ژاک لاکان
| ژاک لاکان | |
|---|---|
| |
| د شخص مالومات | |
| زېږون نوم |
|
| پيدايښت | ۱۳ اپريل ۱۹۰۱[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶] |
| مړینه | 9 سېپتمبر 1981 (80 کاله)[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶] |
| تابعیت | |
| عملي ژوند | |
| کار/مسلک | ژباړن/ه ، ليکوال [۱۵] |
| کاروونکې ژبه | جرمني ژبه ، فرانسوي ژبه [۲][۱۸] |
| د کړنې څانګه | سادرملنه [۱۹]، ژبپوهنه ، جرمپوهنه [۲۰] |
| مؤثر | سېګمونډ فرايډ ، مارټین هایډېګر [۲۱] |
| لاسليک | |
| وېبپاڼه | |
| مخ پر IMDB باندې | |
| سمول | |
جاک ماري ایمیل لاکان (په انګلیسي: Jacques Marie Émile Lacan چې برتانوي تلفظ یې: /læˈkɒ̃/، امریکايي تلفظ یې: /ləˈkɑːn/ ، فرانسوي تلفظ یې: [ʒak maʁi emil lakɑ̃] دی؛ زوکړه یې د ۱۹۰۱ز کال د اپرېل په ۱۳مه ــ مړینه یې د ۱۹۸۱ز کال د سپټمبر ۹مه) یو فرانسوي رواني څېړونکی او د عقلي او عصبي ناروغیو ډاکتر و، چې له فروید څخه وروسته تر ټولو جنجالي رواني څېړونکی بلل کېږي، لاکان له ۱۹۵۳ز کال څخه تر ۱۹۸۱ ز کال پورې په پاریس کې کلني سیمینارونه ورکړل، او ځینې رسالې یې تالیف کړې کومې چې وروسته په اکتریتس کتاب کې راغونډې کړای شوې. د نوموړې اثارو په قاره یی فلسفې، او کلتوري تیورۍ باندې د رغښتوالي (post-structuralism) نه راوروسته، انتقادي نظریې، د نارينه او ښځو د سياسي او ټولنيزې برابرۍ پلوې نظريې (feminist theory)، او د فېلم تیورۍ په ساحو کې او همدارنګه پخپله په رواني څېړنه باندې د پام وړ اغېزه واچوله.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]
لاکان د فرویدي مفاهیمو بشپړه محدوده، د فروید په تفکر باندې په ټینګار کولو سره بیا له سره پیل او تر بحث لاندې راوسته او په ژبپوهنه او انسان پېژندنه کې له رغښتوالي څخه نیولې بیا د هغه په خپل کار کې له پراختیا ورکولو سره کوم چې هغه وروسته د لومړي ترتیب منطق او مکان پېژندنې څخه د فارمولونو په پلي کولو سره پیاوړې کړه. د دغې نوي مسیر په ټاکلو سره او په کلینيکي چارو کې د جنجالي نوښتونو په معرفي کولو سره لاکان او د هغه لارویان د رواني څېړنې له نړیوالې ټولنې څخه وایستل شول. په پایله کې، لاکان هڅه وکړه تر څو د رواني څېړنې اړوند نوې ادارې تاسیس کړي تر څو خپل کار ته وده او پراختیا ورکړي، کوم ته چې نوموړي په اروا پوهنه او فطري رواني څېړنو کې له هغو متداولو میلانونو سره په تضاد کې چې له ټولنیزو نورمونو سره د انطباق وړ دي، د "فروید ته د راګرځېدو" نوم ورکړ.[۲۶]
د ژوند لومړني وختونه
[سمول]لاکان په پاریس کې زیږېدلی دی، هغه د ایمیل او الفرد لاکان له دریو اولادونو څخه تر ټولو مشر دی. د هغه پلار د صابونو او غوړیو یو بریالی پلورونکی و. مور یې یوه ډېره سوځنده/لېواله کاتولیکه وه ــ کشر ورور یې په ۱۹۲۹ز کال کې یوې صومعې ته ور د ننه شو. لاکان د ۱۹۰۷ او ۱۹۱۸ز کلونو تر منځ د ستانیسلاس کالج ته ولاړ. په فلسفه کې د هغه لېوالتیا نوموړي ته د سپینوزا (Spinoza) په اثارو باندې مشغولېدو ته لاره هواره کړه، د کوم چې یوه پایله د الحاد یا لا دینۍ لپاره د دیني عقیدې پرېښودل وو. د دغې مسئلې په تړاو د هغه په کورنۍ کې کشمکشونه رامنځ ته شول، او هغه په دې باندې پښېماني څرګنده کړې ده چې خپل ورور یې د یوې بېلې لارې نیولو ته نه و هڅولی، خو په ۱۹۲۴ز کال کې د هغه مور او پلار بولوګن ته کډه شول او نوموړي د مونټمارټر په غونډۍ کې په خونو کې استوګن شو.[۲۷]
