Jump to content

ښځې په ساينس کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ساينس کې د ښځو شتون د ساينس د تاريخ هغه لومړني وختونه چې ښځو په کې د پام وړ مرستې يا ونډې جوړې کړي دي؛ تر پوښښ لاندې راولي. هغه تاريخ پوهان چې د جنسیت او ساينس موضوعاتو سره علاقه لري، د ښځو علمي هڅې او لاسته راوړنې او هغه خنډونه يې څېړلي چې دوی ورسره مخامخ شوي دي. همدارنګه هغه سیاستونه یا طرحې چې د دوی د کار له سره د بيا کتنې په موخه پلي شوي او په لويو ساينسي يا علمي ورځپاڼو او نورو چاپي نشريو کې منل شوې. د دې موضوعاتو تاريخي، انتقادي او د ټولنپوهنې اړوند څېړنه په خپل حق کې يو علمي سمون يا ډسپلين ګرځېدلی دی.

د طب په برخه کې د ښځو ګډون په څو لرغونو لويديځو تمدنونو کې رامنځ ته شو او په لرغوني يونان کې د طبيعي فلسفې مطالعه د ښځو پر مخ خلاصه وه. ښځو په لومړۍ يا دویمو زیږدیزو پېړیو کې کې د کيميا په پروټو ساينس [د ساينس د تاريخ تر ټولو لومړني وختونه چې د ساينس مېتودونه او کړنلارې په کې تراوسه د زېږېدو په حال کې وې] کې ونډه واخېسته. د منځنۍ دورې پر مهال مذهبي صومعې يا خانقاګانې د ښځو لپاره د زده کړې مهم ځايونه وو او له دې ټولنو ځيڼو يې ښځو ته په علمي څېړنو کې د برخې اخیستو فرصتونه برابر کړي دي. د 11 پېړۍ د لومړنيو پوهنتونونو راپورته کېدو ولیده چې ښځې د ډېرو برخو لپاره د پوهنتون له زده کړو بې برخې وې. بوتاني (د بوټو علم) له پوهنتونه د باندې هغه علم و چې د معاصرې دورې په لومړيو کې يې د ښځو له ونډې ډېره ګټه پورته کړه. د طب په برخه کې د ښځو د زده کړو پر وړاندې چلند د نورو ځايونو په پرتله په ايټاليا کې ډېر خپلواک ښکاري. لومړنۍ پېژندل شوې ښځه چې د څېړنو په علمي ډګر کې يې د پوهنتون د رياست څوکۍ تر لاسه کړه؛ په اتلسمه پېړۍ کې ايټالوۍ لاورا باسسي (Laura Bassi) وه.[۱][۲]

د جنسيت ونډې په اتلسمې پېړۍ کې ډېر قطعي وې او ښځو د ساينس په برخه کې مهم پرمختګونه وکړل. د نولسمې پېړۍ په جريان کې ښځې له رسمي علمي زده کړو محرومې وې خو په همدې دوره کې یې په لوستو ټولنو کې داخلېدل پيل کړل. د نولسمې پېړۍ په وروستيو کېد ښځو د پوهنتون يا ځانګړې تعليمې موسسې راپورته کېدو د ښځينه ساينسپوهانو لپاره دندې او د زده کړو لپاره فرصتونه برابر کړل.

ماري کوري (Marie Curie) چې د پولنډ په وارسا کې زیږېدلې ده، ساينسپوهانو ته يې د راډيو اکټيف له خوسا کولو (د له منځه وړلو) زمينه مساعده کړه او د رادیوم (radium) او پولونيم (polonium) عناصر يې کشف کړل. نوموړې د فزيکپوه او کيميا پوه په توګه کار کولو سره د راډيو اکټیف د خوسا کولو په اړه لومړنۍ څېړنه تر سره کړه. نوموړې لومړنۍ ښځه وه چې اوله نوبل جاېزه يې په فزيک کې او دويمه نوبل جاېزه يې په کيميا کې واخیسته. د ۱۹۰۱ او ۲۰۱۰ کلونو تر منځ څلويښتو ښځو ته د نوبل جایزې ورکړل شوې دي. د فزيک، کيميا، فزيولوژي او طب په برخو کې اوو لسو ښځو ته د نوبل جایزې ورکړل شوې دي. [۳][۴]

