شکرې ناروغي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له ډايبېټېز مېلېټوز نه مخ گرځېدلی)
ډايبېټېز مېلېټوز (Diabetes mellitus)
ډلبندۍ او باندنۍ سرچينې
شين گردی د ډيابېټېز مېلېټوز نړيوال سمبول دی.[۱]
ICD-10 E10.E14.
ICD-9 250
MedlinePlus 001214
eMedicine med/546  emerg/134
MeSH C18.452.394.750

ډايبېتېز مېلېتوز يا په عامه اصطلاح د شکرۍ ناروغۍ، د مېټابوليک يا استقلابي ناروغيو يوه ډله ده چې د دې ناروغۍ د ناروغ په وينه کې د گلوکوزو کچه لوړه وي. د خوږو د لوړوالي سبب يا خو د ناروغ بدن په کافي کچه انسولين نه جوړوي او يا هم د بدن ژونکې توليدېدونکي انسولين اغېزو ته ځواب نه وايي. نو کله چې په ناروغ کې د خوږو کچه لوړه وي بيا همدا بې نظمي يو لړ کلاسيکې نښې نښانې ښکاره کوي چې په دغو کې پولي يوريا يا ډېر ميژل، پولي ډېپسيا يا ډېره تنده او پولي فېجيا يا ډېره ولږه شامل دي.

ډايبېتېز مېلېتوز په درې اهمو ډولونو وېشل شوی:

د ډايبېتېز مېلېتوز لومړی ډول:

د دې ناروغۍ دغه ډول هغه وخت پېښېږي کله چې د ناروغ بدن انسولين نه جوړوي، او ناروغ ته د انسولين د ستنو د لگولو اړتيا وي. د شکرې ناروغۍ همدا ډول د انسولين-اړونده ډايبېتېز مېلېتوز يا شکره هم وييل کېږي.

د ډايبېتېز مېلېتوز دويم ډول:

د ناروغۍ همدا ډول، د انسولينو په وړاندې د مقاومت په پايله کې رامېنځ ته کېږي، دا يو داسې حالت وي چې د بدن ژونکې په سمه توگه د نسولين نه شي کارولی، او د انسولينو په وړاندې د نه ځواب وييلو له امله کله نا کله بدن د انسولينو د يوه بشپړ کمښت سره مخامخېږي. د شکرې همدې ډول ته د لويانو ډايبېتېز مېلېتوز يا شکره هم وايي.

جېسټېشنل يا د بلاربښت ډايبېتېز:

د ناروغۍ دغه ډول په امېندوارو ښځو کې چې په وينه کې يې د گلوکوزو کچه تر نورمال حد ډېره وي او تر بلاربښت دمخه يې د شکرې ناروغۍ نه وي لرلې، پېښېږي. د امېندوارۍ نه وروسته دا ناروغي د ډايبېتېز مېلېتوز دويم ډول ته پرمختگ کولی شي.

د شکرې د ناروغۍ په نورو ډولونو کې کانجېنېټل ډايبېتېز يا زېږون سره پيدا شوی ډيابېتېز، چې دا ناروغي د انسولين جوړېدنې د جېنېټيکي (ارثي) کمي په نتيجه کې رامېنځ ته کېږي، سېسټيک فايبروسېز ته اړونده ډايبېتېز، سټېرويډ ډايبېتېز چې د گلوکوکورټيکويډ د ډېر ډوز په کارولو، او د ډايبېتېز مونوجېنېک ډېرې نورې بڼې شاملې دي.

له ۱۹۲۱ ز. کال نه راپدېخوا کله چې انسولين وموندل شول نو له هماغه وخت نه تر اوسه پورې د ډايبېتېز ټول ډولونه د درملنې وړ دي او د ډايبېتېز دويم ډول خو بيا د گوليو په مرسته هم کنټرولېږي. د شکرې دواړه ډولونه په اوندنو يا اوږدمهاله ناروغيو کې شمېرل کېږي او دا دواړه په بشپړه توگه نه رغېدونکې ناروغۍ دي. د ډايبېتېز مېلېتوز لومړي ډول کې د پانکراس د پيوند هڅه هم شوې چې محدوده کاميابي لاس ته راغلې؛ همداراز د گېسټرېک بايپاس جراحۍ په نتيجه کې د ياد وړ لاسته راونې په هغو ناروغانو کې ترلاسه شوي چې اکثراً يې د چاغښت د رنځور حالت او د ډيابېتېز مېلېتوز دويم ډول ناروغان ول. د بلاربښت اړونده ډايبېتېز تر لنگون وروسته له مېنځه ځي. که چېرته د ډايبېتېز سمه درملنه و نه شي نو د پېچلې روغتيا سبب گرځي. د ډايبېتېز مېلېتوز په حادو پېچلتياوو کې هايپوگلايسېميا، ډايبېتېک کېتواسيدوسېز، يا غېرکېتويک هايپر اوسمولر کوما ورگډې دي. د دغې ناروغۍ په اوږدمهالو پېچلتياو کې کارډيوواسکولر يا د زړه او رگونو ناروغۍ، نېفروپاتي يا د بډوډو اوندنه بې وسي، رېټېنوپاتي يا د سترگو د رېټېنا تخريب شمېرل کېږي. په همدې خاطر د ډايبېتېز مېلېتوز يوه مناسبه درملنه ډېره اهمه ده، همداراز د وينې د فشار کنټرول او د ژوندتوگې ځينې عاملونه لکه سگرېټ څښل پرېښودل او د بدن تول يا وزن په رغنده حد کې ساتل ډېر اړين کار دی.

