ډاکه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له ډاکه ډويژن نه مخ گرځېدلی)
ډاکه ډويژن
ঢাকা বিভাগ
د ډاکه ډويژن انځور
د ډاکه ډويژن انځور
د ډاکه ډويژن انځور

Map of Bangladesh showing Dhaka division
Map of Bangladesh showing Dhaka division
Map of Bangladesh showing Dhaka division

Map
کورډېناټونه: ۲۴°۱۰′ شمال ۹۰°۲۵′ ختیځ / 24.167°شمال 90.417°ختيځ / 24.167; 90.417
د رامنځته کېدو نېټه ۱۶۰۸  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
هېواد کينډۍ:Bangladesh
پلازمینه د:
پلازمېنه ڈھاکہ
پراخوالی
 • پراخوالی 368 کیلومتره مربع[۱]  د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوړوالی 60 متر  د (P2044) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نفوس شمېرنه (2011 census)
 • ټولټال ۴۷٬۴۲۴٬۴۱۸
وروستي مالومات
وخت زون بنگلا دیش معیاری وخت (ه.ن.و+6)
رسمي ژبه بنګالي ژبه  د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
1000
1100
1200–1299
1300–1399  د (P281) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
سيمه ييز د زنګ کوډ 02  د (P473) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جيو کوډ 1185241[۲]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آی اېس او 3166 BD-C
خورلڼې ښارونه
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ډاکه (/ˈdɑːkə/ DA-kə يا /ˈdækə/ DAK-ə؛ بنګالي: ঢাকা، رومي: Ḍhākā ، بنګالي تلفظ: [ˈɖʱaka]) پخوا د داکا (Dacca) په نوم پېژندل کېده، د بنګله دېش پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار او همدار راز د نړۍ په کچه د بنګالي ژبې تر ټولو ستر ويونکی ښار دی. دا ښار تر ۲۰۱۱ زېږديز کال پورې د ۸،۹ ميليون اوسېدونکو او په سترې ډاکه سيمه (Greater Dhaka Area) کې له ۲۱،۷ ميليون څخه د زياتو اوسېدونکو په درلودلو سره په نړيواله کچه اتم لوی او شپږم خورا ګڼ نفوسه ښار دی. د نقشه کښنې د یوې سروې له مخې ډاکه د نړۍ په کچه په خوار ګڼ ډول اباده شوې ښاري سيمه لري او په خبري رسنيو کې په نامتو توګه په همدې ډل بيانېږي. ډاکه د سويلي اسيا له سترو ښارونو څخه او هغه ستر نړيوال ښار دی، چې مسلمان ډېره کي په کې ژوند کوي. ياد ښار د بنګال دلتا د برخې په توګه د بورګنګا سيند (Buriganga River)، توراګ سيند (Turag River)، دالېشواري سيند (Dhaleshwari River) او شيتالاکشيا سيند (Shitalakshya River) له لورې راچاپېر شوی دی.[۴][۵][۶][۷][۸]

د ډاکه په سيمه کې له لومړۍ زريزې راهيسې استوګنه شوې ده. يو پخواني معاصر ښار د مغل سترواکۍ د ولایتي پلازمېنې او سوداګريز مرکز په توګه له ۱۷ پېړۍ څخه وده وکړه. ډاکه (له ۱۶۰۸ – ۱۶۳۹ ز پورې او له ۱۶۶۰ – ۱۷۰۴ ز کال پورې) د ۷۵ کالونو لپاره د لومړني صنعتي شوي مغلي بنګال (Mughal Bengal) پلازمېنه وه. دا ښار په بنګال کې د تاري ټوکر د سوداګرۍ مرکز او د نړۍ له خورا نېکمرغه ښارونو له ډلې څخه و. د مغلو ښار د پخواني واکمن سترواک جهانګير په وياړ جهانګيرناګر (د جهانګير ښار) نومول شوی و. دې ښار د “Mughal Subahdar”، “Naib Nazims” د ډاکه د نوابانو او دېوانونو د څوکۍ [مرکز] کوربه توب وکړ. له استعمار څخه مخکې د ښار درنښت يا برم په ۱۷ او ۱۸ پېړيو کې هغه مهال لوړ شو، چې ياد ښار د يوريشيا د سوداګرو لپاره ټاټوبی و. د ډاکه بندر د سيند او سمندري دواړو سوداګريو لپاره يوه ستره سوداګريزه پايه يا ستن وه. مغلو دا ښار په ښه ډول د باغچو ، مقبرو، مسجدونو، ماڼيو او کلاګانو په جوړولو سره ښکلی کړ. دې ښار ته يو وخت د ختيځ ونيز “Venice of the East” ويل کېدل. تر برتانوي واکمنۍ لاندې ښار د برېښنا، د اورګاډي د ليکو، سينماګانو، د لويديځ ډول پوهنتونونو او پوهنځينو او د معاصرې اوبه رسونې د پېژندګلوۍ شاهد و. دا ښار په برتانوي حکومت کې له ۱۹۰۵ ز کال څخه وروسته د ختيځ بنګال او اسام ولايت د پلازمېنې په توګه يو مهم اداري او زده کړه ييز مرکز شو. په ۱۹۴۷ ز کال کې د برتانوي حکومت له پای ته رسېدلو څخه وروسته ډاکه د ختيځ پاکستان اداري پلازمېنه شوه. ياد ښار په ۱۹۶۲ ز کال کې د پاکستان د مقننه قوې پلازمېنه او په ۱۹۷۱ ز کال کې د خپلواکۍ له جګړې “Liberation War” څخه وروسته د خپلواک بنګله دېش پلازمېنه شو.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