په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ لسيزو کې د ښځینه ساينسپوهانو په اړه ډېر کتابونه او مقالې خپرې شوې چې په ټولو يې په حقيقت کې غير سپين پوستې ښځې او له اروپا او شمالي امريکا بهر ښځې یې له پامه وغورځولې. په ۱۹۸۵ کې د کووېليوسکايا تمويل (Kovalevskaia Fund)او په ۱۹۹۳ ز کال کې د پرمختللې نړۍ لپاره د ساينس په برخه کې د ښځو سازمان رامنځ ته کېدو پخوانيو غاړې ته شویو ښځينه ساينسپوهانو ته ډېره څرګندتيا ورکړه خو نن په پرمختللو هېوادونو کې د ساينس د برخې د اوسنيو او تاريخي ښځو په اړه لږ معلومات شته. د اپلاتوني فيلسوف اين هېبنر کوبلیټز (Ann Hibner Koblitz) په وينا:[۵][۶]

د ښځينه ساينسپوهانو په اړه ډېر کار د لويديځې اروپا او شمالي امريکا په شخصيتونو او علمي فرعي کلتورونو تمرکز کړی او د ساينس په برخه کې ښځينه تاريخپوهانو په ضمني يا ښکاره توګه مفروض کړي دي چې د دې سيمو لپاره شوې مشاهدې به د نورې نړۍ لپاره ريښتيا ګڼل کېږي. [د نورې نړۍ قياس به د همدې سيمو له مخې کېږي].

کوبليټز () ويلي چې په ساينس کې د ښځو په اړه دا عمومي کول تر ډېره په کلتوري ډول د تېرېدو خنډ نه کېږي. [۷]

يو علمي يا تخنيکي ډګر چې په يوه ټاکلې دوره کې په يوه هېواد کې 'ناښځينه' [چې ښځينه په کې نه وي] وبلل شي؛ کېدای شي په بېلابېلو تاريخي دورو يا بل هېواد کې د ډېرو ښځو له ګډون خوند واخلي. يوه بیلګه یې انجینیري ده، په تېره د انجينیرۍ اړوند معتبرې فرعي برخې لکه برېښنا يا ميخانيکي انجينري چې په ډېروهېوادونو کې د نارینه وو د عمل او فکر ځانګړې ساحه ګڼل کېږي. که څه هم په دې کې استثنا هم شته. په پخواني شوروي اتحاد کې د انجینیرۍ ټولو فرعي تخصصونو د ښځو لوړه فيصدي يا سلنه لرله او په ۱۹۹۰ ز کال کې د نيکاراګوا په يونېورسېډاډ ناسيونل ډي انجينيري کې د انجينیرۍ محصلینو ۷۰سلنه یې ښځې وې.

تاريخي بېلګې

[سمول]

لرغونی تاريخ

[سمول]