د ۲۰۰۰ ز. کال د احصايې له مخې په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه ۱۷۱ ميليونه وگړي د ډايبېتېز له ناروغۍ کړېږي، چې دا د ټولې نړۍ د وگړو ۲،۸ % جوړوي.[۲] د ډايبېتېز په ټولو ډولونو کې د دويم ډول ډايبېتېز مېلېتوز ډېر عام دی چې د امريکا د متحده ايالاتو د شکرې د ناروغانو ۹۰ تر ۹۵ % کېږي.[۳]

د شکری اخطاریه نښی نښانی:

تنده

ښایی شکره مشخص اعراض او نښی نښانی ونلري خو زیاته تنده ددی ناروغی یو د مخصوصو اعراضو څخه بلل کیږي. ډیره تنده د ډیرو بولو کولو، د غیر عادی لوږی د احساس، د خولی وچوالي او د وزن دکموالی یا زیاتوالي سره مل وي.

سردردي

که د وینی د گلوکوزو کچه لوړه پاتی شي د ستړتیا، د لید د خړپړتیا او سردردۍ لامل گرځي.

  • انتانات

ډیر مهال دویم ډول شکره هغه وخت چی په روغتیا یی منفي اغیزی څرگندی شي پیژندل کیږي.هغه انتانات او ټپونه په ډیره موده کی ښه کیږي ښایی د شکری علامه وي.نور احتمالي علایم یی تکراری فنگسي انتانات، دبولی لارو انتانات او د پوستکی خارښت دي.

جنسی ناتواني

دویم ډول شکره د جنسی مشکلاتو لامل هم کیدای شي. دا چی شکره په تناسلی الی کی رگونه او عصبی رشتی زیانمنوي ، نو د الی حساسیت کموی او ارگازیم ته رسیدل مشکلوي. په ښځو کی مهبلی وچوالی او نارینو کی عقامت هم د شکری د اختلاطاتو له جملی څخه دي. مطالعاتو ښودلی ده چی ۳۵٪-۷۰٪ سړي چی په شکری اخته دي بالاخره عقمیږي. هغه چی په شکری اخته دي ۳/۱ برخه یی یو ډول نه یو ډول د جنسی ناتوانی نه شاکي وي.

له شکرې ځان ژغورنه

د شکری د ناروغۍ د خطر هغه فکتورونه چی ځان تری ژغورلی شو: د شکری د مرض د خطر هغه فکتورونه چی د ژوند په څرنگوالي او طبي ناخوالو پوری تړلي دي په دویم ډول شکری د اخته کیدو خطر زیاتولی شي. دا عوامل په لاندی ډول دي:

  1. سگریت څکول.
  2. د وزن زیاتوالی په تیره بیا د ملا شاوخوا چاغوالی.
  3. ورزش نه کول.
  4. په خوړو کی د غوښی(سری غوښی)، چربی او د خوږو ډیره کارونه.
  5. د ترایگلیسرایدو کچه د 250 mg/dl څخه لوړیدل.
  6. د ښو کلولیسترولو یا HDL کچه د 35 mg/dl نه کمیدل.

د شکری ناروغۍ د خطر هغه فکتورونه چی ځان تری ژغورلی نشو

د شکری ځینی خطری عوامل د کنترول وړ نه دي. هسپانوي نژاد، ځایی امریکایان، آسیایی نژاد او افریقایی امریکایان په دیابیت د اخته کیدو د زیات خطر سره مخ دي. همدارنگه د دیابیت کورنۍ تاریخچه لرل هم په دی مرض د وگړو د اخته کیدو خطر زیاتوي.هغه وگړي چی عمرونه یی د ۴۵ نه لوړ وي نسبت ځوانانو ته په دویم ډول شکری ډیر اخته کیږي.

ښځو پوری تړلی د د یابیت خطری فکتورونه:

هغه ښځی چی د حاملگۍ په دوران کی په دیابیت اخته کیږي او همدارنگه که د پیدایښت په مهال یی د ماشوم وزن د ۹ پونډو څخه زیاد وي، د ژوند په جریان کی په دویم ډول دیابیت د اخته کیدو د لوړ خطر سره مخ دي. هغه ښځی چی د تخمدان په څوگونو سیستونو(دانو) اخته وي د انسولین په وړاندی د مقاومت د پیدا کیدو د ډیر لوړ خطر سره مخ وي.

