منځپانگې ته ورتلل

ژرمن دو سټایل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ژرمن دو سټایل
ژرمن دو سټایل
ژرمن دو سټایل

د شخص مالومات
زېږون نوم
Anne-Louise Germaine Necker  ويکيډاټا کې (P1477) ځانګړنې بدلې کړئ
پيدايښت ۲۲ اپريل ۱۷۶۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
پاريس [۱۱]  ويکيډاټا کې (P19) ځانګړنې بدلې کړئ
مړینه 14 جولای 1817 (51 کاله)[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۹][۱۰]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
پاريس [۱۲]  ويکيډاټا کې (P20) ځانګړنې بدلې کړئ
استوګنځای ژینو (۱۷۹۳–۱۷۹۴)[۱۳]  ويکيډاټا کې (P551) ځانګړنې بدلې کړئ
ژوند ملګری بنیامین کانسټنټ [۱۴]  ويکيډاټا کې (P451) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ليکوال [۱۴][۱۰][۱۵]،  سياستوال [۱۴]،  فیلسوف ،  ژباړن/ه   ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه فرانسوي ژبه [۱][۱۶]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
ژرمن دو سټایل
ژرمن دو سټایل

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو[۱۷]  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

انه لویز ژرمن دو سټایل-هولشټاین (فرانسوي: [an lwiz ʒɛʁmɛn də stal ɔlstajn]؛ فامیلي نوم یې نېکر دی او د ۱۷۶۶ د اپرېل له ۲۲مې د ۱۸۱۷ د جولای تر ۱۴مې یې ژوند کړی)، چې په عام ډول د مېډم دو سټایل په نوم پېژندل کېږي. نوموړې یوه فرانسوۍ لیکواله او سیاسي تیورېسته او د فرانسې د مالیې وزیر ژاک نېکر لور وه. نوموړې د فرانسې له انقلاب او ناپلیوني دورې څخه د د بوربونیانو د بیاواکمنۍ (French Restoration) تر وخته د منځدریځۍ او اعتدال یو غږ و. د ۱۷۸۹ کال په عمومي اسمبلۍ او د ۱۷۸۹ کال د بشر او اتباعو د حقونو اعلامیې په جریان کې یې حضور او رول لرلی. د ۱۷۹۴ او ۱۸۱۰ کلونو ترمنځ له بنیامین کانسټنټ سره د فکري همکارۍ له کبله دوی د خپل وخت ترټولو مشهوره فکري جوړه وه. نوموړې د نورو په پرتله ژر د ناپلیون پر ظالمانه شخصیت او طرحو پوهه شوه. نوموړې د ډېرو کلونو لپاره د جلاوطنۍ ژوند وکړ - لومړی د ترور او وحشت د واکمنۍ پرمهال او وروسته بیا د ناپلیون لخوا د شخصي تعقیب او ځورونې له امله.[۱۸][۱۹][۲۰]

په جلاوطنۍ کې نوموړې په ​​ټوله اروپا کې د خپلو بې ساري اړیکو د شبکې له کبله د کوپیټ فکري ډلې پر مرکزیت بدله شوه. په ۱۸۱۴ کال کې د هغې یوه هم‌دوره څرګنده کړه چې "د اروپا لپاره د ناپلیون پر وړاندې درې لوی ځواکونه مبارزه کوي: انګلستان، روسیه او مېډم دو سټایل". د یوې ځیرکې او تکړه بحث کوونکې په توګه چې تل به د زړورتیا او جرات پر جامو سمبال وه، هغې د خپل وخت په سیاسي او فکري نړۍ کې هڅونه او خوځښت راټوکولی و. د هغې اثار، هغه که ناولونه دي که د سفر ادبيات یا شعرونه دي، چې پر انفراديت او جذبه ټینګار کوي، پر اروپایي فکر یو تلپاتې اغېز او نښه پرې اېښې ده. دو سټایل د رومانتیزم مفکوره په پراخه کچه د تکرار کارولو له لارې خپره کړه.[۲۱]