ستر نړيوال ښار ډاکه په بنګله دېش کې د سياسي، اقتصادي او کلتوري ژوند مرکز دی. دا ښار د بنګله دېش د حکومت، زياتو بنګله دېشي شرکتونو او مخکښو بنګله دېشي زده کړه ييزو، پوهنيزو، څېړنيزو او کلتوري ادارو يا سازمانونو مرکز دی. د يو معاصر پلازمېنه ښار په توګه له رامنځته کېدنې راهيسې د ښار نفوس، پراخوالي او ټولنيزې او اقتصادي تنوع په بې شانه ډول وده کړې ده. دا ښار اوسمهال د هېواد په کچه له تر ټولو ګڼو صنعتي شويو سيمو څخه دی. ډاکه د بنګله دېش د اقتصاد ٪۳۵ جوړوي. د ډاکې د ونډو تبادله “Dhaka Stock Exchange” له ۷۵۰ څخه زيات شرکتونه لښتليک کړي دي. دا ښار له ۵۰ څخه د زياتو سياسي ماموريتونو او همدا راز د “BIMSTEC” او “CIRDAP” د مرکزي ادارو کوربه توب کوي. د ښار کلتور د خپلو رېکشاوو، د پخلي د ډول، هنري مېلو او مذهبي راز راز والي له امله پېژندل کېږي. دا پخوانی ښار د مغلو او برتانوي دورو څخه د پاتې نږدې ۲۰۰۰ ودانيو کور دی.[۱۴][۱۵]

ايتمولوژي[سمول]

د ډاکه د نوم اصليت ناڅرګند دی. يو وخت په ياده سيمه کې د ډاک “dhak” په نوم ونې خورا عامې وې او ښايي دا نوم له همدې څخه رامنځته شوی وي. په ورته ډول دا نام ښايي د داکېشوري “Dhakeshwari” په نوم پټ هندو خدای (الهه) ته ويل کېږي، چې عبادتځای (معبد) يې د ښار په سويل لويديځه برخه کې دی. يوه بله نامتو نظريه څرګندوي، چې د ډاک “dhak” په نوم د موسيقۍ يوې ميمبرانوفون “membranophone” وسيلې [هر هغه وسيله چې د خوځېدونکې غځېدلې پردې له لارې غږ توليدوي] ته ويل کېږي، چې د صوبه دار لومړي اسلام خان “Subhadar Islam Khan I” په امر په ۱۶۱۰ ز کال کې د بنګال پلازمېنې د پرانېستې پر مهال وغږول شوه.[۱۶][۱۷]

ځينې سرچينې دا هم وايي، چې ياد نوم له يو “Prakrit” ګړدود څخه اخېستل شوی دی، چې ډاکه باسا “Dhaka Bhasa” يا ډاککا “Dhakka” ورته وايي او په راجاتارانجيني “Rajatarangini” کې د پېرې يا څار د تم ځای لپاره کارېدلې دی؛ يا دا چې داواکا “Davaka” ته ورته ويی دی، چې د ختيځ پولې د پاچاهۍ په توګه د سامودرا ګوپتا “Samudragupta” په الله اباد “Allahabad” رکن په کتيبه (ليکنه) کې ياد شوی دی. د “Rajatarangini” له مخې چې د کالهانا “Kalhana” په نوم کشميري برهمن ليکلی دی، ياده سيمه په اصل کې د ډاککا “Dhakka” په نوم پېژندل کېدله. د “Dhakka” ويی د څار يا پېرې د برج معنا لري. د بېکرامپور “Bikrampur” او سونارګاون “Sonargaon” په نوم د بنګالي واکمنانو پخوانۍ پوځي کلاګانې دې ښار ته نږدې پرتې دي. نو ډاکه د زيات اټکل له مخې د سنګر نيونې د موخې لپاره د پېرې د برج په توګه کارېدلی ويی دی.[۱۸][۱۹]

