ښځې په عیسویت کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په عیسویت کې د ښځو ونډې د عیسویت له لومړیو تر اوسه ډېر توپیر کړی. ښځو په عیسویت کې مهم رول لوبولی په ځانګړې توګه په واده او په رسمي وزارتي بستونو کې د دندې ترسره کولو پرمهال او په بېلابېلو عیسوي ډلو، کلیساګانو او نورو کلیسایي سازمانونو کې. [۱]

په ډېرو سازمان شوو کلیسا ګانو کې د رهبرانو په توګه د ښځو د ونډې لوبول منع دي، خو ډېری کلیساګانې اوس د ښځو پر وړاندې د مساواتو (د ښځو او نارینه وو لپاره مساوي ونډه) لیدلوری لري. د روم په کاتولیک او ارتودکس کلیساګانو کې یوازې نارینه وو کولای شول د کشیش او یا هم نورو رهبرانو (د کلیسا په ټاکل کېدونکو رهبرانو، د سیمه ییزو کلیساګانو د مشرانو، فرهنګي غړو) په توګه وټاکل شي؛ یوازې مجرد نارینه کېدلای شي د رهبرۍ په لوړو مقامونو لکه پاپ، معنوي پلار او کاردینال په توګه وټاکل شي. ښځې کولای شي د راهبو او یا هم پاکو باکره ګانو په توګه خدمت وکړي.[۲][۳][۴]

د پروتستانت یو شمېر اصلي ډلو د وزیرانو (کشیشې) په توګه د ښځو د ټاکلو په برخه کې د خپلو محدودیتونو په راکمولو کار پیل کړی، له دې سره چې یو شمېر نورو لویو ډلو په ځانګړې توګه د جنوبي باپتیست کنوانسیون د دې په غبرګون کې خپل محدودیتونه لا زیات شدید کړي. ډیری کاریزماتیک او پنټیاکاستل کلیساګانې د دې چارو مخکښانې وې کوم چې د جوړښت له پیله یې ښځو ته د تبلیغ اجازه ورکوله.[۵][۶][۷]

مسیحي دودونه کوم چې پاکان د ځانګړې پاکۍ په لرلو په رسمیت پېژني؛ د دغه دین ښځې له دې ډلې یادوي. د هغو تر ټولو مهمه مریم، د عیسی مور، کومه چې په ټول عیسویت کې ورته ځانګړی درناوی کېږي، په ځانګړې توګه رومن کاتولیزم او ختیځه ارتودوکسی ډلې کوم چې هغه "د خدای د مور" په توګه یادوي.

الهیات[سمول]

د عیسي مور مریم، ماری مګدلان، ماری بیتنی او د هغې خور مارتا د هغو ښځو له ډلې دي کوم چې د مسیحیت په بنسټ اېښودلو کې یې مهمه ونډه لرله. په هاروارد پوهنتون کې د نوي دور د مطالعاتو او د پخواني مسیحیت پروفیسور کارن ال کینګ لیکلي چې په د په تېرو شلو کلونو په پخواني مسیحیت کې بشپړ ډول بدلون راغلی. ګڼ شمېر ښځې د هغو ښځو په نوملړ کې زیاتې شوې کوم چې د عیسویت په لومړي تاریخ کې یې مهم ونډه لرله. په اصل کې نوی تاریخ د انجیل کتاب له تازه کشفیاتو رامنځ ته شوی، چې په تېرو دورو کې له دې حقیقت څخه سترګې پټې شوې وې.[۸]

ماری مګدلان د مسیحیت د لومړي خوځښت تر ټولو پیاوړې زده کوونکې او رهبره وه. د عیسویت د لومړۍ حوارینې په توګه د هغې ټاکلو د ښځو د رهبرۍ په برخه کې د معاصرې پوهې په زیاتوالي کې مرسته کړې ده.[۸]

د نوي دوران انجیلونه، کوم چې د میلادي قرن په وروستۍ څلورمه برخه کې لیکل شوي، تصدیقوي چې ښځې د عیسی له لومړنیو پیروانو څخه وې.