له ناپلیون سره شخړه

[سمول]

د ۱۸۰۰ کال په جنورۍ کې ناپلیون بنیامین کانسټنټ د ټریبیونټ اسمبلۍ غړی وټاکه، مګر کانسټنټ ډېر کم وخت وروسته د لومړي قونسل دښمن شو. دوه کاله وروسته ناپلیون هغه د خپلو ویناوو له امله جلاوطنۍ ته اړ کړ، چې په ​​​​حقیقت کې د مېډم دو سټایل لخوا لیکل کېدې. د ۱۸۰۲ کال په اګست کې ناپلیون د فرانسې لومړی قونسل وټاکل شو. دې چارې مېرمن دو سټایل د شخصي او سیاسي دلایلو له امله له هغه سره په مخالفت کې واقع کړه. د هغې په اند ناپلیون د ماکیاولي په څېر پیل کړی و. حال دا چې د ناپلیون په اند، فرانسوی لیکوال وولټیر، جې جې روسو او د هغوی پلویان د فرانسې د انقلاب لامل شوي وو. دا نظر هغه وخت تثبیت شو کله چې ژاک نېکر خپل "د سیاست او مالیې په اړه وروستي نظرونه" اثر خپور کړ او لور یې خپل "هغه ادبیات چې له ټولنیزو بنسټونو سره په اړیکو کې پام وړ دي" اثر خپور کړ. دا د اروپا د مسئلې په اړه د هغې لومړنۍ فلسفي بحث و: په دغه اثر کې د مليت، تاریخ او ټولنیزو بنسټونو په څېر فکتورونو باندې بحث شوی. ناپلیون د هغې د وروستي خپاره شوي اثر پر ضد کمپاین پیل کړ. نوموړي د هغې کلتوري جبر او عمومیت نه وو خوښ، په کوم کې چې هغې ویلي وو، چې "یو هنرمند باید د خپلې زمانې او وخت اړوند وي". د ناپلیون په ​​​​نظر ښځه باید یوازې د اوبدلو په کار کې پاتې شي. نوموړي د هغې په اړه وویل، د مېډم دو ریموسات د یادښتونو له مخې، نوموړې "هغو خلکو ته فکر کول ورزده کوي چې مخکې یې فکر نه وي کړی، یا یې هېر کړي وي چې څه ډول فکر وکړي". دا جوته وه چې د فرانسې د لومړي نمبر شخص او دو سټایل ترمنځ هېڅکله د جوړجاړي شونتیا نه وه.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

مېرمن دو سټایل د ډېلفین په نوم خپل یو پاروونکی کاتولیک-ضد ناول خپور کړ، چې په کې د ۱۷۸۹ او ۱۷۹۲ کلونو ترمنځ په پاریس کې اوسېدلې مېرمن (له پامه غورځېدلې یا ناسمه درک شوې ښځه) د ۱۸۰۱ کال له کونکوردات تړون وروسته د طلاق په اړه له محافظه کارو نظریاتو سره په تقابل کې ده. په دغه تراژیدیک ناول کې، چې د ګویته د "ځوان ویرتر کړاوونه" روایتي ناول او د روسو د "جولي، یا نوې هېلویس" ناول تر اغېزې لاندې دی، نوموړې د طلاق، نیونو او د سپټمبر ټولوژنې، او د کډوالو د برخلیک پر قانوني او عملي اړخونو بحث کړی. اصلي کرکټرونه د بې ثباته بنیامین کانسټنټ ځانګړتیاوې لري، او ټالیرانډ پکې د یوې زړې مېرمنې په توګه انځور شوې، او خپله پکې د ایټالیا د اشرافي او سیاستوال میلزي ډي ایریل د لیبرال نظر لرونکې اتلې په توګه ښودل شوې ده.[۳۰]

