ډیزی ین وو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ډیزی ین وو
(چينايي: 吴严彩韵 د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د شخص معلومات
زیږون نوم (چينايي: 严彩韵)
(انګلیسي: Yan Caiyun د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۱۲ جون ۱۹۰۲
شانګهای   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 27 مې 1993 (91 کاله)  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د مړینې لامل د زړه ناروغۍ   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت چين د خلکو جمهوريت
د چینګ کورنۍ
د چين جمهوريت (۱۹۴۹-۱۹۱۲ز کلونه)   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کاروونکي ژبه(ي) چيني
انگليسي   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
دندې يونسيف(د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق)   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ډیزی ین وو (انګلیسي:Daisy Yen Wu ؛ چینايي: 吴严彩韵 – زوکړه : د ۱۹۰۲ زکال د جون ۱۲ مه – مړینه د ۱۹۹۳ زکال د مۍ ۲۷ مه) لومړنۍ چینايي مېرمن وه چې د بیوشیمي او تغذیې په برخو کې یې د یوې علمي څېړونکې په توګه څېړنې وکړې. هغه چې د شانګهای په یوه بډایه صنعتي کورنۍ کې وزېږېده، د ځوانۍ پر مهال یې د انګلیسي ژبې زده کولو ته مخه کړه او له زده کړو سره یې لیوالتیا وموندله. په ۱۹۲۱ زکال کې د ناجینګ جینلینګ د ښځو له پوهنتون څخه فارغه شوه او د نورو زده کړو په موخه متحده ایالاتو ته ولاړه چې په ۱۹۲۳ زکال کې یې د کلمبیا پوهنتون د ښوونکو له کالج څخه د بیوشیمي په څانګه کې سند ترلاسه کړ. چین ته له بېرته راګرځېدو وروسته د ۱۹۲۳ زکال او د ۱۹۲۴ زکال ترمنځ تر هغه مهاله چې واده یې وکړ د پیکینګ په طبي کالج کې یې د مرستیال/اسیسټانټ پروفیسورې په توګه کار وکړ. له واده وروسته هغه له معاش پرته د کارکوونکې په توګه د وو (Wu) له خوا شوو څېړنو ته په دوام ورکولو لاس پورې کړ. هغې او مېړه یې د تغذیې اړوند لومړني چینايي درسي کتاب په لیکلو کې له یوبل سره مرسته وکړه او دغه کتاب په ۱۹۹۰ مه لسیزه کې چاپ شو.

ین وو هغه مهال چې خپل ماشومان یې لویول؛ دې ته یې پام شو چې د ماشومانو لپاره د زده کړو فرصتونه محدود دي له همدې امله یې په ۱۹۳۴ زکال کې چیني ماشومانو ته د معاصرو جامعو زده کړو د وړاندې کولو په موخه د مینګ مینګ (چینايي: 明明学校) په نامه ښوونځي پرانیست. نوموړې په ۱۹۳۶ زکال د خپلې مور په ویاړ د جینلینګ د ښځینه کالج په نامه تدریسي روغتون د جوړولو په موخه بودیجه برابره کړه او همدغه کال یې په فرانسوي ژبه کې سند ترلاسه کړ. په ۱۹۴۹ زکال کې له دې امله چې مېړه یې په متحده ایالاتو کې و او په چین کې د کمونیستي انقلاب له امله چین ته نشو راتللی، هغه له خپلو ماشومانو سره متحده ایالاتو ته ولاړه او د الاباما په طبي کالج کې یې د څېړونکې په توګه دنده ترلاسه کړه؛ هغې بېا ځلي د خپل مېړه په څېړنیزو چارو کې مرسته پیل کړه او په ۱۹۵۹ زکال کې یې د هغه د مړینې تر مهاله له هغه سره مرستې ته دوام ورکړ. په ۱۹۶۰ زکال کې یې نیویارک ښار ته کډه وکړه او د ماشومانو د تغذیې معیارونو ته د ودې ورکولو په برخه کې یې له ۱۹۶۰ زکال څخه تر ۱۹۶۴ زکال پورې له یونیسف سره کار وکړ.