د طب په برخه کې د ښځو ګډون يا شموليت په څو لومړنیو تمدنونو کې ثبت شوی دی. له ميلاد ۲۷۰۰ کاله مخکې يوه پخوانۍ مصري ډاکتره میرېټ ـ پټاه (Merit-Ptah) چې په يوه ليکنه کې د "مشرې ډاکټرې" په توګه ياده شوې ده، د ساينس په تاريخ کې تر ټولو لومړنۍ پېژندل شوې ښځینه ساینسپوه ده. اګاميدي (Agamede) د هومر (Homer) له خوا په لرغوني يونان کې د ټروجن جګړې (۱۱۸۴ – ۱۱۹۴ ق. م) څخه د مخه د معالجې په توګه ياده شوې وه. د يوې راوروسته لرغونې افسانې له مخې اګنوډیس (Agnodice) لومړنۍ ښځينه ډاکټره وه چې په اتن کې يې له ميلاد څخه مخکې په څلورمه پېړۍ کې په قانوني ډول تمرين وکړ.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په لرغوني يونان کې ښځو ته د طبيعي فلسفې مطالعه شونې وه. اګلونيک (Aglaonike) چې د کسوف او خسوف وړاندوینه يې وکړه او تيانو (Theano) چې د رياضياتو او فزيک عالمه، د فيثاغورث شاګرده او ممکن ښځه (مېرمن) وه او په کروټون (Crotone) کې يو ښوونځی چې فیثا غورث تاسيس کړی او ډېرې نورې ښځې هم په کې شاملې وې؛ د ثبت شویو بېلګو له جملې څخه يادولی شو. په پولکس (Pollux)[په اصل کې ستوری دی، کېدای شي دلته د کوم ځای نوم وي] ​​کې د وينا يوه برخه د هغو کسانو په اړه ده چې د پيسو د سکې کولو پروسه يې اختراع کړې وه چې له (Cyme) ښار څخه فيډون (Pheidon) او ډيموډاېک (Demodike) ذکر کوي چې د فريګين (Phrygians) د پاچا ميډاس (Midas) مېرمن او د (Cyme) د پاچا اګاميمون لور وه. د ايولين ساېم (Aeolian Cyme) ښار د پاچا اګاميمون لور د فريګين (Phrygians) پاچا سره چې مېډاس ورته وايي واده وکړ. دې اړيکې کېدای شي يونانيانو ته له فريګيانو څخه د هغوی د الفبا "د پور کولو" اسانتيا برابره کړې وي. ځکه چې د فريګين (Phrygians) ليکونو بڼې د ايوليس (Aeolis) لیکنو ته نږدې دي.[۱۴][۱۵][۱۶]

له ميلاده نږدې ۱۲۰۰ کاله وړاندې د بابلي تمدن په دوره کې دوه ښځينه عطارو چې نومونه يې ټپوټي بيلاټي کالیم (Tapputi-Belatekallim) او ــ نينو (-ninu) چې د نوم لومړی نيمايي يې نه دی معلوم؛ په دې وتوانېدلې چې د استخراج او تقطير پروسې په کارولو سره له نباتاتو عطر ترلاسه کړي. د مصر د کورنۍ په جريان کې ښځې په تطبيقي کيميا لکه د بير جوړولو او د درملو مرکباتو چمتو کولو کې ښکېلې وې. د کيميا په برخه کې د مېرمنو لویه ونډې ثبت شوي دي. زياتره يې د لومړۍ يا دویمې پېړۍ په شاوخوا کې په اسکندريه کې اوسيدلې چې عرفاني دود د مېرمنو د ونډې د ارزښتمنولو لامل شوې. د ښځينه کيمياپوهانو تر ټولو مشهوره مېرمن يهودۍ ماري (Mary) ده چې د غبرګ يا ډبل ايشوونکي (دېګ بخار) په ګډون د څو کيمياوي وسایلو د اختراع کولو امتياز ورکول کېږي چې د هغه وخت د شيرې اخېستلو يا تقطير د تجهيزاتو پرمختګ يا پيدايښت په ډاګه کوي. د تقطير يا شيرې اخېستلو د دې وساېلو ساده يې کيروټاکيس (kerotakis)او مرکبه يا پېچلې يې د ټريبيکوس (tribikos) په نومونو يادېدې.[۱۷][۱۸][۱۹]

د اسکندریې د تيون (Theon) لور هایپاټیا (Hypatia) (۳۵۰ - ۴۱۵ ميلادي کال) يوه فيلسوف، رياضي پوه او ستورپوهه وه. نوموړې لومړنۍ ښځينه رياضي پوهه ده چې په اړه يې تفصيلي معلومات ژوندي پاتې دي. هايپاټيا (Hypatia) ته په هندسه، الجبر او ستورپوهنې کې د څو مهمو تبصرو د ليکلو اعتبار يا امتياز ورکول کېږي. هايپاټيا د فلسفي ښوونځي مشره وه او ډېرو زده کونکو ته يې تدريس وکړ. نوموړې په ۴۱۵ ميلادي کال کې د الکسندريا د يو مسيحي ملا سيريل (Cyril) او د روم د والي اوريسټس (Orestes) تر منځ په سياسي بحث کې ښکېل شوه چې په پايله کې د سيريل د پلويانو يوې ډلې هغه لغړه، ټوټه ټوټه او د هغې د بدن ټوټې يې وسوځولې.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې او ياداښتونه

