ډیویډ لویډ جورج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ډیویډ لویډ جورج
(ویلش: David Lloyd George د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ډیویډ لویډ جورج
ډیویډ لویډ جورج

د شخص معلومات
زیږون نوم (ویلش: David Lloyd George د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۷ جنوري ۱۸۶۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]
مړینه 26 مارچ 1945 (82 کاله)[۹][۱][۲][۳][۴][۵][۶]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل د ماغزو تومور  د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت برېتانيا (۱۲ اپرېل ۱۹۲۷–)
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند لیبرال ګوند (لویه بریتانیا)  د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
دنده سياستوال[۱۰]
ډیپلوماټ
ليکوال[۱۱]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
ډیویډ لویډ جورج
ډیویډ لویډ جورج

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ډیویډ لویډ جورج یا د ډایفور لومړی ارل لویډ – جورج (۱۷ جنوري ۱۸۶۳ – ۲۶ مارچ ۱۹۴۵ زکال) له ۱۹۱۶ زکال څخه تر ۱۹۲۲ زکال پورې د بریتانیا لومړی وزیر و. نوموړی لیبرال سیاستوال و چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال یې د بریتیا د رهبرۍ، د ۱۹۱۱ زکال د ملي بیمې د قانون په ګډون د ټولنیزو اصلاحي سیاستونو، د پاریس د سولې په کنفرانس کې د ونډې، د ازاد آیرلنډي دولت په اړه د مذاکرې کولو، په ویلز کې د انګلنډ د کلیسا د منحل کولو او د خپل کار په پیل کې د ویلز د خپلواکې ادارې له جوړولو څخه د ملاتړ له امله پیژندل کېږي.

لویډ جورج د ۱۸۶۳ زکال د جنوري په ۱۷ مه د منچستر په شارلتون – آن – میډلاک (Chorlton-on-Medlock) سیمه کې له ویلزي والدینو څخه په ویلزي ژب ویونکې کورنۍ کې وزېږېد. له نږدې دري میاشتني توب وروسته هغه په ویلز، وروسته د لنډ مهال لپاره په پمبروکشر او بیا د ګوینز په Llanystumdwy کې را لوی شو. د هغه پلار چې د ښوونځي مدیر و په ۱۸۶۴ زکال کې ومړ. لوید جورج د هغې د مور او بوټ جوړونکي ماما له خوا را لوی شو او د هغوی لیبرال افکارو او باپتیست عقیدې په هغه پیاوړی اغېز وکړ؛ همدغه ماما له ده سره مرسته وکړه چې د ښوونځي له پرېښودو وروسته د وکیل په توګه په کار بوخت شي.

لویډ جورج په سیمه ئیزو سیاستونو کې فعال شو او د یو ویناوال او همدارنګه ویلز ته د واکونو د تفویض په موخه د لیبرالېزم او راډیکالېزم له ویلزي ترکیب، په ولز کې د انګلستان د کلیسا د انحلال، د اجاره کوونکو کارګرانو او کروندګرو لپاره د مساوي حقونو له غوښتلو او د ځمکې په برخه کې د اصلاحاتو له غوښتنې په ملاتړ یې شهرت وموند. په ۱۸۹۰ زکال کې هغه د کرینارفون برګ په داخلي ټاکنو کې پارلمان ته لار ومونده او د ۵۵ کلونو لپاره یې دغه ځایګی وساته. هغه له ۱۹۰۵ زکال وروسته د هنري کمپبېل بنرمن په کابینه کې خدمت وکړ. هغه مهال چې په ۱۹۰۸ زکال کې هربر هنری سکویت د لومړي وزارت څوکۍ ته ورسېد؛ جورج د خزانه دارۍ د رئیس په توګه د هغه ځایګی ونیو.

