ډاکتر عبدالقادر سمسور (ژوند لیک او لنډه پېژندنه)
داسې یو شخصیت چې په علم، پوهې، دیانت او وطندوستۍ سره یې د خپل مسلک ترڅنګ د ولس خدمت هم کړی وي باید موجوده او راتلونکي نسلونه يې د کړنو څخه بې خبره پاتې نشي. د هم داسې صفاتو درلودونکی یو شخصیت چې موږ یې تاسو ته در پیژنو هغه الحاج ډاکتر عبدالقادر سمسور[۱] د ملک محمد اعظم زوی، په ١٣٣١ هجري لمریز کال په ګران هیواد افغانستان کې د لوګر ولایت مرکز پُل علم اړوند د پورک کلي کې زېږېدلی دی. ډاکتر صاحب عبدالقادر سمسور د هجرت او بیا د کور دننه هر وخت د خپل ولس او هیوادوالو د هوساینی لپاره د دوی تر څنګ دریدلی او د مالداری مسلک متخصص په حیث یی خدمت ورته کړی ده. ځکه خو هم دده دوستان او خپلوان غواړي چې د همدې لارې څخه د نوموړي ټول هغه لیکلي او نا لیکلي آثار او تجربې چې نوموړي په خپل ټول ژوند کې د عملي کار ترڅنګ ترلاسه کړي دي، د هغه د مینوالو او علم د لارې لارویانو سره شریک کړو.
ډاکترعبدالقادر سمسور[۲] خپلې زدکړې په درې پړاونو کې د هیواد دننه او بهر ترسره کړي دي. لومړنۍ زدکړې یې په خپل پلرنی ټاټوبی د لوګرولایت مرکز پُل علم پورې اړوند کُلنګار عالي لیسه کې تر اتم ټولګي پورې سرته رسولي. ثانوي زدکړې یې د کابل ابن سینا په عالي لېسې کې په ۱۳۴۸ کال کې بشپړې کړي . او په ۱۳۴۹ کال کې دکابل پوهنتون دطب پوهنځۍ پورې اړوند دعالي سرسنګ له څانګې څخه په لوړه درجه فارغ شو. دفراغت سم دلاسه د خپلو هېوادوالودچوپړتیا لپاره دهېواد په مختلفو روغتونونو کې دندې ترسره کړې خو بیا هم دخپلو موخو په تعقیب سره دکانکور په ازموینه کې ګډون وکړ دازموینې دنتیجي داعلان سره دکابل پوهنتون د وترنرۍ پوهنځۍ ته په لوړو نمرو اخیستلو سره بریالی شو.د ۱۳۶۰ لمریز کال په پای کې د وترنرۍ پوهنځۍ څخه فارغ شو. د فراغت څخه څو کاله وروسته د وخت له غوښتنو او ستونزو له امله پاکستان ته مهاجر شو.
ډاکتر صاحب عبدلقادر سمسور د هیواد څخه بهر او په کور دننه د ۵۱ کالو کاري تجربې په موده کې د مالداری د ساتنې او حیواني ناروغیو په هکله ګڼ شمیر کتابونه ا، مقالې او څیړنیز راپورونه لیکلی. ددې تر څنګ یې په ګڼ شمیر ملې او بین المللی کانفرانسونو او علمي سیمنارونه کې برخه اخستې.موږ باید دنوموړي دتجربو او کتابونو څخه په پوره توګه برخمن شو اوکټه ترې واخلو درته بیان کړو.
لمړی پړاؤ : د کار دې خدمت دوره : د هجرت په دوران کې د اتریش کمېټې لخوا په پاکستان او افغانستان کې د جګړه ځپلو کورنیو سره مرسته کولو مسؤل په توګه چې وروسته دهېواد په څو ولایتونو کې دروغتیایي مرستندوی په توګه( دحیواناتو دترویج په برخه) په کار پیل وکړ په ۱۹۸۸ لمریز کال کې افغانستان لپاره دهالنډ کمیتې دبنیاد ایښودونکو کمیټې کلیدي غړي اوپه همدې کمیټې ( هالند کمیټه دافغانستان لپاره ) په پیښور کې پارا وترنری دتعلیمي مرکز دښوونکي اوپه افغانستان کې دترنري دبرخې مسؤل په ټوګه کار کوه . په ۱۹۹۱ م کال کې د څارویو د تولید او څاروي ساتنې د پراختیا په برخه کې د زده کړو لپاره هالنډ هېواد یو نړیوال پوهنتون (Van Hall Larenstein University of Applied Sciences ) ته لاړو او په ۱۹۹۲ م کال کې په نوموړي پوهنتون کې د زده کړو تر بشپړولو وروسته بېرته راستون او په بېلابېلو ښوونیزو پروګرامونو په برخه کې د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړه، په دې موده کې یې د څارویو د ساتنې او ترویج په برخه کې ډېرو ډاکترانو ته روزنه ورکړه، له لنډې مودې وروسته د هالنډ کمېټې په چوکاټ کې د څاروي ساتنې او د چرګانو، څارويو د روغتیایي چارو په برخه کې د پراختیا او رواجولو څانګه پرانیستله، چې تر اوسه پورې يې ډېری شاګردان او هغه ډاکترانو ته چې په دې برخه کې یې روزنه لیدلې اثرات، بېلګې او ښې پایلې يې په ټولنه کې لیدل کېږي.
