Jump to content

ښځې په عثماني امپراتورۍ کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په عثماني امپراتورۍ کې ښځې له وخت او همدارنګه له خپلې طبقې او مذهب سره سم د بېلابېلو حقونو له طیف څخه برخمنې وې. دا امپراتوري په لومړیو کې د یو ترکمن [1]بیلیک او ورپسې د قانون پر  بنسټ (د نیمه سیکولار قوانینو ټولګه) چې د عثماني واکمنانو په واسطه رامنځته شوي وو اداره کېده. پردې سربېره د ډېری مذهبي ټولنو اړوند مذهبي متنونو هم د هغوی په حقوقي نظام کې د پام وړ رول درلود. د ډېری عثماني ښځو لپاره دا قران او حدیث وو چې د شریعت په نوم به د اسلامي مفسرینو له خوا تفسیرېدل. ډېری عثماني ښځو په حقوقې نظام، د شتمنیو په پېر او پلور په میراث او وېش کې او همدارنګه په ګڼو نورو مالي فعالیتونو کې د ګډون اجازه لرله، دا هغه حقونه وو چې تر نولسمې پېړۍ د اروپا په  پاتې برخه کې غیر عادي وو.

د ښځو ټولنیز ژوند د وخت د ډېری عامو فرهنګونو په څېر په نسبي ډول په انزوا کې و. په هر حال دا انزوا ځينې وختونه د طبقې پر بنست په شدید ډول د بدلون وړ وه. ښاري ښځو د امپراتورۍ د تاريخ په ډېره برخه په جنسیتي تبعیض کې ژوند کاوه، ځکه ډېری ټولنیزې غونډې له یو بل څخه په جلا ډول ترسره کېدې او د لوړې ټولنیزې طبقې ډېری ښځو په عمومي ځایونو کې حجاب درلود. دا دود تر لویديځوالې پورې د لوړې ټولنیزې طبقې، مقام او امتیاز نښه بلل کېده؛ تر هغه وروسته د عثماني او اسلامي ارزښتونو د نښې په توګه په پام کې ونیول شوه.  [۱]

د ښځو سلطنت/واکمني، هغه دور چې ۱۵۲۰ لسیزې ته ورګرځي، هغه دوره وه چې په ترڅ کې يې لوړپوړې ښځې په کورني سیاست، بهرنیو مذاکراتو او سلطنت کې د مشارکت له لارې له سیاسي واک او د پام وړ عمومي ارزښت څخه برخمنې وې. والده‌سلطان (د سلطان هغه مېرمن چې زوی به یې برحال سلطنت کاوه، ژباړن)، د سلطان میندو، د حرامسرا د سیاست له لارې د پام وړ نفوذ درلود. له تر ټولو اغېزمنو او معتبر والده‌سلطانانو څخه ځینې يې نوربانو سلطان، صفیه سلطان، هندان سلطان، حلیمه سلطان، کوسم سلطان او تورهان سلطان وې. 

وروستۍ دورې د شدیدو سیاسي او مذهبي مخالفتونو شاهدې وې چې د ښځو حقونو ته یې لا نوره پراختیا ورکړه تر هغه چې په شمالي امریکا او اروپا کې د ښځو د حقونو اړوند ښکاره بدلونونو پر عثمانیانو خپل اغېز پیل کړ. د تنظیماتو سمونونو له دغو بدلونونو سره سم په نولسمه پېړۍ کې د ښځو لپاره ډېری حقوق رامنځته کړل. دا سمونونه په ځانګړي ډول د ښوونې په برخه کې پراخ وو، چې په ۱۸۵۸ کال کې د نجونو د لومړنیو ښونځیو له پيل کېدو سره مل وو. په هر حال د دې ښوونځيو ښوونیزې برنامې تر ډېره د ښځو او د هغوی د میندو پر ښوونه متمرکزې وې او جوړښتي سموونې لکه د رایې ورکولو سراسري حق یوازې د ترکیې د سلطنتي نظام ځای ناستي جمهوریت په لومړیو کلونو کې تر سره شو.