له ۱۹۶۴ زکال څخه تر ۱۹۷۱ زکال پورې یې د ښوونکې په توګه کار وکړ او د کولمیبا په پوهنتون کې یې د ډاکټرانو او جراحانو د کالج لپاره د انساني تغذیې په برخه کې مرجعي کتابتون جوړ کړ او له دې وروسته یې له ۱۹۷۱ زکال څخه تر ۱۹۸۷ زکال پورې د سنټ لوک په روغتیايي مرکز کې کار وکړ او په نیویارک کې یې د چاغوالي د څېړنیز مرکز لپاره کتابتون جوړ کړ. ین وو د خپل ژوند پر مهال په چین، تایوان او متحده ایالاتو کې د خپلې کورنۍ د غړو په نوم ګڼ شمېر تحصیلي سکالرشېپونه وړاندې کړل او زده کړیالانو ته یې لار برابروله چې خپلې زده کړې مخته یوسي. نوموړې په ۱۹۹۳ زکال کې د نیویارک په ایټاکا کې مړه شوه.

لومړنی ژوند[سمول]

ین کایون د ۱۹۰۲ زکال د جون په ۱۲ مه د چین په شانګهای ښار کې د یانګ لیفن (چینايي: 杨丽芬) او یان زیجون (چینايي: 严子均) په کورنۍ کې وزېږېده. مور یې عیسوۍ وه او د دغې جوړې ۱۲ ماشومان یې لوی کړل. پلار یې د ین له بډایه کورنۍ څخه و چې د کرنې، صنعت او سوداګرۍ په وزارت کې یې کار کاوه. هغه بالاخره د خپلې کورنۍ د سوداګرۍ واګې په لاس کې واخیستې او هغه یې مدیریت کړه. د ین پلارنی نیکه یان شینهو د چینګ د لړۍ د چارواکي لی هنګژانګ سلاکار او سربېره پر دې صنعتګر و. هغه په ټول چین کې د بانکونو، کارخونو، درملتونونو او د چایو د پلورنځایونو بنسټ کېښود. د هغې پلار او نیکه دواړه پیاوړي نقاشان او خطاطان و. یان زیجون (مور یې) چې د زده کړو په اهمیت پوهېده د پوهنتون ښوونکي یې استخدام کړل څو ماشومانو ته یې وړاندې له دې چې په شانګهای کې ابتدايي ښوونځیو ته ولاړ شي انګلیسي او چینايي ور زده کړي. [۱][۲][۳][۴]

په ۱۹۰۸ زکال کې ین د ماکتیر په نامه د نجونو خصوصي ښوونځي ته ولاړه. په ۱۹۱۳ زکال کې یې کورنۍ تیانجین ته کډه وکړه، چېرې ین او د لیانین او یوین په نومونو د هغې دوه خونیدو د نجونو چینايي او لویدیځ ښوونځي ته د شاملېدو د ازموینې لپاره چمتوالی ونیو. هغه په ازموینه کې بریالۍ شوه او د ۱۹۱۴ زکال په نیمايي کې دغه ښوونځي ته شامله او د ۱۹۱۷ زکال په جون میاشت کې یې هلته خپلې زده کړې بشپړې کړې. هغه د نجونو نانجینګ جینلینګ پوهنتون ته (وروسته یې نوم ګینلینګ کالج ته واوښت) ومنل شوه او په ۱۹۲۱ زکال کې یې له دغه پوهنتون څخه په عالي درجه د لیسانس سند ترلاسه کړ. له دې امله چې ین زده کړو ته له دوام ورکولو سره مینه لرله؛ پلار یې اجازه ورکړه د زده کړو په موخه له هېواده بهر؛ متحده ایالاتو ته ولاړه شي. نوموړې په ۱۹۲۲ زکال کې د سیمت کالج د کیمیا په څانګه کې نوم ثبت کړ او له دغه ځایه یې د ځان لپاره د «ډیزي ین» انګلیسي نوم کارول پیل کړل. د اوړي د رخصتیو پر مهال هغې د شیکاګو په پوهنتون کې د کیمیا، تغذیې او فزیک په زده کړو کې برخه واخیسته او راتلونکی منی یې د کلمبیا پوهنتون د ښوونکو په کالج کې د بیوشیمي په څانګه کې نوم ثبت کړ. هغې د تغذیې په برخه کې مطالعه وکړه، هغه څانګه چې هغه مهال په خپلو لومړیو پړاونو کې وه؛ له دې سره نوموړې د هنري کلاپ شرمن او مری سوراتز روز تر نظر لاندې په خوړو کې د ویټامینونو د محتوا له تحلیل او تجزیې سره ځانګړې لیوالتیا پیدا کړه. نوموړې د ۱۹۲۳ زکال په مۍ میاشت کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. [۴][۳][۴][۵]

