جنسي حجروي وېش

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

جنسي حجروي وېش / مایوسس ( meiosis)

لکه څرنګه چې بدني حجروي وېش پر دوو غټو پړاوونو وېشل شوی دی، همدغه سي جنسي حجروي وېش هم پر دوو غټو پړاوونو وېشل شوی دی. الف:انټرفیز_پړاو_interphase

ب: مایوسس_پړاو_meiosis

انټرفیز پړاو هماغسي دی، لکه په بدني حجروي وېش کې چې دی. (پر انټرفیز پړاو په مخکېني پوسټ کې ليکنه شوې ده) مایوسس_پړاو_meiosis: مايوسس پړاو بیا خپله پر دوو غټو پړاوونو وېشل شوی دی.

مایوسس1__meiosis1 مايوسس2__meiosis2

مايوسس پړاو1 بیا خپله پر څلورو پړاونو لکه

هستوي وېش (مایتوسس پړا) وېشل شوی دی.

prophas1__1مخکېنۍ پړاو په دې پړاو کې د هستې غشا (دېوال) خلاصېږي او کروماتینونه Cromatin (،،دي این اې،، د اوږدو اوږدو تارو په شکل) خپل‌پر ځان تاوېږي او د کروموزوم شکل خپلوي. او سېنټروزوم (centrosome)سپينډل اپرېټس( spindle apparatus) تولیدوي. خو په مايوسس۱ کې جوړه کروموزومونه څنګ پر څنګ پرېوزي او خپل اوږده او یا هم لنډ لاسونه سره بدلوي. وه دې پېښې ته ،،کروسنګ او ور،،( crossing over) ویل کېږي.

metaphaseمنځنی_پړاو1_1 په دې پړاو کې ۲ کروماتیدي جوړه کروموزومونه د حجرې په مېنځ کې په قطار سره ځای پر ځای کېږي. او سپينډل اپرېټس د حجرې و دواړو قطبونو ته ځي. او دهر یوه کروموزوم په ملا سېنټرومېر(centromere) پسې ځان نښلوي.

د_کروموزومونو_دبېلېدلو_پړاو (انافېز 1)Anaphase1 په دې پړاو کې کې سپينډل اپرېټس خپل ځانونه کوچني کوي او په دې ډول سره هریو ۲کروماتیدي کروموزوم له خپل جوړه کروموزوم څخه بېلوي او د حجرې هر یوه قطب ته ۲ کروماتیدي تاق کروموزومونه وړي. اوس د حجرې په دواړو قطبونو کې ۲۳ تاق ۲ کروماتیدي کروموزومونه دي. telophase1_ټېلوفېز پړاو1 په دې پړاو کې د حجرې په دواړو کونجونو کې پر کروموزومونو نوي هستوي غشا (دېوال) جوړېږي او دا رنګه دوې نوي هستې منځته راځي او په هره هسته کې ۲۳ تاق ۲ کروماتیدي کروموزومونه دي. له دې سره کروموزومونه بېرته خپل مخکېنۍ شکل یانې،،ډي این اې بیرته د کروماتیني تارو شکل خپلوي.

اوس حجروي وېش ۱_cytokineses1 منځته راځي او حجره خپل ځان پر مېنځ دوه ځایه کوي او له دې سره د يوې حجرې څخه دوې نوي خوېندې حجرې جوړي شوې،چې ۲۳ تاق ۲ کروماتیدي کروموزومونه لري او ،،ډي این اې(DNA) یې له یو بل سره توپير لري.

لهcytokinesis1 وروسته د مايوسس_پړاو2_meiosis2 نمبر دی. مايوسس ۲ هم د مايوسس ۱ په شانته ده، توپیر یې دا دی چې اوس تاق کروموزومونه دي او په مایوسس۱ کي جوړه کروموزومونه ول. مايوسس2 هم څلور پړاوونه لري.

مخکېنۍ_پړاو۲_prophase2 په دې پړاو کې د هستې غشا (دېوال) خلاصېږي او کروماتینونه Cromatin (،،دي این اې،، د اوږدو اوږدو تارو په شکل) خپل‌پر ځان تاوېږي او د کروموزوم شکل خپلوي. او سېنټروزوم (centrosome)سپينډل اپرېټس( spindle apparatus) تولیدوي.

منځنی پړاو ۲_methaphase2 په دې پړاو کې ۲ کروماتیدي تاق کروموزومونه د حجرې په مېنځ کې په قطار سره ځای پر ځای کېږي. او سپينډل اپرېټس د حجرې و دواړو قطبونو ته ځي. او د کروموزومونو په ملا سېنټرومېر(centromere) پسې ځان نښلوي.

انافیز۲_anaphase2 په دې پړاو کې کې سپينډل اپرېټس خپل ځانونه کوچني کوي او په دې ډول سره ۲ کروماتیدي تاق کروموزومونه د یو بل څخه بېلوي او د حجرې هر یوه قطب ته ۱ کروماتیدي تاق کروموزومونه وړي.

ټیلوفیز۲_telophase2 په دې پړاو کې د حجرې په دواړو کونجونو کې پر کروموزومونو نوي هستوي غشا (دېوال) جوړېږي او دا رنګه 4 نوي هستې منځته راځي. له دې سره کروموزومونه بېرته خپل مخکېنۍ شکل یانې،،ډي این اې بیرته د کروماتیني تارو شکل خپلوي.

اوس د حجرې_وېش2_Cytokinesis_2 منځته راځي او حجره خپل ځان پر مېنځ دوه ځایه کوي او له دې سره د يوې حجرې څخه دوې نوي خوېندې حجرې او د هغو دوو څخه څلور نوې مختلفې حجرې جوړي شوې،چې ،،ډي این اې(DNA) یې له یو بل سره توپير لري.