د پراخو رفاهي اصلاحاتو لپاره د مالي سرچینو د برابرولو په موخه هغه د ځمکې په مالکیتونو او د وګړو په بودیجه کې په لوړو عوایدو باندې د مالیاتو لګولو وړاندیز وکړ (۱۹۰۹ زکال)، چې د محافظه کارانو تر ولکې لاندې د بریتانیا د مشرانو جرګې (House of Lords) هغه رد کړ. د دولت کولو په بنسټیزو قوانینو کې ستونزې په ۱۹۱۰ زکال کې له دوه ځلې ټاکنو او همدارنګه په ۱۹۱۱ زکال کې د پارلماني قانون په تصویب سره حل شوې. د هغه له خوا وړاندیز شوې بودیجه په ۱۹۱۰ زکال کې تصویب شوه او د ۱۹۱۱ زکال د ملي بیمې قانون د یو معاصر هوسا دولت له رامنځته کېدو سره مرسته وکړه. په ۱۹۱۳ زکال کې هغه په مارکوني رسوایي کې ښکېل شو خو په خپله څوکی پاتې شو او په ویلز کې یې د انګلستان د کلیسا له منحل کېدو سره مرسته وکړه، خو په ۱۹۱۴ زکال کې یې د لومړۍ نړیوالې جګړې د پیلېدو تر مهاله د دغه منحل کولو اجرایي کول وځنډول.

لویډ جورج د جګړې د مهال د لومړي وزیر په توګه د هېواد مالي وضعیت پیاوړی کړ او د تولید د جاري ساتلو په موخه یې له سوداګریزو اتحادیو سره د هوکړو په نامه جعل وکړ. په ۱۹۱۵ زکال کې اسکوئیث د جګړې پر مهال د لیبرالانو په مشرۍ له محافظه کارانو او کارګرانو سره ائتلاف وکړ. لوید جورج د مهماتو وزیر شو او د مهماتو تولید ته یې زور ورکړ. هغه د تېر کال د مهماتو د کړکېچ په غبرګون کې د مهماتو جوړولو څلور لویې کارخونې جوړې کړې. په رینفریوشایر (Renfrewshire) کې له باروتو څخه د مرمیو د ډکولو ملي کارخونه 'National Filling Factory' د ده په ویاړ د «جورج ټاون» په نوم ونومول شوه. په ۱۹۱۶ زکال کې هغه د جګړې په چارو کې د بهرنیو چارو وزیر وټاکل شو. خو د ستراتیژي پر سر د خپل محدود واک او له نظامي تشکېلاتو سره د ښکیلتیا له امله ناهیلی شو. په لویدیځه جبهه کې د بریا ناشوني کېدو د اسکوئث په مشرۍ باور راکم کړ. نوموړی د ۱۹۱۶ زکال په ډسمبر میاشت کې استعفا ته اړ کړای شو. لویډ جورج د محافظه کارانو او یو شمېر لیبرالانو په ملاتړ د هغه پر ځای لومړی وزیر شو. هغه واک د جګړې یوې کوچنۍ کابینې، د کابینې نوي دفتر او د هغه د مشاورانو د باغ په هویلۍ کې متمرکز کړ. هغه د خوراکي موادو له کمښت سره د مبارزې په موخه د جیرې ورکولو سیسټم رامنځته کړ او کرنه یې تحریک کړه. په ۱۹۱۷ زکال کې د فرانسې د نایوویلي فاجعه جوړونکو عملیاتو (Nivelle Offensive) څخه له ملاتړ وروسته هغه په زړه نا زړه ډول د پاشندیل جګړې لپاره د فیلډ مارشال هیګ طرح تائید کړه چې لوړ تلفات او ډېره لږ ستراتیژیک ګټه یې لرله. د خپلو قوماندانونو د نظر پر خلاف هغه بلاخره وکولای شول د ۱۹۱۸ زکال په مارچ میاشت کې متفقین د یوې واحدې قوماندانۍ تر چتر لاندې وویني. د همدغه کال په اګست میاشت کې د جګړې هڅې د دوی په ګټه شوې او په نومبر کې یې جګړه وګټله. له دې وروسته هغه او محافظه کارانو خپل ائتلاف د ۱۹۱۸ زکال په ډسمبر میاشت کې له «کوپن» ټاکنو وروسته وساته. د هغه دولت د کال په لومړیو کې ټولو نارینه وو او یو شمېر ښځینه وو ته د امتیاز ورکولو حق تمدید کړ. [۱۲]