چارې[سمول]

علمي چارې (۱۹۲۳ – ۱۹۲۸ زکال)[سمول]

ین د راکفلر بنسټ اړوند د چین د طبي ټولنې له خوا د پیکینګ په طبي کالج کې د بیوشیمي د مرستیال پروفیسورې په توګه استخدام شوه او د ۱۹۲۳ زکال له سپټمبر میاشتې څخه یې د یو کال لپاره له هغو سره قرارداد لاسلیک کړ. د بیوشیمي څانګه نوې تاسیس شوې وه او ین په دغه برخه کې دویمه ښوونکې وه. هغې درس ورکاوه او د هسین وو د مرستیالې په توګه یې دنده ترسره کوله چې څېړنې یې په پیل کې د وینې په کیمیا تمرکز درلود.[۴][۶]

په داسې حال کې چې قرارداد یې د یو بل کال لپاره هم وغځېد، خو هغه مهال چې ین له هسین وو سره د واده هوډ وکړ هغه وپوهېده چې خپله دنده له لاسه ورکوي هغه هم د هغې پالیسۍ له امله چې ښځه او مېړه یوځای کار نشي کولای. دغې جوړې د ۱۹۲۴ زکال د ډسمبر په ۲۰ مه په شانګهای کې واده وکړ او ین وو له خپلې دندې استعفا ورکړه. دوی د شاتو میاشتې تېرولو لپاره متحده ایالاتو ته ولاړل او ینن وو پرېکړه وکړه څو خپلو زده کړو ته دوام ورکړي؛ همدا و چې د خپلې دوکتورا اثر یې په کلمبیا کې د شرمن تر نظر لاندې بشپړ کړ. هغې اروپا ته په سفر کې د هسین وو ملتیا وکړه او پام یې شو چې امیدواره ده؛ همدا و چې زده کړو ته یې پای ټکی کېښود او چین ته راوګرځېده. هغې چې د هسین وو په لابراتوار کې بې معاشه کار کوه له هغه سره یې په خپلو څېړنو کې مرسته کوله، خو په ډېر ندرت سره به یې نوم د دغو څېړنو د اصلي څېړونکي په توګه یادېده. نوموړې همدارنګه د لنډ مهال لپاره د زیهي په نرسنګ ښوونځي کې زده کوونکو ته د ارګانیکې کیمیا درس ورکړ. [۴]

ین وو د بیوشیمي د ډیپارټمنت لپاره د تغذیې اړوند څېړنه ترسره کړه او په ډېر احتمال سره دا لومړی ځل و چې په چین کې دغه ډول څېړنه د یوې ښځینه له خوا ترسره شوه. هغې د ډېری چینايي خوړو کیمیاوي ترکیبونه تحلیل او تجزیه کړل. د ویټامینونو په برخه کې د هغې څېړنې په لومړیو پړاونو کې وې، خو په بېلابېلو خوړو کې یې د کاربوهایدریت، غوړو، فیبر، پروټینو او اوبو کچه معلومه کړه. [۴][۷][۸]

مړینه[سمول]

ین وو د ۱۹۹۳ زکال د مۍ په ۲۷ مه په ایټاکا کې د ټامپکینز ټولنې په روغتون کې د زړه د سکتې له امله مړه شوه او د ماساچوست، بوسټون ته څېرمه د جامایکا پلین سیمې په فوریسټ هېل هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه. [۴][۹]

سرچينې[سمول]

  1. 谢 2009.
  2. 谢 2005.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ DayDay News 2019.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ ۴٫۴ ۴٫۵ ۴٫۶ 曹 2008.
  5. Smith Alumnae Quarterly 1922، ص. 239.
  6. Zheng 2012، ص. 323-324.
  7. Xinyitang Publishing House 2015.
  8. The Ithaca Journal 2008، ص. 4.
  9. The Syracuse Post-Standard 1993، ص. B10.