ښځو پوری تړلی د د یابیت خطری فکتورونه:

هغه ښځی چی د حاملگۍ په دوران کی په دیابیت اخته کیږي او همدارنگه که د پیدایښت په مهال یی د ماشوم وزن د ۹ پونډو څخه زیاد وي، د ژوند په جریان کی په دویم ډول دیابیت د اخته کیدو د لوړ خطر سره مخ دي. هغه ښځی چی د تخمدان په څوگونو سیستونو(دانو) اخته وي د انسولین په وړاندی د مقاومت د پیدا کیدو د ډیر لوړ خطر سره مخ وي.

د شکر په مهارولو کې

د خوړو رول

که د وینی د شکری کچه په مؤثر او ښه ډول کنترول شي نو ښایی ناروغ د شکر د اختلاطاتو څخه وژغورل شي. ډاکتر ښایی په شکر اخته ناروغ یو خوراک پوه او یا د شکر مشوره ورکونکي ته ولیږي تر څو د هغوی په مرسته دوی ته یو روغتیایی خوراکي پلان جوړ شي (زموږ هیوادوال د نوموړو روغتیایی کارکوونکو د خدماتو څخه بی برخی دي). په دویم ډول شکر اخته ناروغان باید خپله د خوږو اخستنه وڅاري او کالوري راکمه کړي. د غوړو او پروتینو ټول ټال اخیستنه هم باید چی وڅارل شي.

د ورزش رول:

د قدم وهلو په شمول منظم تمرین د دوهم ډول شکری مریضانو سره د هغوی د وینی د گلوکوزو د کچی په کمولو کی مرسته کوي. فزیکی فعالیت د بدن د غوړو کچه راکموي،د وینی لوړ فشار کنترولوي او د قلبي ناروغیو څخه په ژغورنه کی مرسته کوي. په دویم ډول شکر اخته ناروغانو ته روزانه د ۳۰ دقیقو لپاره د مناسبو تمریناتو د کولو سپارښتنه شوی.

د روحي فشار کمولو رول

روحی فشار نه یواځی دا چی د وینی د لوړ فشار لامل گرځي بلکی د وینی د گلوکوزو د کچی د لوړلوالی سبب هم کیږي. په شکر اخته ناروغان د ارامونکو تخنیکونو له لاری په دی بریالي شوي چی ورته ورپیښ حالات اداره کړي. عبادت د روحي فشار په کنترول کی خورا ارزنده او کارنده رول لوبوي. ټولنیزه راشه درشه هم روحی فشار کموی او په پایله کی د دیابیت په کنترول کی مرسته کوي.

د درملو رول

په دویم ډول شکر اخته هغه ناروغان چی د تمرین او خوراکي رژیم له لاری نشی کولای د وینی د گلوکوزو کچه کنترول کړي دواگانی ورته توصیه کیږي. شکر لپاره مختلف ډول درمل چی د خولی له لاری اخیستل کیږي، موجود دي.د درملو د مؤثری اغیزی لپاره دوه یا ډیر درمل سره یو ځای هم کارول کیږي. ددی درملو څخه ځینی د انسولینو تولید زیاتوي نور یی بیا د انسولینو څخه گته اخیستنه ښه کوي او ځینی یی د نشایستی جذب کموي.

انسولینو رول

په ځینی هغه خلکو کی چی په دویم ډول شکر اخته وي د خولی له لاری د کاریدونکو درملو سره یو ځای انسولین هم کارول کیږي. د بیتا ژونکو د ناکامیدو په حالت کی هم انسولین استعمالیږي.په نوموړي حالت کی پانقرانص د انسولینو جوړول بندوي، چی دا حالت په دویم ډول شکر اخته ناروغانو کی منځ ته راتلای شي. د انسولینو د سره نه تولید په انسولینو درملنه اړینوي.

انسولین

انسولین هغه هورمون دی چی بدن ته د گلوکوزو څخه د مؤثری گته اخیستنی توان ورکوي. قندونه په معده کی په کوچنیو قندي موادو(گلوکوز) بدلیږي، گلوکوز د وینی دوران ته داخلیږی چی په نتیجه کی پانقرانص تنبه او انسولین تری افرازیږي. انسولین گلوکوز د بدن ژونکو ته داخلوي او د بدن ژونکی د گلوکوزو څخه د انرژۍ د تولید لپاره گټه اخلي.په دویم ډول شکری کی د بدن ژونکی په سم ډول گلوکوز نشي اخیستی چی له امله یی د وینی د گلوکوزو کچه لوړیږي. د انسولین په مقابل کی مقاومت هغه حالت ته ویل کیږی چی بدن پکی د انسولینو د تولید توان ولري خو د بدن حجری د جوړو شویو انسولینو په مقابل کی په سم ډول ځواب ونه وایی. د وخت په تیریدو سره پانقرانص د انسولین تولید کموي.

سرچينې

  1. "Diabetes Blue Circle Symbol". International Diabetes Federation. 17 March 2006. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ اگسټ ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Wild S, Roglic G, Green A, Sicree R, King H (May 2004). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Global prevalence of diabetes: estimates for 2000 and projections for 2030"]. Diabetes Care 27 (5): 1047–53. doi:10.2337/diacare.27.5.1047. PMID 15111519. 
  3. "Type 2 Diabetes Overview". Web MD. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)