تاریخچه

[سمول]

څوارلسمې او پنځلسمې پېړۍ

[سمول]

ښځو د عثماني امپراتورۍ په لومړیو کې د حنفي فقې پر بنسټ د شریعت د قانون او نورو اړونده مذهبي اسنادو په رڼا کې د پام وړ شخصي او اقتصادي حقونه لرل. له دې سره ښځې تر ډېرې کچې له سیاسي ډګر څخه غایبې وې. ځکه د دولت پراختیا غوښتونکي شخصیت نظامي ځواک ته په لومړۍ درجه کې ځای ورکړی و او تر ډېره يې نارینه‌وو ته په هم‌مهال ډول په سیاسي او پوځي ډګر کې لومړیتوب ورکاوه. په لومړنۍ امپراتورۍ کې په خاصو مواردو کې جنسي بېل‌والی عام و؛ ښځي په جلا خو غیر-جنسي چاپېریالونو کې له نارینه‌وو څخه بېلې وې. [۲][۳][۴][۵][۶]

۱۶مه پېړۍ

[سمول]

۱۶مه پېړۍ د سلیمان له واکمنۍ سره مشخصه شوه، چې په ترڅ کې يې هغه د هسکي سلطان لقب، فرمان ورکوونکې مېرمن یا د سلطان اصلي مېرمنې لقب رامنځته کړ او د دویم ځواکمن سیاسي موقعیت والده سلطان (د سلطان مور) له رامنځته کولو سره یې په سیاست کې د سلطنتي ښځو رول ته پراختیا ورکړه. دا د ښځو د واکمنۍ پيل و، چې ښځې د امپراتورۍ په تاريځ کې د لومړي ځل لپاره په سیاسي ډګر کې فعالې وې او د امپراتورۍ حرامسرایونو ډېر زیاد سياسي واک درلود. که څه هم د نسبتاً برابرو خلکو،  د هغوی د صوفیانه فرمانونو (چې ډېری يې ښځينه شېخانې وې) او محافظه‌کار علماوو تر منځ نښتو دوام وکړ. د واک يوه ننداره/مظهر يې د کيماک په دوکانونو کې وه چې ښځو او ناينه‌وو به مدني حالت ته له پام پرته هلته په منظم ډول سره لیدل. له علما څخه ډېری پوهانو دا د ديني تبعیض نښه بلله او د کیماک دوکانونو ته يې د ښځو د داخلېدو د ممنوعیت غوښتنه وکړه، چې وروسته لغوه او په ۱۵۷۳ کال کې پلې شوه.  [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

۱۷مه او ۱۸مه پېړۍ

[سمول]

۱۷مه او ۱۸مه پېړۍ د عثماني کلتور تر لویديځوالي مخکې د دوه وروستیو پېړیو په توګه په پام کې نیول کېږي. دا دوره له یو ځانګړي کلتوري تګ-راتګ سره مشخصېږي چې له هوسا‌پالنې او برابرۍ غوښتنې سره مل وه او د محافظه‌کارانه غورځنګونو په واسطه وڅارل شوه. له دې سره سره هغه مهال د ښځو حقونه هم خپله د عثمانیانو او هم د لیډي مري ورتلي مونتګو په شان د اروپايي سیلانیان له‌خوا په نسبي توګه غښتلي بلل کېدل، ځکه ښځو د طلاق حق، د شتمنۍ درلودلو حق او د مېرمنې او خاوند له اړیکو څخه د انکار حق درلږد چې د ۱۹مې پېړۍ تر وروستیو پورې په نوره اروپا کې عام نه و. همدارنګه په دې دوره کې عثماني ټولنې د جنسیت د اکثرو ډولونو په اړه نسبتاً پرانیستی ليدلوری درلود او د اېندنولو فاضل په څېر ډېری لیکوالانو چې د ښځو او نارینه‌وو د جنسي تمایلاتو په اړه يې کتابونه خپاره کړي و تر ډېره د امپراتورۍ په لومړیو کې نارینه جنسیت ته د تمایل د انحراف ښودنه کوله. که څه هم د ښځو په اړه د شهواني عشق اړوند اثارو دا نوی ژانړ د پام‌وړ منفي غبرګونونو سره مخ شو ځکه په نارينه‌وو کې د نارينه‌وو تر منځ د جنسي بحثونو خلاف چې تر ډېره منل شوي او ان نمانځل شوي هم و، د ښځو جنسي تمایلات یوه خصوصي موضوع بلل کېده. دا چاره د ځينو کتابونو د تنظیم او سانسور لامل شوه چې له ډلې يې تر ټولو مشهور اثر د فاضل «زنان‌نامه» (د بدکرداره ښځو کتاب) یادولی شو. پردې سربېره د درېیم عثمان په څېر محافظه کار سلطانان/واکمنان د ښځو په اړه د خپل منفي لیدلوري له امله پېژندل شوي وو. درېیم عثمان د سلطانانو تر منځ یوازینی کس و چې په قسطنطنیه کې يې ښځې له ښکلو جامو سره له بیرون وتلو څخه منعه کړې او هغوی ته يې امر وکړ چې ساده او باحجابه جامې واغوندي، چا به چې دا کار نه کاوه سزا به ورکول کېده او ځينې وختونه به وژل کېدل.     [۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