  • له هماغه پیل څخه یهودي ښځو زده کوونکو، لکه ماري مګدلان، جووانا او سوسانا له عیسی سره د هغه د مبارزې او تبلیغ په برخو کې مل وې او له خپلو شخصي امکاناتو څخه یې د هغه په ملاتړ کې کار اخیست.
  • عیسی په عمومي او خصوصي توګه له ښځو سره خبرې وکړې او هغو ته یې اجازه ورکړه چې د خپل ایمان بېلګې وړاندې کړي. د انجیل دوو روایتونو ته په کتو سره، یوه نامعلومه یهودي ښځه وپوهېده چې د عیسی له خوا وستایل شوه دې استدلال وکړ چې د هغه خدمت یوې خاصې ډلې او خاصو کسانو ته اړوند نه دی، بلکې ټولو هغو کسانو ته اړوندېږي چې ایمان لري. [Mark 7:24-30]; [Matthew 15:21-28]
  • یوې یهودي ښځې د هغه پښې په عطرو کې ومینځلې او له هغه یې په ځانګړې توګه پالنه وکړه
  • عیسی به په مکرر ډول د مری او مارتا کور ته تلو، عادت یې درلود چې له ښځو سره د نارینه وو په څېر ډودۍ وخوري او هغوی ته درس ورکړي.
  • کله چې عیسی ونیول شو، ښځې ورسره په کلکه ودرېدې، په داسې حال کې چې د هغو نارینه پلویان پټ شول ښځو هغه تر داره بدرګه کړ
  • دا مېرمنې وې چې د قیامت (د دار کولو د مراسمو) لومړنۍ شاهدانې وې، تر ټولو مهمه یې هم مری مګدلان وه. د انجیل دغه روایتونه د هغو مېرمنو رول منعکس کوي کوم چې د عیسی د شاګردانو په توګه د هغه خدمت ته ولاړې وې

لیندا ودهید د خپلو ګڼو کتابونو څخه په یوه کې اشاره کوي چې د ښځو د ونډې په اړه د موضوع رامنځته کېدو لومړنۍ الهیاتي پایه د پیدایښت په کتاب کې ده چې لوستونکي دې پایلې ته رسوي چې ښځینه د نارینه وو تر واک لاندې دي او "د خدای څېره په نارینه وو کې د ښځو په پرتله ډېره ځلېږي". په لاندې برخو کې د نوي دوران نویو الهیاتي باورونو په مسیحیت کې د ښځو د ونډې په تفسیر کې مرسته کړې:

  • "ښځې د اولاد لرلو له مخې محافظت ترلاسه کوي، که چېرې دوی د وفا، مینې، پاکۍ او حیا له مخې دوام ورکړي. [1 Timothy 2:15] "
  • "واک د خاوند په لاس کې پاتې دی، ښځه هم د خدای په امر د هغو په اطاعت مکلفه ده. هغه په کور او دولت واک چلوي، جګړې کوي او له خپل ملکیت څخه دفاع کوي... بل پلو ښځه د مېخ په ډول په کور کښيني.... هغه له خپلو ډېرو شخصي چارو هاخوا نه وځي." (لوتر، ویناوې)
  • په رښتیا سره، د ښځو کار، دنده او د هغو کړنې د هغه مشارکت عملي کول دي چې یوازې په کې نارینه مخکښ، محرک، وړاندې او الهام بښونکي دي. "(کار بارت، متعصب کشیش)[۹]

جنسیت او د خدای انځور[سمول]

بشپړونکي یا Complementarians باور لري چې مسیحي وزیران باید نارینه وي څو له عیسی مسیح څخه نمایندګي وکړي چې د دوی په باور د خدای زوی و او د یو نارینه انسان په توګه یې تجسم پیدا کړی و. اوس موضوع دې ته اړونديږي چې نر او ښځه د خدای په انځور کې رسم شوې، ښځه د نارینه له لارې د خدای تصویر ته لار مومي ځکه هغه ده جوړه کړې او هغه یې لويي ده.[۱۰][۱۱][۱۲]