تاريخچه[سمول]

له مغل څخه مخکې[سمول]

د ننۍ ډاکې سيمه کې د ښاري استوګنو تاريخ لومړۍ زريزې ته ورګرځي. ياده سيمه د بېکرامپور “Bikrampur” لرغونې سيمې برخه وه، چې د سينا “Sena” کورنۍ له لورې اداره کېده.[۲۰]

ډاکه تر اسلامي واکمنۍ لاندې د سونارګاون “Sonargaon” تاريخي سيمې برخه شو، چې د ډهلي او بنګال سلطنتونو سيمه ييز اداري مرکز و. ستر نښلونکی سړګ “Grand Trunk Road” له سيمې څخه تېر شو، چې سيمه يې له شمالي هند، مرکزي اسيا او د چيټاګونګ “Chittagong” له سويل ختيځ بندري ښار سره ونښلوله.[۲۱][۲۲]

لومړنۍ معاصره دوره[سمول]

مغلي سترواکۍ د لرغونې معاصرې دورې پر مهال پر سيمه باندې حکومت وکړ. د ډاکه لرغوني ښار “Old City of Dhaka” د مغلو تر واکمنۍ لاندې د بوريګنګا سيند “Buriganga River” پر څنډو باندې وده وکړه. ډاکه په ۱۶۰۸ ز کال کې د مغلي بنګال پلازمېنه اعلان شوه. اسلام خان چيشتي “Islam Khan Chishti” د ښار لومړنی مشر و. خان د سترواک جهانګير په وياړ ښار جهانګير ناګر (د جهانګير ښار) ونوماوه. د انګرېزانو له لورې د ښار له نيولو څخه لږه موده وروسته يې ياد نوم له لاسه ورکړ. د ښار د مغلي واکمن شايسته خان تر مشرۍ لاندې اصلي پراختيا ومونده. د ښار پراخوالی هغه وخت د نږدې يو ميليون نفوس په درلودلو سره ۱۹ په ۱۳ کېلومتره (۱۱،۸ په ۸،۱ ميل) اندازه شو. ډاکه په سويلي اسيا کې يو له سترو او خورا نېکمرغه ښارونو څخه و. د لعل باغ کلا “Lalbagh Fort” د جوړولو چارې په ۱۶۷۸ ز کال کې د شهزاده محمد اعظم له لورې پر بنګال باندې د نوموړی د ۱۵ مياشتنۍ واکمنۍ پر مهال پيل شوې، مګر نوموړی د کار له بشپړېدولو څخه وړاندې د سترواک اورنګزېب له لورې له دندې څخه لرې کړای شو.[۲۳][۲۴][۲۵]

بنګال د مغلو په دوره کې يوه شتمنه سيمه وه. دا سيمه د ټوکر د توليد او کښتۍ جوړونې غوندې صنعتونو کې په نړيواله کچه نامتو وه. بنګال د ورېښمين او مالوچو ټوکرانو، فولاد، ښورې او کرنيز او صنعتي توليد لېږدونکی و.[۲۶][۲۷]

دې سيمې د ۱۷ او ۱۸ پېړيو پر مهال سيمه ييز اقتصادي مرکز ته وده وکړه او د بنګالي “Bangalis”، ماروارېس “Marwaris”، کشميريانو “Kashmiris”، ګجراتيانو “Gujaratis”، ارمنيانو “Armenians”، عربانو، ايرانيانو، يونانيانو، هالنډيانو، فرانسويانو، انګرېزانو او پرتګاليانو په ګډون يې د يوروشيا سوداګرو لپاره د مرکز په توګه خدمت کاوه. ياد ښار د ۸۰۰۰۰ په کار پوه اوبدونکو په درلودلو سره د نړيوال تاري ټوکر، پنبې او سنډ يا کنف مرکز و. ښار په ښه ډول خپرې شوې باغچې، څلي، مسجدونه، معبدونه، بازارونه، کليساګانې او کاروان سرايونه درلودل. بارا کاترا “Bara Katra” د ښار تر ټولو لوی کاروان سرای و. د سيند غاړو کې ځای ځای د چايو خونې او يو شمېر دولتي ماڼۍ جوړې شوې وې. يوروشيايي سوداګرو په فاراشګنج “Farashganj” (فرانسوي بازار “French Bazzar”)، ارمانيټولا “Armanitola” (ارمنيايي سيمه “Armenian Quarter”) او پوسټوګولا “Postogola” (پرتګالي سيمه “Portuguese Quarter” کې ګاونډيتوبونه جوړ کړل [استوګن شول].[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