دوهم پړاؤ : سفرونه او او سیمینارونه •د جهاد او کډوالۍ پر مهال: د حیواني مالدارۍ د طبي مرستو چمتو کولو د مسؤول په توګه پاتې شوئ. •د بي بي سي د نوي کور او نوي ژوند په خپرونه کې د کرنې مالدارۍ څانګې د مشر په توګه دنده ترسره کړې. •له ١٣٦٧- ١٣٨٢ لمریز کال د وترنرانو، ترېنر د ښوونیز پروګرام مؤسس، د وترنري د تربیوي کلینیک مسؤول، د ودې او پراختیا څانګې مؤسس او مسؤول او په پېښور کې د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې سره دافغان مهاجرینو د پروژې د مشرپه توګه دندې ترسره کړي دي. •د وترنرۍ مجلې د معلوماتو مدیر مسؤول او لیکوال. •له ١٣٨١- ١٣٨٥ لمریز کال پورې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت لپاره د سیمه ییزې پراختیا ملي پروګرام (NABDP) کې د بېلابېلو ولایتونو د اداري او پراختیایي د مشاور په توګه. •دملل متحد لخوا د اتو میاشتو لپاره د فاریاب ولایت د والي او مشاور په توګه دنده ترسره کړې ده. •له ١٣٨٦-١٣٨٧ لمریز کال پورې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په چوکاټ کې د دوامدارې کرهنې د ګړندۍ پروژې (ASAP) سره د مالدارۍ د پراختیا مشاور په توګه دنده ترسره کړې. •١٣٨٧-١٣٨٨ لمریز کال پورې د نړیوال بانک HLP پروژې سره د لبنیاتو د پراختیا د مسؤول په توګه کار کړئ دی. •له ١٣٨٩- ١٣٩٠ لمریز کال پورې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت لپاره د فرانسې د حکومت د همکارۍ دفتر (FCO / MAIL) سره د مالدارۍ فعالیتونو د همغږي کوونکي په توګه دنده ترسره کړې. •له ١٣٩٢-١٣٩٧ لمریز کال پورې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ پراختیا پروژې د تخنیکي ټیم لېډر په توګه، چې د فرانسې د پراختیايي آژانس لخوا ملاتړ کېده. •د بادام باغ کرنیز او مالدارۍ جشن کې ونډه او د ټولو چارو د تنظیم کونکی. •د شېدو او لبنیاتو د لویې فابریکې د جوړولو په پار د بګرامیو سیمې پورې اړوند د ۲۰۰ جریبه کرنیزې ځمکې تثبیت او سروې چارې بشپړ ول. •په اساسي شکل د بني حصار د فارم احاطه او په داخل کې د القأ او ترېنګ مرکز جوړول. •مرحوم سمسور غوښتل چې یاد فارم په ۱۳۹۰/۱۳۸۹ لمریز کال کې په یو څېړنیز انستیتوت یا مرکز بدل شي. •د کرنې او پراخیتا وزارت په مرسته یې د اموسیند په برخه کې سروې ترسره کړه چې یاده سروې یې تر بشپړېدو وروسته له دولت سره هم شریکه کړه.
'دریم پړاؤ:’ خاطری او او لاسته راوړنې: مرحوم سمسور د خپلو زده کړو او کار له پیل د ژوند تر وروستیو ورځو پورې د افغانستان د کرنیز او مالدارۍ سکتور لپاره د پام وړ کارونه او خدمتونه تر سره کړي دي، نوموړي د جهاد او مهاجرت له وخت څخه را په دېخوا د وخت له غوښتنو او په سیمه کې د وخت حاکمو ښوونیزو، علمي او پرمختیایي ستونزو سره سره ده خپلې هڅې او خدمتونه ژوندي او ګړندي وساتل، په کوم وخت کې چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ برخه کې ډېرو هڅه او علمي اثارو د پنځولو او لیکلو لپاره جدي اړتیا لیدل کېده مرحوم سمسور دغه ننګونو او ستونزو ته د وخت په تېرېدو علمي، ښوونیز او څېړنیز آثار لکه: کتابونه، رسالې، مجلې او مقالې ولیکل او وژباړل.