لویډ جورج په ۱۹۱۹ زکال کې د پاریس د سولې په کنفرانس کې یو له اصلي لوبغاړو څخه و، خو هغه کال د آیرلنډ وضعیت خراب شو او د آیرلنډ د خپلواکۍ جګړه پیل شوه، چې بیا یې تر هغه مهاله دوام وکړ کله چې لویډ جورج په ۱۹۲۱ زکال کې د آیرلنډ د ازاد دولت د خپلواکۍ په اړه مذاکره وکړه. په کور دننه هغه د ښوونې او روزنې او کورونو په برخو کې اصلاحات پیل کړل، خو د کارګري اتحادیو ستونزې جوړونې خپل اوج ته ورسېدې، په ۱۹۲۰ زکال کې اقتصاد له بحران سره مخ شو او بیکاري زیاته شوه؛ په دولتي لګښتونو کې کمښت راغي (۱۹۲۱ -۲۲ زکال) او هغه د ویاړونو د پلور او همدارنګه په ۱۹۲۲ زکال کې د چاناک په کړکېچ کې ښکېل شو. بونا لاو د محافظه کارانو ملاتړ ترلاسه کړ او و یې کولای شول، په راتلونکو ټاکنو کې په یوازې ځان برخه واخلي. لویډ جورج له لومړي وزارت استعفا ورکړه او نور یې بیا هېڅکله دغه ځایګی و نه نیو، خو د لیبرال ډلې د یو مشر په توګه یې خپل کار ته دوام ورکړ. په ۱۹۲۳ زکال کې د اسکوئثانو له ډلې سره په زړه نا زړه اتحاده سره لوید جورج له ۱۹۲۶ زکال څخه تر ۱۹۳۱ زکال پورې د لیبرالانو مشري وکړه. هغه د عامه چارو او اصلاحاتو لپاره د ابتکاراتو وړاندیزونه د رنګي کتابونو په ټولګه کې خپاره کړل خو د ۱۹۲۹ زکال په ټاکنو کې یې ډېره لږ لاسته راوړنه لرله. له ۱۹۳۱ زکال وروسته هغه نور یو بې باوره شخصیت و چې له ملي دولت څخه یې د جلا شوو لیبرالانو د کوچنۍ ډلې مشري پر غاړه لرله. نوموړي په ۱۹۴۰ زکال کې د وینسټون چرچیل د جګړې په کابینه کې له ونډې اخیستو ډډه وکړه. نوموړی په ۱۹۴۵ زکال کې له خپلې مړینې ډېر لږ وړاندې د اشرافیت مقام ته ورسېد.

مړینه[سمول]

جورج لویډ د ۱۹۴۵ زکال د مارچ په ۲۶ مه د ۸۲ کلونو په عمر د سرطان د ناروغی له امله هغه مهال چې مېرمن یې فرانسیس او لور یې میګان د هغه په خوا کې وو، مړ شو. څلور ورځې وروسته د نیکې جمعې په ورځ هغه د ډایفور سیند ته څېرمه په Llanystumdwy کې خښ کړای شو. یوازې د قبر یوه ډبره د هغه قبر څرګندوه او په هغې هېڅ لیکنه نه وه شوې؛ له دې سره د معمار کلاف ویلیامز الیس له خوا طراحي شوی څلی بیا وروسته د هغه قبر ته څېرمه جوړ شو. همالته نږدې د لویډ جورج موزیم هم شتون لري چې د ویلیامز الیس له خوا طراحی شوی و او په ۱۹۶۳ زکال کې افتتاح شو. [۱۳][۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb122980446 — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/David-Lloyd-George — subject named as: David Lloyd George — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6g455vq — subject named as: David Lloyd George — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/4053 — subject named as: David Lloyd George — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Discogs artist ID: https://www.discogs.com/artist/3661278 — subject named as: David Lloyd George — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p19916.htm#i199156 — subject named as: David Lloyd George, 1st Earl Lloyd George of Dwyfor — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — دوتنه: Darryl Roger Lundy — پیدا کوونکی: Darryl Roger Lundy
  7. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0038111.xml — subject named as: David Lloyd George — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  8. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=36918 — subject named as: David Lloyd George — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  9. سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Ллойд Джордж Дэвид — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  10. پیوستون : 118573675  — د نشر نېټه: ۲۴ جون ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  11. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  12. (په 25 December 1915 باندې). [{{{url}}} Glasgow Compliment to Lloyd George: "Georgetown District" Christmas Conference]. The Aberdeen Evening Express.
  13. "David Lloyd George remembered". Wales (په انګلیسي ژبه کي). 17 January 2013. مؤرشف من الأصل في ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ فبروري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Clough Williams-Ellis on Lloyd-George's memorial". BBC Two. 5 April 2012. مؤرشف من الأصل في ۱۱ اگسټ ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)