۱۹مه او ۲۰مه پېړۍ

[سمول]

نولسمه پېړۍ د امپراتوري لپاره تر دېره د لویدیځوالي پېړۍ وه. په عثماني امپراتورۍ کې د ښځو د حقونو د نسبي رکود له امله اروپايي سیلانیانو او ځوانو عثمانیانو د بنسټيزو سمونونو/اصلاحاتو لپاره اړتیا تشخیص کړه. ځوانو عثمانیانو پر هغو عثماني دودونو نیوکه وکړه چې د  ښځو په حقونو کې يې د بدلون مخنیوی کاوه او په ټولنه کې يې د ښځو د ارزښت په اړه خبرې وکړې، دا هر څه په داسې حال کې وو چې دا بدلونونه يې له اسلامي ارزښتونو سره ترکیبول. د دغې ټولو هڅو په پایله کې د نولسمې پېړۍ په دویمه نیمايي کې متوسطه ښوونځي او د قابلګۍ ښوونځي پرانیستل شول. دې بدلونونو ګڼ شمېر مخالفان لرل، په ځانګړي ډول د دویم عبدالحمید په څېر محافظه‌کاران او ګڼ نور علما، ډېری نور لیکوالان او څېړنکي لکه احمد ميثات افندي له ډېرو د غو بدلونونو سره موافق و، خو د اسامه مکدیسي په وینا د دې احساس پر وړاندې يې سخت مقاومت کاوه چې «عثمانیان باید د لويديځ غوره‌والی ومني» او «دا يې په څرګند ډول رداوه.» په عثماني امپراتورۍ کې د ښځو پر حقونو د لويديځوالي اغېز تر نن ورځې د څېړونکو تر منځ بحث پاروونکی دي.    [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې

[سمول]