د مهمو ژباړل شوي اثارو له ډلې څخه یې یو مهم اثر (د چرګانو مهمې ناروغۍ) تر سرلیک لاندې دی چې دغه اثر یې په ۱۳۸۶ لمریز کال په روانه پښتو وژباړه. د لیکل شوي اثارو په ډله کې یې مهم اثر (په افغانستان کې د پسونو روزنه) تر سرلیک لاندې په ۱۳۸۹ لمریز کال کې لیکلی دی، چې وروسته همدا اثر ډېر علمي او زده کړیز ارزښت ته په پام سره د مترجم سرمحقق رحمت ګل احمدي لخوا په روان دري ژبه ژباړل شوئ دی.
مرحوم سمسور یواځنۍ او ښه ځانګړنه چې د خپل ژوند او خدمتونو په وخت کې درلوده او تر پایه یې وساتله هغه د ځوانانو، زده کوونکو، همسلکانو، د کرنې او مالدارۍ برخه کې د نورو هېواد والو لاسنیوئ، د ښوونیزو، عملي او کاري پروګرامونه برابرول وؤ.
نوموړي تل هڅه کوله چې د وخت اساسي او مسلکي ستونزو ته په ښه ډول سره د پای ټکی کېږدي او مدیریت یې کړي. وخت یو له هغه اساسي څیزونو څخه وؤ چې نوموړي به په خپل کاري او ټولنیز ژوند کې ډېر ارزښت ورکوؤ همدا ښه ځانګړنه وه چې دی یې د ژوند په وروستۍ ورځ د خپلو همسلکانو، ښوونکو او همکارانو تر څنګ د یو علمي کنفرانس کې د ګډون په پار تللی وؤ.
څلورم پړاؤ: لیکلی آثار مقالی، کتابونه او څیړنیز راپورونه: د یو انسان شخصیت او علمي اوچتوالی هغه وخت معلومیږي چې یا خو یې لیکلی اثار په میراث پریښي وي او یا یې شاګردان روزلي وي چې هر یو یې ژوندی کتاب دی. مرحوم سمسور؛ د روغتیا، حیواني محصولاتو/څارویو، ادارې او مدیریت په برخو کې تر دم ګړۍ شاوخوا 26 کتابونه[۳]، رسالې او مقالې لیکلي یا ژباړلي دي : ۱. په افغانستان کې د پسونو روزنه لیکوال ډاکتر عبدالقادر سمسور ژباړن سرمحقق رحمت ګل احمدي. ۲. په افغانستان کې د حیواناتو (مالدارۍ) پر ساتنه مقدمه. ۳. د مالدارۍ او وترنرۍ لارښوونې ژباړن ډاکتر عبدالقادر سمسور. ۴. د پسونو د عامو ناروغیو پېژندنه او تداوي ژباړن ډاکتر عبدالقادر سمسور. ۵. مرغداری دری ژبه په ۱۳۷۸ لمریز کال لیکوال ډاکتر عبدالقادر سمسور ژباړن پوهنمل عبدالغفار صفا. ۶. د وترنري د لومړنیو کارکوونکو درسي کتاب لیکوال ډاکتر عبدالقادر سمسور. ۷. غواګانې مو حاصل خېزه وساتئ لیکوال ډاکتر عبدالقادر سمسور. ۸. په غوایانو کې د طاعون (ټاکو) پېژندنه لیکوال ډاکتر عبدالقادر سمسور. ۹. کاري ډلې او ډله ایز کار ژباړن ډاکتر عبدالقادر سمسور[۴]. ۱۰. تربیه و پرورش حیوانات په دري ژبه لیکوال ډاکتر عبدالقادر سمسور. ۱۱. په افغانستان کې د پسونو روزنه او ساتنه لیکوال ډاکتر عبدالقادر سمسور. ۱۲. زخم حیوانات و انسان ها[۵] په دري ژبه لیکوال ډاکتر عبدالقادر سمسور. ۱۳. TV- VET STEEP BAVL ۱۴. د ښاغلي سمسور وروستي خپاره شوي آثار، په افغانستان کې د څارویو د ساتنې، کاري ډلې او ډله ایز کار او مقدمه بر نګهداری حیوانات دي. ۱۵. د تېرو درې کالو راهیسې هغه د " د افغانستان خپلواکۍ ټکنیز کېدل" په نوم کتاب په لیکلو بوخت وؤ چې ۸۵ سلنه بشپړ شوﺉ دی.