نوي اندونه (نظریې)[سمول]

لیندا وود هید څرګندوي:  "له ګڼو هغه ګواښونو څخه چې عیسویت ورسره په نوي مهال کې مخ دی، جنسیتي مساوات دي چې تر ټولو هغو جدي ګواښ دی. د ۱۹مې پېړۍ یو شمېر مسیحي لیکوالانو په کلیسا او ټولنه کې د ښځو پر وړاندې دودیز لید لوري وننګول کوم چې په ټولنه کې وو. یوازې له ۱۹۷۰مې لسیزې وروسته ګڼ نظریات رسمي شول. د غیر مسیحي لیدلورو سربېره په مسیحیت کې د ښځو د ونډې اړوند څلور اصلي لیدلوري عبارت دي له: مسیحي فیمنیزم، مسیحي مساوات غوښتل، بشپړتیايي او د انجیل پلار واکي.[۱۳][۱۴]

مسیحی فیمنېزم[سمول]

عیسوي فیمینېستان د عیسویت له لیدلوري فعال فیمینېستي مقام لري. وروستي نسلونه د هغه څه په اړه تجربه لري کوم چې د مسیحي فیمینېزم ټاپه پرې لګېدلې. هغه خوځښت چې د ژوند په هر پړاو یې اغیز لرلی، له عیسویت څخه یو شمېر پخوانیو تفسیرونو د ښځو ونډې ته په درناوي د عیسویانو یو شمېردودونه ننګولي. خو له دې سره، مسیحي فیمینېزم د مسیحیت په اډانه کې د لیبرالیستي نظریو څرګندويي کوي. د مسیحي محافظه کارو مساوات غوښتونکو پر خلاف، مسیحي فیمنېستان لیوالتیا لري چې د درې جنسه وو او د جنین په سقط کې د انتخاب ټاکلو له حق ملاتړ وکړي. د انجیلي او ایکومینال ښځو ډله، چې د نړیوال مسیحي فیمینېزم مهمه ډله بلل کېږي، "د خدای لپاره ټول شموله انځورونو او ژبې" ته ارزښت ورکوي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

سرچينې او ياداښتونه[سمول]

  1. "Women and Christianity". The British Library. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ جنوري ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Southern Baptist Convention > SBC Search". www.sbc.net. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  3. Roebuck, David G. "Loose the Women". Christian History | Learn the History of Christianity & the Church (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Theology (2015-06-04). "Women in the Pentecostal Movement". Fuller Studio (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۲ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Women and Christianity". The British Library. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ جنوري ۲۰۲۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Powell, Mark A. Introducing the New Testament. Grand Rapids, Mich.: Baker Academic. 2009. p.337.
  7. Stagg, Evelyn and Frank Stagg. Woman in the World of Jesus. Westminster Press, 1978. کينډۍ:ISBN
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ King, Karen L. "Women In Ancient Christianity: The New Discoveries".[۱] Accessed 30 July 2015>.
  9. Woodhead, Linda (2004). Christianity: A Very Short Introduction. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼي n.p. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. C. S. Lewis, "Priestesses in the Church?", God in the Dock, Eerdmans, 1970 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. J. I. Packer (February 1991), "Let's stop making women presbyters", Christianity Today الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. G. L. Bray, "Image of God", New Dictionary of Biblical Theology, IVP, Leicester, 2000 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. For example, Katharine Bushnell, L.A. Starr, Charles H. Pridgeon, Phoebe Palmer, A. J. Gordon, Frances Willard, and many others
  14. Woodhead, Linda (2004). Christianity: A Very Short Introduction. Oxford: Oxford University Press. د کتاب پاڼي n.p. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. See About the Evangelical and Ecumenical Women's Caucus, د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جولای ۲۰۱۱ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جنوري ۲۰۰۸ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Randall Herbert Balmer, Encyclopedia of Evangelicalism, Baylor University Press 2004, د کتاب پاڼې 237 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Pamela Cochran (2005), Evangelical feminism: a history, NYU Press, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8147-1650-2 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "About EEWC". Eewc.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ نومبر ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)