[سمول]
  1. Whaley, Leigh Ann. Women's History as Scientists. Santa Barbara, California: ABC-CLIO, INC. 2003.
  2. Women in Botany
  3. Rutherford. “Marie Curie.” The Slavonic and East European Review, vol. 13, no. 39, 1935, pp. 673–676. JSTOR, www.jstor.org/stable/4203041. Accessed 18 Dec. 2020.
  4. "Nobel Prize Awarded Women".
  5. Pollack, Eileen (2013-10-03). "Why Are There Still So Few Women in Science?". The New York Times (in American English). ISSN 0362-4331. بياځلي په 2020-07-16.
  6. Ann Hibner Koblitz, "Gender and science where science is on the margins," Bulletin of Science, Technology & Society, vol. 25, no 2 (2005), pp. 107–114.
  7. Ann Hibner Koblitz, "Global perspectives," World Science Report 1996, UNESCO, p. 327.
  8. Hope Jahren (2017). The Best American Science and Nature Writing 2017. Houghton Mifflin Harcourt. p. 312. ISBN 9781328715517.
  9. Michael E. Moran (2013). Urolithiasis: A Comprehensive History. Springer Science & Business Media. p. 411. ISBN 9781461481966.
  10. Homer, Iliad 11.740
  11. Schmitz, Leonhard (1870). "Agamede (1) and (2)". In Smith, William (ed.). Dictionary of Greek and Roman Biography and Mythology. Vol. 1. Boston. p. 57.{{cite book}}: CS1 maint: location missing publisher (link)
  12. Stephanus of Byzantium, s.v. Script error: The function "Lang" does not exist..
  13. 1957-, King, Helen. The one-sex body on trial: the classical and early modern evidence. Farnham. ISBN 9781409463368. OCLC 856870739. {{cite book}}: |last= has numeric name (help)CS1 maint: multiple names: authors list (link)
  14. "Time ordered list".
  15. Martin Nilsson, Mycenaean Origin of Greek Mythology, 1983, University of California Press, p. 48.
  16. Jenny Strauss Clay, Irad Malkin, Yannis Z. Tzifopoulos eds., Panhellenes at Methone: Graphê in Late Geometric and Protoarchaic Methone, Walter de Gruyter GmbH & Co KG, 2017, p. 154
  17. Gabriele Kass-Simon; Patricia Farnes; Deborah Nash, eds. (1999). Women of Science: Righting the Record (First Midland Book ed.). Bloomington, Ind.: Indiana Univ. Press. p. 301. ISBN 9780253208132.
  18. Rayner-Canham, Marelene (2005). Women in Chemistry: Their Changing Roles from Alchemical Times to the Mid-Twentieth Century. Washington, D.C.: American Chemical Society. pp. 1–2. ISBN 978-0941901277.
  19. "Reframing the question". بياځلي په 2021-11-22.{{cite web}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  20. "Hypatia | mathematician, astronomer, and philosopher". Encyclopædia Britannica. بياځلي په 2016-04-08.
  21. Rayner-Canham, Marelene (2005). Women in Chemistry: Their Changing Roles from Alchemical Times to the Mid-Twentieth Century. Washington, D.C.: American Chemical Society. pp. 3–4. ISBN 978-0941901277.
  22. Deakin, Michael A. B. (August 1995). "The Primary Sources for the Life and Work of Hypatia of Alexandria". History of Mathematics Paper 63. بياځلي په 2016-04-07.{{cite journal}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  23. Deakin, Michael A. B. (1994). Hypatia and Her Mathematics. Mathematical Association of America. pp. 234–243.