د ۱۹۲۰مې لسیزې په لومړیو کې، لاکان په فعاله بڼه د پاریسي ادبي او هنري اوانګارډونو (avant-garde) سره ښکېل شو، نوموړي له جېمز جایس سره وکتل، هغه په ۱۹۲۲ز کال کې د پاریس په یوه کتاب پلورنځې کې و چې د اولیسېس ناول یوه برخه یې په فرانسوي او انګلیسي ژبو د لومړي ځل لپاره لږ څه مخکې له دې چې چاپ شي ولوسته. هغه همداراز له چارلس مائوراس، له چا سره چې ده د هغه د ادبي سبک له امله مینه درلوده، وکتل او نوموړي کله ناکله د فرانسوي اکشن خوځښت (چې مائوراس یې له مخکښو نظریه ورکوونکو څخه وو) په ناستو کې ګډون کاوه، چې وروسته یې په لوړه کچه منتقد شو.[۲۸]
لاکان په ۱۹۲۰ز کال کې، وروسته له هغې چې د ډېر ډنګر والي له کبله عسکري خدمت ته ونه منل شو، طبي ښونځی پیل کړ. د ۱۹۲۷ز او ۱۹۳۱ز کلونو تر منځ، د پاریس د پوهنتون د طب په پوهنځي کې له خپلو زده کړو بشپړولو وروسته، هغه په عقلي عصبي څانګه کې د هنري کلاوډ تر لارښوونه لاندې په سېنټ ان روغتون کې چې په مرکزي پاریس کې خدمت کوونکی لوی روعتون دی، د ګاتان ګاتیان ډې کلرامبلټ تر لارښوونو لاندې د پولیسو په فوق تخصصي روغتون کې او همدارنګه د هنري-روسل په روغتون کې خپل تخصص وکړ.[۲۹]
۱۹۳۰مه زېږدیزه لسیزه
[سمول]لاکان د پاریس د ۱۹۳۰زېږدیزې لسیزې په سوریالیستي (د ماوراء حقیقت پالنې) غورځنګ کې ښکېل و، چې له اندري بریتون، جورج باتایلی، سلوادور دالي او پابلو پیکاسو سره په اړیکه کې و. د یوې مودې لپاره نوموړي د پیکاسو د شخصي ډاکتر په توګه پاتې شوی دی. هغه د سایچي په غورځنګ کې چې ماریس چایسي یې بنسټ اېښی و او په سوریالېستي ژورنال مینوټاور کې یې چاپ کړی و، ګډون وکړ. په سوریالېزم کې [د لاکان] لېوالتیا په رواني څېړنه کې د نوموړي علاقه ښکار کړه، " د لاکان په اړه یو پخوانی سپړونکی او ژوند لیک لیکونکی دایلان ایوانس څرګندوي او ګمان کوي چې، " ښایي لاکان هېڅکله په حقیقي ډول د سوریالېزم د لېونتوب په اړه له نوي رومانتیک لید سره چې د زړه راښکونکې ښکلا په بڼه و، او د یاد غورځنګ د بې منطقۍ له جشن سره خپله سوریالیستي همدردي نه وه پرېښې". ژباړونکی او تاریخ پوه ډاویډ ماکي لیکي چې "د ځوان لاکان لپاره... د سوریالېزم د اهمیت په تړاو په سختۍ سره مبالغه کېدای شي... [چا چې] همداراز د روسوایۍ او لمسون لپاره د سوریالېستانو سلیقه شریکه کړه، او لمسون یې پخپله په رواني څېړنو کې یو مهم عنصر په توګه باله."[۳۰][۳۱][۳۲]
په ۱۹۳۱ز کال کې، په سېنټ ان روغتون کې له دویم کال تېرولو وروسته لاکان ته د Diplôme de médecin légiste (د طبي مهارتونو د معاینه کوونکي په توګه) دېپلوم ورکړل شو او یو لایسنس لرونکی عدلي رواني ډاکتر شو. یو کال وروسته نوموړي ته د هغه د پایلیک "له شخصیت سره په تعامل کې د پاناروییک رواني ناروغیو په اړه"("De la Psychose paranoïaque dans ses rapports avec la personnalité" د Diplôme d'État de docteur en médecine [فرانسوي ژبه] په نامه دېپلوم ورکړل شو (چې له معالج ډاکتر یعنې M.D. سره یوه معادله رتبه ده. د دغې پایلیک چاپېدنې د فرانسې په رواني څېړنو باندې لږه مستقیمه اغېزه لرله خو د لاکان په حلقه کې د سوریالېستي لیکوالانو او هنرمندانو په منځ کې یې تود هرکلی وشو. د هغوی د مستقیمې اړیکې په یواځینۍ ثبت شوې بېلګه کې، لاکان د خپل پایلیک یوه کاپي سیګمونډ فروډ ته واستوله چې هغه یې د رسید د تایيدۍ په توګه په ځواب کې یو پوست کارد ورلېږلي و.[۳۳][۳۴]