[1] یوه ترکي کلیمه چې د بېګ/شهزاده تر ولکې لاندې خاوره ښيي، ژباړن

  1. Keddie, Nikki R. (1990). "The Past and Present of Women in the Muslim World". Journal of World History. 1 (1): 77–108. ISSN 1045-6007. JSTOR 20078457.
  2. Bishin, Benjamin G.; Cherif, Feryal M. (2017). "Women, Property Rights, and Islam". Comparative Politics. 49 (4): 501–519. doi:10.5129/001041517821273026. ISSN 0010-4159. JSTOR 26330985.
  3. Lewis, Reina (2004). Rethinking Orientalism: Women, Travel, and the Ottoman Harem. New Brunswick, New Jersey: Rutgers University Press.
  4. Faroqhi, Suraiya (1994). An Economic and Social History of the Ottoman Empire, 1300-1914. Cambridge University Press.
  5. Peirce, Leslie (1988). "Shifting Boundaries: Images of Ottoman Royal Women in the 16th and 17th Centuries". Critical Matrix: Princeton Working Papers in Women's Studies.
  6. Karababa, Eminegül; Ger, Güliz (2011). "Early Modern Ottoman Coffeehouse Culture and the Formation of the Consumer Subject". Journal of Consumer Research. 37 (5): 737–760. doi:10.1086/656422. hdl:11511/34922. ISSN 0093-5301. JSTOR 10.1086/656422.
  7. Yermolenk, Galina (2005). "Roxolana: The Greatest Empress of the East". Muslim World. 95.
  8. Sancar, Asli (1993). Ottoman Women. Somerset, New Jersey: The Light, Inc.
  9. Davis, Fanny (1986). "The Valide". The Ottoman Lady: A Social History from 1718 to 1918. ISBN 0-313-24811-7.
  10. Küçük, Hülya (2013). "Female Substitutes and Shaykhs in the History of Sufism: The Case of the Mawlawiyya Sufi Order from its Early Phase to the Eighteenth Century*". Mawlana Rumi Review. 4: 106–131. doi:10.1163/25898566-00401007. ISSN 2042-3357. JSTOR 26810262.
  11. Reşad Ekrem Koçu, Tarihimizde Garip Vakalar, Varlık Yayınları, p. 83.
  12. Şemsettin Kutlu, Bu Şehri İstanbul Ki, Milliyet Yayınları, p. 366.
  13. İlhan Tekeli, Dünden Bugüne İstanbul Ansiklopedisi, Vol. 3, Kültür Bakanlığı, p. 361
  14. "Hidden Worlds: An Erotic Manuscript of the Ottoman Empire". Sotheby's.{{cite web}}: CS1 maint: url-status (link)
  15. Inal, Onur (2011). "Women's Fashions in Transition: Ottoman Borderlands and the Anglo-Ottoman Exchange of Costumes". Journal of World History. 22 (2): 243–272. doi:10.1353/jwh.2011.0058. ISSN 1527-8050. PMID 22073435. S2CID 38782874.
  16. Schmidt, Jan (2015-04-01). "Enderuni Fazıl". Encyclopaedia of Islam, THREE (in انګليسي).
  17. Schick, İrvin Cemil (2004). "Representation of Gender and Sexuality in Ottoman and Turkish Erotic Literature". The Turkish Studies Association Journal. 28 (1/2): 81–103. ISSN 2380-2952. JSTOR 43383697.
  18. Murray, Stephen O. (2007). "Homosexuality in the Ottoman Empire". Historical Reflections / Réflexions Historiques. 33 (1): 101–116. ISSN 0315-7997. JSTOR 41299403.
  19. M. Çağatay Uluçay, Padişahların Kadınları ve Kızları, Ötüken Yayınları, p. 147.
  20. Tanzimat'tan Cumhuriyet'e Türkiye Ansiklopedisi 3, İletişim Yayınları, pp. 858-859.
  21. Makdisi, Ussama (2002). "Ottoman Orientalism". The American Historical Review. 107 (3): 768–796. doi:10.1086/532495. ISSN 0002-8762. JSTOR 10.1086/532495.
  22. Finkel 2006, p. 475.
  23. Akşit, Elif (2016), "Being a Girl in Ottoman Novels", Childhood in the Late Ottoman Empire and After, Brill, pp. 91–114, doi:10.1163/9789004305809_006, ISBN 9789004305809
  24. Ze'evi, Dror (2005). "Hiding Sexuality: The Disappearance of Sexual Discourse in the Late Ottoman Middle East". Social Analysis: The International Journal of Social and Cultural Practice. 49 (2): 34–53. doi:10.3167/015597705780886211. ISSN 0155-977X. JSTOR 23178871.
  25. Tucker, Judith E. (1996). "Revisiting Reform: Women and the Ottoman Law of Family Rights, 1917". The Arab Studies Journal. 4 (2): 4–17. ISSN 1083-4753. JSTOR 27933698.