ډاون ساينډروم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ډاون ساينډروم ( Down-syndrome) او یا تریزومي Trisomy 21

کروموزومي_ناروغۍ_تریزومي۲۱ ( trisomy 21) د جنسي حجروي وېش پر مهال چې کله کروموزومونه خپل ځان وېشي، نو په دې وېش کې کله نا کله غلطي کېږي. په معمول ډول خو هرې جنسې حجرې ته ۲۳ کروموزومونه ورسېږي، خو ځينې مهال یا خو ورته له ۲۳ څخه کم او یا ډېر ورسېږي. تر ټولو مشهوره کروموزومي ناروغۍ تریزومي_۲۱ ( trisomy 21) د ،،ښکته سینډروم Down_Syndrom په نوم یادېږي. په دې کروموزومي ناروغۍ کې ۲۱م کروموزوم یوه اضافه کاپي لري. یانې د دغې ناروغۍ لرونکی کس د ۴۶ کروموزومونو پر ځای ۴۷ کروموزومونه لري. په ۷۰۰۰ زېږېدلو ماشومانو کې یو ماشوم د دغه کروموزومي ناروغۍ سره زېږېدلی شي. په دا ناروغۍ اخته خلک چې وزېږېدل شي او ژوندي پاتې شي، نو تقريبا تر ډېره پوري یو شانته نښې لري ماغزه یې تر عام خلګو کمزوري وي. IQ یې د ۴۵ څخه تر ۷۰ پوري یي. خو نن سبا چې ورسره مرسته وشي، نو لیک لوست زده کولای شي او په ټولنه کې برخه اخيستلی شي.

سرچینه:

د جمنازيوم د بیولوژي کتابونه.