تاریخ[سمول]

جغرافیه[سمول]

اقتصاد[سمول]

دا د بنگلادېش يو ډويژن دی۔

سرچينې[سمول]

نور ولولئ[سمول]

  1. سرليک: Guinness World Records 2019 — پاڼه: 163 — خپرونکی: Guinness World Records Limited — ISBN 978-1-912286-46-1
  2. پیوستون : 1185241  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  3. http://timesofindia.indiatimes.com/city/kolkata/A-tale-of-two-cities-Will-Kolkata-learn-from-her-sister/articleshow/25916888.cms
  4. Choguill, C.L. (2012). New Communities for Urban Squatters: Lessons from the Plan That Failed in Dhaka, Bangladesh. Springer Science & Business Media. د کتاب پاڼې viii. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4613-1863-7. مؤرشف من الأصل في ۰۵ جون ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Population & Housing Census-2011" (PDF). Bangladesh Bureau of Statistics. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "The World's Most Densely Populated Cities". WorldAtlas. 4 October 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. کينډۍ:Cite conference
  8. Ferreira, Luana (3 September 2021). "Here's How Many People Live In The Most Densely Populated City On Earth". Grunge.com. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Forum". Archive.thedailystar.net. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Islam Khan Chisti". Banglapedia. 18 June 2021. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. کينډۍ:Cite thesis
  12. Hough, Michael (2004) [First published 1995]. Cities and Natural Process: A Basis for Sustainability (الطبعة 2nd). Psychology Press. د کتاب پاڼې 57. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-29854-4. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Dani, Ahmad Hasan (1962) [First published 1956]. Dacca: A record of its changing fortunes (الطبعة 2nd). Mrs. Safiya S. Dani. د کتاب پاڼي 98, 118–119, 126. OCLC 987755973. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "The World According to GaWC 2020". GaWC - Research Network. Globalization and World Cities. مؤرشف من الأصل في ۲۴ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اگسټ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Rezaul Karim (په 24 February 2017 باندې). Dhaka's economic activities unplanned: analysts.
  16. "Dhaka". Encyclopædia Britannica. 
  17. "Islam Khan Chisti". Banglapedia. مؤرشف من الأصل في ۰۲ فبروري ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Chowdhury, A.M. (23 April 2007). "Dhaka". Banglapedia. مؤرشف من الأصل في ۱۶ مې ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Mamoon, Muntassir (2010) [First published 1993]. Dhaka: Smiriti Bismiritir Nogori. Anannya. د کتاب پاڼې 94. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Dhaka". Encyclopædia Britannica. 
  21. Dhaka City Corporation (5 September 2006). "Pre-Mughal Dhaka (before 1608)". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اپرېل ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. . From Jahangirnagar to Dhaka. The Daily Star.
  23. Kraas, Frauke; Aggarwal, Surinder; Coy, Martin; Mertins, Günter, المحررون (2013). Megacities: Our Global Urban Future. Springer. د کتاب پاڼې 60. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-481-3417-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "State of Cities: Urban Governance in Dhaka" (PDF). BRAC University. May 2012. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۶ فبروري ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Shay, Christopher. "Travel – Saving Dhaka's heritage". BBC. مؤرشف من الأصل في ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Indrajit Ray (2011). Bengal Industries and the British Industrial Revolution (1757-1857). Routledge. د کتاب پاڼي 57, 90, 174. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-136-82552-1. مؤرشف من الأصل في ۲۹ مې ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 31 July 2015 باندې). Which India is claiming to have been colonizsed?. The Daily Star.
  28. . From Jahangirnagar to Dhaka. The Daily Star.
  29. Colley, Linda (2009). The Ordeal of Elizabeth Marsh: A Woman in World History. Knopf Doubleday Publishing Group. د کتاب پاڼي 262–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-307-53944-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Ḍhākā granthamālā: Dhaka, tale of a city (په انګلیسي ژبه کي). Ḍhākā Nagara Jādughara. 1991. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. (په 31 July 2015 باندې). Which India is claiming to have been colonizsed?. The Daily Star.