کله چې کانسټنټ د ۱۸۰۳ کال په سپټمبر کې مافلیرز ته ولاړ، مېرمن دو سټایل د هغه لیدو ته ورغله او ناپلیون یې پر دې پوه کړ، چې باید هوښیار او محتاط واوسي. وروسته د هغې کور سملاسي د هغې د ملګرو تر منځ مشهور شو، خو ناپلیون ته د مېډم دو جینلیس لخوا خبره ورسول شوه او د یوې دسیسې په اړه شکمن شو. "د هغې د اړیکو پراخه شبکه - چې بهرني ډیپلوماتان او پېژندل شوي سیاسي مخالفین پکې شامل وو، په تېره بیا د حکومت غړي او د بناپارټ د کورنۍ غړي – خپله د حکومت لپاره د شک او خبرداري سرچینه وه." له ژان ګابریل پیلټر څخه د هغې محافظت او ساتنې –چې د ناپلیون د وژلو پلان یې جوړ کړی و– د ۱۸۰۳ کال د اکتوبر په ۱۳مه د هغه پر دغه پرېکړه اغېزه وکړه چې پرته له محاکمې یې باید جلاوطنه کړي.[۳۱][۳۲]

د جلاوطنۍ کلونه

[سمول]

د لسو کلونو لپاره مېرمن دو سټایل ته اجازه نه وه چې د پاریس ۴۰ لیګونو یا سیمو (نږدې ۲۰۰ کیلومتره) ته راشي. هغې ناپلیون تورن کړ چې "یوه ښځه او د هغې ماشومان ځوروي". د اکتوبر په ۲۳مه نوموړې جرمني ته «په ویاړ او غرور سره» په دې هیله ولاړه، چې هلته ملاتړ ترلاسه کړي او ژر تر ژره بېرته خپل هېواد ته ستنه شي.[۳۳][۳۴][۳۵]

د جرمني سفرونه

[سمول]

نوموړې له خپلو ماشومانو او کانسټنټ سره یو ځای د فرانسې مېتز ښار کې تم شوه او هلته یې د کانټ له فرانسوي ژباړن شارل دو ویلرز سره وکتل. د ډسمبر په نیمایي کې، دوی د جرمني وایمار ښار ته ورسېدل او هلته دوه نیمې میاشتې د لوی دوک ساکس-وایمار-آیسینچ او د هغه مور انه امالیا په دربار کې پاتې شول. ګویته ناروغ و او د هغې لیدلو ته زړه نا زړه و. له هغې سره تر ملاقات وروسته، ګویته په خپل شخصي لیک کې د "غیر معمولې مېرمنې" په توګه د هغې یادونه وکړه. شیلر د هغې د هوښیارۍ او فصاحت ستاینه وکړه، مګر د هغې پرله پسې لیدنې د دې لامل شوې چې نوموړی خپل "ویلیم ټېل" اثر بشپړ نه کړي. مېرمن دو سټایل په دوامداره توګه سفرونه کول، خبرې اترې او پوښتنې یې کولې. کانسټنټ پرېکړه وکړه چې نوموړې په لایپزګ ښار کې پرېږدي او سویس ته راستون شي. دو سټایل برلین ته سفر وکړ، چېرته چې نوموړې له اوګوسټ شیګل سره آشنا شوه، چا چې هلته د ادبیاتو په اړه لیکچرونه ورکول. نوموړې هغه د خپلو ماشومانو د ښوونې او روزنې لپاره په یوه لوی معاش مقرر کړ. د اپریل په ۱۸مه دوی ټولو هغه مهال برلین پرېښود چې هغې ته د خپل پلار د مړینې خبر ورسېد.[۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰]