د لاکان پایلیک د څو ناروغانو د معایناتو پر بنسټ ولاړ و چې یوې ښځینه ناروغې ته یې پکې ځانګړی پام ور اړولی و چې هغه نوموړې ناروغه ایمي (Aimée) یاده کړې ده. د هغې د کورنۍ د تاریخچې او ټولنیزو اړیکو جامع بیارغونه په کومه چې لاکان د نوموړې د ذهني پارانوید حالت (بد ګمانۍ) په اړه د خپلې څېړنې بنیاد کېښود، له دودیز رواني طب سره د هغه د نارضایتۍ او د هغه په مفکورو باندې د فروید د مخ پر ډېرېدونکې اغېزې ښکارندویي کوي. همداراز په ۱۹۳۲ز کال کې لاکان د فروید د ۱۹۲۲ز کال د یو متن "Über einige neurotische Mechanismen bei Eifersucht, Paranoia und Homosexualität" (په حسادت، پارانویا او همجنس بازۍ کې ځینې عصبي مېکانېزمونو) ژباړه په Revue française de psychanalyse کې د"De quelques mécanismes névrotiques dans la jalousie, la paranoïa et l'homosexualité" په توګه چاپ کړه. د ۱۹۳۲ز کال په مني کې، لاکان له رودولف لوونستین سره د خپلو ترېنینګونو تحلیل پیل کړ، کوم چې تر ۱۹۳۸ز کال پورې دوام درلود.[۳۵][۳۶]
په ۱۹۳۴ز کال کې لاکان د پاریس د رواني څېړنو د ټولنې (SPP) د غړي په توګه کاندید شو. هغه خپله خصوصي رواني څېړنه په ۱۹۳۶ز کال کې په داسې حال کې چې په سېنټ ان روغتون کې یې لا هم د ناروغانو درملنه کوله، پیل کړ، او هماغه کال یې خپل لومړنی څېړنیز راپور په مارینباد ښارګوټي کې د رواني څېړنې د نړیوالې ټولنې (IPA) په کنګره کې "د هندارې په فاز کې " وړاندې کړ. د کنګرې رییس ارنست جونس، د نوموړي لکچر ته مخکې له دې چې پای ته ورسېږي خاتمه ورکړه، ځکه هغه نه غوښتل د لاکان د یاد پرزنټېشن وخت اوږد کړي. تحقیر شوي لاکان د برلین د اولمپیک د لوبو د کتلو په موخه له کنګرې څخه ووت. د یاد لکچر اصله کاپي نه ده پاتې، لاکان پرېکړه کړې وه چې خپله لیکنه د نوموړي کنفرانس د صورت جلسو په توګه د خپرېدو په موخه تحویل نکړي.[۳۷]
د فرېدریک هېګل په اړ د کوژيو (Kojève) په لکچرونو کې چې د ۱۹۳۳ز او ۱۹۳۹ز کلونو تر منځ یې ورکړي وو، کومو چې په پدیده پېژندنه (Phenomenology) او د ارباب-غلام ترمنځ په تعامل (master-slave dialectic) باندې تمرکز کاوه، د لاکان ګډون کول د هغه د راوروسته اثارو لپاره اغېزناک وو، په پیل کې د هغه د هندارې د فاز نظریې په رامنځته کولو کې، په کومه کې چې هغه د هنري والون تجربي کار ته چې د ماشوم د ودې په اړه و، هم پوروړی و.[۳۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ سرليک: Fichier des personnes décédées — منښتلیک: Etalab Open License 2.0
- 1 2 3 د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb119104423 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ، ashıq maǵlıwmatlar platforması او ачык мәгълүмат платформасы
- 1 2 د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Jacques-Lacan — سکالو پېژند: Jacques Lacan — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
- 1 2 SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6sx92k4 — سکالو پېژند: Jacques Lacan — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- 1 2 NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/jacques-lacan — سکالو پېژند: Jacques Lacan — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Nationalencyklopedin
