حجروي وېش

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

حجروي وېش ( cytokinesis)

#حجروي_وېش_cytokinesis/cell division دا چې یو ماشوم او یا کوم حیوان یا درختې غټېږي، او یا کوم زخم روغېږي، نو بايد ،،حجرې،، ( cells) ،، د حجروي وېش،،(cell division) له لاري ډېرې شي. هره ورځ د یو بالغ انسان په بدن کې په یوه ثانیه کې د لسو تر پنځوسو مليونو حجرې مړې کېږي او د دوی پر ځای د ،،حجروي وېش،، له لاري نوې حجرې جوړېږي.

حجروي_وېش_cell_division /cytokinese حجروي وېش پر دوو غټو پړاوونو وېشل شوی دی.

انټرفېز(interphase) هستوي وېش / مایتوسس( mitoses)

انټرفېز(interphase)بیا په پخپله پر درو پړاوونو وېشل شوی دی. جي ون پړاو (G1 phase): په دې پړاو کې حجره غټېږي یانې سایتوپلازم او د حجرې حجم غټېږي. او د ،،ډي این اې،، بنیادي مواد اماده کوي. د ترکیب(جوړېدو) پړاو(Synthesis phase) په دې پړاو کې ،،ډي این اې(DNA) دوه برابره جوړېږي(DNA replication) ياني هر یو کروموزوم خپل کاپي جوړوي. او هیستون پروټين(histone protein) جوړېږي، چې بیا وروسته د ،ډي این اې کروماتیني تارونه پر تاوېږي او د کروموزوم شکل خپلوي.

جي ټو پړاو (G2 phase): په دې پړاو کې یو ځل بیا حجره( cell) غټېږي او اړین پروټين د مایتوسس له پاره جوړوي. د انټرفېز پړاو نسبت و مایتوسس پړاو ته ډېر اوږد دی. تقريبا ۹۰سلنه وخت د حجروي وېش د انټرفېز پړاو نیسي.

هستوي وېش / مایتوسس پړاو ( mitosis)

مایتوسس_پړاو(هستوي وېش) مایتوسس پړاو بیا خپله پر څلورو پړاونو وېشل شوی دی.

#مخکېنۍ_پړاو prophase: په دې پړاو کې د هستې غشا (دېوال) خلاصېږي او کروماتینونه Cromatin (،،دي این اې،، د اوږدو اوږدو تارو په شکل) خپل‌پر ځان تاوېږي او د کروموزوم شکل خپلوي. او سېنټروزوم (centrosome)سپينډل اپرېټس( spindle apparatus) تولیدوي.

منځنی_پړاو ( metaphase): په دې پړاو کې ۲ کروماتیدي کروموزومونه د حجرې په مېنځ کې په قطار سره ځای پر ځای کېږي. او سپينډل اپرېټس د حجرې و دواړو قطبونو ته ځي. او د کروموزومونو په ملا سېنټرومېر(centromere) پسې ځان نښلوي.

د کروموزومونو_د_بېلېدو_پړاو(انا فېز) ( Anaphase): په دې پړاو کې کې سپينډل اپرېټس خپل ځانونه کوچني کوي او په دې ډول سره ۲ کروماتیدي کروموزومونه د یو بل څخه بېلوي او د حجرې هر یوه قطب ته ۱ کروماتیدي کروموزومونه وړي.

ټېلوفېز_پړاو( telophase): په دې پړاو کې د حجرې په دواړو کونجونو کې پر کروموزومونو نوي هستوي غشا (دېوال) جوړېږي او دا رنګه دوې نوي هستې منځته راځي. له دې سره کروموزومونه بېرته خپل مخکېنۍ شکل یانې،،ډي این اې بیرته د کروماتیني تارو شکل خپلوي. اوس د حجرې_وېش_cytokineses منځته راځي او حجره خپل ځان پر مېنځ دوه ځایه کوي او له دې سره د يوې حجرې څخه دوې نوي خوېندې حجرې جوړي شوې،چې یو شانته ،،ډي این اې(DNA) لري.


مایتوسس پړاو بیا خپله پر څلورو پړاونو وېشل شوی دی.

مخکېنۍ_پړاو prophase:

په دې پړاو کې د هستې غشا (دېوال) خلاصېږي او کروماتینونه Cromatin (،،دي این اې،، د اوږدو اوږدو تارو په شکل) خپل‌پر ځان تاوېږي او د کروموزوم شکل خپلوي. او سېنټروزوم (centrosome)سپينډل اپرېټس(spindle apparatus) تولیدوي. منځنی_پړاو ( metaphase): په دې پړاو کې ۲ کروماتیدي کروموزومونه د حجرې په مېنځ کې په قطار سره ځای پر ځای کېږي. او سپينډل اپرېټس د حجرې و دواړو قطبونو ته ځي. او د کروموزومونو په ملا سېنټرومېر(centromere) پسې ځان نښلوي.

د کروموزومونو_د_بېلېدو_پړاو(انا فېز) ( Anaphase): په دې پړاو کې کې سپينډل اپرېټس خپل ځانونه کوچني کوي او په دې ډول سره ۲ کروماتیدي کروموزومونه د یو بل څخه بېلوي او د حجرې هر یوه قطب ته ۱ کروماتیدي کروموزومونه وړي.


ټېلوفېز_پړاو( telophase): په دې پړاو کې د حجرې په دواړو کونجونو کې پر کروموزومونو نوي هستوي غشا (دېوال) جوړېږي او دا رنګه دوې نوي هستې منځته راځي. له دې سره کروموزومونه بېرته خپل مخکېنۍ شکل یانې،،ډي این اې بیرته د کروماتیني تارو شکل خپلوي. اوس د #حجرې_وېش_cytokineses منځته راځي او حجره خپل ځان پر مېنځ دوه ځایه کوي او له دې سره د يوې حجرې څخه دوې نوي خوېندې حجرې جوړي شوې،چې یو شانته ،،ډي این اې(DNA) لري. ځيني لغات: #کروماتین= دي این اې د اوږدو تارو په شکل په هسته کې وي. #هیسټون_پروټين= هغه پروټين چې کروماتین خپل ځان پر پېچي، چې د کروموزوم شکل خپل کړي. #کروموزوم= چې کله کروماتیني ډي این اې خپل ځان سره تاو کړي او خپل ځان لنډ کړي. او په دغه وخت کې د میکروسکوپ له لاري کروموزومونه لیدل کېږي. #کروماتید= په حجره کې لومړی ا کروماتید کروموزوم وي، خو کله چې يوه حجره خپل ځان وېشي، نو بايد دا یو کروماتید کروموزوم خپل دځان کاپي جوړه کړي، تر څو هره نوې هجره هغومره کروموزومونه ولري. ځکه ۲ کروماتید کروموزوم.