سرچينې

[سمول]
  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11925397h — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Germaine-de-Stael — سکالو پېژند: Germaine de Stael — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6mf2dgw — سکالو پېژند: Germaine de Staël — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ سکالو پېژند: Germaine de Staël — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=25864 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ سکالو پېژند: (Anne-Louise-Germaine), Mme de Staël(-Holstein) [née Necker] — سرليک: Staël(-Holstein) [née Necker], (Anne-Louise-Germaine), Mme de — خپور کړی: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T080849
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0064005.xml — سکالو پېژند: Madame de Staël — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=necker — سکالو پېژند: Germaine De Stael
  8. Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=germaine;n=necker — سکالو پېژند: Germaine Necker
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/12639 — سکالو پېژند: Madame de Staël
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ abART person ID: https://cs.isabart.org/person/143986 — خپرېدونېټه: ۱ اپريل ۲۰۲۱
  11. پیوستون : 118616617  — خپرېدونېټه: ۱۱ ډېسمبر ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  12. پیوستون : 118616617  — خپرېدونېټه: ۳۱ ډېسمبر ۲۰۱۴ — سرليک: Gemeinsame Normdatei — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  13. HDS ID: https://hls-dhs-dss.ch/fr/articles/016051 — خپرېدونېټه: ۱۷ جون ۲۰۲۵ — ليکوال: various authors — سرليک: Historische Lexikon der Schweiz، Dictionnaire historique de la Suisse او Dizionario storico della Svizzera
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ HDS ID: https://hls-dhs-dss.ch/fr/articles/016051
  15. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  16. CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/32250467
  17. Douban personage ID: https://www.douban.com/personage/30084109/ — خپرېدونېټه: ۶ جولای ۲۰۲۴
  18. Staël, Germaine de, in the Historical Dictionary of Switzerland.
  19. Bordoni, Silvia (2005) Lord Byron and Germaine de Staël, The University of Nottingham
  20. Madame de Staël (Anne-Louise-Germaine) (1818). Considerations on the Principal Events of the French Revolution: Posthumous Work of the Baroness de Stael. James Eastburn and Company at the literary rooms, Broadway. Clayton & Kingsland, Printers. p. 46.
  21. Mémoires de Madame de Chastenay, 1771–1815
  22. Anne-Louise-Germaine Necker, Baroness de Staël-Holstein (1766–1817) by Petri Liukkonen
  23. Madame de Staël (Anne-Louise-Germaine) (1818). Considerations on the Principal Events of the French Revolution: Posthumous Work of the Baroness de Stael. James Eastburn and Company at the literary rooms, Broadway. Clayton & Kingsland, Printers. pp. 90, 95–96.
  24. Madame de Staël (1818). Considerations on the Principal Events of the French Revolution: Posthumous Work of the Baroness de Stael. James Eastburn and Company at the literary rooms, Broadway. Clayton & Kingsland, Printers. p. 42.
  25. Anne-Louise-Germaine Necker, Baroness de Staël-Holstein (1766–1817) by Petri Liukkonen
  26. Goodden, p. 18
  27. Moore, p. 379
  28. Memoirs of Madame de Remusat, trans. Cashel Hoey and John Lillie, p. 407. Books.Google.com
  29. Saintsbury 1911، م. 751.
  30. From the Introduction to Madame de Staël (1987) Delphine. Edition critique par S. Balayé & L. Omacini. Librairie Droz S.A. Génève
  31. "Un journaliste contre-révolutionnaire, Jean-Gabriel Peltier (1760–1825) – Etudes Révolutionnaires". Etudes-revolutionnaires.org. 7 اکتوبر 2011. خوندي شوی له the original on 3 ډېسمبر 2013. ترلاسه‌کېدو نېټه 17 سېپتمبر 2013.
  32. Fontana, p. 204
  33. Fontana, p. 205
  34. Müller, p. 292
  35. Fontana, p. 263, note 47
  36. Madame de Staël von Klaus-Werner Haupt
  37. Anne-Louise-Germaine Necker, Baroness de Staël-Holstein (1766–1817) by Petri Liukkonen
  38. Jonas, Fritz, ed. (1892). Schillers Briefe. Kritische Gesamtausgabe. Vol VII. Stuttgart: Deutsche Verlags-Anstalt. p. 109.
  39. Graf, Hans Gerhard; Leitzmann, Albert, eds. (1955). Der Briefwechsel zwischen Schiller und Goethe. Leipzig. pp. 474–485.{{cite book}}: CS1 maint: location missing publisher (link)
  40. Sainte-Beuve, Charles Augustin (1891). Portraits of Women. A. C. M'Clurg. p. 107.