- 1 2 Store norske leksikon-ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4342&url_prefix=https://snl.no/&id=Jacques_Marie_Lacan — سکالو پېژند: Jacques Marie Lacan — سرليک: Store norske leksikon
- 1 2 Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/lacan-jacques-marie — سکالو پېژند: Jacques Marie Lacan — سرليک: Brockhaus Enzyklopädie — خپروونکی: F.A. Brockhaus
- 1 2 سکالو پېژند: Jacques Lacan — سرليک: Lacan, Jacques — خپور کړی: Grove Art Online — https://dx.doi.org/10.1093/GAO/9781884446054.ARTICLE.T048561
- 1 2 Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0036230.xml — سکالو پېژند: Jacques Lacan — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
- 1 2 GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=lacan — سکالو پېژند: Jacques Lacan
- 1 2 Roglo person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=7929&url_prefix=https://roglo.eu/roglo?&id=p=jacques;n=lacan — سکالو پېژند: Jacques Lacan
- 1 2 InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/3414 — سکالو پېژند: Jacques Lacan — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
- 1 2 Babelio author ID: https://www.babelio.com/auteur/wd/10879 — سکالو پېژند: Jacques Lacan
- 1 2 Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=35016 — سکالو پېژند: Jacques Lacan — ليکوال: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپروونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute
- 1 2 3 abART person ID: https://cs.isabart.org/person/128478 — خپرېدونېټه: ۱ اپريل ۲۰۲۱
- 1 2 سکالو پېژند: Jacques Lacan — Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000014981 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ http://www.nytimes.com/1985/01/04/arts/art-representation-and-sexuality-mixed-media-show-at-new-museum.html
- ↑ CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/8101731
- ↑ Google Books ID: https://books.google.com/books?id=hJTTAQAACAAJ
- ↑ Google Books ID: https://books.google.com/books?id=OSB-AAAAMAAJ
- ↑ https://theory-and-criticism.vanleer.org.il/wp-content/uploads/woocommerce_uploads/2020/02/%D7%99%D7%95%D7%90%D7%91-%D7%A7%D7%A0%D7%99-%D7%90%D7%97%D7%A8%D7%99-%D7%94%D7%A1%D7%95%D7%91%D7%99%D7%99%D7%A7%D7%98-%D7%91%D7%A2%D7%A7%D7%91%D7%95%D7%AA-%D7%94%D7%97%D7%99%D7%94-%D7%96%D7%90%D7%9F-%D7%9C%D7%95%D7%A7-%D7%A0%D7%A0%D7%A1%D7%99-%D7%9E%D7%A8%D7%90%D7%99%D7%99%D7%9F-%D7%90%D7%AA-%D7%96%D7%90%D7%A7-%D7%93%D7%A8%D7%99%D7%93%D7%94-%D7%94%D7%A7%D7%93%D7%9E%D7%94.pdf
- ↑ کينډۍ:Lexico
- ↑ کينډۍ:Lexico
- ↑ "Lacan". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
- ↑ David Macey, "Introduction", Jacques Lacan (1994). The Four Fundamental Concepts of Psycho-Analysis, London: Penguin Books, p. xiv
- ↑ Bowie, Malcolm, Lacan, London: Fontana, 1991. p. 45
- ↑ Roudinesco, E.; Mehlman, J.; Lacan, J. (1990). Jacques Lacan & Co: A History of Psychoanalysis in France, 1925-1985. University of Chicago Press. ISBN 978-0-226-72997-8. ترلاسهکېدو نېټه 28 November 2021.
