه ورکولو غوندې په ځانګړو مواردو کې هم وکړي. له همدې امله دوی په زياتره لويوعامه مذهبي ونډو کې ګډون وکړ، چې غير لیو يويټيکل (د Levi مخالف ډله) نارينه وو په کې ګډون کولی شوی، که څه هم دا ګډون په لږ تکرار، په یو څه کوچنۍ کچه او په عمومي ډول په ډېر محتاط ډول وه.

د يهودي دود له مخې ميشل (Michal) د ساؤل (Saul) لوراو د ډيويډ (David) لومړنۍ مېرمن د ټيفيلين (tefillin) او ټزيټيزیټ (tzitzit) حکمونه ومنل، که څه هم دا اړتياوې يوازې په نارينه وو کې پلي کېږي. زياتره (mitzvoth) چې په نارينه وو پلي شوي، په ښځو هم پلي شوي دي. که څه هم چې مېرمنې په عمومي ډول د مثبت وخت پابند حکمونو څخه مستثنی وې (په يوه ځانګړي وخت کې د وظيفې ترسره کولو اړتياوې، په هر وخت کې د وظيفې ترسره کولو د اړتياوو يا له يو عمل څخه د ډډه کولو د اړتياوو په توپير سره). د دې په اړه دوه مهمې نظريې شته: واقعيتپالنه (ځکه چې د کور په دندو کې د مېرمنو ونډه د دوی وخت مصرفوي) او روحانيت (ځکه چې د ځينو روايتونو له مخې "ښځې د بينا (Bina) په نوم طبيعي معنوي پوهه لري" او د دې لپاره چې ښځې له خدای سره پياوړې معنوي اړيکه وساتي، ښځې په وخت سره د مذهبي عملونو په تر سره کولو باندې د نارينه وو په پرتله لږې متکي (تکيه کوونکې) کوي.[۷][۸][۹]

ښځې له اقتصادي پلوه په نارينه وو پورې تړلې وې. له نادره حالت، لکه: له پلار څخه د ځمکې په ميراث کې چې زامن به يې نه درلودل؛ نور په عمومي ډول ښځو نه شو کولی ملکيت ولري. د دې لپاره چې د ځمکو سيمې لږې نه کړي، ان "په داسې حالتونو کې به له ښځو غوښتل کېدل، چې د قبيلې دننه بيا واده وکړي ". [۱۰]

د تلمود دورې[سمول]

د يهودانو د مذهبي قوانينو د ټولګې (halacha) له نظره ښځې اړ دي چې د مذهبي دندې له مخې ټول منفي الهي اوامر ترسره کړي (هغه حکمونه چې د فعاليتونو منع کوي، لکه "زنا مه کوئ")، مګر دوی د ډېر وخت لپاره په ټاکلي سيمه کې له رانيولو يا محدودولو او مثبتو الهي اوامرو له تر سره کولو څخه معاف دي، (حکمونه هغه مذهبي عمل منع کوي، چې بايد په ځينو وختونو کې تر سره شي، لکه:  د يهوديانو په نوي کال (Rosh Hashanah) کې د شوفر [د موسيقۍ لرغونې اله ده، چې د پسه يا ګډ له ښکر څخه جوړېږي (shofar) اورېدل). ښځه به له هغه الهي اوامرو څخه نه منع کېږي، چې له هغې څخه عذر وي. د مذهبي قوانينو ټولګه، ښځو ته هغه مادي او احساساتي تحفظات هم برابروي، چې د زياتره نايهودي ښځو لپاره د ګډې دورې په لومړۍ زريزې کې د خوښۍ وړ نه وو. د هغه وخت سزا او مدني قانون، له نارينه او ښځو سره په برابر ډول چلند وکړ.[۱۱][۱۲][۱۳]

داسې شواهد شته، چې لږ تر لږه د اشرافو تر منځ مېرمنې په انجيل او د يهودو د مذهبي قوانينو په راغونډ شوې ټولګه کې لوستې وې. د عالم لور د خپلې زده کړې له امله د واده لپاره يو ښه ليد يا اميد ګڼل کېده.  په تلمود (Talmud) کې د هغو ښځو په اړه کیسې شته چې مېړونه يې وفات يا جلا وطن شوي وو او بيا هم د خپلو زده کړو د کچې له امله توانېدلې وې، چې خپل ماشومان وروزي.[۱۴]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. John Bowker (1997). World Religions: The Great Faiths Explored & Explained. London: Dorling Kindersley Limited. د کتاب پاڼي 121, 131. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-7894-1439-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  2. "Medical Definition of Levite". د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  3. Rosenberg, Joel. "Bible: Biblical Narrative." Back to the Sources: Reading the Classic Jewish Texts, edited by Barry W. Holtz, Simon & Schuster, 1984, pp. 31-81
  4. 1963-, Scholz, Susanne (10 August 2017). Introducing the women's Hebrew Bible : feminism, gender justice, and the study of the Old Testament (چاپ Second). London. OCLC 1005279889. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780567663375. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)CS1 maint: numeric names: قائمة المؤلفون (link)
  5. Hauptman, Judith. "Women". Etz Hayim: Torah and Commentary. Ed. David L. Lieber. The Jewish Publication Society, 2001. 1356-1359.
  6. Telushkin, Joseph. Biblical Literacy: The Most Important People, Events, and Ideas of the Hebrew Bible. New York: William Morrow and Company, 1997. p. 403.
  7. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  8. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  9. "Why do Orthodox women not wear tefillin or tallit? - Magazine - Jerusalem Post". www.jpost.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  10. Hauptman, Judith. "Women". Etz Hayim: Torah and Commentary. Ed. David L. Lieber. The Jewish Publication Society, 2001. 1356-1359.
  11. Steinsaltz, 178
  12. Adler, Rachel. "The Jew Who Wasn't There: Halacha and the Jewish Woman." Jewish Women's Archive. 26 October 2016.
  13. Steinsaltz, 179
  14. Steinsaltz, 179-180