- ↑ Catherine Millot Life with Lacan, Cambridge: Polity Press 2018, p. 104.
- ↑ Macey, David (1988). Lacan in Contexts. London: Verso. ISBN 978-0860919421.
- ↑ Desmond, John (2012). Psychoanalytic Accounts of Consuming Desire: Hearts of Darkness. NY: Palgrave Macmillan.
- ↑ Evans, Dylan, ""From Lacan to Darwin" Archived 2006-02-10 at the Wayback Machine.", in The Literary Animal; Evolution and the Nature of Narrative, eds. Jonathan Gottschall and David Sloan Wilson, Evanston: Northwestern University Press, 2005
- ↑ David Macey, "Introduction" in Jacques Lacan (1994) The Four Fundamental Concepts of Psycho-Analysis, London:Penuin Books, pp. xv-xvi
- ↑ Lacan, Jaques (1975). "De la psychose paranoïaque dans ses rapports avec la personnalité" (PDF). Éditions du Seuil.
- ↑ Macey, David (1988). Lacan in Contexts. London: Verso. ISBN 978-0860919421.
- ↑ Evans, Julia. "Lacanian Works". ترلاسهکېدو نېټه 28 September 2014.
- ↑ Laurent, É., "Lacan, Analysand" in Hurly-Burly, Issue 3.
- ↑ Roudinesco, Elisabeth. "The mirror stage: an obliterated archive" The Cambridge Companion to Lacan. Ed. Jean-Michel Rabaté. Cambridge: CUP, 2003
- ↑ Roudinesco, E.; Mehlman, J.; Lacan, J. (1990). Jacques Lacan & Co: A History of Psychoanalysis in France, 1925-1985. University of Chicago Press. ISBN 978-0-226-72997-8. ترلاسهکېدو نېټه 28 November 2021.
- ليکنې چې ويوکي په فرانسوي
- تېروتنې ژبکينډۍ
- ليکنې چې ويوکي په اوردو
- ليکنې چې ويوکي په اوکرايني
- ليکنې چې ويوکي په روسي
- ليکنې چې ويوکي په اېټاليايي
- ليکنې چې ويوکي په جرمني
- ليکنې چې ويوکي په چېکي
- ليکنې چې ويوکي په ډېنمارکي
- ليکنې چې ويوکي په ارمني
- ليکنې چې ويوکي په سلووېنيايي
- ليکنې چې ويوکي په اسپانيايي
- ليکنې چې ويوکي په پرتګالي
- ليکنې چې ويوکي په بېلاروسي
- ليکنې چې ويوکي په بلغاريايي
- ليکنې چې ويوکي په پولينډي
- ليکنې چې ويوکي په قرغزي
- ليکنې چې ويوکي په ازربايجاني
- ليکنې چې ويوکي په اوزبکي
- ليکنې چې ويوکي په تورکي
- ليکنې چې ويوکي په سربيايي
- ليکنې چې ويوکي په کرواسيايي
- ليکنې چې ويوکي په بوسنيايي
- ليکنې چې ويوکي په سلوواکي
- ليکنې چې ويوکي په يوناني
- ليکنې چې ويوکي په لاتويايي
- ليکنې چې ويوکي په ليتوانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېستونيايي
- ليکنې چې ويوکي په فينلينډي
- ليکنې چې ويوکي په هنګري
- ليکنې چې ويوکي په ګورجي
- ليکنې چې ويوکي په مکدونيايي
- ليکنې چې ويوکي په مغولي
- ليکنې چې ويوکي په رومانيايي
- ليکنې چې ويوکي په اېسپرانتو
- ليکنې چې ويوکي په انګليسي
- ليکنې چې ويوکي په اودمورت
- ليکنې چې ويوکي په باشکيري
- ليکنې چې ويوکي په تاتاری کریمهای
- ليکنې چې ويوکي په سویډني
- ليکنې چې ويوکي په تاجيکي
- ليکنې چې ويوکي په التايي
- ليکنې چې ويوکي په اسي
- ليکنې چې ويوکي په کره کولپاکي
- ليکنې چې ويوکي په تاتاري
- ليکنې چې ويوکي په لاتيني
- ليکنې چې ويوکي په بوکمول
- ليکنې چې ويوکي په کتلونيايي
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1559
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P1477
- 1981ز مړينې
- 9 سېپتمبر مړينې
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P570
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P106
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P101
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P737
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه

